ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 823

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: اسلامي امارت د ښوونیزو مرکزونو پراختیا ته ژمن دی

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د دستار بندۍ په دې لویه غونډه کې د لوړو زده کړو وزير شیخ ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور، د امر بالمعروف، نهي المنکر، او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي، د لوګر والي قاري ضیا الرحمن مدني، سيمه ییزو ملکي او پوځي مسولینو، علمای کرامو، د لوګر پوهنتون او معارف مسولینو، مجاهدینو او ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له جهادي مدرسې د قران کریم د حفظ او احادیثو له دورو فارغینو، د دوی کورنیو او د جهادي مدرسې استادانو ته د فراغت مبارکي وویله.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د دیني مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی او هڅې روانې دي چې د پوهنتون محصلین په دیني روحیه وروزل شي او د هېواد خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام له راتګ وروسته پر اقتصادي پرمختګ سربېره اسلامي امارت په سیاسي او علمي برخو کې هم پام وړ لاسته راوړنې لري او د هېواد په کچه ښوونیز کال ښه روان دی.

د رياست الوزر سیاسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت د افغانستان ښه استازولي کولی شي او په تېرو څو کلونو کې توانېدلی چې په مستقیم ډول له نړۍ سره اړیکې ولري.

مولوي عبدالکبیر اسلامي نظام د ولس له ملاتړه برخمن بللې او ویلي يي دي، څرنګه چې ملت د اسلامي امارت په بریا کې قرباني ورکړه همدا ډول ولس په حکومت کې برخه لري.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال فارغ شویو علماو ته په خطاب کې ویلي، اسلامي امارت ځوانانو ته لویه ونډه ورکړې او په حکومت کې ګڼ شمېر ځوانان خدمت کوي.

د سالنګونو لویې لارې د پرانیستلو په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټولګټو وزارت وايي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د سږ کال پلان شوی کار بشپړ کړی دی؛ په همدې اساس د یادې لویې لارې د تیرې خبرتیا په دوام، اصلي مسیر به د (۱۴۴۶هـ.ق. کال د جمادی الآخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ ه.ش. کال د جدي له ۴مې نېټې سره سمون لري) د لویو، کوچنیو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل کیږي.

 د یاونې وړ ده، چې لویو او کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو ته له دواړو خواوو او بار وړونکو وسایطو ته به په نوبتي ډول يوه ورځ له شمال څخه جنوب لورې ته او بله ورځ له جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کېږي، چې د سه شنبې په ورځ د جدي میاشتې په ۴مه نیټه به، بار وړونکي وسایط له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه ولري.

 یاد وزارت له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه هيله کړې، چې په ياده لویه لاره‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ګرمې جامې، ژمنې توکې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دي مراعت کړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.

د بار وړونکو وسایطو لپاره د ټولګټو وزارت لخوا د تګ راتګ جدول ترتيب شوی دی، چې له مخې به يې بار وړونکې وسایط په نوبتي ډول تګ راتګ کوي.

هېواد ته د بې کيفيته نفتي توکو د مخنيوي لپاره يوه لوړ پوړي پلاوي نيمروز ته سفر کړی

د احکامو او فرامینو عمومي رییس مولوي شمس الدین پهلوان، د ماليې وزارت مرستیال احمد، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې، استخباراتو عمومي ریاست، د کانونو او پټرولیم وزارت استازو په ګډون يو لوړ پوړي امارتي پلاوي هېواد ته د بې کيفيته نفتي توکو د واردولو مخنيوي پروسې د ارزولو په موخه نيمروز ولايت ته سفر کړی دی.

نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد له ياد پلاوي او د تېلو له يو شمېر سوداګرو سره په ګډه غونډه کې ویلي؛ چې تر ډېره حده د نیمروز له لارې د بې کیفیته تېلو مخنیوی شوی او هېچا ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې، څو هېواد ته بې کیفیته تېل را وارد کړي.

د احکامو او فرامینو عمومي رییس په دې غونډه کې ویلي؛ بې کیفیته تېل نه یوازې وسایلو او وسايطو ته زیان رسوي، بلکې د هېوادوالو روغتيا ته هم لوی زيان ده او د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي.

نوموړي نيمروز ولايت ته د ياد پلاوي سفر موخه د بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوی ياده کړې او له سودا ګرو څخه يې غوښتي، چې دې برخه کې له امارتي ادارو سره همکاري وکړي.

