ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 819

اسرائیلي یرغلګرو ۱۲ زره او ۸۲۰ فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان کړي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین پوهنې وزارت ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له ۱۲ زره او ۸۲۰ فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو او روان وحشت کې ۲۱ زره او ۳۵۱ نور فلسطیني زده‌کوونکي ټپیان شوي هم دي.

د دې وزارت د شمېرنې پر اساس، یوازې غزه کې له ۱۲ زره او ۷۰۱ ډېر فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان او ۲۰ زره او ۷۰۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم له لوري بیا ۱۱۹ فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان، ۶۴۹ ټپيان او ۵۴۲ نور بندیان شوي دي.

د فلسطین د پوهنې وزارت له قوله؛ غزه تړانګه کې ۱۷۱ دولتي ښوونځي سخت زیانمن شوي او ۷۷ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. سربېره پر دې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) د ۶۵ ښوونځیو په شمول ۱۹۱ ښوونځي بمبار او له منځه وړل شوي دي.

د دې تر څنګ د لوړو زده‌کړو ۲۰ موسسې سختې زیانمنې شوې، د پوهنتونونو ۵۱ ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې او ۵۷ نورې ودانۍ څه ناڅه تخریب شوې دي.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې بیا ۱۰۹ ښوونځي ویجاړ شوي او ۷ پوهنتونونه او کالجونه په پرله‌پسې ډول د اسرائیلي یرغلګرو تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د وفا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د فلسطین پوهنې وزارت تایید کړې، چې غزه تړانګه کې د اسرائیلي رژیم له یرغل وروسته ۷۸۸ زره زده‌کوونکي ښوونځیو او پوهنتونو ته له تګ محروم شوي او ډېری یې له ګڼو رواني او روغتیايي ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه؛ پر یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

دې غونډې ته د منرالونو د اولویت بندۍ سند او د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس په موخه د معدني ساحو د ځانګړي کولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

دغه سند او طرحه تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شول او د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.

همدارنګه په دغه غونډه کې له کوکچې سیند تر ابدان دښتې پورې د کانال غځولو پر طرحه هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.

دې غونډې ته د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو، چې د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

د غونډې په پای کې د یو ځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول او کمولو طرحې په اړه هم بحث وشو.

د دغه طرحې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته سپارښتنه وشوه، څو د ښکېلو وزارتونو او ادارو د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه غني او د پلي کېدو په موخه یې له خصوصي سکټور سره ناستې ترسره شي.

هرات کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه

د هرات ولایت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ستره غونډه په داسې حال کې تر سره شوه، چې پر مهال یې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د هرات والي شیخ مولوي اسلام جار او د محلي ادارو مسولینو ګډون درلود.

په غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي احمد ناستو خلکو ته وویل؛ په افغانستان کې د اسلامي نظام راتلل د افغانانو ارزو وه او د دې لپاره یې قربانۍ ورکولې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې قومیت، تبعیض، سمت پرستي ختمه شوې ده، ټول ولس پر یوه ټغر را ټول دی.

ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې د تېر ۲۰ کلن جهاد په دوران کې د افغانانو قربانۍ وستایلې او دا نظام یې د خلکو نظام یاد کړ.

همداراز قومي مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه، چې له توپیر پرته د ټولو قومونو ترمنځ د اتحاد او همکارۍ توازن ساتي.

دوی د هرات ولایت اړوند د مکاتبو، ځمکو، د اوبو د نه شتون او یو لړ نورې ستونزې شریکې کړې او له حکومت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شیخ نیک محمد افغاني وویل؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کال په جریان کې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې له ولسونو سره د یووالي او همغږۍ غونډې جوړوي چې په ترڅ کې یې د دوی ستونزې اوري او د حل هڅه یې کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۲۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۱۰/۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنیو ته ۳۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره ټولې۱۰۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې دوه زره او ۴۲۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۲۰ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۳ تنه راستانه شوو کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۸۳۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې۲۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۲ کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوالي:    ۱۲۰ کورنۍ او ۴۳۰ وګړي

لېږدول شوي کډوالي:  ۱۲ کورنۍ او ۶۱ وګړي

مرسته شوي کډوالي:   ۱۱۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۷۳ عدده

د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په څلورمه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو.

دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري، چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د دوه زره او ۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.

