ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 818

نيمروز کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد له مل پلاوي سره نن د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پکې د ياد ولایت والي مولوي محمد قاسم خالد، د بېلا بېلو ولسواليو استازو، دیني عالمانو او قومي سپين ږيرو ونډه لرله.

قومي مشرانو د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال له مجاهدينو سره د خپلو مرستو او قربانيو يادونه وکړه او ويې ويل؛ زموږ کورونه د مجاهدينو سنګرونه وو په مال، ځان او بچيانو مو قربانۍ ورکړې او که اړتيا شوه بيا هم تيار يو.

قومي مشرانو زياته کړه؛ د دولت او ملت ترمنځ پوره هماهنګي ده، نن موږ د اسلامي امارت له لوړ رتبه مسولینو سره په ډاډه زړه خپلې ستونزې شریکوو او دا یو مثبت بدلون دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې موږ نمونه نه وه لیدلې.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې وويل؛ د تېرو جهادونو، قربانيو او اسلامي نظام ټینګېدو موخه مو د شريعت پلي کول وو تر څو ټول ولسونه د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند تېر کړي.

نوموړي همدا راز خلک اتفاق او اتحاد ته را وبلل او د اسلامي امارت بريا يې د ۲۰ کلنې مبارزې، قربانيو، اتفاق، اتحاد او يووالي نتيجه ياده کړه.

همداراز د نیمروز والي محمد قاسم خالد د غونډې خلکو ته وویل؛ په نیمروز ولایت کې امنیت ټینګ دی، دا ځکه چې د نیمروز ولایت ولس له حکومت سره په دې برخه کې پوره همکار دي.

نوموړي زیاته کړه، دا نیمروز ولایت د ولس ستونزو ته شپه او ورځ ولاړ یو څومره مو چې وس کېږي د حل کولو هڅه یې کوو.

په پاي کې د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رییس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته وويل؛ هېڅ افغان نه غواړي، چې افغانستان په جګړه کې ښکېل شي، اسلامي امارت ورځ تربلې پرمختګ کوي او ژر ده، چې د نظامي جګړې په څېر به اقتصادي جګړه کې هم کاميابي ترلاسه کړي.

د افغانستان په لویو کانونو کې پانګونې ته ځغلنده کتنه

سریزه

افغانستان په نړۍ کې په هغو هېوادونو کې راځي چې بډایه کاني زېرمې لري. له دې زېرمو څخه یې لاهم ډېرې تراوسه تر خاورو لاندې دي چې د ځینو یې د سروې او کشف پړاوونه بشپړ شوي او را ایستلو ته چمتو دي او د ځینو کانونو د را ایستلو په برخه کې یو لړ هڅې هم شوې دي.

د افغانستان ډېرې کاني زېرمې لاهم پرخپل ځای پاتې چې که په سم ډول را وایستل شي او په معیاري بڼه پروسس شي، نو هېواد له ډېرو اوسنیو اقتصادي ستونزو خلاصولای شي.

د دغه بډایه شتمنیو په را ایستل کېدو سره به نه یوازې زموږ هېوادوال له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو خلاص شي، بلکې د هېواد بېلابېلې برخې به پرمختګ وکړي او هېواد په مو په سیمه کې له سیالانو سره سیال شي.

کانونه د افغانستان لویه شتمني او اقتصادي سرچینه ګڼل کیږي.

په دې لیکنه کې به د یو لړ هغو کانونو په ارزښت لنډه رڼا واچوو چې د کانونو د اکتشاف او استخراج په لړ کې یې چارې شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې او د ځینو کارونه هم پیل شوي دي.

د افغانستان کانونه

د ځمکې پېژندنې وروستۍ څېړنې ښیي چې افغانستان په ۸۹ سیمو کې بډایه کاني زېرمې لري چې د استفادې وړ ګرځېدلای شي.

د دغه څېړنې له مخې، تراوسه د دغه کانونو ډېر یې پرخپل ځای پاتې او نه دي را سپړل شوي.

د هغه څیړنې له مخې چې په اقتصادي نشریه کې خپره شوې ده افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې د بېلابېلو معدني موادو لکه ګران‌بیه ډبرو، سرو زرو، ډبرو سکرو، اوسپنې، مسو، بیرایتو، نفتو، طبیعي ګاز او نورو کاني زېرمې لري.

