ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 824

کورنیو چارو وزارت: په ګمرکونو کې د سوداګرو پاتې توکي د هغوی مالکانو ته سپارل کېږي

د کورنیو چارو وزارت د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ویل؛ چې د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته چې بېلابېل سوداګريز توکي او اجناس یې د تېرو څو کلونو په موده کې د بېلابېلو عواملو له امله د هېواد په ګمرکونو کې پاتې دي، خبر ورکول کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تر رهبرۍ لاندې له اړونده ګمرکونو سره په همغږۍ د وسایطو او اجناسو د تسليمۍ کمېسیون اړونده توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري.

دې وزارت د یادو مالونو د اصلي مالکانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو مالونو د ترلاسه کولو لپاره دې په لاندې شرایطو او ادرس ژر تر ژره مراجعه وکړي.

 ۱- د توکو د مالکیت اسناد

 ۲- د سوداګرۍ جواز او یا نور اړوند اسناد

 ۳- بل هر ډول اسناد چې مالکیت ثابتوي

پته: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاونيت

دفتر داړیکې شمېره ۰۷۹۰۰۶۰۴۱۶

برېښناليک: [email protected]

د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې دنږدې ۵۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

ټولګټو وزارت وايي؛ د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک چې ځینې برخې پخوا بشپړې شوې وې، د سړک د پاتې برخې کار د ياد ولایت ټولګټو رییس ملا عبد الخالق حقمل، یو شمېر سیمه ییزو مسولینو، دینې علماوو، مجاهدینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړک چې شاوخوا ۱۹ کيلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې يې د ۴۹۸ میلیونه، ۶۵۴ زره او ۹۱۲ افغانيو په ارزښت د یوه سړک جوړونې او لوژیستکي شرکت سره قرارداد شوې دې چې، د ۱۸ مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ شي.

تولګټو وزارت زیاتوي؛ د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د تخار ولایت اته ګونه ولسوالۍ (کوکچې ته څیرمه) د کندوز ولایت سره او له کندوز ولایت څخه په تیریدو بلخ، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونو سره وصل کیږي.

د ياد سړک په بشپړيدو سره به د تخار ولایت د مرکزي ولسوالیو په ګډون د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنيزو توکو په چټک انتقال کې به د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار هرات ته سفر کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د لویو کانونو رییس حافظ انجنیر ابوبکر امیني هرات ولایت ته سفر کړی.

دوی د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کانونو ریاست له کار کوونکو سره له لیدنې وروسته د سمنټو له پروژې، د نمک سارمالګې کان، د غوریانواوسپنې، پښتون زرغون اوسپنې، د سبزک ډبرو سکرو له کانونو څخه لیدنه وکړه.

 د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوسپنې کان څلورم بلاک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د کان کیندنې شرکت مسولینو سره یې د ایستنې، اکتشاف او پروسس په برخه کې د پلان سره سم د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

 په پای کې یې د اړوندو کانونو مسولینو ته د کاري بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

مالیزیا کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د تعزیت او فاتحې مراسم ترسره شول

مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د کډوالو چارو وزیر ستر جهادي شخصیت شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د شهادت له امله د تعزیت او فاتحې مراسم ترسره کړل.

کوالالمپور کې د اسلامي امارت لوی سفارت له لوري په دغه هېواد کې د ټولو مېشتو بهرنیو استازولیو او دولتي مسولینو، با نفوذه او سیاسي اشخاصو لپاره د غمشریکۍ په پار د تعزیت کتاب پرانیستی وو.

 په دې مراسمو کې د مختلفو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي، د مالیزیا د پوهنې پخواني وزیر، د مالیزیا د ځوانانو د یووالي ټولنې مشر او ګڼو نورو مسولینو برخه واخیسته او د تعزیت په پار یې د غمشریکۍ پیغام په پرانیستي کتاب کې ثبت کړ.

دا رنګه د مالیزیا د دیني چارو وزیر هم د نقیب الله احمدي سره خپل د غم شریکۍ پیغام شریک کړ.

