ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 831

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړېوالې موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړېوالې موسسې ترمنځ د درې میلیونه، ۴۴۱ زره او ۳۴۶ ډالرو په ارزښت د هېواد په ختیځ زون کې د ۶۰ کوچنیو بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي هوساینې نړېوالې موسسې له رییس محمد ذوالقرنین عباس سره لیدنه کړې او د هېواد په ختیځ زون کې یې د استنادي دیوالونو او چیکډمونو جوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو هړکړه‌لیک ورسره لاسلیک کړه.

ملا نورالدین ترابي د یادې موسسې رییس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی د خلکو د خدمت په برخه کې زیات فعالیتونو ترسره کولو ته را بللي او د یادې پروژې په اړه یې ورڅخه معلومات اوریدلي دي.

محمد ذوالقرنین عباس د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له رییس څخه د همکارۍ له امله مننه کړې او د یادې پروژې په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړې دي.

نوموړي ویلي؛ چې موسسه به یې په راتلونکي کې د بنسټیزو پروګرامونو په پلي کولو کې لا زیاته هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړه‌لیک له مخې یاده موسسه به د درې میلیونه، ۴۴۱ زره او ۳۴۶ ډالرو په مجموعي ارزښت په لغمان او کونړ ولایتونو کې ۶۰ کوچنۍ او متوسطه د خطر کمولو پروژې چې استنادي دیوالونه، چیکډمونه، یا د سیمو او خلکو اړتیاوو ته په کتو د سروې له مخې مشخصې او پلي کړي.

همدارنګه د دې پروژې له مخې به د لغمان ولایت په علیشنګ او علینګار ولسوالیو او د کونړ ولایت د سرکانو او نرنګ ولسوالیو په ۶۰ کلیو کې د خطر کمولو کمېټې د جوړولو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه به ترسره کړي او دې کمېټو ته به د خطر کمولو وسایل وویشي.

د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمنستاني سیال سره په ګډه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي‌ نل‌ليکې د رغونې له چارو ليدنه وکړه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او ورسره پلاوو د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي‌ نل‌ليکې د رغونې له چارو ليدنه وکړه.

په دې کاري ملاقات کې د ټاپي نل‌ليکې د عملیاتي چارو د لیدنې سر بېره د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ ګودامونو، د نوري فایبر انتقال او د ویزو او ټرانسپورتي چارو پر اسانتياوو هم خبرې وشوې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي  نل‌ليکې د چارو پرمختګ، د کارونو چټکتیا او راتلونکو ګامونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.

دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د وسپنې پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې د ورکړې د بهير ساده کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق اباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکوي.

کرېکټ؛ د زېمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ سیالیو لپاره نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د غوراوي کمېټې غړو نن د زېمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې نوملړ په ډاګه کړ چې په عمومي نوملړ کې يې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی، سربېره پر دې پکې درې احتیاطي لوبغاړي هم شتون لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر احمدشاه سلیمانخېل وايي، یادو لوبغاړو ته د هېواد دننه ننګرهار ولایت کې تمریناتي کمپونه تنظیم شوي وو او دغه راز هغه لوبغاړي چې د کورني کرېکټ په فرسټ کلاس سیالیو کې ځلېدلي؛ په یاد نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ډاډه دی چې غوره شوي لوبغاړي به د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او تر ټولو ښه زېری بیا دا دی چې په یاد نوملړ کې ځینو نویو لوبغاړو او څېرو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې د احمدشاه ابدالي په فرسټ کلاس سیالیو کې ښه ځلېدلي وو.

دغه راز د راشدخان د بشپړې روغتیا وروسته نوموړی هم د ټېسټ سیالیو لپاره د نوملړ برخه دی.

د یادونې وړ ده، چې په یاد نوملړ کې حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه شتون لري؛ په داسې حال کې چې عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ هم ورسره مل دي.

د پورته ذکر شویو لوبغاړو سربېره ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ځوان لوبغاړو له ډلې عصمت عالم او بشیر احمد په فرسټ کلاس سیالیو کې غوره کارکردګي کړې وه چې له امله یې د یاد نوملړ برخه شوي دي.

افغان ملي لوبډله به د زېمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، په داسې حال کې چې دویمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

قطر له ۱۳ کلونو وروسته په سوریه کې خپل سفارت پرانیزي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد له ۱۳ کلن ځنډ وروسته راتلونکې سه‌شنبه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې خلیفه‌ عبدالله المحمود الشریف په سوریه کې د دې هېواد د سفارت لپاره د چهارسمبالي په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې قطر په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې له سوریې سره خپلې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې وې.

له دې وړاندې ترکیې هم دمشق کې د خپل سفارت د بیا پرانیستو خبر ورکړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته یې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

یاد سفارت په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې خپل فعالیت درولی و، چې په موریتانیا کې د ترکیې د پخواني سفیر برهان کوراوغلو په چهارسمبالۍ بېرته په رسمي توګه پرانیستل شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د امنیت ترڅنګ د ولسونو هوساینې او پرمختګ ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غور امنیه قومندان حیدر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد ولایت د لېوا قومندان مولوي نثار احمد هم حضور درلود.

