ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 690

تېرو دوو کلونو کې په بامیانو ولایت کې ۱۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده د یاد وزارت د تدارکاتو رییس مولوې فضل الرحمن عاصم او د نظارت او ارزیابۍ رییس مولوي عبدالغفار اخوندزاده په ملتیا بامیانو ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه یاد ولایت له والي مولوي عبداللّٰه سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءاللّٰه خادم، علمای کرامو او مخورو سره لیدنه کړې.

د یاد ولایت والي مولوي عبداللّٰه سرحدی د بامیانو لرو پرتو او د خدماتو څخه محرومو سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د عادلانه پروژو د پلي کیدو څخه ستاینه کړې، کوم چې په تیرو ۲۰ کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ویلي؛ په تیرو دوو کلونو کې په بامیانو ولایت کې د څه باندي ۲۱۰ کوچنیو او لویو پراختیايي پروژو له جملې څخه چې پکې د سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د کرنیزو اوبو د کانالونو، د پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول او ترمیم شامل دي، چې۱۱۰ پروژې يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د بامیانو ولایت د والي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس د هلو ځلو قدردانی کړی او ویلي يي دي؛ د افغانستان خلک چې ۴۰ کاله يې په جګړو او ویجاړیو کې تیر کړي، اوس د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ وخت رارسیدلی دی تر څو دا هېواد پرمختګ وکړي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي ترڅو د بامیانو محرومو او لرې پرتو سیمو کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي او د خلکو د اوبو د کمښت ستونزې هوارې کړي.

مولوي امیرخان متقي: نړیوال سازمانونه باید د افغان کډوالو د کړاو په اړه خپل مکلفیت ادا کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونباييفا د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، سره لیدلي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي ادارو د ناسم چلن، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډ مهالو او اوږد مهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې شوې.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کيږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کيږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ور کول کيږي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړه، چې په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ اېستل کيږي.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او کډوالو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير همداراز د اسلامي امارت له خوا د خپلو هيوادوالو د ښه راغلاست او مرستې له پاره پر نيول شويو تدابيرو رڼا واچوله او ويې ويل، چې خپل وطن ته د راستنېدونکو هېوادوالو د بيړنۍ او اوږد مهالې مرستې موضوع د حکومت په کچه تر ټولو ستر لومړيتوب دی او په دې برخې کې به هيڅ ډول امکانات و نه سپموي.
ښاغلي متقي غوښتنه کړې، چي د افغان کډوالو د کړاو په اړه باید ټول نړیوال سازمانونه خپل مکلفیت اداکړي.

د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي، او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

تخار کې د څه باندې 34 میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پلي کیږي

د ټولګټو وزارت لخوا په تخار کې د دریو بیارغونې پروژو کار د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او اوسمهال یې کار دوام لري.

په یادو پروژوکې لومړی د تخار – بدخشان ۵۸ کیلومتره سړک دی، چې د دغه وزارت له خوا د یو ودانيز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردا شوی دی، چې رغنیزې چارې به یې د پینځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

دغه راز دویمه پروژه د تخار – کندوز د ۳۲.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې کار دی، چې د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې رغنیزې چارې به یې د پینځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

او دریمه پروژه د تخار ولایت له مرکز څخه پیل د بهارک، خواجه غار او دشت رباط ولسوالیو څخه په تېرېدو تر فرخار ولسوالۍ پورې د سړک د ترمیم او داغ نیونې پروژه ده، چې د یاد وزارت لخوا د دوه میلیونه او ۹۸۱ زره او ۴۰۹ افغانیو په ارزښت د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده، چې د ترمیم او داغ نیونې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

 د یادو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو مسیرونو د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

بلال کریمي: ترانسپورټي کمېټې له تورخم بندر سره نږدې د ټولو راستنېدونکو افغانانو د لیږد پروسه بشپړه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې ترانسپورټي کمېټې له تورخم بندر سره نږدې د ټولو راستنېدونکو افغانانو د لیږد پروسه بشپړه کړه.

نوموړي زیاته کړې، اوسمهال یوازې هغه راستنېدونکي افغانان چې تازه له فرضي کرښې را اوړي د هغوی لپاره د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لېوا اړوند نقلیه وسایط چمتو دي.

