ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 825

کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې زېمبابوې ته په دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته کوربه زېمبابوې لوبدلې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په دغه لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دغې لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان اتلانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو شپږو لوبغاړو په زیان سره ۲۸۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۱۰۴، عبدالمالک ۸۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۹* او محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.

دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د صدیق الله اتل لومړنۍ سلیزه شمېرل کېږي.

دغه راز بل تکړه ښي لاسي پیلیز توپوهونکي عبدالمالک هم په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې خپله لومړنۍ نیمه سلیزه جوړه کړه.

سربېره پر دې دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۱۹۱ منډو ملګرتیا هم وکړه، چې د لوبې په دې بڼه کې د لومړۍ ویکټې لپاره د افغان لوبډلې دریمه او په ټوله کې ۷مه لوړه ملګرتیا وه.

حشمت الله شهیدي هم په دغه لوبه کې ۲۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په توپوهنه کې یې درې څلوریزې هم شاملې وې، نوموړي په دې سره په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د خپلو څلوریزو شمېر هم ۲۰۰ ته ورسوه.

افغان اتلانو د خپل ۲۸۷ منډو هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه پیل کړه او د سیالې لوبډلې لومړی لوبغاړی یې په لومړي اور کې له ډګره بهر کړ.

افغان اتلانو لومړی د فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي او وروسته د غضنفر او نوید ځدراڼ د غوره اچونې پرمټ کوربه لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړه او د دویمې پاڼۍ په لومړیو ۱۵ اورونو کې یې د ۴۵ منډو په بدل کې اووه سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

افغان اتلانو پاتې درې لوبغاړي په نورو ۱۵ توپونو کې له ډګره وویستل او په دې توګه یې سیالې لوبډلې ته د هغوی د ټولو لوبغاړو په بدل کې یوازې ۵۴ منډې ورکړې او د ۲۳۲ منډو په توپیر یې ستره ماتې ورکړه.

د زېمبابوې پر وړاندې د افغان اتلانو د ۲۳۲ منډو په توپیر بریا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې، د منډو له اړخه، د افغان لوبډلې تر ټولو ستره بریا ګڼل کېږي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د روان کال په سپتمبر میاشت کې سوېلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې هغه مهال د لوبډلې تر ټولو ستره بریا وه.

افغان اتلانو د خپلې غوره توپ اچونې په لړ کې کوربه لوبډله په منډو له ډګره بهر کړه او د منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی صدیق الله اتل، چې په توپوهنه کې یې د ۱۰۴ منډو جوړولو ترڅنګ په ډګر ساتنه کې درې کېچونه هم ترلاسه کړي و، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره افغان لوبډلې د زېمبابوې پر وړاندې روانه لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه، او وروستۍ لوبه به یې د راتلونکې شنبې په ورځ په همدې هرارې کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوان منسوبين فارغ شول

دفاع وزارت وايي؛ د ۲۱۵ عزم قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه ١٠٠٠ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ولس ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

په یادو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي په ګډون د ملي دفاع وزارت د تعليمات او پرسونل معینیت پلاوي مولوي تاج محمد رهبر، علمای کرامو او ګڼ شمیر منسوبینو برخه اخيستې وه.

مسولینو نويو فارغانو ته په وینا کې وویل؛ چې د ۲۰ کلن اشغال پر وړاندې د مجاهدینو بې سارې سرښندنو، اتلوليو او د الله تعالی په الهي نصرت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړ، په ټول هېواد کې د ملي اسلامي اردو په قطعاتو او جزوتامونو کې مجاهدین اعداد ته وقف شول او دوی به د ملي او اسلامي ارزښتونو، بشپړې خپلواکۍ او د هېواد د سرحدونو څخه په کلکه دفاع کوي.

