ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 821

نيمروز کې د موی تای ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت په کوربتوب د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د هېواد په کچه د موتای ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد ولايت مرستیال سليمان اغا، د ورزش ریاست ورزشي مشاور قاري حيات رحماني، د نيمروز ولايت د ورزش ادارې امر قاري احمد شاه مبارز، د وزلوبې ملي فدراسيون رئيس سرور جلال ، د ورزش ریاست د خدماتو امر احمد ناصر زاخېلي، د پارکور ملي فدراسيون رييس نجيب الله محمدي، د موی تای ملي فدراسيون رييس حاجي مطيع الله نوري، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو د‌ پايلوبې په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثيق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او له مرکز څخه ليرې په ياده ورزشي برنامه کې په ګډون يې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي وثیق ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره يې هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د دوی لپاره نه يوازې پر کور د ننه؛ بلکې له هېواد څخه بهر هم د سياليو زمينه چمتو کړي.

ورپسې د هېواد د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني خبرې وکړې، ورزشکارانو ته يې د ورزش په ډګر کې د ښې راتلونکې غوښتنه وکړه او له ورزشکارانو يې وغوښتل، چې په ورزشي ډګر کې په اسلامي روحيه سيالۍ ترسره کړي او د ورزشي اخلاقو ترڅنګ اسلامي اخلاق خپل کړي.

د ياد ولايت ورزشي امر قاري احمد شاه مبارز او حاجي مطيع الله نوري هم خبرې وکړې، نيمروز ولايت ته يې د ورزش ادارې د رهبري پلاوي ورتګ نېک‌ اقدام ياد کړ او په راتلونکي کې يې نوموړي ولايت ته د دوی د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د‌ يادونې وړ ده، چې د موی تای يادې سيالۍ، چې د نيمروز ولايت په کوربتوب د ايران کډوالو په ګډون د ۱۴ ولايتونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ پینځه ورځې وړاندې پيل شوې وې، په‌ پايله کې کابل د ۱۵ طلا، ۱۳ نقرې او ۱۱ برنزو مډالونو په ګټلو سره لومړی، نيمروز د ۱۰ طلا، ۱۳ نقرې او ۱۳ برونزو مډالونو په ګټلو سره دويم او هرات د ۶ طلا، ۵ نقرې او ۲ د برنزو مډالونو په‌ ګټلو سره درېيم مقام خپل او يادې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د‌ يادونې وړ ده، چې دغو سياليو پینځه ورځې دوام‌ وکړ او په پايله کې د هېواد په کچه ۸۴ تنه ورزشکاران د موی تای ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

هېره دې نه‌ وي چې په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

غزه؛ المواسي کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر خیمو برید شوی

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په المواسي کمپ کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر خیمو برید کړی، چې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

المواسي کمپ د اسرائیلي رژیم له لوري تر ټولو خوندي او بشرپاله سیمه اعلان شوې او ډېری فلسطیني کورنیو پناه پکې اخیستې ده.

له دې برید وروسته په خیمو کې اور هم لګېدلی دی.

څو ساعته وروسته په المواسي سیمه کې یو بل موټر هم په نښه شوی، چې دوه فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې کارکوونکو یې پر موټر له برید وروسته د دوو شهیدانو جسدونه او دوه ټپیان الناصر روغتون ته لېږدولي دي.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې هم برید کړی، چې ۴ فلسطینیان پکې شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له پرون راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۲۵۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۷ زره او ۶۲۷ نور ټپیان شوي دي.

تېره میاشت کابل کې څه‌باندې ۱۰ زره کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي 

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې لس زره او ۴۸۴ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.

بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت نهه زره او  ۷۱۶ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، شپږ زره او ۲۶۵ کسانو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو او ۱۲ زره او ۴۹۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په لیندۍ میاشت کې څلور زره او ۳۴۶ کسانو ته د پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه او ترڅنګ یې د خدماتي څانګو له لارې ۴۱۰ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو ، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ځای او نېټه اعلان شول

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي سیالیو ځای او نېټه اعلان شول.

دا سیالۍ د پاکستان او بې‌طرفه هېواد په ګډ کوربه‌توب د افغانستان په ګډون د ۸ لوبډلو ترمنځ کېږي، چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړي.

یادې سیالۍ په دوو ګروپونو اې او بي کې ترتیب شوې. په اې ګروپ کې پاکستان، هند، نیوزیلنډ او بنګله‌دېش او په بي ګروپ کې بیا افغانستان، سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلستان لوبډلې یو له بل سره لوبېږي.

