ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 822

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال: د هېواد په هوساینه کې د امنیتي ادارو هڅې د قدر وړ دي

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزرات د مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي په ملتیا پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د خپلو چارو په اړه مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغه ولایت کې یو شمېر ستونزې هوارې او ځینې پراختیایي پروژې پیل شوی، خو پر دې سربېره په پکتیکا کې د خلکو د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

د یاد ولایت مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په نږدې راتلونکې کې د مرکز ښرنې لپاره د لمرېزې برېښنا د پروژې او برېښنا سب ستیشن د چارو د پیل یادونه کړې، چې په بشپړېدو سره به په مرکز کې د برېښنا ستونزې هوارې شي.

د پکتیکا والي او نورو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د مثبت بدلون په موخه خپل وړاندېزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړي او همدارنګه یې د پکتیکا ولایت د بشپړ امنیت ډاډ څرګند کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت د چارواکو د هڅو ستاینه کړې او ویلي يي دي، د امنیت په ټېنګښت کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې د قدر وړ دي.

سیاسي مرستیال په تېره ۲۰ کلنه جهادي دوره کې د پکتیکا د ولسونو قربانۍ د اسلامي امارت په بریا کې اغېزناکې بللې دي او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت له توپیر پرته د ټولو سیمو پراختیا ته کار کوي او د پکتیکا ولایت اړتیاو ته په پام به هڅې لا ډېرې شي.

د ناستې په پای کې سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت چارواکو ته د چارو د لا پرمختګ په موخه ځینې سپارښتنې کړې دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د متقاعدینو د حقونو ورکړې اته ماده‌ییز فرمان توشیح شوی

تر څه باندې درېیو کلونو وروسته د ټولنې متقاعدینو ته د اسلامي امارت له لوري د حقونو ورکړې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان!

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د متقاعدینو د حقونو ورکړې اته ماده‌ییز فرمان توشیح شوی دی.

په دې فرمان کې سترې محکمې دنده سپارل شوې، تر څو د متقاعدینو د حقونو ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

په یاد فرمان کې ټینګار شوی، چې د اسلامي امارت له فتحې وروسته به هم ټولو متقاعدینو ته د دوی حقونه ورکړل شي.

ورته مهال ماليې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې متقاعدینو ته د دوی د حقونو ورکړې ډاډ ور کړی دی.

له بل لوري یو شمېر متقاعدین د اسلامي امارت له دې پرېکړې هرکلی کوي او د ژر پیل غوښتنه یې کوي.

مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ د تقاعد دغه حقونه، چې پر دولت له پخوا پاتي دي، اسلامي امارت یې ورکړې ته ژمن دی او هڅه کوي چې د نویو متقاعدینو لپاره نوې تګلاره پلې کړي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د قول اردوګانو او قطعاتو له قوماندانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت وایي، نن د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت او یو شمېر نورو مسولینو د دې وزارت په مقر کې د مرکزي او سیمه ییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو له قوماندانو سره د (VTC) ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دغه ویډیویي کنفرانس کې د هرې قطعې مسول پخپل وار سره د خپلې قطعې اړوند راپور او راتلونکی پلان یې له رهبرۍ سره شریک کړ.

همدارنګه قاري محمد فصیح الدین فطرت قوماندانانو ته د خپلو پلانونو د عملي کولو په برخو کې د ښې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د نورالدین عزیزي او مولوي صدراعظم عثماني لیدنه؛ د سوداګریزو مرکزونو لپاره د ځمکو پر ټاکنه خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کابل او د افغانستان په بېلا بېلو زونونو کې د سوداګریزو مرکزونو او کارخونو د جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت او ټاکنې په اړه خبرې اترې او نظرونه شریک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي؛ د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ حکم او د وزیرانو شورا پرېکړه دا ده، چې د افغانستان په بېلا بېلو زونونو کې کارخونې جوړې شي، ترڅو خلکو ته کاري زمینې او دندې رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې پروژې د پیل لپاره ځمکې ته اړتیا لرو، او په دې اړه باید خبرې وشي او عملي کار پیل شي او له دې لیدنې وروسته به خپل علمیاتي پلان پیل کړو.

مولوي صدراعظم عثماني هم پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د کرنې وزارت له رییسانو او د اراضۍ لوی ریاست څخه یې غوښتي، چې د ځمکو د تثبیت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یوه کمېټه د دې چارې مسولیت پرغاړه واخیست او پرېکړه وشوه، چې د دواړو وزارتونو عملیاتي ټیمونه دې سیمو ته واستول شي ترڅو د ځمکو په تثبیت کې همکاري وکړي.

کرېکټ؛ افغانستان له زېمبابوې څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې کوربه زېمبابوې لوبډلې ته د اته ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یې دغه لوبلړۍ ۲-۰ په خپله ګټه پای ته ورسوله. 

