ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 826

د ۲۲۱ شهید افتاب (رح) فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي؛ د دې وزارت اړوند د ٢٢١ شهید افتاب فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتینيو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني د ۲۲۱ شهید افتاب رح د فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد او ګڼ شمېر مسولینو پکې ګډون کړی وو.

د ۲۲۱ شهید افتاب (رح) فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد پخپله وینا کې ویلي؛ د خپلو وړتیاوو څخه په سمه توګه استفاده وکړئ، د اسلامي نظام د دښمنانو په ځپلو کې ستاسو ګړنې د ستایلو دي.

همداراز نوموړي د معسکر استادانو د کړنو او فعالیتونو څخه هم په ځانګړي توګه مننه کړې ده.

په پای کې د فارغانو له لوري خپل پوځي، تکتیکي، سپورتي او نظامي نمايشات وړاندې شوي دي.

مولوي عبدالکبیر: د پراختیايي پروژو په بشپړېدو سره به د هېوادوالو ګڼې ستونزې حل شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره یې د همکارۍ ژمنه کړې.

دغه راز یې د ښوونځي، مدرسې او روغتیايي کلینیک د ودانیو جوړېدو او پاکو اوبو ته د لاسرسي غوښتنې کړې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۹مې ناحیې یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د کابل ښار په ډېرو برخو کې د پاکو اوبو د رسولو او د پراختیايي پروژو چارې پيل شوي چې له بشپړېدو سره به یې د ډېرو ښاریانو ستونزې حل شي.

مولوي عبدالکبیر هغوی ته ډاډ ورکړی، چې امکاناتو ته په پام به یې غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او غیرساري ناروغیو امریت د کلني فعالیتونو بیا کتنې کنفرانس پیل شو

یاد کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي عمومي رییس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ساري ناروغیو کنټرول ریاست مسولینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو، ملاریا او غیر ساري ناروغیو ولایتي امرینو او د همکارو موسسو استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال ملاریا او غیر ساري ناروغۍ په هېواد کې لویه روغتیايي ستونزه وبلله او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي د یادې برخې ناروغانو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وکړي.

 مولوي عبدالولي حقاني دغه راز زیاته کړه، روغتیا وزارت په تېر کال کې د ملاریا ناروغۍ برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو او ۱۰ زره کورونو کې د دواشیندنې او ناروغانو درملنې ترڅنګ ۴۰ زره ماشلومي (پشه خانې) د کمپاین له لارې او ۱۷۸زره او ۹۹۳ نورې د ملاریا ناروغۍ لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو کې امیندوارو میندو ته ویشلي دي.

 د یادونې وړ ده، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۳۶ ملاریا، اووه ډینګي تبې او شپږ لشمانیا اوټبریکونه رامنځته شوي وو، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه ترسره شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او ولايتي رییسانو ته جوړ شوی سمينار پای ته ورسېد

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري مرکزي او ولايتي رییسانو ته د ظرفيت لوړونې اووه ورځنی سمينار پای ته ورسېد.

 د ظرفیت لوړونې ياد سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه، د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعيد خوستي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او ولايتي رییسانو ګډون کړی وو.

 دې سمينار کې د يوې اونۍ په ترڅ کې د وزارت مسولینو مرکزي او ولايتي رییسانو سره خپلې تجربې او وړانديزونه شريک کړل.

همدا راز د سمينار پرمهال د مرکزي رياستونو رییسانو د خپلو اړونده رياستونو په اړه له ولايتي رییسانو سره هر اړخيز معلومات شريک کړل.

 تر څنګ يې ولايتي رییسانو په هر اړخیز ډول د خپلو رياستونو پرمختګونه، لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې له مسولینو سره شريکې کړې، چې د مسولینو له لوري يې هڅې وستايل شوې او ستونزو او غوښتنو ته يې د حل لارو پيدا کولو ډاډ ورکړل شو.

 همدارنګه د سمينار په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ګډونوالو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

د مولوي نقیب الله احمدي او البخاري نړیوال پوهنتون د رییس لیدنه؛ د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې شوي

په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي نقیب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون نوي رییس ډاکټر محمد صالح جعفر سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ډاکټر محمد صالح جعفر په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ته د البخاري نړیوال پوهنتون په بلنه د یاد پوهنتون په څلورمه فراغتغونډه کې فارغ شویو افغان محصلینو ته مبارکي ورکړې او په تحصیلي ډګر کې د لا زیاتو هڅو او لاسته راوړنو په پار یې هڅولي دي.

دغه‌راز مولوي نقیب الله احمدي د فارغ شویو محصلینو ترڅنګ ټولو افغان محصلینو ته چې په بېلا بېلو برخو کې زده کړې کوي د درسونو د ښه تعقیب، اضافي مطالعې، دیني او افغاني ارزښتونو ته د درناوي او مالیزیا کې د افغانانو د ښې استازولۍ په پار نیکې مشورې او سپارښتنې کړې دي.