د دغه څیړنې له مخې افغانستان ۶ د لاجورو او ۶ د سرو زرو کانونه لري، د دغه کانونو له ډلې د سروزرو مهم کان په بدخشان کې موقعیت لري او ویل کیږي چې د دغه کان لمن آن تر کندهار ولایت پورې غځېدلې ده. د افغانستان مهم کانونه کولی شو په دې ډول وویشو؛ ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرې، نجیبه فلزات لکه سره زر او سپین زر، پولی میتالونه لکه سرپ او جست، نفت، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره، باریت، مالګه، یورانیم، اوسپنه، مس، ساختماني مواد او نور.

خو لکه چې مخکې مو وویل دا شتمني له پیړیو را په دېخوا په خپل حال تر ځمکې لاندې پرته ده او په تېر کې یې هیچا د را ایستلو په موخه ملموسې هڅې نه دي کړې.

افغانستان د اوسپنې بډایه زېرمې لري چې یو یې هم د حاجی‌ګک کان دی چې د اټکل له مخې ۱۰۸ میلیارد ټنه اوسپنه لري او اوه نور کانونه د بابا د غره په لړیو کې پیژندل شوي دي.

د رسمې معلوماتو له مخې، افغانستان د مسو شاوخوا ۱۲ کانونه لري چې مهم یې د عینک د مسو کان دی.

د دې ترڅنګ بیرایت هم په هېواد کې شته چې کچه یې تر شاوخوا دوو میلیون ټنو پورې اټکل شوې ده. 

همدارنګه په هېواد کې د ډبرو سکرو هم ډېر کانونه پرخپل ځای پاتې چې را سپړل یې نه یوازې د سون توکو په برخه کې هېواد پرځان بسیا کوي، بلکې د ملي اقتصاد په غوړېدا کې هم مهم رول لوبولی شي.

د کانونو ارزښت ته په پام، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې د دغه ملي شتمنیو د را ایستلو اقدام کړی او له څو شرکتونو سره یې په پوره دقت او معیاري بڼه د لسګونه کانونه د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي.

په دې ډله کې یو شمېر یې ستر کانونه دي چې د ځینو کچه یې لوړه او د ملي اقتصاد له پاره مهم دي.

په هېواد کې د سترو کانونو د را سپړنې او را ایستنې چارو پیل

لکه چې مخکې مو وویل چې اسلامي امارت د یو شمېر کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي چې له دې ډلې یې ۲۱ هغه ستر کانونه دي چې کارونه یې په روان کال کې پیل شوي دي. دا کانونه په لاندې جدول کې په لنډ ډول را اخیستل شوي دي:

پانګونه په ډالر/ افغانۍد ستر مقیاس کانونهشمېره
۲٫۸۴۸٫۱۲۰،۰۰۰ ډالرد هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې لومړي بلاک د کان کیندنې قرارداد۱
۸۷۴٫۲۸۱٫۰۰۰ ډالرد هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې دوهم بلاک د کان کیندنې قرارداد۲
۷۷٫۳۳۰٫۰۰۰ ډالرد هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې درېیم بلاک د کان کیندنې قرارداد۳
۱٫۰۱۷٫۵۰۰٫۰۰۰ ډالرد هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې څلورم بلاک د کان کیندنې قرارداد۴
۱۴۰٫۱۰۵٫۴۵۹ ډالرد هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې پروژې د کان کیندنې قرارداد۵
۴۶٫۲۷۰٫۰۰۰ ډالرد غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې د لومړي بلاک د کان کیندنې قرارداد۶
۸۹٫۲۰۹٫۳۸۰ ډالرد غور ولایت تولک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې دوهم بلاک د کان کیندنې قرارداد۷
۴۸٫۵۱۰٫۴۲۰ ډالرد غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو د درېیم بلاک د (ګاو مزار) برخې د استخراج تړون۸
۲۴۷٫۸۴۱٫۶۲۲ ډالرد غور ولایت شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې د درېیم بلاک نیمايي برخه د کان کیندنې قرارداد۹
۳۱۰٫۷۱۵٫۴۲۰ ډالرد تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د سمتي طلا پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۰
۱۲۵٫۳۳۸٫۹۰۰ ؋د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د قره زغن ساحې د سرو زرو د کان کیندنې قرارداد۱۱
۲۷٫۵۰۰٫۰۰۰ ډالرد کابل ولایت د جګدلک سیمې د یاقوتو د کان کیندنې پروژې قرارداد۱۲
۲۱۳٫۲۲۴٫۰۰۰؋د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ د دوهم بلاک د کرومایتو پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۳
۱۸۰٫۲۰۶٫۰۰۰ ؋د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د لومړي بلاک د کرومایټ پروژې قرارداد۱۴
۶۴۳٫۸۱۰٫۰۰۰ ؋د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د څلورم بلاک د کرومایټ پروژې قرارداد۱۵
۲۲۰٫۰۰۰٫۰۰۰ ډالرد پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۶
۴٫۰۲۷٫۰۰۰ ډالرد هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ د چهار اولنګ سیمې د باریتو پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۷
۱۳۸٫۰۸۷٫۸۵۳ ډالرد هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۸
۸۲٫۱۸۴٫۵۰۰ ډالرد کندهار ولایت شوراندام ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد۱۹
۱۸٫۶۳۸٫۰۰۰ ؋د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ د مسجد چوبي د ډبرو سکرو د کان کیندنې قرارداد۲۰
۲۹۸٫۸۰۲٫۲۶۰ ؋د هرات ولایت اوبې ولسوالۍ د نایک سیمې د ډبرو سکرو د کان کیندنې قرارداد۲۱
ټوله پانګه په افغانۍ( د یوه ډالر بیه ۶۷ افغانۍ):                     ۴۱۴٫۹۸۲٫۷۵۷٫۲۷۸ افغانۍ 
څلور سوه او څوارلس میلیارده او نهه سوه دوه اتیا میلیونه اوه سوه اوه پنځوس زره دوه سوه اته اویا افغانۍ 

