ننګرهار کې د افغان تولید درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
د صنعت او سودګرۍ وزارت د نندارتونو ریاست په ابتکار او د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د یوه شرکت لخوا د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه په پاچا خان مرکز کې د افغان تولید درې ورځنی نندارتون نن سېشنبه د لیندۍ ۲۷مه نېټه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
د نندارتون په پرانیست غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د یاد ولایت د بېلا بېلو ملکي او نظامي ادارو رییسانو او مسولینو، د یاد شرکت مسولینو،د اکشن ایډ نړېوالې موسسې مسولینو، ګڼ شمېر پانګه والو او د خصوصي سکتور مسولینو او صنعتکارانو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس سید عبدالبصیر پاچا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلام مبارک دین په رڼا کې د نندارتون د جوړیدو پر اهمیت خبرې کړي او د داسې نندارتونونو جوړویدل یې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره یوه ښه زمینه ګڼلې ده.
همدرانګه د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی پر ټولو هغه شتمنو او پانګه والو غږ کړی، تر څو په هېواد کې له ډاډمن امنیت څخه په استفادې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
مولوي عزیز الله مصطفی ویلي، چې د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د شریکولو لپاره د ننګرهار ولایت مقام او ټولې دولتي ادارې تل د دوی په چوپړ کې دي او هر وخت کولی شي خپلې ستونزی د صنعت او سوداګری ریاست سره په همغږۍ شریکې کړي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیتی چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز او پر نوموړي سربېره پدی غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولی محمد محسن، د علماوو شورا رییس، د اکشن ایډ موسسې مسول، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، صنایعو او معادنو خونې او د ختیځ زون د غالۍ اوبدونکو اتحادیې مسولینو لنډې خبرې وکړې.
دغهراز د مسولینو تر ویناوو وروسته د ننګرهار مرستیال والي او نورو مسولینو له لوري د نندارتون رسما پرانسته وشوه او ټولو مشرانو په ګډه د داخلي تولیداتو څخه لیدنه وکړه.
په دغه نندارتون کې بېلا بېل توکي په ۱۰۰ غرفو کې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوې دي، چې ۵۰ غرفې یې یوازې تازه او وچو میوو ته ځانګړې شوې دي.
د کرنې وزارت مرستیال او د یوه ترکي پانګهوال لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر پانګونه خبرې شوي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د ترکیې یو سوداګر انجنیر حسن دوعان د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې او په دې برخو کې د پانګونې د لا زیات فرصتونو غوښتنه یې کړې.
انجینر حسن دوعان ویلي؛ موږ افغانستان ته راغلي یو ترڅو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړو، ځکه افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زموږ موخه هم په همدې برخو کې کار کول دي.
نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتنه کړې، چې په دغه برخه کې ورته زیاتې زمینې برابرې کړي.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري یخچالونو د جوړولو او نورو اړینو بنسټونو په جوړولو ټینګار کړی.
نوموړي ویلي؛ موږ په هره برخه کې پانګهوالو ته فرصت برابروو، ځکه افغانستان په کرنیزو محصولاتو کې د لوړ تولید ظرفیت لري چې د ساتنې او وېش لپاره مناسب تجهیزاتو ته اړتیا لري.
دغه لیدنه د هغو هڅو برخه وه، چې د ترکیې سوداګر د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې لپاره زیات لیوالتیا لري، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته چې د افغانستان او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شوي دي.
مولوي مهاجر فراهي: رسنۍ بايد د ملت فکري اصلاح په موخه وکارول شي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري مرکزي او ولايتي رییسانو ته د دوی د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی سمينار دوام لري.
په ياد سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد، د ګرځندوی مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي، د جهادي ارزښتونو عمومي رییس مولوي ذبيح الله نوراني او مرکزي او ولايتي رییسانو ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي ویلي؛ رسنۍ په اوسني عصر کې په عامه اذهانو ډېر مهم او اساسي اغېز لري، له رسنیو څخه بايد مثبته استفاده وشي او همدارنګه رسنۍ بايد د ملت د فکري غنا او اصلاح په موخه وکارول شي.