 ملي سوداګرو یاد پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې دوی به هېڅکله د بې کیفیته تېلو په واردولو سره هېواد ته زيان ورسوي.

په پای کې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل شوي او د پلاوي له لوري ورته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

ډاکټر ملا عبدالواسع: مسولین هېوادوالو ته د غوره خدمت په برخه کې تل هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند د پخوانۍ تایمني سیمې له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل؛ د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست تل د ټولنې د ټولو اقشارو غوښتنې، ستونزې او مشورې اوري او د حل لپاره یې د خلکو په همکارۍ اړینې هڅې کوي.

یادو مشرانو وویل، موږ د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د مسولینو له پروګرامونو خوښ او د افغانستان اسلامي امارت سره همکار او ترڅنګ یې ولاړ یوو.

نوموړي زیاته کړه؛ پخوانۍ تایمني سیمه کې تر ۵۰۰ زیاتې کورنۍ ژوند کوي چې جامع جومات نه لري، اوس چې اسلامي امارت ښوونې او روزنې، د علمي او شرعي مدرسو او جوماتونو جوړولو ته کاري لومړیتوب ورکړی، موږ هم په یاده سیمه کې پر دولتي ځمکه د یو جامع جومات د جوړولو غوښتونکي یوو.

دغه راز دوی د خلکو د ستونزو د حل په موخه د تایمني ۱۳ سړک د برېښنا ترانسفرمر د پیاوړي کولو غوښتنه هم وکړه.

وروسته د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل؛ موږ د علماوو، کسبګرو او ځوانانو او بېلابېلو اقشارو سره غونډې کړي او د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ مو د هغو د حل په برخه کې اړینې هڅې هم کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت مسولین د ولسونو د ستونزو د حل او غوره خدمت په برخه کې تل هڅې کوي.

ډاکټر ملا عبدالواسع مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

هلمند کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه

 د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د بيلابېلو ادارو استازو، د مرکز او ولسوالیو سلګونه علماوو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله.

د دغه ولسي غونډې پر مهال قومي سپين ږيرو د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکمونو او فرمانونو په اړه وویل؛ ډاډ درکوو چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو په پلي کولو کې به نهایت هڅې او کوششونه کوو.

دوی زیاته کړه؛ په هلمند ولایت کې هیڅ مذهبي او قومي اختلافات نشته، موږ ټول يو موټی يو او ولسونه مو په يو ټبر راټول دي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې وويل؛ د اسلامي نظام ساتنه او تقويه کولو هڅې د هر مسلمان وجیبه ده، ځکه دا نظام د ټولو مسلمانانو شريک دی او بريد کوونکی پرې د هر مسلمان دښمن دی.

ښاغلي احمد زياته کړه؛ د اسلام پر وړاندې دښمنان ډول ډول تبلیغات کوي، د قومونو مشران دې کوښښ وکړي، چې د دښمن تبلیغاتو ته موقع ورنه کړي او په کلکه دې د خپل نظام او اسلام ملاتړ وکړي.

ورپسې د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رییس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته وويل؛ غرب کې خلک له ژونده تنګ دي، کوم عزت او مرتبه چې اسلام انسان ته ورکړې د غرب جوړ شوي قوانین یې نه شي ورکولی.

هغوی زياته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره ارضي تمامیت، خپلواکي او استقلال ترلاسه شوی.

اوس د دې وخت دی، چې هېواد جوړ کړو، نظام وساتو، متحد شو او په اتحاد او يووالي سره د افغانستان ساتنه وکړو.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ تازه په هوايي بریدونو کې ۲۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې تېره ورځ ( جمعه، د لیندۍ ۳۰مه) غزې تړانګې کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه شهیدان شوي.

دغه بریدونه په النصیرت پنډغالي او جبالیا ښارګوټي کې پر استوګنیزو ودانیو شوې دي.

په النصیرت پنډغالي کې اته او په جبالیا ښارګوټي کې ۱۰ تنه شهیدانو شوي، چې اووه پکې ماشومان دي.

دغه‌راز د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له جمعې مخکې د غزې په محاصره شویو سیمو کې، د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۴ نور ټپیان شوي دي.

د غزې په تړانګه کې  د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۲۰۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۷ زره او ۵۱۲ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا بیا د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو زر او ۱۳۹ تنه اسرائیلي یرغلګر وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات بندیان شوي دي.