ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 829

د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ٧٧ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي له څلورو مسلکي څانګو څخه د سیمه‌ییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ٧٧ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، ترلاسه کړې مسلکي زده کړي مه هيروئ او هم يي په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته ور زده کړئ.

دغه‌راز ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او ایماني جذبې پر مټ به له اسلامي ارزښتونو او هېواد څخه ساتنه وکړي.

مراسم فارغانو ته د مسولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي دي.

د ملا نورالدین ترابي او د اړمنو خلکو نړیوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملې ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلکو نړیوالې موسیسې له مرستیال احسان الله نعیم او د اړیکو مسول حمیدالله سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

ملا نورالدین ترابي د یادې موسیسې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، خوښ یوو چي موسسې د اولس لپاره د بهر هېوادونو څخه مرستي راوړي او پر مستحقو کسانو یی ویشي.

نوموړي د دې موسیسې د ټول کاري ټیم څخه مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې زموږ د زوریدلي اولس سره همکاري کوي.

ښاغلي ترابي زیاته کړې، د ټولو موسساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه دا ده، چې د ژمي په راتګ سره مرستي زیاتي کړي او په چټکۍ سره یی وویشي.

د اړمنو خلکو نړیوالې موسسې مرستیال د ملا نورالدین ترابي څخه ځانګړي مننه کړې او ویلي يي دي، ۲۲ کاله کیږي چې یاده موسسه په افغانستان کې فعالیت کوي او د زراعت، پوهني او داوبو د کانالونو په برخه کې کار کوي.

د یادوني وړ ده، چې د ۶۱۲ زره ډالرو په ارزښت دغزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې یو زر او ۵۹۴ کورنیو ته دګرموونکو وسایلو او د سون توکو رانیولو لپاره د نغدو پیسې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به د ۲۰۰ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.

دغه‌راز د یو زر او ۵۹۴ د کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ژمنیو ګرمو جامو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ووېشل شي، چې هري کورنۍ ته به د ۷۴ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.

او همدارنګه د یو زر او۵۹۴ کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ګرمو کمپلې ووېشل شي، چې هرې کورنی ته به د ۵۷ دالرو  معادل افغانیو په ارزښت پینځه کمپلې ورکړل شي.

یما پترول لوبډلې د بزکشۍ لیګ شپږم پړاو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د بزکشۍ لیګ شپږم پړاو پایلوبې ته د سرپل او یما پترول لوبډلو لاره ومونده، چې سرپل لوبډله سیالۍ ته را ښکته نه‌شوه او پر همدې اساس د وزلوبې لیګ کمېټې او لوبڅارانو له لوري یما پترول لوبډله د دې پړاو ګټونکې اعلان شوه.

د درېیم مقام لپاره بیا بدخشان او فاریاب لوبډلو سیالي وکړه، چې فاریاب ۳-۲ سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بزکشۍ لیګ کمېټې له لوري فاریاب لوبډلې ته دویم، بدخشان ته درېیم او سرپل ته بیا څلورم مقام ورکړل شو.

د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو کې ۱۱ لوبډلو ۱۰ ورځې سیالۍ وکړې او د لومړي ځل لپاره د بهرنیو هېوادونو لوبغاړي هم پکې ولوبېدل.

په دې پړاو کې سرپل او یما پترول لوبډلو ټولې سیالۍ وګټلې او تر پایلوبې ورسېدې.

د یادونې وړ ده، چې دا لوبې له ملي سپورت څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.

سوریه کې لږ تر لږه د ۱۰۰ زره جسدونو ډله‌ییز قبر موندل شوی

رویټرز په امریکا کې مېشت د سوریایي وګړو د یوه ملاتړي سازمان د مشر معاذ مطفی له قوله ویلي؛ د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې په یوه سیمه کې ډله‌ییز قبر موندل شوی، چې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه پکې ځای پر ځای شوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، دا کسان د بشار الاسد د رژیم له لوري وژل شوي.

معاذ مطفی له دمشق څخه رویټرز ته په تلیفوني مرکه کې ویلي، چې دا ډله‌ییز قبر د دمشق په شمال ۴۰ کیلومتري القطیفه سیمه کې موندل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا له هغو پینځو سترو ډله‌ییزو قبرونو څخه دی، چې تېر کلونه په سوریه کې پېژندل شوي دي.

ښاغلي مطفي ویلي؛ زه باوري یم چې له دې پینځو ډله‌ییزو قبرونو پرته نور قبرونه هم شته، چې د سوریايي وګړو په شمول به بهرنيان هم پکې موجود وي.

