ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 832

له روسي پلاوي سره د شریکو شویو اقتصادي موضوعاتو د څارنې په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې ناسته وشوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې له تفصیلي بحث وروسته د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ترانسپورټ او هوايي چلند، او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معینیت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دندې وسپارل شوې، څو هر وزارت او اداره د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له ټولو تفصیلي معلوماتو سره یوځای یې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي.

اقتصادي معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړپوړي پلاوي سره شریکې کړي، چې د روانې قوس میاشتې په پینځمه نېټه یې کابل ته سفر کړی و.

یاد روسي پلاوي هغه مهال د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په دغه برخه کې ګډ کار کوي.

همدا راز په دغه غونډه کې د هغو مهمو اقتصادي برخو په اړه هم بحث وشو چې روسي شرکتونو په‌کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

له هراړخیز بحث وروسته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له یادو روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه انلاین مجلس ترسره کړي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۴ فلسطینیان شهیدان او ۳۰ نور ټپيان شوي

غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۴ فلسطینیان شهیدان او ۳۰ نور ټپیان دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس وايي، چې له تېرې شپې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ فلسطینیان شهیدان او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

په دې بریدونو کې د شمالي غزې بیت‌حانون کمپ کې د فلسطینی بې‌ځایه شویو خیمې هم په نښه شوې، چې ګڼ کسان پکې شهیدان او ټپيان شوي دي.

په همدې کمپ کې پر یوه بله استوګنیزه ودانۍ هم برید شوی، چې مېرمن او خاوند او دوې لوڼې یې پکې شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۳۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۶ زره او ۶۲۴ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره زرګونه نور تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي، چې ژغورنکې ډلې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله رسیدنه نه‌شي ورته کولای.

لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او روزنې برخې د ځینو څانګو تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل کړ

د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ د هېواد تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې برخې د رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژي څانګو د تحصيلي نصاب د بيا کتني او پراختيا دویم پړاو کلسټر پيل شو.

د کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رییس مفتي عبدالروف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي ریاضي، فزیک، کیمیا او بیالوژي د ټولو ساینسي او تجربي علومو لپاره اساس بللی او زیاته کړې یې ده، چې د ساینس او تجربي علومو برخه کې د نړۍ اوسني پرمتختګونو کې د مسلمان عالمانو رول له یونانیانو او غربيانو په پرتله زیات او بنسټیز دی او دا خبره خپله غربیان هم مني.

 ښاغلي فراهي د کلسټر له ګډونوالو غوښتي، چې په نصابونو کې نړیوال معیارونه، ملي او دیني ارزښتونه او د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسي.

 همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړي پوهنوال داود شاه فاروق د کلسټر د کار بڼه تشریح کړې او ویلي يي دي؛ د دې کلسټر د پینځو کاري ورځو په موده کې به د ښوونې او رزونې پوهنځيو استادان، ملي کمېسیون غړي او اړوندو ادارو مسلکي استازي پر نصاب کار وکړي.

افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې او اوسنی کاري پرمختګ

سریزه

ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې په اقتصادي او سیاسي وضعیت کې یوه بدلون راوستونکې پروژه ده چې له ډېره وخته يې په افغانستان کې د عملي چارو د پېل له پاره شېبې شمېرل کېدې.

له نېکه مرغه، موده وړاندې یې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا  ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د یادې پروژې عملي چارې پیل شوې.

ټاپي TAPI د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو لومړي توري دي.

یاد هېوادونه په دغه پروژه کې ښکېل دي او ګټه يې ترلاسه کوي.

د یادې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.

دغه نللیکه به هر کال د ترکمنستان ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

د ټاپي د ګازو نللیکه د ترکمنستان له ګیلکنیش څخه پېل او د افغانستان له هرات او کندهار څخه تېرېږي او کوټې ته رسېږي، چې بیا د پاکستان له ملتان څخه له تېرېدو وروسته په هند کې خپل وروستي لوی تمځای فاضلیکا ته رسېږي.

د ترکمنستان له ګیلکنیش څخه د هند تر فاضلیکا پورې د ټاپي پروژې ټول اوږدوالی یو زر او ۸۱۴ کیلومتره کېږي چې ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستان څخه تېرېږي.

شالید

د ټاپي پروژې په اړه بحثونه د تېرې زېږدي پېړۍ نوییمو کلونو ته ورګرځي.

لومړیو کې په دغه پروژه کې یوازې ترکمنستان، افغانستان او پاکستان شامل وو چې ټاپ TAP بلل کېده، خو په ۲۰۰۸ ز کال کې هند هم دغې پروژه کې شامل شو او ټاپ په ټاپي بدل شو.

د ترکمنستان حکومت په ۲۰۱۵ ز کال کې په خپله خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې پېل کړې چې په ۲۰۱۹ ز کال کې پای ته ورسېدې.