د دغو کانونو د اکتشاف او استخراج په چارو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سترو کانونو اقتصادي ارزښت

د افغانستان د کانونو اقتصادي ارزښت خورا لوړ دی او کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي.

دا کانونه د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې لوی ظرفیت لري او کولای شي ډېره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جلب او د عوایدو د لوړېدو لامل شي.

په دې برخه کې به د کانونو په ارزښت لنډ تم شو:

اوسپنه: د هرات د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کان په څلورو سیمو کې خصوصي شرکتونو ته سپارل شوی دی. د کانونو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې دا کان څلور بلاکه دی چې هر بلاک یې ۲۵۰ کیلومتره ساحه له ځان سره لري. د هرات د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کار له یو میلیارد او ۸۰۰ ټنه اوسپنه لري چې د استخراج په پېلېدو سره به یې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره او د ملي عوایدو په لوړولو کې به مرسته وکړي. په هرات کې د اوسپنې بل کان د پشتون زرغون ولسوالۍ په توده سیمه کې موقعیت لري چې ۱۷ کیلومتره مساحت لري او د زېرمې کچه یې ۷

میلیون ټنه اټکل شوې ده. د قراردادي شرکت مسوولین وایي، د اوسپنې د ډبرو د را ایستلو په پیلېدو سره به د اوسپنې د ویلې کولو کارخانه هم جوړه کړي، ترڅو په هېواد کې د ننه د فولادو د تولید صنعت وده وکړي او نورو هېوادونو ته یې هم د صادېرېدو زمینه برابره شي.

مسوولین وایي د دغه کان ۵۰ سلنه اوسپنه خالصه ده د دغه کان د اکتشاف او استخراج په چارو کې تر ۱۵۰۰ پورې کسان په کار بوخت دي.

کرومیټ: د کوه صافي د کرومیټو کان د پروان له کوه صافي څخه پیل او د دغه ولایت تر «پیک سرپوخي» سیمې پورې ادامه لري. پر دې سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د کرومیټو کانونه شته چې کولای شو د خوست، ننګرهار، لوګر، کونړ او کندهار یادونه وکړو.

د دغه فلز د ویلې کېدو ټکی ۲۱ زره او ۳۰۰ درجې د سانتي ګیراد دی او له اوسپنې او مګنیزیم سره یوځای موندل کیږي. د اوسپنې د ویلې کولو په کارخانو کې دا توکی له اوسپنې سره ګډوي چې په نتیجه کې یې د اوسپنې مقاومت لوړیږي.

د فلزاتو د ویلې کولو کارخانې له کرومیټو څخه د متالوژي او کیمیاوي صنایعو او فلزاتو د مقاومت لوړولو په موخه استفاده کوي.

د افغانستان د صنعتي ودې او په ځانګړې توګه د حاجیګګ کان د را ایستل شوې اوسپنې د پروسس او فولادو صنعت په برخه کې کرومیټو ته ډېره اړتیا ده.