نوموړي زیاته کړې؛ له رسنیو سره همکاري وکړئ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې بايد د رسنيو سره همغږي زیاته شي او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد ویلي؛ ځوانان زموږ د هېواد ترټولو ارزښتناکه سرمایه ده او افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې زيات نفوس يې ځوانان تشکیلوي، ټولو ولایتونو کې ځوانانو ته خاصه پاملرنه وکړئ، ځوانانو ته هیله ورکړئ او دوی ته په ټولنیز ژوند کې داسې تربیه او فکر ورکړئ، چې محمدي اخلاق، صورت او سیرت خپل کړي.
ښاغلي راشد زیاته کړې، ځوانان بايد داسې وروزل شي ترڅو د دوی څخه لوی داعیان او د اسلام د لارې مبارزین جوړ شي.
دغهراز څو ولایتي رییسانو د دوی په معینیت پورې تړلې ستونزې شریکې کړي دي.
په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو لخوا د دوی ستونزو ته د حل په موخه ډاډ ورکړل شوی دی.
کندهار کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت شنې خونې جوړېږي
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایې بودیجي له لاري، د یو خصوصې ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ لاندې د کندهار میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوايي ولسوالیو کې د شپږ میلیونه او ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ شنې خونې جوړېږي.
مسولین زیاتوي، چې هره خونه به د ۱۸۴ زره افغانیو په ارزښت جوړه شي.
د کندهار د کرنیزو چارو امریت د مېوو او سبو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وایې؛ چې د یادو شنوخونو له ډلې به اته په کښته میوند، اووه په لوړ میوند، پینځه په ژړۍ، پینځه په ډنډ، پینځه دامان او پینځه په پنجوایي ولسوالیو کې جوړي شي، چې هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالي او شپږ متره پراخوالي ولري.
د دې ترڅنګ به یې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره سیستم جوړ شي، چې یاد د اوبو سیستم به د یو زر او ۲۰۰ لیټره اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د یادو شنو خون د جوړولو موخه بدیل معیشت یا د کوکنارو بدیل کرکېله، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده او پراختیا ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوي اقتصادي وضیعت پیاوړي کول او بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوې اوونۍ وړاندې هم د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د اته شنو خونو جوړېدو چارې پیل شوې وې، چې موخه یې د کوکنارو بدیل لپاره د بزګرانو ملاتړ او په ټولو موسمونو کې تازه سبو ته د خلکو لاس رسی دی.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه شوې
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره او لاندې پرېکړې پهکې وشوې.
پرېکړه:
د چارو ادارې لوی رییس د شیخ نورالحق انور په مشري، د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د ستري محکمې او مرکزي دارالافتاء عمومي ریاستونو، د علماوو شوری او فقهي مجالسو په غړیتوب استازي ته دنده سپارل کېږي، چې په ټول افغانستان کې هغه بد رواجونه تثبیت کړي چې د شریعت له مخې هم روا نه وي او خلک یې هم زیاتو مصارفو او اسرافونو ته اړ کړي وي، د دې د مخنیوي لپاره دې یوه طریقه جوړه کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی مقام ته دې وړاندې کړي.
پرېکړه:
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په مشري، د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ (اراضي) او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون استازي ته دنده سپارل کېږي چې لاندې کارونه ترسره کړي:
۱ـ هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه کړي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي.
۲ـ هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان اړوند خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.
۳ـ د ښاري پلان له مخې دې، د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.
پرېکړه:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل کېږي:
۱ـ د کابل په څلورو خواوو کې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان اړوند د یوې کړنلارې له مخې یادې ځمکې ځانګړې او وسپاري.
۲ـ په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ساحو لپاره ۲۰-۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان له مخې ځانګړې او وسپاري.
همدارنګه دې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.
۳ـ په کندوز ولایت کې دې لس زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
۴ـ د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
۵ـ د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له لس څخه تر ۵۰ جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
۶ـ د فارمي مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي.