په ۲۰۱۸ ز کال کې په افغانستان کې د یادې پروژې د عملي چارو د پېل پرانېسته وشوه، خو د افغانستان اشغال، فساد او د پردیو په اشاره چلېدونکې خراب امنیتي وضعیت د پروژې د تطبیق مخه ونیوله.

په ۲۰۲۱ ز کال کې په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دې هیله پېدا شوه چې په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت له امله به د ټاپي پروژې عملي چارې بېرته پېل شي.

له ډېرو بحثونو او د دواړو هېوادونو د چارواکو له سفرونو وروسته د روان زېږدي کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د برخې د عملي کار پرانېسته وشوه. 

اوسمهال په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې

د بېکارۍ کچې کموالی: ټاپي به د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د زرګونو کسانو په بوختېدو سره د بېکارۍ کچې په کمېدو کې به مهم رول ولوبوي.

ګازو ته لاسرسی: افغانستان به له دغې پروژې څخه په ډېره اندازه ګاز ترلاسه کړي.

لومړیو کې به د کال ۵۰۰ میلیارده مکعب وي، خو وروسته به یې کچه لوړه او ۱.۵ میلیارده متره مکعب ته به ورسېږي.

دغه کچه ګاز به د افغانستان د ګازو اړتیا تر ډېره بریده پوره او پر نورو هېوادونو به د افغانستان تکیه راکمه کړي.

د دولتي عاید لوړوالی: افغانستان به د دغې پروژې له درکه هر کال د ترانزیټ ۴۰۰ میلیونه ډالر فیس هم اخلي چې امارتي خزانې ته به ځي.

دې سره به د دولتي عوایدو کچه لوړه او دولت به دغه پیسې د هېواد د ابادۍ په نورو برخو مصرف کړي.

د بهرنۍ پانګونې جلب: د ټاپي پروژه کولی شي چې افغانستان ته بهرنۍ پانګونه جلب کړي. بهرني شرکتونه به په بېلابېلو برخو کې افغانستان ته د پانګونې له پاره راشي چې دا به په افغانستان کې د اقتصادي ودې لامل وګرځي.

په ټوله کې ټاپي، ورسره نورې پروژې او بهرنۍ پانګونه د افغانستان د زېربنا، بېکارۍ او غربت کچې کمولو، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات له پاره ډېر مهم دي.

افغانستان کې د پروژې کاري پرمختګ

اوسمهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټول اړین وسایل افغانستان ته رارسېدلي دي.

د پروژې په عملي چارو کې له پرمختللې ماشینرۍ او عصري وسایلو څخه استفاده کیږي او په سیمه کې د پروژې عملي چارې په منظم ډول او بې له کومې ستونزې پر مخ روانې دي.

پایله

د ټاپي پروژې د پېل بحثونه د تېرې زېږدي پېړۍ په نوییمو کلونو کې پېل شوي وو، خو د ځینو ښکېلو هېوادونو سیاسي وضعیت او د افغانستان اشغال هغه څه وو چې د دغې پروژې د عملي چارو مخه یې نیوله. 

اوس یې په افغانستان کې عملي چارې روانې دي او تمه ده چې د افغانستان ډاډمن امنیت، د اسلامي امارت او ښکېلو هېوادونو پوره ژمنتیا به د دغې پروژې چارې په افغانستان کې په خپل وخت پای ته ورسېږي او افغانستان به ترې ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اته کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۴ کورنیو سره ټولې ۹۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۴۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال درملنه شوې دی.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۶۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري درې عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸ تنه و، بغلان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۹ کورنۍ او ۹۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۰ کورنۍ او ۱۱۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۹۴ عدده

مولوي سیداغا ابومقبول عاکف د ۲۰۵ البدر قول اردو د پينځمې سرحدي او درېیمې پلې لواءګانو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو رییس مولوي سیداغا ابومقبول عاکف د خپل سفر په ترڅ کې په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند پينځمې سرحدي او درېیمې پلې لواء ګانو څخه لیدنه کړې.

 مولوي ابومقبول عاکف په خپلو خبرو کې د یادو لواګانو مسولینو او مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي؛ د اسلامي روحیې د تقویې او د مجاهدینو ترمنځ یووالی او اتحاد راولئ، په اسلامي صفونو کې یووالی د دښمنانو د شومو موخو مخه نیسي او په سختیو او ستونزو کې د یو بل ملاتړ د اسلامي ورورولۍ ښکاره بېلګه ده، چي باید په هره کچه دغه ورورولي پیاوړې شي.

دغه‌رار نوموړي د لیدنې په پای کې د منسوبینو د معنوي او اخلاقي لوړتیا لپاره ځینې اړینې سپارښتنې او لارښوونې ورسره شریکې کړې دي.