ګران‌بیه ډبرې: افغانستان د ګران‌بیه ډبرو لکه لاجوردو، زمردو او یاقوتو په برخه کې هم نړیوال شهرت لري. د جګدګ د یاقوتو کان د سروبي ولسوالۍ په ۳۵ کیلومترۍ او د کابل ښار په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

که څه هم پخواني شوروي اتحاد د دغه کان په اړه څېړنې کړې دي،خو ویل کیږي چې لاهم روښانه نه ده چې په دغه کان کې څومره یاقوت شته. یوازې ویل کیږي چې په هر متر مکعب کې له دوه زره او ۱۲۲ څخه تر درې زره او ۱۵۷ پورې یاقوت وجود لري.

تاریخي شواهد وایي چې په دغه کان کې کیندنې آن د امیرشیرعلي خان له وخته پیل شوې او دا قیمتي ډبرې په بېلابېلو بڼو را ایستل شوې دی. یاقوت تر الماس او زمرودو وروسته په نړۍ کې درېیمه قیمتې ډبره ده. دا کاني مود کولای شي د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړه او هېواد ته د پام وړ عواید برابر کړي.

د نړۍ په بازارونو کې د دغه کانونو بیه میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د پرمختیایي څانګې راپور ښیي چې د افغانستان قیمتي ډبرې په کلني ډول پنځه میلیون ډالره دي او که په مسلکي او مناسبه بڼه استخراج شي په کال کې ۱۶۰ میلیون ډالرو ته لوړېدای شي.

ساختماني مواد: د سمنټو د تولید په موخه د ساختماني ډبرو او ګچ کانونه هم د پام وړ ارزښت لري، په تېره بیا په هېواد کې د اړتیا وړ سمنټو د تولید په موخه دغه موادو ته سخته اړتیا ده.

دا کانونه کولای شي د سمنټو په تولید کې د هېواد اړتیا پوره او د زیربناوو د جوړولو په برخه کې استفاده شي. که دا کانونه په مسلکي ډول را و ایستل شي د هېواد له پاره به د عاید دوامداره سرچینه شي او د ساختماني موادو واردات به هم راکم کړي.

د انرژۍ تولیدونکي مواد: افغانستان د ډبرو سکرو پراخه زېرمې لري چې کولای شي د انرژۍ د کورنۍ اړتیا په پوره کولو سربېره صادر هم شي. د ډبرو سکرو مهم کانونه په بامیان، هرات او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.

د فولادو په صنعت کې د ډبرو سکرو لوړې تقاضا ته په پام سره له دغه کانونو استفاده کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د انرژۍ کورنۍ اړتیا پوره او حتی نړیوالو بازارونو ته هم صادرات ولري.

پایله

افغانستان خورا ارزښتمن کانونه لري. په دې کانونو کې د لیتیوم په شان داسې عناصر هم شته چې د معاصرې تکنالوژۍ له پاره حیاتي ارزښت لري. بېلا بېلو سروې ګانو او اقتصادي ارزونو ښودلې ده چې د دغه کانونو ارزښت له یوه تریلیون څخه تر درې تریلیون ډالرو پورې رسیږي.

د دغه کانونو د اکتشاف او استخراج په لاره کې څو لسیزې هڅې شوې دي، خو په هېواد کې د سیاسي بدلونونو، جګړو او بهرنیو یرغلونو له امله د افغانستان خلک نه دي توانیدلي چې دا کانونه را وباسي، څو د هېوادوالو د هوساینې لامل شي. 

که د افغانستان کانونه په مسلکي ډول را و ایستل شي او عواید یې سم مدیریت شي د افغانستان خلک به له یوه بې وزله ملت څخه په یو شتمن او پر ځان بسیا ملت بدل شي.

اوس چې اسلامي امارت د کانونو په محور اقتصادي سیاست په پام کې نیولی او د هېواد په کچه یې د کوچنیو، متوسطو او سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې پيل کړې دي، نو دا یو سترګام بللی شو.

اسلامي امارت ته ښایي چې د کانونو د استخراج د تړونو د لاسلیکولو ترڅنګ د هغه د چارو نظارت ته هم پاملرنه وکړي او هغه کانونه و څاري چې تر امارت مخکې یې د استخراج چارې شرکتونو ته سپارل شوې دي، ترڅو کارونه یې په وخت پیل او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي برید له امله ۴۶ کسان شهیدان شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څلورو ځایونو برید کړی.

