ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 830

شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارزدافیر سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارزدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په تېرو درېیو کلونو کې یې د بریتانیا له بشري مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده كړه، چې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ دوه اړخیزې سیاسي او بشردوستانه اړیکې لا پیاوړې شي.

 رابرټ چټرټن ډیکسن خوښي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره له نیژدې ناستې لري، په ځانګړې توګه یې د نیشه یي توکو د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د تخنیکي کمېټې د کار له پیل خوښي څرګنده کړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې به د بدیل معیشت پروګرامونو او نورو بشري مرستو په لړ کې د خپل هېواد مرستو ته دوام ورکړي.

 په دې ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي، ټولنیزو او بشردوستانه اړیکو د پیاوړتیا او دوام سربېره، په اروپا کې په ځانګړې توګه بریتانیا کې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلي انسجام او رامنځ ته کولو د عملي هڅو ژمنه هم وشوه.

د عامې ورغتیا وزیر او د یونیسیف مشر لیدنه؛ د افغانستان روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې یو شمېر ولایتي رییسانو هم شتون درلود د تطبیق کوونکو موسسو د خدماتو پر ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا اړوند بحث او خبرې وشوې.

مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو څخه په ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار وکړ او د یونیسیف ادارې له مسولینو یې وغوښتل، چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

بلخ ولایت کې د ۳۵ کلونو اوږده دښمني پای ته ورسېده

د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه اوږده دښمني پای ته ورسېده، چې يو تن پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ يې لا هم ترمنځ ژور تاوتريخوالی او لوی اختلافونو شتون درلود.

د ياد ولايت د والي محمد یوسف وفا، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوی سردار محمد محمدي، ځایي علماوو او قومي مشرانو په بيا بيا هلو ځلو لومړی د دغه دواړو کورنيو سره جلا جلا ناستې وشوې او وروسته د جرګې د عادلانه پريکړې له مخې روغې جوړې ته راضي شوې، چې په ترڅ کې یې دا د کلونو کلونو دښمني پای ته ورسېده.

ښکېلو اړخونو د مسولینو د منصفانه پريکړې له مخې يو بل ته په بښنې کولو سره د افغانستان اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مشرانو مننه وکړه، چې د دوی د يادې ۳۵ کلنې دښمنۍ تر څنګ د ولسونو هره لویه او وړه شخړه په سولييزه توګه حل کړې او هېوادوال يې د خوښۍ په ټغر سره راټول کړي دي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د سېمنټو د تولید په برخه کې شاوخوا ۴۳ میلیارده افغانۍ پانګونه جذب شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت له هر څه وړاندې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي او په دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو ګټه پورته  کوي، چې د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کیدلی شي.

یوه پکې د هېواد زېربناوو جوړونې لپاره د اړتیا وړ سېمنټو برابرول دي.

یاد معاونیت زیاتوي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دې برخه کې هېواد پرځان بسیا کړي. په همدې موخه یې په هېواد کې د سیمنټو کارخونې بیارغونې او د نویو کارخونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د بغلان د غوري، د پروان د جبل السراج، د کندهار د شوراندام، د جوزجان د یتیم تاق او په هرات کې د سېمنټو کارخونې یې ښې بیلګې دي.

د دې معاونیت د معلوماتو له مخې؛ د جبل السراج د سېمنټو کارخونه چې د اسلامي امارت له لوري د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شوه، اوس د بهرني او افغاني شرکت له لوري د شاوخوا ۱۵ میلیارده افغانیو په پانګونې سره پراختیا مومي.

د کندهار د شوراندام د سېمنټو په کارخونه کې ۷ میلیارده افغانۍ او د هرات د سېمنټو په کارخونه کې بیا شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په پانګونې سره څه موده وړاندې د جوزجان ولایت د یتم تاق د سېمنټو تولیدي کارخونې د جوړولو تړون هم لاسلیک شو.

د دې کارخونو په فعالیت سره به د سېمنټو د تولید کچه لوړه او تر ډېره بریده به د اړتیا وړ سېمنټ په کور دننه تولید شي.

د دې ترڅنګ به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دوو افغان او چینايي شرکتونو په بلخ ولایت کې د سېمنټو کارخونې د جوړېدو لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته هم لیوالتیا ښودلې ده.

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید شوه

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

په دغه ناسته کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسوده، په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

له هر اړخیز بحث وروسته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د وروستي تصمیم نیونې په موخه د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته واستول شوه.

دغه کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او په ورته وخت کې کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور هم وړاندې او تایید شو.

د وړاندې شوي راپور پر اساس اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او هېوادوالو ته سپارښتنه وشوه څو د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې د غوري سیمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي، چې په یادو برخو کې د دغه کارخونو تولید شوو سیمنټو معیار پوره کړی دی.

همدا راز د غوري سیمنټو کارخونې مسولینو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپل ظرفیت لوړولو او همدا راز په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي څو هېواد د سیمنټو په برخه کې ځان بساینې ته ورسېږي.

د غوري سیمنټو کارخونه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له هر اړخیز بحث وروسته لازمې پریکړې وشوي

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د ځوان نسل د ښې روزنې او فکري ودې لپاره هڅې روانې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او ولايتي رییسانو ته د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري د ظرفيت لوړونې سمينار جوړ شو.

 د سمينار د پيل مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت اللّٰه جمال، د مرکزي او ولايتي رياستونو رییسانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خیرخواه د سمينار ګډونوالو ته د وينا پر مهال وویل، د چارو د لا ښه والي په موخه بايد د مرکز او ولایتي رياستونو ترمنځ همغږي لا زياته شي.