د اوبو او انرژي وزارت او د یوه څېړنیز او پراختیایي مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز له اجراییوي رییس سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ملا عبداللطیف منصور د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په هېواد کې د انرژي ارزښت ته په اشارې سره ټینګار کړی او ویلي يې دي؛ چې اوسمهال هغه وخت را رسېدلی دی، چې په هېواد کې ټول افغانان د انرژي سکتور د پراختیاموندونکو او نورو پروګرامونو د عملي څېړنو په برخه کې کار وکړي.

په ورته مهال، د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز مسولینو چې په دغه پروګرام کې په انلاین او حضوري توګه شتون درلود، د انرژي د پراختیا، د طرحو او پلانونو د پیاوړتیا او د وړتیا لوړونې پروګرامونو د ترسره کولو او د علمي څېړنو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دغه هوکړه لیک سره سم، یاد مرکز به د اوبو او انرژۍ له وزارت سره به د انرژي د څېړنیزو مرکزونو د رامنځته کولو، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د متخصصو کادرونو د ښوونو، د مشورو وړاندې کولو، د طرحو او وړاندیزونو په موخه د برېښنا انرژي د پراختیا او لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: افغان ځوانانو تل د هېواد د خپلواکۍ او ابادۍ لپاره سرښندنې کړي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ولایت پلچرخي سیمې او احمدشاه بابا مېنې له یو شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، خوښ یوو له ځوان قشر سره چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي او تل یې د هېواد د ابادۍ او خلکو د هوساینې په موخه ستونزې ګاللي او د پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي، وینو.

ورپسې یادو ځوانانو په هېواد کې یې د سراسري امنیت پر ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند د برابرولو پر هڅو خوښي څرګنده او ځوانانو ته یې د ښوونې او روزنې، کارموندنې، هنر او ورزش په برخو کې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دوی دغه راز د ځوانانو د یوځای کولو او ستونزو د حل په موخه په هره سیمه کې د کمېټو د رامنځته کولو په برخه کې هم خپلې غوښتنې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، ځوانان د ټولنې د ملاتېر جوړوي چې په بېلابېلو دورو کې یې د هېواد د ابادۍ او خپلواکۍ لپاره مېړانه او سرښندنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ځوانانو ستونزې درک او د امکاناتو په محدوده کې ورته د کار او فعالیت د مناسبو شرایطو د رامنځته کول هڅې کوي، چې ښکاره بېلګه یې د زرګونه روږدو کسانو راټولول وو، چې له حرفوي او دیني زده کړو وروسته د سالمو وګړو په توګه یې بېرته ټولنې ته وړاندې کړل.

ډاکټر ملا عبدالواسع اوزبیکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي دولتي پلاوي د وروستي سفر او په هېواد کې دننه د پانګونې لپاره د غوره شرایطو رامنځته کولو ته په اشارې سره ویلي، موږ په ترمذ ښار کې افغان سوداګر او پانګوال هڅولي، ترڅو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي، له یوې خوا به ځوانانو ته د کار زمینه برابره او له بلې خوا به هېواد پرمختګ وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ له صبر او زغم به کار اخلو، ستونزې به ګالو او په ګډه به د هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو.

د ارګ په جامع جومات کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې او دعا مراسم ترسره شول

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو، ګڼو علمای کرامو او مجاهدینو تېره ورځ (شنبه، د لیندۍ ۲۴مه) ماسپښین د ارګ په جامع جومات کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې او دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.

ټولو ګډونوالو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د مخکېني وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله روح ته دعا او نوموړي ته د الله جل جلاله په دربارکې د فردوس جنت هیله وکړه.

افغانستان له زېمبابوې څخه د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې کوربه زېمبابوې لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یې دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د وروستۍ لوبې پچه هم افغان لوبډل مشر راشد خان وګټله خو دا ځل یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان اتلانو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د کوربه زېمبابوې لوبډلې ټول لوبغاړي یې د ۱۲۷ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر کړل.

د افغان اتلانو په ګټه لوبډلمشر راشد خان بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې، دغه راز عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن او نوین الحق هم غوره توپ اچونه وکړه او هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

افغان اتلانو د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او دغه هدف یې درې توپه وړاندې د ۷ ویکټو په زیان بشپړ کړ او دغه ستره لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.

د افغان لوبډلې په ګټه تکړه عظمت الله عمرزي ۳۴، ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي ۲۴* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان اتلانو له یوې خورا عالي لوبې وروسته دغه هدف بشپړ کړ.

عظمت الله عمرزی، چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه درلوده او په توپ اچونه کې یې د دوه ویکټو ترڅنګ په توپوهنه کې ۳۴ منډې هم جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوموړي ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نوین الحق هم د زېمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه او په درې لوبو کې یې ۸ ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به له دې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې سه شنبې په ورځ به په همدې هرارې کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې د روانې دسمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.