نوموړی زیاتوي، چې په دې برید کې ۴۶ کسان شهیدان او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د دې برید او بمبار ډېری قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي دي.

له دې وړاندې ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ له لوري وحشیانه بمبار په کلکو ټکو غندلی او په غبرګون کې یې ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید بې‌ځوابه پرې‌نږدي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي.

د خوست په ګمرک کې د بار وړونکو موټرونو تم ځای ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مالیې وزارت وايي؛ د هېواد په ګمرکونو کې د بېلابېلو پراختیایي پروژو د عملي کولو په دوام، د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کې د موټرونو له پاره معیاري تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد وزارت زیاتوي؛ د موټرونو دغه تم ځای په ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او پر یوه وخت د ۳۰۰ بار وړونکو موټرونو د درېدو وړتیا لري.

د موټرونو په دې تم ځای کې په اساسي ډول کانګرېټ اچول شوی، چې د اور وژني او د برېښنا سیسټمونه هم پکښي فعاله شوي دي.

د دغه پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی دی او رغنیزي چاري یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په اته میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د دې تم ځای په جوړېدو سره موټر چلوونکو، سوداګرو او د خوست ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د چمپينز ټرافي سیالیو مهال‌ویش اعلان شو

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال چمپنیز ټرافي سیالیو مهال‌وېش اعلان شو.

دا سیالۍ د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربه‌توب ترسره کیږي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړي.

یادې لوبې په اې او بي ګروپونو کې ترتیب شوې، چې په اې ګروپ کې کوربه پاکستان، هندوستان، نیوزلینډ او بنګله‌دېش او په بي ګروب کې افغانستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان ځای لري.

په دې ټورنمېنټ کې ټولې ۱۵ لوبې شاملې دي، چې هره لوبه یې د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه بجه پیلېږي.

افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې د فبروري میاشتې پر ۲۱مه نېټه له سویلي افریقا سره مخ شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به بیا د فبروري پر ۲۶ له انګلستان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او د همدې میاشتې پر ۲۸مه به بیا له اسټرالیا سره سیالي وکړي.

یادې لوبې په دوو ګروپونو کې ترتیب شوې، چې نیمه‌پایلوبې به یې د مارچ په ۴مه او ۵مه ترسره شي.

د چمپینز ټرافي پایلوبه به بیا د مارچ پر ۹مه په لاهور/دوبی کې وشي.

مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي سونزو حل په موخه نیمروز ته سفر کړی

نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر مولوي نجیب الله حقاني او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مرستیال مولوي احمد علي جان احمد سره لیدنه وکړه.

نیمروز والي په دې لیدنه کې د یاد ولایت مخابراتي ستونزې ورسره شرېکې کړې.

ښاغلي خالد د مخابراتو له وزیر څخه وغوښتل، چې د نیمروز ولایت په لرې پرتو سیمو او لویو لارو کې مخابراتي سایټونه ولږول شي، ترڅو د ولسونو لپاره ښه مخابراتي خدمتونه برابر شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وويل؛ د مخابراتي ستونزو د حل لپاره يې نيمروز ولايت ته سفر کړی او د يادو ستونزو د حل لپاره اوه نوي سایټونه په مرکز او ولسوالیو کې منظور شوي، چې نږدې وخت کې به فعال شي.

د يادونې وړ ده، چې د نیمروز والي په غوښتنې سره مخابراتو وزارت څلور نور سایټونه هم منظور کړل، چې ټول ۱۱ نور سایټونه به ډېر ژر د نیمروز ولایت په بېلابېلو برخو کې فعال او شته مخابراتي ستونزې به ټولو سيمو کې حل شي.

د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه عمومي روغتونونه جوړېږي

د عامې روغتیا وزارت مسولینو نن د چهارشنبې په ورځ (۵ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو په اړه خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د ویاړ او شکر ځای دی چې د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه، په لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو کې د ژورو اصلاحاتو او پراختیا د پیل پړاو ته داخلېږو، چې په بشپړېدو سره به یې د ولسوالیو په کچه روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

مولوي نور جلال جلالي زیاته کړه؛ نن له ګرانو هېوادوالو سره دا زیری شریکوم چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري بودیجه منظوره، قانوني پړاوونه یې تر سره شوي او د ودانیزو چارو تدارکاتي پروسه یې عملاً پیلېږي.

