ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 684

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې یو ځواکمن نظام حاکم دی او خپل واک یې ثابت ساتلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له یوه ایراني خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ شوي او له اسلامي امارت پرته بل هېڅوک د افغانستان په خاوره واکمني نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې پخوا به د افغانستان هر ګوټ د بل چا په لاس کې و، خو اوس داسې نه ده.

د ښاغلي عراقچي په وینا؛ په افغانستان کې يو ځواکمن نظام حاکم دی او په تېرو درې ‌نيمو کلونو کې يې خپل واک ثابت ساتلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روان زېږدیز په پیل کې د یوه پلاوي په مشري افغانستان ته سفر کړی و.

ښاغلی عراقچي د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پياوړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې وې.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي و، چې افغانستان کې وروستيو پرمختګونو ته په کتو له اسلامي امارت سره خپله همکاري نوره هم پراخوو.

اسرائیلو په غزه کې د حماس یو بل لوړ پوړی چارواکی شهید کړی

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په خان یونس کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم شهید شوی.

د نوموړي له شهادت یوه ورځ وړاندې د حماس غورځنګ یو بل سیاسي غړی صلاح البردویل له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یو ځای په خان یونس کې شهیدان شول.

سربېره پر دې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو وحشي بریدونو کې له نن سهار راهیسې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر له ۵۰ زره اوښتی، چې دا له جګړې وړاندې د غزې د نفوس ۲.۱ سلنه جوړوي. یانې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو له جګړې وړاندې د اوسېدونکو له ۴۶ کسانو څخه یو یې شهید شوی دی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په تېره نومبر میاشت کې ویلي، ارزونې یې ښیي چې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو نږدې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان وو.

لانسیټ طبي مجلې بیا د جنوري په میاشت کې په یوه خپره شوې څېړنه کې ویلي، په غزه کې د شهیدانو اصلي شمېر ښایي تر هغو شمېرو ۴۱ سلنه لوړ وي، چې د غزې عامې روغتیا وزارت خپرې کړې دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز هم د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفير سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفير مولوي فضل محمد حقاني سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفير خبرې کړې او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې سفارت مسولين په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي او تر اوسه يې ښه نتیجه ورکړې ده.

مولوي فضل محمد حقاني زیاته کړې، دې ته په پام چې په ايران کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي، په ياد هیواد کې قونسلي خدمتونه فعال دي او مېشتو افغانانو ته په ښه ډول خدمتونه وړاندې شوي او ستونزو ته يې رسيدنه شوې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مسولينو فعاليتونه او کړنې ستايلي.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې افغانستان او ايران په ديني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې لرغونې اړيکې لري او د دې سفارت مسولين يې بايد د لا زياتې پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي حنفي همداراز په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، ترڅو په ياد هيواد کې مېشتو افغانانو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

په پکتیا ولایت کې د ۱۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۹ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د پکتیا والي مهرالله حماد او د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي مرزا جان صادق، یو شمیر نورو مسولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځواناو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، چې دا نظام په ډیرو لویو قربانیو راغلی او موږ او تاسې یې باید قدر وکړو او شکرانه یې ادا کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د پروژو تطبیق د هېواد لېرو پرتو سیمو ته جاري ساتلی دي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې له منځه ولاړې شي.

کابل کې د قطر له شارژدافیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د قطر دولت له شارژدافیر ښاغلي مُردِف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او یو لړ نورو مسایلو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له متحده ایالتونو سره وروستي پرمختګونه مهم بللي او د قطر دولت له شارژدافیر او همکارۍ یې هم مننه کړې ده.

مولوي امیر خان متقي له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.

د قطر شارژدافیر په بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت ارزولي او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنه کړې ده.

‏غور کې د منار جام د ساتنې او استحکام په موخه د ګبیون جوړولو چارې پای ته ورسېدې

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولین وايي، د منار جام د ساتنې او استحکام چارې، چې څه موده وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

یاده پروژه د اطلاعاتو او کلتور د ریيس مولوي عبدالحی زعيم د ولايت مقام د استازي او سکتوري ادارو د مسولينو له لوري ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور ریيس ویلي، چې له موسمي سېلابونو او سيند څخه د ورپېښو خطرونو څخه د ژغورنې په موخه د منار جام شاوخوا د ګبين کارۍ چارې بشپړې شوې. دا پروژه د اسيا د پراختيايي ټولنې له لوري د ۲ میلیونه او ۲۴۰ زره افغانیو په لګښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همږغۍ د ۲۶۷ متره اوږدوالي، يو نیم متر عرض او يو متر جګوالي سره پيل شوې وې، چې د جوړ شوي ګبین د شاته برخو په ډکولو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د غور ولایت د تاریخي ابداتو په ځانګړي ډول منار تاریخي جام د ساتنې په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند د ۱۴۰۴ لمریز کال د پسرلي په مناسبت د ارګ ګلخانې ماڼۍ په چمن کې یو نیالګی کېناوه.

په دې مراسمو کې پر رییس الوزرا سربېره د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسولینو هم ګډون کړی وو.

یاد مراسم د ارګ جامع جومات د خطیب قاري محمد حنیف له لوري هېوادوالو ته د خیر او فلاح او د هېواد د هوساینې او زرغونتیا لپاره په دعا پای ته ورسېدل.