ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 827

مولوي فضل محمد حقاني تهران کې د نیکاراګو له سفیر سره لیدنه کړې

تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیکاراګو جمهوریت د سفیر رامون مونکاډا کولندریس (Ramon Moncada Colindres) سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او نیکارګوا ترمنځ د اړیکو په پراختیا، په کابل او مناګوا کې د سفارتونو پر پرانستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا خبرې شوي.

همدارنګه په ياده ناسته کې د یادو موضوعاتو د تعقیب او اړیکو د لا پراختیا په موخه د سفارتونو په کچه د یو ګډي کمېټې د رامنځته کېدو غوښتنه شوې، ترڅو د کابل او مناګوا ترمنځ اړیکو ته د سفارت تر کچې د پراختیا زمینه برابره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په شمول د همکارۍ ساحې په نښه او رامنځته کړي.

له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي چارې پیلېږي

اوزبیکستان ته د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس او ورسره مل پلاوې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر او د انرګو له رییس لیدنه کړې.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ د دې شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو په ګډون اوزبیکستان هېواد ته تللي پلاوي، د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر، د اوزبیکستان د انرژۍ ملي ادارې (نیګو) او د برېښنا د پېر او پلور (انرګو ساتیش) له رییسانو سره هم ګډې ناستې وکړې.

دغه ناستو کې له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد ۵۰۰ کیلوولټ مزي په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې تر یوه بشپړ تخنیکي بحث وروسته به د اوزبیکستان هېواد څخه د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزې چارې هم پیلېږي.

د دغې پروژې مسیر به چې له سرخان – پلخمري او پر دې مسیر تر پلازمینې کابله راځي هم خبرې اترې وشوې.

غزه؛ اسرائیلي یرغلګرو په تېرو دوو میاشتو کې پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې د اکتوبر له ۶مې د ډسمبر تر ۱۵مې یې غزه کې پر ښوونځیو د اسرائیلي رژیم ۹۵ بریدونه ثبت کړي دي.

په دې ښوونځیو کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

اوچا زیاته کړې، چې نږدې ۶۱ بریدونه د اسرائیلو له لوري په کلابنده شمالي غزه کې شوي دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې یوازې د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه غزه کې څلور ښوونځي په نښه شوي.

په دې بریدونو کې بیت‌حانون کې د خلیل عویضة په نوم یو ښوونځی په نښه شوی، چې د غزې د دولتي رسنیو د خبر له مخې، ۴۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي او ډاکټرانو ویلي، چې له ۱۰ نه تر ۱۵ پکې سوځېدلي هم وو.

اسرائیلي یرغلګرو وروسته د خان یونس په المواصي کمپ کې د احمد بن عبدالعزیر په نوم پر یوه بل ښوونځي برید کړی، چې ۲۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

په نږدې ناصر روغتون کې، چې د دې برید قربانیان ور وړل شوي وو، نړیوالو ډاکټرانو ویلي؛ ۱۸ کسانو په بېړنۍ برخه کې ژوند بایلود، چې ۱۲ له ۱۲ کلنۍ کم‌عمره ماشومان هم پکې شامل وو.

یوه ډاکټر دا هم ویلي؛ د داسې ټپونه درملنه یې کړې، چې د ډاکټري په ټول مسلک کې نه دی ورسره مخ شوی.

د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

د افغانستان بانک وايي؛ د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره  افغانیو په ارزښت له مرکز، ځتیځ زون (ننګرهار) او جنوب ختیځ زون (ګردیز) څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول.

دا بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول.

په دې بانکنوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري مهمه وګڼله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د افغانۍ د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه د مخنیوي په برخه کې له پاملرنې څخه کار واخلي، د سمې ساتنې په موخه یې بټوې وکاروي او په غوړو او ککړو لاسونو يې له کارولو څخه ډډه وکړي ځکه چې په بیا ځلې چاپولو یې ډېر لګښت راځي.

د یادونې وړ ده، چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا په مخصوصو بټیو کې په یو وار وسوځول شول.

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي ښوونیز مرکز څخه ٩٠٠ ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي ښوونیز مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو نظامي زدهکړو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله محمد اکا او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي په خپله وینا کې د مجاهدینو د کوښښونو ستاینه کړې او د افغانستان اسلامي پوځ يې د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ساتوونکي ياد کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو د ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه دا شپږمه دوره فارغان دي، چې په پوځي او عقيدوي برخه کې په بریالي توګه روزل کېږي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د دیني او عصري زده کړو پرمختګ ته ژمن دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عزیز الله درویش او د لوګر د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد نذیز د خپلو چارو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي، د مدرسو چارې د روان ښوونیز کال له پلان سره سمې پرمخ ځي او د پرمختګ په حال کې دي.

دوی زیاته کړې؛ راتلونکی کال ته یو لړ ځانګړې پروګرامونه په پام کې لري، چې په عملي کېدو سره به یې د ښوونې او د زده کوونکو د زده کړې په کچه کې مثبت بدلونونه راشي.

د ریاست الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د هېواد په کچه د جهادي مدرسو له هڅو او فعالیتونو څخه په خوښۍ ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو د مرکزونو ترڅنګ د دیني مدرسو او بنسټونو پرمختګ او د ستونزو حل ته ژمن دی.

دغه راز هڅې روانې دي چې د اسلامي امارت د امکاناتو پرمټ د ښوونیز سکتور ستونزې هوارې شي.

سیاسي مرستیال د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو مهتممینو ته د اړوندو چارو د لا ښه ترسره کېدو سپارښتنې او په دیني مدرسو کې پر اغېزناکو زده کړو ټېنګار کړی دی.

له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېر تړون لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو په ګډون اوزبیکستان هېواد ته تللي پلاوي، د یاد هېواد برېښنا ملي شرکت رهبرۍ او ځايي مسولینو سره ګډې ناستې کې ګډون وکړې.

د دغه ناستو په پایله کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د اوزبیکستان برېښنا ملي شرکت له مشرتابه سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک کړ.

د‌ رياست الوزرا سياسي مرستيال: مسولین د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د شينوارو له یو شمېر مخورو او مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې هغوی په تېرو څو میاشتو کې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له لوري د دوی د ستونزو د حل له امله خوښي څرګنده کړې او د ولسونو د ستونزو په هوارولو کې یې د اسلامي امارت هڅی ستایلي دي.

یادو قومي مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د ولسونو د اقتصادي حالت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي، دوی په خپلو سيمو کې د بېلا بېلو ستونزو د حل لپاره یو لړ پروژو ته اړتیا لري.

نوموړو د سیمه ییزو ادارو لخوا د پراختیايي پلان په عملي کېدو کې د ولسونو د مشورو او نظرونو د اورېدو غوښتنه کړې او له حکومتي ادارو سره يې د خپلې هر اړخيزې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

 مولوي عبدالکبیر یادو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کېږي چې له ممکنو لارو د ولسونو وړاندېزونو ته رسېدنه وشي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، ستاسې وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړین اقدامات ترسره او نظرونو ته په پام به مو د ستونزو حل ولټول شي.