په پای کې مجاهدینو د مسولینو خبرو ته د عملي کولو ژمنه وکړه او مراسم فارغانو ته د بری ليکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

د بشر حقونو د څار سازمان: د اسرائیلو له لوري له اوبو د فلسطینیانو محرومول نسل‌وژنه ده

د بشر حقونو د څار سازمان ویلي؛ اسرائیلي رژیم غزه کې په قصدي ډول فلسطینیان کافي اوبو ته له لاسري محروموي، چې په زیات امکان سره د زرګونه کسانو د مړینې سبب کېږي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې په دې کار سره اسرائیلي چارواکي د بشر ضد جنایاتو، ټول‌وژنې او نسل وژنې د کړنو مسول دي.

د بشر حقونو د څار سازمان په راپور کې ویل شوي؛ د اسرائیلي رژیم د چلند ډول او د چارواکي څرګندونې ښيي، چې صهیونیستي رژیم غزه کې د فلسطینیانو له منځه وړل غواړي او ښايي د نسل‌وژنې په جنایت بدل شي.

په تېره یوه میاشت کې د بشر حقونو دا دویم سازمان دی، چې غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل‌وژنه ګڼي.

پر دې سربېره د بښنې نړیوال سازمان د یوه راپور له مخې هم، اسرائیلي عسکرو غزه کې د ۱۹۴۸ کال د نسل‌وژنې کنوانسیون له لوري له منع شویو پینځو کړنو څخه لږ تر لږه درې ترسره کړې دي.

په دې کړنو کې وژنې، سختې رواني او جسمي کړونې او ځورونې او په فزیکي ډول د له منځه وړلو لپاره د ژوند د سختو شرایطو رامنځته کول شامل دي.

شیر محمد عباس ستانکزي او د قرغیزستان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د قرغیزستان سرپرست سفیر دنیار ژولچیف لیدنه وکړه.

 په دې ناسته کې د افغانستان او قرغیزستان په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې.

شیر محمد عباس ستانکزي له افغانستان سره د قرغیزستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وبلله او دا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په لړ کې خورا مهم ګام وباله.

 دنیار ژولچیف د افغانستان له کانونو، زراعت سربېره په بېلابېلو برخو کې د قرغیزستان له لوري د پانګونې او دوه اړخیزې همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او چټکتیا ته لېوالتیا لري او په دې لړ کې یې په نیږدې راتلونکي کې د قرغیزستان د عالي رتبه چارواکو د راتګ او سفر یادونه هم وکړه.

په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۱۱ روسي ټانګونه بیا ځلې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي

ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د تخنیکي او مسلکي ټیمونو لخوا ۱۱ عرادې روسي محاربوي او توپخانه ای ټانګونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې؛ د تخنیکي او مسلکي ټیمونو د هڅو په پایله کې تر اوسه ۴۸ عرادې روسي ټانګونه ترمیم او د استفادې لپاره چمتو شوي دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د تخنیک مدیریت ۵۹ عرادې ټانګونه ترمیم کړي دي.

همداراز د دې وزارت په وینا؛ د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ٧٨ تنه ځوان منسوبین د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه ” رض” د قوماندانيت او قرارګاه اکاډمۍ د تکتیکي څلور میاشتني کورس څخه ۵۶ تنه او ٢٢ تنه نور د قوماندانانو د کنډک له درې اونیز مسلکي او نظامي کورس څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په یاده غونډه کې د ملي دفاع پوهنتون مرستیال مولوي نور محمد خجندي د يادې اکاډمۍ قوماندان عبدالناصر بې سرحده پتنګ، منسوبینو او د یادې اکاډمۍ استادانو ګډون درلود.

په دې فراغتغونډه کې مسولینو نویو فارغانو ته هر اړخیزه علمي او اصلاحي ویناوې کړې دي.

ورته مهال نویو فارغانو د مسولینو لارښوونو ته لبیک ویلي او له خپل اسلامي نظام څخه دفاع او قربانۍ ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د کابل کندهار تر منځ د دوو ترافیکي پیښو د مرګ ژوبلې په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام!

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل کندهار پر لویه لاره د دوو ترافيکي پیښو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “په خواشینۍ سره خبر شوو، چې د کابل-کندهار په لویه لاره دوې مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته شوې، چې له امله یې زموږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.”