 ښاغلي احمدي د اسلامي امارت په استازولۍ ټولو ګډونوالو ته د زړه له تله د مننې او قدردانۍ مراتب وړاندې کړل.

 د یادونې وړ ده، چې د چهار شنبې په ورځ د سفارتونو او مالیزیا مسولینو لپاره د تعزیت مراسم برابر شوي وو او پنجشنبه مازدیګر په سفارت کې د ارواښاد شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو او ختم القران لپاره مالیزیا کې ټول مېشتي هېوادوال سفارت ته بلل شوي وو، چې مراسم د قران کریم په ختم او د شهید روح ته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون له‌ لوري د‌ هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۱ ولايتونو د اس ځغلونکو ترمنځ د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د‌ یاد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک او ورسره پلاوي، د يادو سياليو لپاره له مرکزي ادارې تللي هیت، د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس محمد فايق فاضل، د آس ځغلونې ملي فدراسيون مسولينو، همدې ولايت امنيتي مسولينو، د رسنيو استازو، ورزشکارانو او د ياد ورزش زرګونو مينه‌والو ګډون کړی و.

د دغو سياليو په پيل کې د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رییس محمد فايق فاضل ګډونوالو ته‌ ښه‌ راغلاست ووايه او په‌ دغه ولايت کې يې د اس ځغلونې اووم پړوا سياليو ترسره کېدل، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست غوره او د قدر وړ اقدام‌ ياد کړ او هيله يې وښوده چې د‌ هرات ولايت ته‌ د ورزش په‌ برخه کې لا زياته پاملرنه وشي.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثيق وویل؛ خوښ يم چې د هرات تاريخي ولايت د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو کې ګډون کوم او په دغو مراسمو کې له تاسو سره ځان شريک وينم، نن چې موږ او تاسو د‌ امن او ورورولۍ په فضا کې دلته راټول شوي يو، دا د اسلامي امارت له برکته دي، چې موږ او تاسو يو ځای شوي يو، د‌ دې تر څنګ د اسلامي امارت په راتګ سره ورزش په هيواد کې مخ پر لوړ روان دی او په تېرو درېوو کلونو کې مو ښې لاسته راوړنې لرلې دي، چې تر ډېره پکې د هرات ولايت ورزشکاران هم شامل دي.

ښاغلي وثيق هرات د علم، فرهنګ او هنر کور ياد کړ او په دغه ولايت کې يې د ورزش د ودې لپاره د لا زياتو همکاريو ژمنه وکړه.

نوموړي همدا راز زياته کړه؛ چې د هرات ولايت په غوښتنه مو د فوټبال د افغانستان د اتلانو ليګ چې په‌ مرکز کابل کې ترسره کېده، سږ کال هرات ته انتقال کړ، ده همداراز د غېږ نيونې پهلوانۍ د ميدان جوړولو په برخه کې ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې ياده ژمنه به پوره کوو.

ورپسې د‌ هېواد د‌ ورزش ادارې د‌المپيکي چارو او اس ځغلونې ملي فدراسيون رييس داد محمد پاينده اختري خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې د هرات ولايت د همکاريو قدرداني وکړه.

ښاغلي اختري د اس ځغلونې سيالۍ د هېواد يو له تاريخي لوبو څخه يادې کړې او هيله يې وښوده چې تلپاتې و اوسي.

نوموړي همداراز د اس ځغلونې په برخه کې د افغانانو اسونه د سيمې په کچه غوره اسونه وبلل او زياته يې کړه چې کوښښ کوو په سمه توګه ترې ګټه واخلو.

ده د خپلو خبرو په اوږدو کې د اسلامي امارت راتګ د ورزش په برخه کې هم ګټور ياد کړ او زياته يې کړه چې د ورزش په تېر تاريخ کې تر اوسه افغانستان دومره لاسته راوړنې نه وې لرلې لکه په تېرو درېوو کلونو کې يې چې لاسته راوړې دي.

