ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 833

د عامې روغتیا وزارت اړوند نږدې ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په دولس بېلا بېلو څانګو کې له درې زره او ۵۸۵ په شرایطو برابرو کسانو څخه په الکترونیکي (برېښنایي) توګه واخیستل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د اداري اصلاحاتو او ملکي او خدمتونو ادارې رییس مفتي شهزاد نور راشد او  یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ګډونوالو ته د پرانیست وینا پر مهال روغتیا وزارت یو مسلکي وزارت یاد کړ او ویې ویل؛ د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت دنده ده او په همدې موخه هڅه کوو، چې د دې وزارت اړوند ټولو مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شي او د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ګمارنې ترسره کړو.

مولوي نور جلال جلالي همداراز د ازموینې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو زده کړو برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې هم د روغتیا وزارت اړوند خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخلو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب د یادې ازموینې برخه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، په دې ازموینه کې هیڅ ډول انساني مداخله شتون نه لري او یواځې هغه کسان به بریالي کېږي چې د اړوند بست وړتیا ولري.

د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل څخه تر دې دمه اووه قوانین توشېح او خپاره شوي

عدلیې وزارت وايي؛ د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل څخه تر دې دمه د دې وزارت له فقهي سرچینو څخه د څیړنې، تحقیق او تحلیل په ترڅ کې اووه قوانین (د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د سوالګرو د راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د صنعتي ساحو قانون) تایید شوي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا توشیح شوي او په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دې موده کې، د غصب شویو امارتي، عامه او وقف ځمکو قضیو د ځانګړې محکمې لپاره شرعي اصولنامه هم تصویب شوې ده.

دا وزارت وايي؛ د دې ترڅنګ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ګڼ شمیر فرمانونه هم توشیح شوي، نافذ شوي، او په رسمي جریدو کې خپاره شوي دي، چې اوس د ټولو لپاره د لاسرسي وړ دي.

دا قوانین په چاپي بڼه د عدلیې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست کې او په ډیجیټلي بڼه (PDF) د عدلیې وزارت د ویب پاڼې د احکامو او قوانینو په ډیټابیس کې شتون لري او د هر چا د لاسرسي وړ دي.

هېره دې نه وي، چې یاد قوانین د رسمي وېش په اساس اړوند امارتي ادارو ته هم وېشل شوي دي.

اسرائیلي رژیم دمشق ته نږدې پر یوه پوځي رادار هوايي بریدونه کړي

اسرائیلو د جمعې په شپه په هوايي بریدونو سره د سوریې پلازمینه د مشق کې د پوځي رادار یو کنډک په نښه کړی.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې د جمعې په ورځ لسګونه زره کسان د دمشق او د یاد هېواد په نورو ښارونو او کلیو کې د بشار الاسد د نسکورېدو د لمانځلو لپاره سړکونو ته راووتلي و.

له دې وړاندې هم اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي او د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه یې په نښه کړي وو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار د پکتیا ولایت، ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا وکړه او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار وباله او ویې ویل، چې دا د اسلامي امارت له پاره یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د فاتحې نورو ګډونوالو د شهید د کورنۍ غړو او د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې شهید ته د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د هرات ولايت په شینډنډ ولسوالۍ کې د برېښنايي پیژندپاڼو وېش څانګه پرانېستل شوه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د برېښنايي پیژندپاڼو  وېش بهیر کې هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ کې د برېښنايي  پیژندپاڼو  وېش څانګه پرانېستل شوه.

په دې اړه جوړې شوې پرانېست‌غونډه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار، د یاد ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس مولوي محب الله هدایت، د شینډنډ ولسوالۍ ځایي ملکي او نظامي مسولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

 په یاده غونډه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه او په شینډنډ ولسوالۍ کې یې د برېښنايي پیژندپاڼو د دې وېش څانګې پرانېستل ځورېدلي ملت ته د حکومت د پر وخت خدمتونو وړاندې کولو ښکاره بېلګه یاده کړه.

 د هرات ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي محب الله هدایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو ته د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش څانګې د پرانېستلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د دې څانګې په پرانیستو سره به د شینډنډ ولسوالۍ او شاوخوا شپږو ولسوالیو ستونزې حل او د یادو ولسوالیو خلکو ته به د برېښنايي  تذکرې ترلاسه کول اسانه شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۲۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره ټولې۷۲زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالوته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالوته ۴۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې۱۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالوته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۱۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالوته ۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۹۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې۱۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالوته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري لس عدده سیم کارتونه کډوالوته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالوته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالوته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې۲۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۰۲ کورنۍ او ۴۶۵ وکړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳۱ عدده

افغانستان په دویمه شل‌اوریزه لوبه کې زېمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ  ملي لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه نړیواله لوبه کې کوربه زېمبابوې  لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه. 

د دغې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو شپږو لوبغاړو په زیان سره ۱۵۳ مندې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۵۸، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دغه هدف په دفاع کې افغان لوبډلې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۰۳ منډو له ډګره بهر کړل.

د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او نوین الحق ۳-۳، مجیب الرحمن دوه، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزی یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه چې پر مټ یې افغان اتلانو د ۵۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه. 

دروېش رسولي چې د افغان لوبډلې په ګټه یې خورا ښه توپوهنه وکړه او په ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ نیمه سلیزه (۵۸ منډې) جوړه کړه، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. 

په دې سره د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه، چې برخلیک ټاکونکې لوبه به یې نن د شنبې په ورځ ترسره شي.