پرېکړه:
اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي، د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې چې هلته د مسجد او لوازماتو د ودانولو په موخه ټولګټو وزارت ته تثبیت شوې او د یاد وزارت له لوري تراوسه نه دي ابادې شوې، خصوصي سکټور ته ورکړي، چې نارینه او ښځینه مسجدونه، د اودسو ځایونه، تر څنګ یې تېل پمپونه، هوټل او د مسافرو د اړتیاوو مطابق ودان کړي چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
پرېکړه:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو او اراضي ریاست ته دنده سپارل کېږي، په هغو سیمو کې چې امارتي ځمکې او ترڅنګ یې اوبه شتون لري، د اغېزمنې ګټې اخیستنې او خلکو ته د اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه طرحه چمتو کړي.
پرېکړه:
د امارتي شرکتونو لوی ریاست دې د سپين زر امارتي شرکت اړوند له کوکچې تر آبدان دښتې د کانال طرحه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظورۍ په موخه دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی مقام ته وړاندې کړي، اقتصادي کمېسیون دې د بحث پر مهال په همدې سیمه کې منظور شوی بند هم په نظر کې ونیسي.
پرېکړه:
د کانونو او پټرولیم وزارت او انکشاف ملي شرکت دې له بل خصوصي سکټور سره په ګډه د حاجي ګک سیمې د اوسپنې کان اړوند طرحه چمتو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی مقام ته دې د منظورۍ په موخه وړاندې کړي.
پرېکړه:
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته دنده سپارل کېږي چې هلمند ولایت کجکي برېښنا د قوي کولو او د توزیع لپاره د برېښنا شرکت جوړ شوی پلان تطبیق کړي او راپور یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی مقام ته وړاندې کړي.
پرېکړه:
په کومو ولایتونو کې چې د امنیتي مسؤلینو له لوري انساني ويښتان نیول شوي دي، د سوځولو په اړه دې د کورنیو چارو وزارت له لوري د امارت محترم مقام ته پېشنهاد وشي او د حکم ترلاسه کولو وروسته دې ټولو ولایتونو ته یاد حکم ابلاغ کړي او له هغه سره سم دې اجراأت ترسره کېږي.
پرېکړه:
د کومو شیانو صادرول یا واردول چې د مالیې وزارت یا له وزارتونو څخه د جوړې شوې تعرفې د کمېټې له لوري بندیږي، د هغه په اړه لاندې اجراأت ترسره کېږي:
۱ـ کوم شیان چې مالیه وزارت یا د تعرفې کمېټې له لوري بندیږي یا اجازه ورکول کېږي، د هغه ټولو شیانو لېستونه دې تهیه کېږي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له مقام څخه دې منظوري اخیستل کېږي، یاده کمېټه مکلفه ده چې د خپل کار لپاره طرزالعمل جوړ کړي.
۲ـ هغه اوسپنې چې د کابینې د فیصلې پر اساس یې قاچاق بند وي، د قاچاق کولو په صورت کې دې مالک باید (د اوسپنې نوعیت او د عمل تکرار ته په کتو) له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې بندي شي او هغه کس چې انتقالوي یې، د هغه موټر دې تر دوو میاشتو پورې ودرول شي.
۳ـ نیول شوې اوسپنه دې د سرحدي مجاهدینو له لوري مناسب محفوظ ځای ته انتقال شي، هلته دې په محفوظ ډول ذخیره شي او ټول مشخصات دې یې ولیکل شي.
۴ـ کومه قاچاقي اوسپنه چې نیول کېږي، هغه دې د بېرته ورکولو په صورت کې د والي، د مربوطه ولایت د قول اردو د قومندان او د استخباراتو د رئیس په ګډه موافقه ورکول کېږي.
۵ـ د دې لپاره چې په غیر رسمي لارو باندې د ممنوعه توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د ورود مخه ونیول شي، نو د هر ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري دې یوه اندازه تشکیل دې ساحو ته ورکړل شي، ترڅو د بارېدونکو اموالو او اجناسو او د را واردېدونکو اموالو تلاشي وکړي، یادو مجاهدینو ته دې یوه اندازه امتیازات ورکول شي.
پرېکړه:
د عامې روغتیا وزارت، مالیې وزارت، د صنعت او تجارت وزارت او د ښاروالیو عمومي ریاست دې د قاچاقي دواوو او خوړو شیانو د مخنیوي لپاره یوه طریقه جوړه کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی حضور ته دې وړاندې کړي.