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د وروستۍ لوبې پچه وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۲۷ منډو له ډګره بهر کړل.

د افغان لوبډلې په ګټه غضنفر ۵، راشد خان ۳، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. 

افغان اتلانو د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د ۱۲۸ منډو دغه هدف یې په ۲۷م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ، چې پرمټ یې دغه لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

د افغان لوبډلې په ګټه تکړه چپ لاسي پیلیز توپوهونکي صدیق الله اتل یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او ۵۲ منډې یې جوړې کړې.

د نوموړي ترڅنګ بل پیلیز توپوهونکي عبدالمالک ۲۹، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۰* او رحمت شاه زرمتي ۱۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 

تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي غضنفر، چې په وروستۍ سیالۍ کې یې د زېمبابوې پر وړاندې لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او په خپلو ۱۰ اورونو کې یې د ۳۳ منډو په بدل کې پینځه ویکټې ترلاسه کړې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوموړي ترڅنګ تکړه چپ لاسی پیلیز توپوهونکی، صدیق الله اتل، چې د زېمبابوې پر وړاندې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې خورا ښه توپوهنه وکړه او په دوه لوبو کې یې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې پرمټ ۱۵۶ منډې جوړې کړې، د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د زېمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ په ګټلو سره، افغان اتلانو په روان کال کې خپلې پرلپسې شپږ لوبلړۍ په خپله بریا پای ته ورسولې.

د افغان اتلانو د بریاو دغه لړۍ له مارچ میاشتې پیل شوه، کله چې افغان لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په لوبلړیو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

له دې وروسته افغان اتلانو په سپټمبر کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله، په نومبر میاشت کې یې بنګله‌ دېش ته په یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه او دا دی اوس یې د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړیو کې د بریاو په خپلولو سره دا ستره کارنامه په خپل نوم ثبت کړه.  

افغان لوبډله به له دې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې ده د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په د بولاوایو ښار په کوینز سپورټس کلب کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې ورپسې به دویمه ټېسټ لوبه د راتلونکې جنوري میاشتې په دویمه نېټه په یاد لوبغالي کې پیل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي؛ هېوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان له امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني سره لیدنه کړې.

په پیل کې د جوزجان امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني د دې ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د جوزجان امنیه قومندانۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدالولي اتقاني ویلي، د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین په دې ولایت کې په خپل ټول توان سره د ولسونو د هوساینې او امنیت د ټینګښت لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او تل د اسلامي امارت د مشرانو اوامرو او لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر دې په ټینګار کړی، چې په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول او اړینې اسانتیاوې رامنځته کول د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او ویلي يې دي، باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.

د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قولو اردوګانو څخه سلګونه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ پلې لوا کې ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنيو نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول.

په ياد فراغت غونډه کې د خوست والي مولوي عبدالقيوم روحاني د قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي جهادیار، د عبدالله ابن مسعود رضي د جګړه ییزو زده کړو قوماندانۍ قوماندان ترڅنګ ګڼ شمېر د ملکي او نظامي اداراتو استازو، علمای کرامو ګډون کړی وو.

د دغه مراسمو ویناوالو د یوه اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او پایښت لپاره د ملي اسلامي اردو د جوړښت لپاره د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

نویو فارغ شویو ځوان منسوبینو د ننداروو وړاندې کولو وروسته د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی دی.

همداراز د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه منسوبین فارغ شوي

د ملي دفاع وزارت وایي، چې دې وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه د بېلا بېلو جزوتامونو ۱۰۰۰ تنه ځوان منسوبين د مسلکي، عقیدوي او فکري زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي، لواګانو قوماندانانو، د شرقي زون ولایتونو والیانو، او ګڼ شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو مسولینو په ګډون کړی وو.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ د دې ښوونیز مرکز د ټولو استادانو او لارښوونکو له ښوونې څخه په پوره مانا ګټه پورته کړئ او په اړونده جزوتامونو کې یې په ځانونو پلي کړئ.

نوموړي غوښتنه کړې، چې له ولسونو سره داسې چلند اختیار کړئ، چې هیڅ د شکایت موقع ورته په لاس ورنشي او په ښه شان د ولسونو خدمت وکړئ.

په پای کې یادو فارغانو خپل پوځي نندارې او سپورتي تکتیکونه د مسولینو په شتون کې وړاندې کړي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت مسولیت دی

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له والي مولوي عبدالاحد فضلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د فاریاب والي مولوي عبدلاحد فضلي د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعيت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الورزا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدلاحد فضلي ویلي، په ولایت کې یې امنیت په بشپړه توګه ټینګ دی او سیمه ییز مسولین تل خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل هڅې کوي.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د سیمه ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلي او ویلي يې دي؛ د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او اړینه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د دوی د ستونزو د حلولو په موخه د فاریاب والي ته لازمې لارښوونې کړي دي.