په دغه کارخونه کې به سلګونو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او همدا راز به د خصوصي شرکت له لوري د سیمې اوسېدونکو ته په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې هم خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د سیمنټو د څلورو سترو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې شاوخوا ۶۲۳ میلیون ډالره پانګونې په‌کې کیږي او اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

ملا نورالله نوري: د قومونو ترمنځ يووالی د عقیدې، خاورې او ازادۍ د خونديتوب بنسټ دی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د کابل په ګډون د سرپل، غزني، ميدان وردګ، پروان، باميان، غور، دايکندي، سمنګان او بلخ ولايتونو له اهل تشيع علماوو، روحانينو او استادانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د اهل تشيع قوم، علماوو، روحانينو او استادانو د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ د اسلامي امارت په کلک ملاتړ ټينګار کړی او ویلي یې دي؛ موږ په هر حالت د دې نظام ننګه کوو، خدمت ته يې چمتو يو او هيڅ ډلې ته به اجازه ور نه کړو، چې د دې نظام پر وړاندي خنډونه جوړ کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير د اهل تشيع قوم د استازو خبرې اوريدلي او له هغوی سره ناسته يې خپله هيله ياده کړې ده.

ملا نور الله نوري ویلي؛ د قومونو ترمنځ اتفاق او يووالي د عقيدې، فکر، خاورې او سر د خونديتوب لاملونه دي نو ځکه مو د قومونو د اتفاق په پایله کې خپلواکي او ازادي ترلاسه کړې.

نوموړي په دې برخه کې د اهل تشيع قوم همکاري ستایلي او د مننې ترڅنګ يې هغوی ته د ذکر شوو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

خلیفه سراج الدین حقاني: د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره باید ګډې هڅې چټکې شي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

همدارنګه د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف، د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

دوی د شهید کورنۍ او د افغانستان ملت ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د شهید روح لپاره یې د مغفرت دعا وکړه.

د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان وویل؛ موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو ګاونډیو ولسونو د دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو یادونه وکړه.

خلیفه سراج الدین حقاني وویل؛ اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي، چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي،

ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

همدارنګه د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اړیکو د لا ښه کولو لپاره د همکاریو او پریکړو پر دوام ټینګار وکړ.

بادغيس کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

بادغيس ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي لخوا داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد ولایت والي، ولسوالانو، دیني عالمانو او قومي سپين ږيرو برخه اخيستې وه.

د غونډې پرمهال قومي مشرانو ویلي، د بادغيس خلک تېر ۲۰ کاله د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ وو او اوس يې هم د هر حکم هرکلی کوي.

همدارنګه قومي مشرانو له مسولينو سره د خپلو ولسونو ځيني ستونزې شريکې کړې، چې پکې ځوانانو ته د اقتصادي پياوړتيا په موخه کاري زمینو، د وېجاړو سړکونو رغونه او نورې لومړنۍ ستونزې شاملې وې.

ورپسي د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې افغانان پیاوړي خلک ياد کړي او دا يې د افغانانو لپاره لوی افتخار بللی، چې الله ج دوی د جهاد لپاره غوره کړي.

مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ افغانان په نننۍ نړۍ هغه څوک دي، چې خلک په ډېره درنه سترګه ورته ګوري، ځکه افغانانو جهاد وکړ او الله ج عزت ورکړ.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د جهاد په برکت د کفارو ارمانونه خاورې شول او دا ټول د دې ولس د همکارۍ، یووالي او قربانیو برکت وو.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رییس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته د اسلامي امارت د غوره سياست بيلګې وړاندي کړي او ویلي یې دي؛ په تېر ۲۰ کلن اشغال کې د سیاستونو په نوم خلک وغولول شول خو تېرو تجربو افغانانو ته وښوده، چې دا هېواد راته پردي خلک نه جوړوي په کار ده، چې موږ خپله لاس په کار شو ترڅو د بل له احتیاجه خلاص شو.

ترکي پانګوالو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ترکیې هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

 پدې لیدنه کې د ترکیې هېواد پانګوالو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې.

همداراز د یاد هېواد سوداګرو هم خپل هېواد ته له افغانستان څخه د غالیو او ګیلمونو اوبدلو د خامو موادو د سوداګرۍ غوښتنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هغوی د خبرو په اوریدو سره، په اړونده سکتورونو کې ورسره له خپله اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

اسرائیلو په رسمي ډول د اسماعیل هنیه د شهادت مسولیت ومانه

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز پرون (دوشنبه، د مرغومی ۳مه) په رسمي ډول د اسماعیل هنیه د شهادت مسولیت ومانه.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان زېږدیز کال په جولای میاشت کې د ایران په پلازمېنه تهران کې په شهادت ورسېد.

اسرائیلي رژیم تر اوسه په رسمي ډول د نوموړي د شهادت مسولیت نه و منلی، خو انګېرنې دا وې چې صهیونیستي رژیم د ښاغلي هنیه د ترور او شهادت مسول دی.

د ایران حکومت هم د اسماعیل هنیه د شهادت مسول صهیونیستي رژیم ګڼلی و.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان کال په جولای میاشت کې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون یوه ورځ وروسته په تهران کې له خپل یوه ساتونکي سره په شهادت ورسېد.

د ښاغلي هنیه له شهادت وروسته ایراني چارواکو اسرائیلو ته د غچ اخیستلو ګواښ وکړ او د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د سختې سزا ګوتڅنډنه ورته وکړه.