مرستیال ویاند دغه راز زیاته کړې، چې په تورخم بندر کې راستنېدونکو افغانانو ته هر اړخیر ترانسپورټي چمتووالی بشپړ شوی دی.

له پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو د اسلامي امارت له لوري ځانګړی کمېسیون چې ۱۲ کمېټې لري ګومارل شوی او اوس مهال ورته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو په برابرولو چټک کار روان دی.

تخار کې د یتیم تپې کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

د تخار ولایت په ینګې قلعه ولسوالۍ کې د یتیم تپې عمومي کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژه، چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي ملاتړ، د یاد وزارت او د دشت قلعې ښکتنې پنج سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو تر څارنې لاندې پلي کیږي، ۸۵ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د یتیم تپې عمومي کانال، د تخار ولایت په ینګې قلعه او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې څه باندې ۱۵۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي، چې یاده پروژه د دغه کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت او د پنج سیند د ویجاړیو د مخنیوي په موخه پلي کیږي او پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

اسلامي امارت د حاکمیدو څخه وروسته د اوبو د مدیریت په پار بندونو د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.

باغداران در بدخشان: امسال در حاصلات سیب ۹ در صد افزایش آماده است

شماری از باغداران در بدخشان می گویند، در سال روان حاصلات سیب در این ولایت نسب سال های گذشته افزایش چشم گیری داشته، اما نبود بازار مناسب برای فروش و همچنان عدم موجودیت سرد خانه های معیاری ارزش محصولات شان کاهش یافته است.
دهقانان در بدخشان از مسوءلان می خواهند که برای فروش محصولات زراعتی شان در داخل و خارج از کشور بازاریابی کنند، و همچنان برای نگهداری محصولات آنها به خصوص سیب سردخانه های معیاری بسازند.
احسان الله سراجی آمر امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان در مصاحبه با رادیو ملی گفت ، سال گذشته سه ‌هزار و ۲۰۰ تن سیب ازباغ‌ های بدخشان به دست آمده بود که در سال روان حدوداً سه هزار و ۵۰۰ تُن سیب برداشت شده که نظر به سال گذشته ۹.۳۸ درصد افزایش را نشان می‌دهد.
سراجی می افزاید که کار روی تاسیس سرد خانه های معیاری به دهقان ها بیش از هر زمان دیگر به شدت جریان داشته و همچنان برای بازاریابی در سطح مارکیت های داخلی و خارجی تلاش هم جانبه صورت خواهد گرفت.

لوګر کې د سرخ آب جامع روغتیايي مرکز ودانۍ د ۲۱۹ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده لوګر ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سرخ آب جامع روغتیايي مرکز ودانۍ پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد روغتیايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې ویلي؛ مونږ هڅه کوو تر څو د هېواد په ټولو هغو سیمو کې، چې له روغتیايي خدمتونو محرومې پاتې شوې وې، روغتیايي مرکزونه جوړ او ولس ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د سرخ آب جامع روغتیایي مرکز ودانۍ د لوګر د عامې روغتیا ریاست او کډوالو چارو امریت تر نظارت لاندی د UNHCR نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د 219 زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۲ خونې، شنه ساحه، پارک، د څښاک اوبه او نورې لازمې اړتیاوې لري.

د البيروني پوهنتون احاطې دېوال د ١٨ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي

د البيروني پوهنتون احاطې دېوال په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد پوهنتون مشرتابه، علماوو، استادانو او د بېلابېلو ادارو رییسانو ګډون درلود.

یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د وزارت پر لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې کړي او ویلي يي دي، د وزارت په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیتونه رامنځته شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې پوهنتونونو کې د هېواد په کچه علمي کنفرانسونه جوړېږي او په بېلابېلو پوهنتونونو کې دې ته ورته پروژې پر لاره اچول شوي دي.

له غونډې وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال او د البيروني پوهنتون رییس لخوا د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

یاد دېوال دوه زره او ٦٠٠ متره اوږدوالی او ٦٠ سانتي بر لري، چې د پوهنتون ٣١٤ جريبه ځمکه راچاپېروي.