له هند پرته د دې سیالیو ټولې لوبې د پاکستان په کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ ښارونو کې کیږي.

که هندۍ لوبډلې نیمه‌پایلوبې او بیا پایلوبې ته ووځي، نو لومړۍ نیمه‌پایلوبه او پایلوبه به په یوه بې طرفه هېواد کې وشي او که هندۍ لوبډله له دې پړاونو پاتې شوه بیا په لاهور کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې پاکستانۍ لوبډله هم هندوستان ته نه ورځي. په دغه موده کې، چې په هند کې کومې نړیوالې لوبې کیږي، د پاکستان ټولې سیالۍ به په یوه بې‌طرفه هېواد کې وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۱۰/۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره ټولې ۶۰زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۹۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کنړ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې ۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۳۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز  یو زر او ۹۰۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې ۲۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې ۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۱ کورنۍ او ۲۶۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲ کورنۍ او ۱۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۴ عدده

سعودي عربستان کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست

سعودي عربستان پرون (یکشنبه، د مرغومې۲مه) کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

کابل کې د سعودي عربستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سر له یکشنبې د ډسمبر له ۲۲مې نېټې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

یاد سفارت اعلان کړی، چې دا ګام یې افغان وګړو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه اخیستی.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي کابل کې د سعودي عربستان سفارت د خدماتو پیل د دواړو هېوادونو د اړیکو پراخېدو په برخه کې مثبت ګام بللی دی.

سعودي عربستان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې کابل کې خپلې سفارتي چارې ځنډولې وې؛ تازه یې بېرته سفارت پرانیستی او یو ځل بیا یې خپل کارونه پيل کړي دي.

د نيمروز له والي سره د مولوي احمدالله وثیق لیدنه؛ په ياد ولايت کې د ورزش اړوند پر شته ستونزو خبرې شوي

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د نيمروز ولايت له والي شيخ محمد قاسم خالد او د ياد ولايت له مرستیال سليمان اغا سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې په ياد ولايت کې د ورزشي اماکنو اړوند په شته ستونزو خبرې شوې.

په دې لیدنه کې د ورزشي اماکنو ستونزو د حل لپاره د نيمروز ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد ژمنه کړې، چې د يادو ورزشي اماکنو د ستونزو د حل لپاره به با صلاحيته کمېټه ټاکي او د‌ ستونزو له‌ حل وروسته به ياد اماکن د یاد ولايت د‌ ورزشي امريت په اختيار کې ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د یاد ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق سره ژمنه کړې ، چې په دغه ولايت کې به د ورزشي برخې له مسولينو سره تر خپل توانه همکاري کوي او د دوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر روزګان ته سفر کړی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په لړ کې روزګان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع، علماو شورا او ځایي مسولینو سربیره د چورې ولسوالۍ اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني په یاد سفر کې د روزګان ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع سره هم لیدلي او د یاد ولایت په بېلا بیلو سیمو کې یې پر مخابراتي اسانتیاو خبرې کړي.

 مولوي عنایت الله شجاع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت له هڅو مننه کړې او په وینا یې اوس مهال د یاد ولایت ډېری برخې له مخابراتي اسانتیاو برخمنې شوي او تر ډېرو سیمو مخابراتي چوپړ وړاندې شوی.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني روزګان ولایت والي او د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول هېواد کې د مخابراتي پوښښ په برخه کې خپلې چارې ګړندۍ کړي، د هېواد ډېری لرې پرتې سیمې له مخابراتي چوپړ برخمنې شوې او هڅه کوو د هېواد پاتې برخې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري له مخابراتي اسانتیاو برخمنې کړو.

همدارنګه مولوي نجیب الله حیات حقاني روزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې چورې ولسوالۍ ته هم سفر کړی او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون علمای کرامو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه کړې او د دوی ستونزې یې له نږدې اورېدلي او د حل په موخه یۍ ډاډ ورکړی.

ښاغلي حقاني چورې ولسوالۍ کې د مخابراتي اسانتیاو په برخه کې مسولینو ته اړینې سپارښتنې کړي او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې د مخابراتي ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت توانېدلی تېرو درېیو کلونو کې د روزګان ولایت بېلا بېلو سیمو کې له ۱۰۰ ډېر مخابراتي سایټونه نصب او فعال کړي او همدا راز یاد ولایت ته د ټي ډي اېف د لسمې پروژې ۱۸ مخابراتي سایټونه هم منظور شوي، چې تر ډېره بریده یې چارې سر ته رسېدلي.