 همدارنګه د یاد پوهنتون له نوي رییس سره په تعارفي ناسته کې د افغان محصلینو پر ستونزو، وړاندیزونو او هغوی ته د زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه هم خبرې وشوې.

په ورته مهال د البخاري نړیوال پوهنتون رهبري د سفارت له همیشنۍ همکارۍ او همغږۍ مننه کړې، او په یاد پوهنتون کې ټولو افغان محصلینو ته د زیاتو اسانتیاوو او ستونزو ته د رسیدنې ژمنه یې څرګنده کړې ده.

میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مهارولو پروژې پلي شوي

سږ کال د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست له لوري په میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.

د اوبو مهارولو په دغه ۱۵ پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه، استنادي دېوالونه او د اوبو شبکې شاملې دي؛ چې د میدان وردګ ولایت په مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، دایمیرداد، چک، جغتو، نرخ او سید اباد ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

همدارنګه، په یادو پروژو کې یو خاورین بند هم شامل دی، چې د ولسي خلکو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په ورته مهال، یاد ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ۳۳ پروژو سروې او ډیزاین ترسره کړی، چې پکې کوچني بندونه، کانالونه او سربندونه شامل دي.

دغه پروژې د اوبو او انرژي وزارت، اف.اي. او موسسې او خیریه بنسټونو په مالي لګښت د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي شوې دي.

مولوي محمد یونس راشد د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام له مسول سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP)  له مسول سټیفن رودیکز سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مؤثرو فعالیتونو څخه مننه کړې او له نوموړي څخه یې غوښتي، ترڅو د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، هغوی ته د کاري زمینو برابرولو، په ښوونیزو او تحصيلي برخو کې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP)  مسول سټیفن رودیکز د ځوانانو چارو له مرستیال څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې؛ چې د افغانستان اولویتونو ته درناوی لرو او د ځوانانو د اقتصاد، مهارت لوړونې، ښوونه، تحصیل او ځینو نورو برخو کې به همکار واوسو.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو میاشتو کې د ځوانانو چارو معینیت په هلو ځلو سلګونه ځوانانو ته د فریلانسینګ ترڅنګ د مسلکي زده کړو له لاري د کارموندنې په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده او دا لړۍ لا هم دوام لري.

حماس او اسرائیل غزه کې د اوربند تړون ته نږدې شوي

د راپورونو له مخې، داسې نښې لیدل کېږي چې غزه کې د اوربند په تړاو خبرې چټکې شوې او بېلابېلو اړخونو د یوې هوکړې په اړه هیله‌مندي ښودلې ده.

ویل کېږي، چې حماس او اسرائیل غزه کې د اوربند او بندیانو د خلاصون تړون ته نږدې شوي دي.

حماس غورځنګ قطر کې د سې‌شبنې په ورځ د اوربند خبرې “پرېکنده او مثبتې” بللې او ویلي یې دي، چې که اسرائیل د نويو شرطونو له ټاکلو ډډه وکړي اوربند ممکن دی.

امریکا، قطر او مصر هم یوې هوکړې ته د رسېدو او غزه کې د ۱۴ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره د زیاتې لېوالتیا خبر ورکړی.

یادو هېوادونو په وروستیو اونیو کې غزه کې د اوربند په تړاو د منځګړو په توګه بیا هڅې پیل کړې دي.

اسرائیلي رسنیو هم هیله‌مندي څرګنده کړې او د دوو اسرائیلي چارواکو له قوله یې ویلي، چې ښایي په یوه میاشت کې د بندیانو د خلاصون هوکړې ته ورسېږي.

د اسرائیلي رژیم دفاع وزیر اسرائیل کاتز هم ویلي، چې تر بل هر وخت یوه هوکړه نږدې ده، خو ټینګار یې کړی چې اسرائیل به له بشپړې ازادۍ سره د غزې امنیت کنټرول کړي. دا هغه څه دي، چې حماس تل رد کړي او مخالفت یې کړی دی.

فلسطیني چارواکو یو درې پړاویز پلان اعلان کړی، چې له مخې به یې غزه کې بندي ملکیان او ښځینه عسکرې په لومړي ۴۵ ورځو کې خوشي شي او اسرائیلي عسکر به د ښار له مرکزونو، ساحلي سړکونو او له مصر سره د پولې په اوږدو کې له ستراتیژیکو سیمو څخه ووځي.

دغه‌راز غزه کې به د بې‌ځایه شویو لپاره یوه تګلاره جوړه شي، تر څو بېرته شمالي سیمو ته ستانه شي.

په دویم پړاو کې به پاتې بندیان خوشي شي او په درېیم پړاو کې به د جګړې له پای ته رسېدو مخکې د اسرائیلي عسکرو وتل شامل وي.

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر غزه برید وکړ او په دې سیمه کې یې د نسل وژنې جګړه پیل کړه.

په دې جګړه کې زرګونه فلسطینیان قرباني شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، چې غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۵۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۷ زره او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.