ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 700

د ټرمپ او شهباز شریف ادعا ناسمه ثابته شوه؛ شریف الله د کابل هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه دی

محمدشریف‌الله چې د کابل هوایي ډګر په برید کې د اصلي طراح په تور نیول شوی و، له څېړونو وروسته ثابت شوه چې نوموړی د یاد برید اصلي پلان جوړوونکی نه دی.

د اف‌بي‌ای ځانګړي افسر سېټ پارکر محکمې ته ویلي، چې محمدشریف‌الله د کابل د هوایي ډګر په برید کې اصلي طراح نه و، بلکې یوازې یې په دې برید کې مرسته کړې وه.

د شریف‌الله وکیل هم ویلي، چې هغه د دې برید اصلي طراح نه دی.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ برید اصلي طراح نیولی دی.

پاکستاني لوري تورخم کې استوګنیز کورونه او عامه ځایونه په نښه کړي

له کله نه چې پاکستاني لوري د تاسيساتو جوړولو په بهانه د تورخم دروازه تړلې، ورسره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځ ته شوي.

د تورخم اوسېدونکي وايي پاکستاني فوځيانو په دغو نښتو کې تر ډیره د دوی کورونه، مساجد، هټۍ او سوداګريز مارکېټونه په نښه کړي.

دوی زیاتوي؛ افغانان له خپلو ګاونډيو سره د دوستې په فضا کې وخت تېرول غواړي خو په خبره يي که څوک پرې زياتی کوي نو د امنتي ځواکونو ترڅنګ د عامو هېوادوالوم دا حق جوړيږي، چې د خپلو امنتي ځواکونو او مجاهدينو سره خوا په خوا له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د ننګرهار کډوالو چارو مسولين وايي، په دغو نښتو کې چې پاکستاني لوري په کې عامه ځايونه په نښه کول شاوخوا یو زر او ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي.

د دروازې بندېدو دواړو لوريو سوداګرو ته هم په زياته اندازه مالي زيانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دروازې د خلاصون په موخه افغان او پاکستاني سوداګرو يوه ناسته هم ترسره کړه، چې بې پايلې پای ته ورسېده.

ملا حمدالله فطرت: افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل‌سري فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقده‌مندانه بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل‌سري فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې: “متاسفانه بېلابېل جهتونه په داسې ناستو کې له افغانستان سره خپلې عقدې پالي او هڅه کوي، چې ناسم انځور یې وړاندې کړي.”

ښاغلي فطرت د بل چا له عینکو د افغانستان قضیو ته کتل په زیان ګڼلي او ویلي يې دي، چې د افغانستان په اړه د دوی څرګندونې له واقعیت څخه لیرې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان یو امن هېواد دی، یو واحد نظام پکې حاکم دی او ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده.

ملا حمدالله فطرت ډاډ وکړی، چې هېڅ ډول خپل‌سري څوک دلته نشته او نه د فعالیت اجازه لري.

نوموړي یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ ومني او د افغانانو حق ورکړي، تر څو په داسې ناستو کې سم قضاوت وشي او د عقدوي اړخونو پروپاګند ته زمینه برابره نه شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، کندهار او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اته زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږ کورنیو سره ټولې ۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۸۵۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې ۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۲۰ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۷ کورنیو سره ټولې ۵۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۰۴ کورنۍ او ۳۷۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۷۷ عدده

د مولوي ذبیح الله نوراني او محمد کاظم طارق لیدنه؛ د جهادي تاریخ او ارزښتونو د ساتنې پر پیاوړتیا خبرې شوي

د جهادي ارزښتونو لوی رییس مولوي ذبیح الله نوراني د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستیال محمد کاظم طارق سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جهادي ارزښتونو د خوندي کولو، مستندولو، او د زندانیانو د اثارو د راټولولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ناستې په ترڅ کې ښاغلي نوراني د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د یاد ریاست له لوري د جهادي اثارو د راټولولو، مستندولو او په ولایتونو او ولسوالیو کې د جهادي کارنامو ثبتولو ته جدي پاملرنه شوې ده.

د مولوي ذبیح الله نوراني په وينا؛ د جهادي اثارو د خوندي کولو لپاره ځانګړی موزیم جوړ شوی، چې هلته ارزښتناک اثار انتقالېږي، که اسناد وي، په رسمي آرشیف کې خوندي کېږي او که داسې آثار وي، چې د کتابتون برخه جوړولی شي، نو په ځانګړي کتابتون کې ځای پر ځای کېږي، د شهیدانو د سوانحو د راټولولو چارې هم په مرکز او ولایتونو کې په منظمه توګه روانې دي، تر څو د دوی تاریخ، قربانۍ او مبارزې مستندې او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال محمد کاظم طارق د یادو هڅو ستاینه کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

 نوموړي ویلي؛ په زندانونو کې د بندیانو فکري، تاریخي او علمي اثارو ته پاملرنه کوي او چمتو دي، چې دا ډول مواد راټول او مستند کړي او د جهادي ارزښتونو لوی ریاست سره په یاده برخه کې همکاري وکړي.

په پای کې دواړو لوریو د لا ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی، تر څو د جهادي تاریخ او ارزښتونو د ساتنې لړۍ لا پیاوړې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس د ايران او الماني شرکتونو له استازو سره لیدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ايران ترانسفو شرکت او TME الماني شرکت استازو سره د برېښنا سکټور ودې او پراختيا په برخه کې د ګډو همکاريو په تړاو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ايران ترانسفو شرکت د صادراتو د برخې مشاور ډاکټر رحيمي د ترانسفارمرونو، ډيجيټل سازۍ، نوې کېدونکې انرژۍ او برېښنا سکټور په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو په تړاو لېوالتیا ښودلې او د ايران ترانسفو شرکت د فعاليتونو په تړاو یې وضاحت ورکړی.