د یادونې وړ ده، چې د روزګان ولایت بېلابېلو برخو کې اوس هم د ګڼو مخابراتي شبکو اته مخابراتي سایټونه تر کار لاندې دي.

مولوي عبدالکبیر: نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا زيات پیاوړی شي

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزرات د مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي په ملتیا پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د جهادي مدرسې په انګړ کې په دې جوړه شوې غونډه کې علمای کرامو، قومي مخورو، سمه ییزو مسولینو، ښوونکو، زده کوونکو او ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی وو.

د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد یاد ولایت ته د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په سفر خوښي څرګنده کړې او ويلي يي دي، د اسلامي امارت مشران له توپیر پرته د هرې سيمې د خلکو غږ اوري او ستونزو ته يې رسېدنه کوي.

په غونډه کې د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي ګډونوالو ته د پکتیکا له جهادي مدرسې د علماوو د فراغت مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت ټولو ښوونیزو بنسټونو ته یو شان اسانتیاوې چمتو کړي او د پراختیا هڅې یې روانې دي.

دغه راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پکتیکا ولایت ته په خپل سفر او د جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې پر ګډون خوښي څرګنده کړې او ټولو فارغو شويو علماوو، د هغوی کورنیو او استادانو ته یې مبارکي ویلې ده.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، د خوښۍ ځای دی چې د هېواد په کچه مدرسې او ښوونځي په بشپړ امنیت کې فعالیت کوي.

مولوي عبدالکبیر په جهادي دورو کې د پکتیکا د ولسونو هڅې وستایلې او ويي ویل، له نېکه مرغه ټول افغانان په حاکم اسلامي نظام کې خپل ځان ويني.

نوموړي څرګنده کړې؛ هماغسې چې اسلامي امارت د فساد او نورو ناخوالو پر وړاندې بریالی دی، د فقر د کچې ټیټولو لپاره هم هڅې پیل شوي او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا زيات پیاوړی شي.

سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي، بلکې د هېواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ګڼې پروژې پلې شوي او نور پراختیایي کارونه هم په پلان کې دي.

نوموړي د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ادارې پیاوړې وبللې او زياته يې کړه، مجاهدین توانیدلي فتنه ګر د افغانستان له خاورې ورک کړي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې، اوس څوک په مدرسو او پوهنتونونو کې د ناسمو افکارو د خپرولو جرئت نشي کولی او اسلامي امارت هم په خپل تاریخ کې په اسلامي او دیني ارزښتونو معامله نه ده کړې.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د پخوا په پرتله ډېر قوي شوی او دا مهال له ګڼو هېوادونو سره سياسي او اقتصادي اړیکې لري.

فراه کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال د یوه پلاوي په مشري په فراه ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه جوړه کړه.

په دې جوړه شوې غونډه کې ولایتي مسولینو، د ولسوالیو استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

قومي مخورو د غونډې په ترڅ کې د ولسونو ترمنځ په لا ښې همغږۍ او خپلمنځي یووالي ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ اشغالګر دلته یوازې د ظلم او وحشت لپاره راغلي وو، د بیا ځلې لپاره باید ورته د راتلو زمینه برابره نه کړو.

دوی اسلامي نظام ساتل او په استحکام کې یې ونډه اخیستل د هر افغان دنده بللې او د اسلامي امارت د زعیم امیر حفظه الله فرمانونو او اوامرو ته یې لبیک ویلی دی.

 قومي مشرانو د ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامي نظام د استحکام او خپلواکۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې، اوس هم د دې نظام د بقا لپاره چمتو یوو.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد غونډې ته په خبرو کې د افغان ولس مېړانه ستایلې او د زبرځواکونو شړل یې لومړی د الله تعالی احسان او بیا د ولس د قربانیو برکت یاد کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دا نظام د دې ولسونو په قربانیو راغلی، خدمت او ساتنه یې زموږ مسؤلیت دی.

ښاغلي احمد ویلي؛ دا نظام ستاسو نظام دی، پرون که د جهاد وخت و، نن هغه وخت را رسېدلی چې دا نظام له دښمنانو وساتو او پرځان بسیاینې ته یې ورسوو.

د غونډې په ترڅ کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شیخ نیک محمد افغاني ویلي؛ د افغانانو یووالی وو، چې د نړۍ لسګونه هېوادونه مو له پاکې خاورې په ټيټو سترګو ووتل او له اسلامي نظام څخه یې برخمن شوو.