ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 820

د مولوي عبدالسلام حنفي او د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د اوزبیکستان سفیر آیبیک عارف عثمانوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی په کابل کې د اوزبیکستان سفیر آیبیک عارف عثمانوف له خپل هېواد سره د افغانستان اسلامي امارت په ښو اړیکو خوښي ښودلې او په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.

نوموړي د دې په بیانولو سره چې د اوزبیکستان دولت له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، زیاته کړې؛ د هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د روغتیایي مرکزونو جوړولو، د درملو د وارداتو، د سیمنټو کارخونو جوړولو او د ډبرو سکرو د پېرلو او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان سفیر سره په لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې د نوموړي د هڅو قدرداني کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي اوزبیکستان ته د خپل وروستي سفر، د یاد هېواد له لوړپوړو مقاماتو سره د لیدنو، په افغانستان کې په سوداګرۍ او پانګونه کې د اوزبیکستان د سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا یادونه کړې او خوښي یې ورباندې څرګنده کړې ده.

نوموړي همدارنګه په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت به سوداګرو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

اسلامي امارت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې ګستاخانه وبللې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د سطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې غیرې مسوولانه وبللې.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له یوه پاکستاني چینل سره په خبرو کې ويلي، چې سلطان محمود غزنوي (رحمه الله علیه) هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ او راتګ کاوه او ګواکي خواجه آصف سلطان محمود غزنوي کوم قهرمان نه مني.

د افغانستان اسلامي امارت د خواجه آصف دغه بې مسولیته خبرې په کلکه ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي.

 نوموړي زیاته کړې، تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د ژغورنې او ازادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمة الله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی.

 ملا حمدالله فطرت وايي، دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقیقتونو څخه ناخبره وي د تأسف ځای دی.

 د ښاغلي فطرت په وینا؛ یو پاکستانی مسول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی.

 که څه هم سلطان محمود غزنوي په اصل کې یو مسلمان افغان وو، خو د سیمې د ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د خپل ایماني مسولیت له مخې همکاري او همدردي درلوده او د هغوی د سر او مال څخه دفاع یې خپل فرض ګڼل، هغه څه چې نن سبا یې خواجه اصف او ورته نور خلک هيڅ تصور هم نشي کولی.

د کرنې وزیر د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ خونې له مسولینو سره لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې او مالدارۍ خونې له مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ودې لپاره د اسلامي امارت پر نویو پروګرامونو خبرې اترې وشوې.

د کرنې وزیر وویل، زموږ موخه ستاسو خدمت کول او د خلکو اقتصاد پیاوړی کول دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د خلکو یو بنسټیز شکایت دا دی، چې کورني محصولات مناسب بازار نه لري. په همدې موخه، د اسلامي امارت په اقتصادي غونډو کې ځینې پرېکړې شوې دي.

د ښاغلي عمري په وینا، چې د وروستیو پرېکړو له مخې باید سړې خونې جوړې شي او غیرفعاله سړې خونې د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا فعاله شي.

همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله امر کړی، چې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دې یو څه ځمکې خلکو ته په واک کې ورکړل شي.

د ناستې په دوام د کرنې وزیر څرګنده کړه، چې د بهرنیو چارو وزیر د عربي هېوادونو، چین او هند له مسولینو سره په لیدنو کې د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د نویو بازارونو جوړولو په اړه اغېزمنې خبرې کړې دي.

د کرنې وزیر له سوداګرو وغوښتل، چې نیمایي پانګه د صادراتو لپاره ځانګړې کړي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان سوداګر باید د اقتصادي مجاهدینو په توګه د پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې په لاره کې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د فراه ولایت سوداګرو هم خپلې ستونزې د برېښنا د کمښت او د پانګونې لپاره د ځمکې اړتیا په اړه وړاندې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د کرنې وزیر وویل، چې د ځمکې موضوع اړوندو ریاستونو ته سپارل کېږي او په نږدې راتلونکي کې د فراه په ګډون ټولو ولایتونو، ته برېښنا برابرېږي.

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانیستلو هرکلی کړی

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه غږیز کلیپ کې کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو هرکلی کړی.

نوموړي ویلي: “ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به په ټولو برخو کې ورسره همکار وي او خوندیتوب ته به یې ډېره پاملرنه کوي.”

ښاغلي تکل خوشبیني څرګنده کړې، چې د دې سفارت په بیا پرانیستو سره به د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ اړیکې او همکاري پراخه شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې د دې سفارت په بیا پرانیستو سره به د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ اړیکې او همکاري لا پراخه شي.

سعودي عربستان پرون (یکشنبه، د مرغومې۲مه) کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي هم کابل کې د سعودي عربستان سفارت د خدماتو پیل د دواړو هېوادونو د اړیکو پراخېدو په برخه کې مثبت ګام بللی دی.

د هندوستان د ګلوبل ټریډ لینک مسولینو په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل سره لیدنه وکړه

 د هندوستان د ګلوبل ټریډ لینک مسولینو په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل دوکتور اکرام الدين سره لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د ګلوبل ټریډ لینک مسولینو وویل؛ دوی له هند پرته په عربي اماراتو، مختلفو افریقایي هېوادونو، مالیزیا او کوریا کې پانګونې کړي او غواړي چې د افغانستان مارکېټ ته هم داخل شي.

د افغانستان جنرال قونسل په افغانستان کې د پانګونې ټول فرصتونه د یاد د شرکت ګروپ له مسولینو سره شریک کړل.

همدا راز یې زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینګښت او اداري فساد ختم دی او هندي پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه تر بل هر وخت ډیره برابره ده.

نوموړي ژمنه وکړه، چې افغانستان ته د هندي سوداګرو د سفر په صورت کې به د ممبۍ جنرال قونسلګرۍ دوی ته له مسولینو او سوداګرو سره د ناستې زمېنه برابره کړي.

تېره مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، د تېرې (لیندۍ/ قوس) مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۴۹ زره او ۵۹۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۵۶ زره او ۳۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴ زره ۷۰۱ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې ۲۲۰ زره او دوه ټنه، چې ټولټال ۴۵۲ زره او ۱۳۳  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  ټرانزیټ او صادرات دي، په لیندۍ مياشت کې ۷۷۷ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري زمینې برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ټولګټو وزارت د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې د خپل سوداګریز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړي.

دغه‌راز یاد وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ٧٠٠ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد مراسم د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله مطیع ، د قول اردو مرستیال ملا عبدالرزاق حاجي حامد ، د ملي دفاع وزارت د استازي مشر عبدالباري حنفي او د هرات ولایت د نظامي او ملکي ادارو مسولینو په ګډون ترسره شول.

مسولینو د مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو پر اهمیت او د اسلامي نظام د پاېښت او بقا لپاره هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه په پای کې د منسوبینو له لوري د نندارو په وړاندې کولو او فارغانو ته د بري ليکونو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.