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه به په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي به په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن  کې ترسره کېږي او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تمه ده، چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به د ۱۱ ولايتونو ۱۲ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه‌ او ۲۰ اس ځغلونکي د هېواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د‌ پيل په مراسمو کې د اس ځغلونې او پارکور د ورزشکارانو ترمنځ ورزشي نندارې هم ترسره شوې او نن به په رسمي توګه د يادو سياليو لومړۍ لوبه ترسره شي.

ملا حمدالله فطرت: نور هېوادونه د اسلامي امارت په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه لري

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي؛ افغانستان له انزوا سره نه دی مخ او له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې او فعالې استازولۍ لري، همداراز د اسلامي امارت او د نړۍ د مهمو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه پلاوي تبادله شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت چې د دوحې په تړون کې کومې ژمنې درلودې هغه ډېرې روښانه او ټولو ته ژمن پاتی دی.

ښاغلي فطرت همداراز ویلي، چې نور هېوادونه د اسلامي امارت په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تر دې وړاندې د افغانستان وضعیت منزوي بللی و.

سپینه ماڼۍ: د پاکستان بالستیک توغندیز پروګرام د امریکا لپاره څرګندېدونکی ګواښ دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال جان فنډر د پاکستان د لیرې واټن ویشتونکو بالسټیک  توغندیو پروګرام د دوام په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان دغه ډول اقدامات امریکا ته  څرګندېدونکی ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ که دا پرمختګونه دوام وکړي، پاکستان به دا وړتیا ولري چې د سویلي اسیا څخه د باندې، حتی د متحده ایالاتو په شمول، اهداف په نښه کړي.

دغه بندیزونه د پاکستان پر ملي دفاعي ادارې هم لګوي، چې د دې هېواد توغندیز پروګرام چارې تنظیموي.

درې هغه نورې ادارې (افېلیاټیس انټرنېشنل، اختر اینډ سنز پرائیوټ لمیټیډ او راک سائډ انټرپرائز) چې د ټولو مرکزونه د پاکستان کراچۍ ښار کې دي، د نویو بندیزونو له مخې په نښه شوي دي.

د دې بندیزونو له لګېدو سره به په امریکا کې د یادو ادارو شتمني کنګل شي او امریکایانو ته به له دې ادارو سره د کاروبار کولو اجازه نه ورکول کېږي.

دا په ۲۰۲۴ کال کې دویم ځل دی چې امریکا د پاکستان د وسلو پر پروګرامونو نوي بندیزونه لګوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د امریکا بندیزونه بدمرغه او متعصبانه دي، چې ورسره به سیمه ییز ثبات زیانمن شي.

پاکستان خپل اټومي وسلې او د بالستیک توغندیو پروګرامونه د هند د تهاجمي سیاستونو پر وړاندې د یوه مخنیوي په توګه وړاندې کوي او وايي چې دا د سیمې ثبات ساتلو لپاره دي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز: ټول مسولین باید په بشپړه هڅه د ولس خدمت وکړي

ملي دفاع وزارت وايي؛ د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په علمي او مسلکي کانفرانس کې ګډون کړی.

وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي، د روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبري هیئت، متخصصینو، او د ساحوي او مرکزي روغتیایي مرکزونو سرطبیبانو په ګډون د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې علمي او مسلکي کانفرانس جوړ شوی.

په دې کانفرانس د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان، پوهندوی ډاکټر محمد اسماعیل وردک او د بېلابېلو څانګو متخصیصینو خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړي.

دوی د هډوکو درملنې لپاره په افغانستان کې د ساین سیسټم د کارونې او نورو برخو کې هم هر اړخیز معلومات ورکړي.

 همدا راز د روغتیای چارو قوماندان په خپلو خبرو کې ویلي؛ د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې په تېرو پينځو میاشتو کې د زړه ۵۸ پیچلي عملیات ترسره شوي دي، چې د دې لپاره د پرمختللو طبي وسایلو او درملو چمتووالی په میلیونونو ډالر ارزښت لري او دا د ملي دفاع وزارت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

 ورپسې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د دې روغتون د لاسته‌ راوړنو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د افغانستان خلک ډاکټرانو ته اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.

په پای کې یې یاد روغتون کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی.