ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 696

هېواد کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ صنعتکارانو ته په هېواد کې د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش په تړاو د امیر المومنین حفظه الله فرمان توشیح شوی، چې دې وزارت ته د ځمکو له تسلیمېدو وروسته به په صنعتکارانو ځمکې ووېشي.

ها خوا د صنعتکارانو ټولنه د هېواد د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې د صنعتي ځمکو وېش ګټور او د وخت اړتیا بولي.

دوی وایي، څومره ژر چې کېدی شي د صنعتي ځمکو د وېش لړۍ دې پیل، چې په دې سره به د صنعتکارانو ستونزې هوارې شي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي؛ هر صنعتکار چې له غوښتنلیک سره خپل سوداګریز پلان، د غوښتل شوې ځمکې نقشه، د جواز، تشخیصې نمبر، او شرکت د رییس او مرستیال د برقي پېژند پاڼو کاپيانو ترڅنګ د شرکت فروفایل او بانکي سټېټمینت ولري د وزارت له ارزونې او منظوري وروسته ورته ځمکه ورکول کېږي.

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، تېره ورځ (جمعه) له سعودي عربستان سره یې په دوستانه سیالۍ کې دغه هېواد ته د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې اکبر بهادري، فهیم حیدري او سعید سیاسي د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو پر دوام به د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن (شنبه، د کب ۲۵مه) په خپله دویمه دوستانه لوبه کې له جاپان سره مخامخ کیږي.

دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې په ټایلینډ کې پیلیږي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر ۲۰مه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به  په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره د بلخ والي لیدنه؛ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د بلخ والي محمد یوسف وفا د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ همغږي، د تولیداتو زیاتوالي او په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاو په اړه خبرې کړې دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیز دفتر وایي؛ چې محمد یوسف وفا په دې لیدنه کې ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره باید په حیرتان بندر کې کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د سبزیجاتو او میوو د بسته‌بندۍ او مینځلو یو مرکز جوړ شي.

په ورته وخت کې اکباسوف ویلي؛ قزاقستان غواړي د افغانستان له لارې له سویلي اسیا، روسیې، پاکستان او هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او په دې اړه څو پروژې پلي کوي.

د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه؛ د سرحدونو په ساتنه خبرې شوي

کندهار کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه شوې.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر، د کندهار والي ملا محمد شیرین اخوند، د کندهار امنیه قومندان مولوي عبدالاحد طالب او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

 غونډه کې د تصفیوي چارو د لا ښه تنظیم، امنیتي وضعیت، نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوي، له جرمونو سره مبارزه او د سرحدونو د ساتنې په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان څرګندونو ته د هند غبرګون؛ نړۍ پوهیږي چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرته ده

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د پاکستان د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، “موږ د پاکستان له لوري لګول شوي بې بنسټه تورونه ردوو او ټوله نړۍ خبره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرته ده.”

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري ناسته کې هند تورن کړی و، چې ګواکې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید کې یې مرسته کړې ده.

مولوي امیرخان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر سره لیدنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي عمان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو او د اوقافو او دیني چارو وزیر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

مولوي امیر خان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه غوښتي، چې په عمان کې بندي افغانانو ته د بند د مودې کمولو او خلاصون برخه کې مرسته وکړي او  د مېشتو افغانانو د کونسلي ستونزو د حل لپاره له افغان سفارت سره همکار پاتې شي.

ښاغلي متقي د عمان د اوقافو او دیني چارو له وزیر څخه غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د خپلو تجربو د شریکولو ترڅنګ په افغانستان کې د جوماتونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

ورته‌مهال د عمان سلطنت وزیر ژمنه کړې، چې د افغان بندیانو د بښنې زمینه برابره کړي او د افغانانو کونسلي خدماتو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به لازمه همغږي وکړي.

د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په لیدنه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې، پانګونې ته فرصتونه برابر او مستقیمې الوتنې پیل شي.

د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت هم د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د تجاربو شریکولو او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

د ملي‌ پراختیا شرکت: د قوش‌تېپې کانال شاوخوا سیمو کې د نیالګیو چمتو کولو یو مرکز جوړوو

د ملي پراختیا شرکت مسولین وايي، پام کې لري چې د قوش تیپې کانال شاوخوا سیمو څخه د ښه ګټې اخیستنې په پار د نیالګیو چمتو کولو مرکز جوړ کړي.

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د قوش تیپې کانال د شاوخوا سیمو زرغونتیا په موخه د هېوادوالو په مرسته د سینځلو نیالګي راټول او د قوش تیپې کانال ته يي ولېږدوي.

د یادونې ده، چې د قوش ‌تیپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد یوه ستره ملي پروژه ده، چې د امو سیند اوبه د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه را اخلي او د فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ ته یې رسوي.