همدارنګه ټول هغه شیان دې هم مشخص شي چې د افغانستان له لوري یې صادرات کېږي او طرزالعمل دې ورته جوړ شي.
لوګر کې د خدر کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
لوګر ولایت کې د خدر کانال پروژه د ۷۱ زره، ۵۰۰ او ۶۴ ډالرو په لګښت د کابل عمومي حوزوي رییس انجنیر محمد عارف مومند، د لوګر د اوبو او انرژي رییس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې ګټې ته د سپارلو په غونډه د کابل عمومي حوزوي رییس د دغې پروژې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د لوګر د اوبو او انرژي رییس له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې پروژې په ساتنه او څارنه کې همکاري وکړي.
دغه کانال د یو کیلو متر اوږدوالي په درلودلو سره د ۶۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې پکې شپږ پل ګوټي، ۴۵ متره سوپر پسیج او ۲۳ لویې او کوچنۍ دروازې شاملې دي، چې چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه کانال چارې د اف.اي.او موسسې په مالي لګښت د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.
د روسیې د اټومي دفاع ځواکونو قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی
د راپورونو له مخې، د روسیې د اټومي دفاع ځواکونو قومندان مسکو کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې هم ویلي، چې نوموړی او مرستیال یې په یوه ځای پر ځای شوي ماین کې وژل شوي.
جنرال ایګور کریلوف چې د راډیولوژیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي دفاع ځواکونو قومندان و، نن سېشنبه له خپل مرستیال سره په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د روسیې په تلګرام چینلونو کې خپاره شوي عکسونه ښيي، چې د ودانۍ دروازه ویجاړه شوې او دوه جسدونه په وینو لړلي په واوره کې پراته دي.
په اکتوبر میاشت کې برېتانیا په کریلوف بندیزونه ولګول او ویې ویل، چې نوموړي اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارولو څارنه کوله.
د دوشنبې په ورځ اوکراین هم په غیاب کې تورن کړ، چې د منع شویو کیمیاوي وسلو پراخه کارونې مسول دی.
هند کې د افغان قونسل او د ګجرات ایالت سوداګرۍ اطاق رییس لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر اسانتیاوو خبرې شوي
په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل دوکتور اکرام الدين د ګجرات ایالت د سوداګرۍ اطاق له رییس او مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې د زمینو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
ناسته کې د افغانستان جنرال قونسل دوکتور اکرام الدين وویل، په افغانستان کې اوسمهال امنیت ټینګ، اداري فساد ختم شوی او هندي پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره ده.
د ګجرات د سوداګرۍ اتاق رییس وویل، اوسمهال دوی غواړي له افغانستان څخه د ډبرو سکاره او ماربل وارد کړي او همدا راز د ډبرو سکرو په کانونو کې پانګونې ته هم لېوالتیا لري.
د ناستې په پای کې افغان قونسل مقابل لوري ته ډاډ ورکړ، چې د ډبرو سکرو او ماربلو کې د پانګونې او له افغانستان څخه د تورید په اړه به ډېر ژر په افغانستان کې له اړوند ادارو سره په تخنیکي کچه د انلاین مجلس زمېنه برابره کړي.
کندهار کې د ۳۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې
پوهنې وزارت وايي، کندهار کې د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۳۰ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.
یاد وزارت د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت، د کندهار ښار سربېره په پینځو ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې، د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې ریاست مسولینو، سیمه ییزو چارواکو او مشرانو پکې ګډون درلود، په رسمي ډول پیل شوې.
د یاد ولايت د پوهنې مسولينو په وينا، دغه پروژې چې ټاکل شوې په راتلونکو پینځو مياشتو کې بشپړې شي، پکې د درسي ټولګيو اساسي او معياري رغول او ترميمول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به يې د زده کونکو د سرپناه ستونزې هوارې شي.
مسولینو او زده کوونکو د پوهنې وزارت د دغه نېک اقدام تود هرکلی کړی او د پوهنیزو بنسټونو په ساتلو او مراقبت برخه کې یې د پوهنې ریاست مشرتابه ته ډاډ ورکړی.