د ښاغلي جلالي په وینا، د عمومي روغتونونو د جوړولو اصلي موخه، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول دي.

د عامې روغتیا وزیر د معلوماتو له مخې، عمومي روغتونونه چې د ۳۰ بسترونو ظرفیت لري په پنځو څانګو(عمومي داخله، عمومي جراحي، داخله اطفال، نسايي ولادي او ایمرجنسي) کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او په هغو ولسوالیو کې جوړېږي چې هلته د ولسوالۍ د کچې روغتونونه شتون نلري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل؛ اوسمهال په ټول هېواد کې نیږدې ۱۳ زره بسترونه شتون لري او د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به نیږدې لس زره نور بسترونه هم زیات شي چې دا د هېواد په تاریخ کې د روغتیايي سیستم د پراختیا برخه کې لوی پرمختګ دی.

ښاغلي جلالي زیاته کړه، په دغو روغتونونو کې به په ټولیز ډول، ۲۷ زره مسلکي او اداري اشخاصو ته د کار زمینه برابره شي چې د استخدام چارې به یې د یو منظم پلان او شفاف میکانیزم له لارې تر سره شي.

د عامې روغتیا وزارت د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد د څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو له جملې څخه، یوازې ۹۳ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې روغتونونه شتون لري.

د روغتیا وزارت د مسولینو په وینا، په تېرو څو لسیزو کې د ولسوالیو په کچه روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې او اوسني روغتیايي خدمتونه هم روغتیايي اړتیاوو ته ځواب ویونکي ندي.

هغوی زیاتوي، چې د ځینو سروې ګانو په اساس د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د ډېرو کوچنیو روغتیايی ستونزو لپاره هم مرکز او ولایتي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، په همدې اساس اړینه ده چې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي خدمات پراخ او روغتیايی خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

د روغتیا وزارت مسولین وایي؛ چې د عامې روغتیا سکتور کې د اصلاحاتو پلان لرو، د خپلې نوې پالېسۍ مطابق کوښښ کوو چې د روغتیايی خدمتونو قدمې راکمې او د خدماتو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی رامنځته کړو.

کرنې وزیر کندهار ولایت ته سفر کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي او د دې ولایت له یو شمېر چارواکو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د مولوي عطاءالله عمري د سفر موخه د هغو ځمکو د وېش موضوع څېړل وو، چې د فتحې څخه مخکې د هغه وخت مشرتابه لخوا وېشل شوې وې، خو په دې برخه کې د ځمکو د تثبیت لپاره ځینې ستونزې او ننګونې موجودې وې.

مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې وضاحت ورکړی، چې ځینې ځمکې د اسنادو د نشتوالي او د ثبت ستونزو له امله په سمه توګه نه وې وېشل شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې ورته ستونزې په هلمند ولایت کې هم موجودې وې او هلته هم د ځایي چارواکو لخوا د دې موضوع د حل لپاره غونډې ترسره شوې دي.

مولوي عطاءالله عمري له ځایي چارواکو غوښتي، چې د دې ستونزو د حل په برخه کې اړینه همکاري وکړي او په کندهار ولایت کې د کرنیزو ځمکو د دقیق تثبیت لپاره جدي هڅې وکړې.

په ورته وخت کې، د کندهار والي د دې موضوع د ملاتړ اعلان کړی او ویلي يي دي، چې د ټاکل شوې ډلې سره به اړینه همکاري وکړي.

د نیول شویو پرېکړو پر بنسټ د کندهار ولایت د کرنې ریاست تر څار لاندې به یوه تخنیکي ډله جوړه شي، چې د ولسوالیو په کچه د ځمکو د تثبیت او وېش موضوع وڅېړي او حل کړي.

تېره میاشت کې څه‌باندې ۱۱۰۰ بهرنیانو افغانستان ته تګ-راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د یو زر او ۱۴۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د ۴۲ ښځینه‌وو په ګډون ۶۵۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون، ۴۹۰ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې ۶۳۴ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۱۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲۰۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ تر ټولو زیات بهرني وګړي د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د نیمزور، تورخم او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۲۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۱۰/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۱۶۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خوړه: په تورخم کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره ټولې۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خوړه: په سپین بولدک کې ۱۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۳۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۱۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵ کورنیو سره ټولې۴۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندز او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۲۷کورنۍ او ۴۹۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  اووه کورنۍ او ۲۷وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۱۸کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۲۲عدده