ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 695

د قوش‌تېپې  کانال د چارو ارزونې په موخه تخنیکي غوڼده وشوه

د قوش‌تېپې کانال د تخنیکي چارو د پرمختګ د ارزونې تخنیکي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي ریاست رییس ابراهیم حکمت، د چارو اداري مرستیال مولوي محمود شاه او د اوبو او انرژۍ، کرنې او ټولګټو چارو وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت ځینو مسولینو او متخصصینو ګډون کړی و.

غونډه کې د کرنې وزیر د قوش‌تېپې کانال د لومړي او دویم فاز پرمختګ یې د پام وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دغې پروژې چارې له کمو امکاناتو سره ـ سره په معیاري ډول پر مخ وړل کیږي.

همدارنګه مولوي عطا‌ءالله عمري د پروژې د راتلونکي پرمختګ ته پاملرنه مهمه بللې او له مسولینو یې غوښتي، چې د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو ظرفیت نور هم لوړ کړي.

په ورته مهال د کرنې وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني د هغه پلاوي د سفر راپور وړاندې کړ، چې د کرنې وزیر په مشرۍ جوزجان، بلخ او فاریاب ولایتونو ته د قوش‌تېپې کانال د تاسیساتو د ارزونې لپاره تللی و.

راپور د مشرتابه له ارزونې وروسته نهايي شو او په غونډه کې د پروژې تخنیکي مسایل، د پلي کېدو ستونزې او د کار د چټکتیا حل لارې هم وڅېړل شوې.

د لوړو زده کړو وزیر کندهار پوهنتون کې یوې لویې غونډې ته وینا کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کندهار پوهنتون د مسولینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا کړې.

شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي نظام پر ارزښت، انساني کرامت او د علم پر فضیلت خبرې کړي او ویلي یې دي؛ انساني کرامت د الله تعالی په عبادت او بندګۍ کې خوندي دی، خو که انسان نافرماني وکړي، خپل کرامت له لاسه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دیني او عصري علم دواړه مهم دي او محصلین باید خپلو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي. همداراز، استادان باید د محصلانو سالمې روزنې ته لا زیات پام وکړي.

کندوز کې د یوه پله رغنیزې چارې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د کندوز ولایت اړوند د (ایرگنک سړک) پل چې د کندوز–بلخ عمومي سړک پر مسیر موقعیت لري د پاتې برخو د رغونې کار یې د نهه میلیونه او ۷۰۵ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکت سره قراداد شوی دی، چې دا مهال یې کار عملا پیل او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد پل چې ۴۸.۵ متره اوږدوالی او ۱۲متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د تېرې ادارې پرمهال د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې وې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې کارونه ځنډېدلي و او د ټولګټو وزارت د کندوز ولایت د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو ته په کتو د دغه پل رغنیزې چارې بیا پیل کړې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کندوز – بلخ پر لویه لار د تلونوکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

جوزجان کې اووه کلنه قومي اختلافي موضوع حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په جوزجان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام نبي صمیم د قومي مخورو او علماوو په منځګړیتوب د یوه پلاوي په مشرۍ د شبرغان ښار د آب ګرمي په سیمه د نورزي، هوتکو او ازبیک قومونو ترمنځ اووه کلنه اختلافي موضوع او شخړه حل کړه.

یاد وزارت زیاتوي، له دواړو خواوو سره یې ناستې وکړې او د رضایت تر اخیستلو وروسته یې یوې ناستې پرمهال د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وکړه.

د روغې جوړې په یاده ناسته کې مسولینو، دیني عالمانو او ولسي سپین ږیرو په سوله او ورورۍ ټینګار وکړ، عفوه او بښنه یې د نېکو مومنانو له خصوصیاتو یاده کړه.

ښکېلو خواوو هم د یاد پلاوي له لوري ترسره شوې فیصله منصفانه وبلله او ژمنه یې وکړه چې نور یو بل ته ستونزې نه جوړوي.

عامې روغتیا وزیر له ولایتي روغتیايي رییسانو سره د اختر په ورځو کې د فعالو روغتیايي خدمتونو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو جوړېدو د چارو  پر څرنګوالي، د کوچني اختر په ورځو کې د روغتیايي خدماتو فعال ساتلو او د ساري ناروغیو د مخنیوي اړوند انلاین خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو د چارو پر څرنګوالي لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

مولوي نور جلال جلالي د اختر را رسېدو په مناسبت ټولو ولایتي رییسانو ته لارښوونه وکړه، ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته او د اختر په ورځو کې روغتیايي مراکز فعال وساتي.

همدارنګه نوموړي، د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پر لا ښه والي او د واکسیناسیون پروګرام په ښه پلي کېدو ټینګار وکړ.

بل لور ولایتي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونو کې په غوره توګه د لومړنیو چارو پر مخ وړلو ډاډ ورکړ او هم یې په دې برخه کې شته پوښتنې شریکې کړې، چې د تخنیکي ټیم له لوري ورسره معلومات ورکړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم د غونډې په پای کې د روغتیايي خدماتو اړوند، د درملو د تر لاسه کولو او د عمومي روغتونو اړوند خپلې سپارښتنې ولایتي رییسانو سره شریکې کړې.

اسلامي امارت د تاجکستان او قرغیز ترمنځ د پولې د ترسیم تړون لاسلیک هرکلی کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د تاجکستان او قرغیز جمهوریتونو ترمنځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي.

اعلامیه زیاتوي؛ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.

د دې وزارت په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت تل د سولې، تفاهم او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ اسيا کې د دوامداره سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.

ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیز لګوي

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیزونه ارزوي.

د راپور له مخې، دغه بنديزونه به په درېیو کټګوریو کې، د ویزو ورکولو بشپړ، نسبي او مشروط ځنډول وي.

افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې په لومړۍ کټګورۍ کې شامل دي، کوم چې د امریکا د ویزې د ورکولو لپاره یې دایمي ځنډول ټاکل شوي دي.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته، نوموړي ګڼ شمېر جنجالي  اقدامات ترسره کړي، چې زیاتره یې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.