د اټکل له مخې، له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد لاریونونو کې، چې له تاوتریخوالي وروسته په کورنۍ جګړه بدل شول، سلګونه زره کسانو ژوند بایللی دی.

بشار الاسد او پلار یې حافظ الاسد، چې په ۲۰۰۰ کال کې ومړ، د خپلې واکمنۍ د خوندیتوب په موخه د بشر ضد پر کړنو، زور زیاتیو، وژنو ټولییزو اعدامونو او بدنامه زندانونو په درلودلو تورن وو.

معاذ مطفی د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته، چې د اسد د کورنۍ څه باندې ۵۰ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو، سوریې ته تللی.

نوموړي د لا زیاتو څېړنو او تحقیقاتو په موخه سوریه کې د دې ډله‌ییزو قبرونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو ښوونیزو مرکزونو بشپړ ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشیر او پکتیا ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د پنجشیر جهادي مدرسې مهتمم شیخ مسیح الله او د پکتیا جهادي مدرسې مهتمم شیخ طالب جان اديب د خپلو چارو او پرمختګونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او یادونه یې کړې، چې جهادي مدرسې د طلباوو د جذب او غوره زده‌کړو په برخه کې د خوښې وړ حالت لري.

د پکتیا جهادي مدرسې مهتمم ویلي، د خلکو د همکاریو او اسلامي امارت د ملاتړ له امله په دغه ولایت کې د جهادي مدرسو تر څنګ ټول ښوونیز مرکزونه په ښه ډول فعالیت کوي او هیله ده، چې د پام وړ پرمختګونه ولري.

همدارنګه د پنجشیر جهادي مدرسې مهتمم په یاد ولایت کې د جهادې مدرسو د یو لړ ستونزو له حل څخه په خوښۍ ویلي، په راتلونکي کې به د پنجشیر جهادي مدرسې د جذب کچه لوړه شي.

مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسو فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، اسلامي امارت د هېواد د غوره راتلونکي په موخه د ټولو  ښوونیزو مرکزونو ملاتړ کوي او د ودې لپاره یې هڅې روانې دي.

سیاسي مرستیال د جهادي مدرسو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د مدرسو مسولین باید زده‌کوونکو ته اړین مهارتونه ور زده کړي او درس ته یې پاملرنه وکړي.

د ډاکټر عبدالباري عمر او د اوزبیکستان د برېښنا شرکت مسولینو لیدنه؛ د برېښنا اړوند په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو په ګډون اوزبیکستان هېواد ته تللي پلاوي، د اوزبیکستان هېواد برېښنا ملي شرکت رهبرۍ او ځايي مسولینو سره ګډې ناستې کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د اوزبیکستان برېښنا ملي شرکت له مشرتابه سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون ګڼو اړخونو په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د سفر بهیر کې ډاکټر عبدالباري عمر له اوزبیک لوري سره د سرخان – پلخمري – الوان دښتې او بیا تر کابل ارغندي او ننګرهار شیخ مصري پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لیږد مزي له لارې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا را لیږد پروژو په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت هڅه کوي، هېوادوالو لپاره د برېښنا ډاډمن خدمات چتو کړي، ترڅو هېواد کې د برېښنا وړاندې کېدونکي خدمات لا زیات پیاوړي او د پېرودونکو اړتیاوې پوره کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ موده وړاندې ترکمنستان هېواد ته خپل سفر کې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک کړو او د برېښنا اړوند اقتصادي اړیکو پراختیا په پار یې له ترکمن لوري سره پر ګڼو اړخونو خبرې وکړې.

مولوي عبدالکبیر: ولسونه خپل نظرونه مستقیم له مسولینو سره شریکولای شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کندوز ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کندوز قومي مشرانو او مخورو په بېلابېلو برخو کې یې د اسلامي امارت د پرمختګونو یادونه او ستاینه کړې.

دوی وویل، په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسلامي نظام بنسټونه پیاوړي کیږي او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د ولسونو د ستونزو حل د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د باور جوړېدو سبب شوی دی.

یادو قومي مشرانو او مخورو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او په خپلو سیمو کې یې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کندوز قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی او ټول قومونه په کې خپل ځای لري.

مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې ولس له ځنډ پرته د خپلو ستونزو د حل لپاره امارتي ادارو ته مراجعه کولی شي او ټولې حکومتي ادارې د خلکو د خدمت لپاره هڅې کوي.

د لیدنې په پای کې نوموړي د ولس سلا مشورې د حکومتي چارو لپاره اړینې وبللې او ویلي يي دي؛ ولسونه کولی شي خپل نظرونه مستقیم له مسولینو سره شریک کړي او همداراز یې ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.