په ورته مهال الماني شرکت TME استازي عصمت اکبري د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنايي تجهيزاتو د عارضو، سبسټيشنونو، شبکې پراختيا او  ګڼو تخنيکي برخو کې د همکاريو د چمتوالي يادونه کړې.

ډاکټر عبدالباري عمر د يادو شرکتونو مسولینو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د افغانستان برېښنا شرکت د يوه ملي او پياوړي شرکت په توګه چمتو دی، چې د برېښنا ملي شبکې پراختيا په برخه کې له کورنيو او بهرنيو پانګوالو سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت کې د پانګونې د فرصتونو او ملاتړ په تړاو معلومات شريک کړي او د يادو شرکتونو د استازو او د افغانستان برېښنا شرکت د تخنيکي غړو ترمنځ د ګډو همغږي کوونکي ناستو يادونه یې کړې.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزيرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې د یوې ماشومې په شمول لږ تر لږه ۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۹۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

سربېره پر دې اسرائيلو رژیم له تېرو څو ورځو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې او د دې تړانګې برېښنا يې هم پرې کړې ده.

ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو له اسرائیلو غوښتي، تر څو غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخنیوی پای ته ورسوي.

هم‌مهاله حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې له اسرائیلو سره به د اوربند د خبرو نوی پړاو پیل شي.

په منځني ختیځ کې د امریکا استازی سټیو ویټکاف د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، تر څو غزه کې د اوربند په تړاو خبرې پیل کړي.

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې زرګونه کیلو ګرامه تر وخت تېر توکي راټول شوي

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت وایي؛ د دې وزارت د محتسبینو او د ځایي مسولینو په همغږۍ د رمضان المبارک میاشتې په مناسبت، په سوداګريزو مارکیټونو، هټیو او بازارونو کې د سود، احتکار، قیمت پلورنې څخه د مخنیوي او تر وخت تېر توکو د راټولولو د کمپاین په دوام د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د مارکیټونو او هټیو څخه د څارنې پر مهال زرګونه کیلو ګرامه تر وخت تېر توکي راټول کړي دي.

همداراز یاد وزارت زیاتوي، په دې بهیر کې د ښاروالیو لخوا ټاکل شوي نرخونه څارل شوي او د سود، احتکار او قیمت پلورنې مخنیوی ترسره شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا کمپاین به تر هغې دوام ومومي، چې په بازارانو کې د ظلم او بې‌عدالتیو مخنیوی وشي او په اسلامي ارزښتونو سمبال اقتصادي چاپېریال رامنځته او بازارونو کې شته ستونزې حل شي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت تل د یو سالم او په اسلامي ارزښتونو سمبال اقتصادي چاپېریال رامځته کولو لپاره هڅې کړي او یادې هڅې به په بشپړ جدیت دوام ولري.

ملا نورالله نوري: اسلامي امارت ولسي یووالي او پیاوړتیا ته ژمن دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په خپل کاري دفتر کې د روزګان، غزني، دایکندي، میدان وردګ او بامیانو ولایتونو د هزاره قوم له یو شمېر سپین ږیرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي سپین ږیرو په خپلو خبرو کې پر ولسي ټینګښت او یووالي ټینګار کړي او له قومونو سره یې پر ښو اړیکو د اسلامي امارت هڅې ستایلي دي.

دغه‌راز دوی د یادو ولایتونو په اړه ځینې ځایي ستونزې شریکې کړې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر څخه یې د حل لارو غوښتنه کړې.

ملا نورالله نوري د هزاره قوم سپین ږیرو ته تر هرکلي ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت دا خپله فریضه ګڼي چې د ولسونو ترمنځ د شته یووالي واګې لا ټینګې کړي او د افغانستان ټول ولسونه پر یوه ټغر را ټول کړي.

نوموړي قومي مخورو ته د دوی د سیمه ییزو ستونزو د حل او هوارېدو په اړه ډاډ ورکړی او دا یې خپل مسولیت یاد کړی، چې د ولسي وګړو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

اوکراین د امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه

په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېیف د امریکا له لوري له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او اوس توپ د روسیې په ډګر کې دی.

مارک روبیو د اوکراین په اړه د خبرو اترو همغږۍ په موخه د امریکايي پلاوي په مشري د عربستان پلازمېنې جدې ته تللی دی.

هم‌مهاله امریکا له اوکراین سره د نظامي مرستو بیا پیلولو او د معلوماتو شريکولو په اړه هوکړه کړې ده.

اوکرایني چارواکو منلې، چې د امریکا پوځي مرستې بېرته ورسره پیل شوې دي.

په سعودي عربستان کې له خبرو اترو وروسته د امریکا او کراین چارواکو اعلان کړی، چې کېیف د واشنګټن د سملاسي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی او اوس دا د مسکو په هوکړه پوره تړاو لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري عملیاتو درولو ته چمتووالی ښودلی.

نوموړي د سولې لپاره د اوکراین پر چمتووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس روسیه باید د جګړې بندلو یا دوام لپاره خپله اراده وښيي.

له بل لوري د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې سپینه ماڼۍ به یو ځل بیا د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د ورتګ بلنه ورکړي.