ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 834

د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رییس د ۲۰۵ البدر قول اردو تعليمي مرکز څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز عقيدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رییس مولوي سیدآغا ابومقبول عاکف او مل پلاوي د خپلو سفرونو په لړ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له تعليمي مرکز څخه د لیدنې تر څنګ د معسکر مجاهدينو ته هر اړخيزه وينا وکړه.

مولوي ابومقبول عاکف په خپلو خبرو کې د معسکر مجاهدینو ته په خطاب کې وویل؛ ستاسو د خوب کولو، خوړلو او څښلو ټول عملونه د عبادت په توګه شمېرل کېږي، ځکه چې تاسو د اسلامي نظام ساتونکي ياست.

نوموړي همداراز يې زياته کړه؛ په تېر وخت کې په دې تعلیمی مرکز کې داسې کسان روزل کېدل، چې د اسلام او مسلمانانو ضد کړنې يې ترسره کولي، خو تاسو اوس د دې اسلامي نظام او ولس ساتونکي يی او تاسو بايد د اسلام او مسلمانانو د هر ډول خدمت کولو لپاره ځانونه تيار کړئ.

په پای کې يې له ټولو مجاهدينو څخه وغوښتل، چې د مشرانو اطاعت وکړئ، د خپلو هېوادوالو سره د نرمې لهجې څخه کار واخلئ او ښه اخلاق غوره کړئ.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۲۲هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره ټولې ۱۶۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۲۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره ټولې ۱۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۱۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۵۴۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۰ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره ټولې ۳۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۲۴ کورنۍ او ۵۲۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۲۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۷ عدده

د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونه ګډونوالو په حضور سره ترسره شول

د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د اسلامي امارت ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه هېوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو.

د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل؛ د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، د ده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه.

 په دوام کې د شهید ورور ابراهیم حقاني د حاجي شهید خلیل الرحمن حقاني د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ چې د دوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده.

 په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه.

خلیفه سراج الدین حقاني د شهید حقاني د شهادت له کبله د اسلامي امارت مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه.

نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه؛ د دوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی.

 مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی.

 مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو.

 شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هېواد هر ګوټ ته منډه وهله.

 د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم خبرې وکړې.

مولوي امیرخان متقي د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي، چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د اسلامي امارت هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي.

نوموړي همدارنګه اشاره وکړه، چې تېرو اوو میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې شپږ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هېواده بهر پلان او ترتیب شوې دي.

 ښاغلي متقي پر هغه هېوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ وکړ، چې داسې عناصرو ته ځای ورکول د دې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو.

 د خبرو د لړۍ پای حافظ انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډوه زده کړو قوماندانۍ څخه څه باندې زر تنه فارغ شول

د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډوه زده کړو قوماندانۍ څخه یو زر او ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې نیم میاشتي پوځي، فکري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل مرستیال حافط عبدالمجید، د معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رییسانو، مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

تعلیماتو او پرسونل مرستیال حافظ عبدالمجید فارغانو ته پخپلو خبرو کې ویلي؛ خپل اعداد ته متوجې شئ موږ او تاسو تر خپل وس پورې مکلف یو چې د دښمن په مقابل کې وسلې جوړې کړو، هیڅ غفلت ونکړو او د دوښمن پروړاندې له بېلابیلو تکتیکونو څخه کار واخلئ او تل بیدار و اوسئ.

د یادونې وړده، چې په فارغ شویو ځواکونو کې ۳۳۵ تنه ځوانان د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه په فوق العاده توګه د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي وو، هم د فراغت سندونه ترلاسه کړل او د هېواد د خدمت لپاره چمتو شول.

په پای کې فارغ شویو ځواکونو د تحلیف مراسمو ترڅنګ خپل پوځي نمایشات په عالي نظم تر سره کړل او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدله.

د یوه ترکي شرکت افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د یوه سوداګریز شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او په افغانستان کې د انرژي تولید په پروژو د پانګونې په اړه ورسره خبرې کړې دي.

په دغه لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو ویلي، چې چمتو دي تر څو په افغانستان کې د انرژي تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د دې شرکت د لېوالتیا ستایلو ترڅنګ یادونه کړې، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

ملا عبداللطیف منصور د یاد شرکت مسولینو ته د دغه وزارت له لوري د هر راز همکاري ډاډ ورکړی.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د قرطاسیې واردوونکو له يو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د قرطاسیې واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

يادو سوداګرو د خپلو چارو او کاروبار په هکله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او په کور دننه پر تولید د ټېنګار ترڅنګ يې، له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د شته ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.

دغو سوداګرو ویلي، دا مهال په افغانستان کې د صنعت غوړېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او افغان پانګه وال کولای د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.

د قرطاسیې واردوونکو سوداګرو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې هڅه کوي د هغوی ستونزې رفع او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د قرطاسیې واردوونکو سوداګرو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه بودیجه منظور شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په لومړي ځل د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو (General Hospitals) د جوړېدو په موخه بودیجه منظور شوه.

د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي شفقت او مهربانۍ د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي یا جنرل روغتونونو د جوړېدو په موخه څه باندې شپږ میلیارده افغانۍ منظورې شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت په شتون کې د یادو روغتونونو د جوړېدو په موخه د یوې شفافې پروسې له لارې تدارکاتي چارې پیل شوې، چې له مخې په لوګر، غزني او فراه ولایتونو کې د پینځه روغتونونو د ساختماني چارو د پیل په موخه تدارکاتي پروسه ترسره او په نږدې راتلونکي کې به یې په عملي توګه د جوړېدو چارې پیل شي.