 په پیل کې د غور امنیه قومندان د یاد ولایت د اجتماعي، امنیتي، د مجاهدینو د وضعیت ترڅنګ د غور امنیه قومندانۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین په دې ولایت کې ولسونو ته د خدمت، د امنیت د ټینګښت او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو په برخو کې نه ستړې کېدونکې هر اړخیزه هڅې کوي.

د غور امنيه قومندان د مواصلاتي لارو د بيارغونې او پراختیایي پروژو د پلي کولو په اړه د یاد ولايت د اوسېدونکو غوښتنې او وړانديزونه د رياست الوزرا اداري مرستيال سره شريک کړي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د امنیت د ټینګښت او ولسونو ته د خدمت ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې دوی ته د لازیاتې اسانتیا برابرولو او هوساینې ته ژمن دی.

مولوي عبدالسلام حنفي د دوی وړاندیز ته په اشارې زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د تخار د ورسج له ولسوال سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت د ورسج له ولسوال مخدوم ذبيح الله مسافر سره لیدنه کړې.

په پيل کې مخدوم ذبيح الله مسافر د تخار او په ځانګړي ډول د ورسج ولسوالۍ د ټولنيز او امنيتي وضعیت او د يادې ولسوالۍ د مسولينو د کړنو په اړه ویلي، چې ځايي مسولين او د اسلامي امارت مجاهدين د امنيت تأمين، خلکو ته د خدمت او د هغوی غوښتنو ته د رسیدنې په برخو کې تل هڅه کوي.

د ورسج ولسوال د روغتيايي مرکزونو جوړولو، د مواصلاتي لارو ترميم، د انکشافي پروژو تطبیق او په تخار او ځانګړي ډول ورسج ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړولو په اړه د خلکو غوښتنې د رياست الوزرا له اداري مرستيال سره شريکې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت د ورسج ولسوال سره پر دې کتنې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسولين بايد د ټولنيزې هوساينې او هېوادوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په هره برخه کې د هغوی غوښتنو ته له ځنډ پرته رسیدنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د مطرح شويو وړانديزونو په اړه ویلي، چې د اسلامي امارت اړوند ادارې به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اړین اقدام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ او د ابوظبي ورزشي شورا د مشرتابه ترمنځ ناسته شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې اجراییوي رییس نصیب خان او د متحده عربي اماراتو د ابوظبي ورزشونو شورا د عمومي سرمنشي عارف حمد العوانی ترمنځ د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه ناسته شوې.

په دې ناسته کې د کرېکټ په ډګر کې پر دوه اړخیزو همکاریو، په سیمه کې د کرېکټ د لا پراختیا او ودې او دغه راز په افغانستان کې د کرېکټ په ډګر کې د رغنیزو چارو پر ترسراوي خبرې اترې شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر د ابوظبي د ورزشونو شورا له عمومي سرمنشي مننه کړې، چې له افغان کرېکټ بورډ سره یې په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ ژمنې کړې او له شک پرته دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزش په ډګر کې لا ډېرو همکاریو ته زمینه برابره کړي.

په یاده ناسته کې د نصیب خان له لوري په هېواد کې د نجیب الله تره کي، خوست کرېکټ لوبغالي، کندوز او کابل کرېکټ لوبغالو د رغنیزو چارو او په یادو کرېکټ لوبغالو کې د لا ډېرو اسانتیاو رامنځته کولو او همدارنګه د افغان کرکټ په پراختیا کې د دې هېواد د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

سربېره پر دې ښاغلي نصیب خان له ښاغلي عارف حمد العواني د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د لوبلړیو د کوربه‌توب او ترسراوي پر مهال په عملیاتي چارو کې، متحده عربي اماراتو کې افغان کرېکټ بورډ ته د یوه دفتر د ورکړې، لوبغاړو او د ادارې کارکوونکو ته د ویزو د ورکړې او ورته نورو ډګرونو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو د ابوظبي د ورزشونو شورا عمومي سرمنشي د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې په دې اړه به دواړه لوري د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي او د لومړيو او مقدماتي خبرو وروسته به عملي بڼه خپله کړي.

ښاغلي العواني زیاته کړې؛ په افغانستان کې کرېکټ هغه لوبه ده چې ډېری افغانانو ته یې خوشحالي او خوښۍ ورکړې دي، پر همدې بنسټ متحده عربي امارات لېواله دي، چې د نورو ډګرونو ترڅنګ په ورزشي ډګر کې هم له افغانستان سره هر ډول مرستې او همکارۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان کرېکټ بورډ به ډېر ژر د یادو پروژو د څرنګوالي، عملي کولو او پیل په تړاو د ابوظبي د ورزشونو شورا له مشرتابه سره خپل غوښتنلیکونه شریک کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د عمان هېواد د حکومت له استازي سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د عمان هېواد د حکومت له استازي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر انجنیرعلي الزاد علي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې نوموړي افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو سربېره، د انتیموني او نفتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

ملا هدایت الله بدري د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز یې د پانګونې په برخه کې د کانونو د کړنلارې او قانون اړوند ورسره د همکاریو ژمنه کړې ده.