اسلامي امارت په یاده پېښه سخته خواشیني څرګنده کړې. د پېښې ټولو شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

دغه‌راز ځان یې له ټولو متضررو کورنیو سره په غم کې شریک ګڼلی او د زړه له کومې یې تسلیت ورته ویلی دی.

اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې، تر څو ژر تر ژره دواړه پیښې وڅېړي، دقیق علت یې معلوم او په جدي توګه د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی وکړي.

تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني اړوند سیمه کې دوې ترافیکې پېښې شوې، چې ۵۲ هېوادوال پکې شهیدان شوي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله‌ نثار وایي، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دې ولایت د مرکز او اندړو ولسوالۍ اړوند ساحو کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي نثار په وینا؛ دغه پېښې تېره شپه د تیلو له یوه ټانکر او یو بل بار‌وړونکي موټر سره د دوو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

د غزنې د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک ویلي؛ ۳۰ ټپيان چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ نه و، کابل ته لېږدول شوي دي.

“د اسلامي نظام د لاسته‌راوړنو په انعکاس کې د رسنیو رول مهم دی”

د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول په اړه علمي او څړنیز سیمینار، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ګډون پکې کړی و، جوړ او پای ته ورسېد. دا سمینار په علومو اکاډمۍ کې دایر شوی وو.

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دې سیمینار ته په یوه پیغام کې د اسلامي نظام د لاسته‌راوړنو په انعکاس کې د رسنیو رول مهم ګڼلی دی.

د دې تر څنګ د بهرنېو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د اسلامي نظام په استحکام کې د کورنیو رسنیو رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې د نظام پر وړاندې د دښمن د منفي تبلیغاتو دفع کول د ټولنې د هر وګړي او رسنیو دیني او ایماني دنده ده.

نوموړي زیاته کړې، چې رسنۍ د اسلامي نظام د لاسته راوړنو د انعکاس برخه کې فعاله رول لرلای او باید د ملاتړ تر څنګ یې پاملرنه ورته وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي هم د رسنیو پر ملاتړ او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

همدارنګه د علومو اکاډمي یو شمیر علمي او تحقیقي کادرونو د نظام د پياوړتیا په برخه کې د رسنیو د ارزښت او رول په اړه خپل موضوعات او مقالې وړاندې کړي دي.

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې، تدفین او فاتحې په اړه د خلیفه سراج الدین حقاني د مننې او دعا پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي امارت عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله، رییس الوزرا، د کابینې غړو، ولسي مشرانو، علماوو کرامو، عامو خلکو، ډیپلوماتانو، د اسلامي نړۍ خواخوږو، بهر مېشتو افغانانو او مجاهدینو وروڼو، له تاسو ټولو څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د الحاج شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه مو خپله خواخوږي، ملاتړ او دعاوې له موږ سره شریکې کړې.

ستاسو دا اخلاص زموږ د صبر او تسل لپاره ستره وسیله ګرځېدلې ده.

موږ له ټولو هغو وروڼو او خواخوږو څخه چې د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې پکتیا ته د راتګ زحمت ګاللی یا يې په خپلو سیمو کې د دعا مراسم ترسره کړي، ځانګړې قدرداني کوو. الله تعالی دې ستاسو زحمتونه او دعاوې قبولې او ستاسو اجرونه څو برابره کړي.

الله تعالی ته د دعا لاس لپه کوو چې د شهید خلیل الرحمن حقاني قربانۍ زموږ د ملت د یووالي، اتحاد او د اسلامي امارت بریا لپاره مهمه وسیله وګرځوي.

له ټولو مجاهدینو او عامو خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د فاتحې مراسم نور پای ته رسیدلي، لهذا په خپلو کلیو، کورونو او جوماتونو کې د شهید لپاره دعاوې وکړئ، دلته د فاتحې لپاره زحمت او ستړیا مو نه در باندې لوريږي.

والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

خلیفه سراج الدین حقاني