ملا خيرالله خیرخواه زیاته کړه؛ د اسلامي امارت له لوري دغه وزارت ته د ورسپارل شویو اصلي موخو لپاره په پوره هڅې سره کار وکړئ، د ولس د فکر جوړولو لپاره لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده، تر څو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.

د نوموړي په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوان نسل د ښې روزنې، فکري ودې او دوی ته په کور دننه د کار او ګټې زمينې برابرولو لپاره په ټول توان هڅې کوي.

 ښاغلي خیرخواه وویل؛ هغوی چې د هېواد او خلکو خدمت ته يې ملا تړلې وي، هېڅکله به خوار نه شي، ولايتي رياستونه دې د بااستعداده او وړ کسانو د پېژندنې لپاره کار وکړي او په وړ بستونو دې يې وګوماري، ولايتي رئيسان دې له ستونزو او خنډونو سره د مخ کېدو په صورت کې نه ناهيلي کېږي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ د وزارت په چوکاټ کې نوی تشکیل شوی د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست له لوري د ښې کارکردګۍ لپاره هڅې روانې دي، چې دغه رياست به ټاکل شوې موخې په ښه ډول ترلاسه کړي.

 همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت اللّٰه جمال وويل؛ دا سمينار د مرکزي او ولايتي رییسانو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ټول رییسان د خپلو اړونده رياستونو فعالتونه، لاسته راوړنې او پلانونه شريکوي او د چارو د ښه ترسره کولو په موخه به خپلې تجربې شريکوي.

نوموړي له ټولو رییسانو غوښتنه وکړه، ترڅو خپلې بريالۍ تجربې او مشورې له دوی سره شريکې کړي.

 د يادونې وړ ده، چې د یاد سمینار په ترڅ کې به لومړی د مرکزي رياستونو رییسان د خپلو اړونده رياستونو د فعاليتونو، دندو، لاسته راوړنو او پلانونو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړي، پاتې ورځې به د ولايتي رياستونو رییسان د خپلو اړونده رياستونو فعاليتونه، لاسته راوړنې، ستونزې، او وړاندیزونه شريک کړي، چې د مسولینو له لوري به ځوابونه ورکړل شي او ستونزو ته به يې د حل لارې وموندل شي.

مولوي صدراعظم عثماني: همکارې موسسې دې معیاري سړو خونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغان اېډ، تیلو، کانسرن او اکشن اېډ موسسو له مسولینو سره لیدنه وکړه.

مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې د پروژو په اغېزمن، شفاف او همغږي پلي کېدو ټینګار وکړ او ويي ویل؛ د موسسو تمرکز باید په پراختیایي پروژو، په ځانګړې توګه د معیاري سړو خونو په جوړولو وي، ځکه چې دغه تاسیسات د بزګرانو سره مرسته کوي، چې خپل کرنیز محصولات په بېلابېلو فصلونو کې په مناسبه بیه وپلوري.

د افغان اېډ موسسې مسول د پراختیایي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې همکارې موسسې به د بزګرانو لپاره بېلابېل پروګرامونه په مؤثر ډول پلي کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د دې موسسو په همکارۍ پراختیایي پروګرامونه په شفاف او اغېزمن ډول پلي کړي او د بزګرانو لپاره زیاتې ګټې برابرې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۲۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره  افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۸۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۳۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره ټولې۱۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۵۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۰ تنه راستانه شوي کډوال درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۷۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۳۷۳ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۲۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۱۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۶ کورنۍ او ۳۳۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵ کورنۍ او ۲۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۹۰ عدده

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په ورستیو بریدونو کې ۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه او وحشتونه دوام لري، چې له امله یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یوه خبریال او د ژغورنې ډلې د یوه کارکوونکي په شمول ۶۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په دې بریدونو کې خان یونس کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو یو ښوونځی هم په نښه شوی، چې ۲۰ کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید ډېری قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي دي.

عیني شاهدان وايي؛ د احمد بن عبدالعزیر په نوم د دې ښوونځي پر درې پوړیزه ودانۍ له مخکیني خبرداري پرته داسې مهال برید شوی، چې اوسېدونکي یې ویده وو.

د ملکي دفاع ډلې له ځايي خلکو سره په ګډه د ژوندي پاتې کسانو پلټنه کوي.

له دې وړاندې هم اسرائیلي یرغلګرو بیت‌حانون کې د فلسطیني کډوالو پر یوه ښوونځي برید کړی و.

غزه کې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې بیت‌حانون کې د خليل عويضة په نوم پر یوه ښوونځي د صهیونیستي عسکرو په برید کې ۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د اسرائیلي عسکرو په بریدونو کې د رسنیو ۱۹۵ کارکوونکو ژوند بایللی دی.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۷۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۶ زره او ۷۵۹ نور ټپیان شوي دي.

پکتیکا کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت درې چک‌ډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ د پکتیکا ولایت په وازیخوا، ګیان او بکخیل ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو درې کوچني بندونه د ۴.۲ میلیونو افغانیو په مالي لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د پکتیکا ګومل فرعي سیندیزې حوزې مسولینو په وینا؛ دغه چک‌ډېمونه د ټولیز ظرفیت له مخي درې زره او ۱۹۴ متره مکعب اوبه زېرمه کوي، چې چارې یې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د پکتیکا اوبو او انرژۍ ریاست تر څار لاندې ترسره شوې دي.

دوی زیاته کړې، چې ددغو چک‌ډېمونو په جوړېدو سره به دځمکې لاندې اوبه زیاتې او د چاپېریال ښکلا ته به لا ښه وده ورکړل شي.