ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 835

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د ننګرهار ولایت د ټولګټو رییس مولوي احمد احمدي يې هم ملتيا کوله.

د ياد وزارت تخنيکي مرستيال د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړي سکشن ۲۲ کيلومتره سړک د رغونې کار یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټولپلازا له محصول څخه ورکول کیږي.

 همدارنګه د يادې لویې لارې له اړوندو ټولپلازاوو څخه د ليدنې ترڅنګ د يادو ټولپلازاوو کار کوونکو ته د ستونزو د حل په موخه لار ښوونه وکړه، چې له درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي او د عوايدو راټولولو په برخه کې امانت داري وکړي؛ تر څو هېوادوال ډاډ ترلاسه کړي، چې پيسې يې د ياد سړک په اساسي رغونه لګول کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۲۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره ټولې ۸۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې ۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۸۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۵۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې ۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۶ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۴ کورنیو سره ټولې ۴۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۳۶ کورنۍ او ۵۵۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶ کورنۍ او ۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۲۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۷۸ عدده

د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځۍ څخه ۱۶۹ متعلیمین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي؛ د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځي له ۸۶ دورې څخه ۱۶۹ تنه متعلیمین له درې کلونو مسلکي او عملي زده کړو څخه وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د حربي ښوونځۍ قوماندان مفتي محمد اسلم حقاني او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.

د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي متعلیمینو ته پخپلو خبرو کې ویلي؛ شخصي تعصبات له منځه یوسئ، هرڅه د الله ج د رضا لپاره وکړئ، پخپلو مسلکي زده کړو کې کوشش وکړئ، ترڅو د اسلام او هېوادوالو د خدمت مصدر وګرځئ.

د یادونې وړ ده، چې یاد متعلیمین به د کانکور ازموینې له لارې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون بېلابیلو پوهنځیو ته د نورو مسلکي زده کړو لپاره جذب شي، په پای کې یادو فارغانو خپل پوځي نمایشات د مسولینو په شتون کې وړاندې کړل.

پر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني برید ته غبرګونونه؛ اسلامي امارت د نوموړي شهادت د هېواد لپاره ستره ضایعه ګڼلې

د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پرون(چهارشنبه، د قوس ۲۱مه) له غرمې وروسته په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسېد.

د افغانستان اسلامي امارت او ګڼو هېوادونو پر شهید حقاني برید غندلی او دا یې یوه ناځوانمردانه کړنه ګڼلې ده.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: ” اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت مجاهدينو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضايعه بولي. نوموړې ته فردوس جنت، كورنۍ دوستانو او متعلقينو ته یې د جميل صبر او جزيل اجر دعا كوي.”

الحاج خليل الرحمن حقاني د الله تعالى د لارې يو ستړی مجاهد و، چې ټول عمر يې د الله تعالى له دين څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړياوو کې تیر کړی و.

په یاده اعلامیه کې راغلي: “نوموړی د یوې لویې جهادي کورنۍ غړی و، چې د اسلام د دښمنانو لخوا يې په سر ۵ میلیونه ډالره جايزه ټاكل شوي وه؛ خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید، چې ځانونه مسلمان بولي او ما سيوا له ځان څخه نور مسلمانان تكفيروي.”

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت د کډ‌والو چارو پر وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني او د هغه په یو شمېر ملګرو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د دوی د شهادت له کبله یې د قربانیانو کورنیو او اسلامي امارت سره خپله غمشریکي ښودلې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “قطر په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ، جنایت او سیاسي وژنو مخالف دی.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر شهید خلیل الرحمن حقاني برید ترهګریز برید ګڼلی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

په کابل کې د ترکیې سفارت پر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني برید غندلی او افغان ولس ته یې تسلیت وړاندې کړی.

دغه‌راز په کابل کې د سعودي عربستان سفارت پر شهید حقاني برید غندلی او له افغان ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان هم پر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

اروپايي ټولنې د کډوالو پر وزیر برید غندلی او ویلي یې دي: “موږ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني تاوتریخجن برید غندو.”

اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې له تاوتریخوالي ډکې ټولې کړنې په کلکو ټکو غندو.

پر دې سربېره پاکستان او ترکمنستان کې د افغانستان سفارتونو پر شهید حقاني برید غندلی او د نوموړي کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي: “شهید حقاني د یوې داسې مجاهدې کورنۍ غړی و، چې د قربانیو داستانونه یې د افغانستان د زرین جهادي تاریخ ستر باب جوړوي. نوموړي خپل ژوند د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د بې ځایه شویو او زیانمنو ټولنو خدمت ته وقف کړی و. د هېواد د ښه راتلونکي لپاره به د هغه هڅې او سرښندنې تل د قدر وړ وي.”

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس محمد سهیل شاهین د الحاج خلیل الرحمن پر شهادت خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: “شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني خپل ټول ژوند د هېواد د ازادۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره په جهادي هلو ځلو کې تیر کړ. د ولس خدمتګار، په هېواد کې د سولې او ترقي غوښتونکۍ و. په دې لاره کې یې پوره هڅې کړې. الله ج دې شهادت قبول او جنت الفردوس نصیب کړي.”

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د الحاج خلیل الرحمن پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې شهید حقاني د ولس خدمتګار او د خدای(ج) د لارې نه ستړی کېدونکی مجاهد او د درېیو انقلابونو مبارز و.

د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني وراره حافظ انس حقاني د نوموړي پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: ” هغه له دوو امپراطوریو سره د اسلام او آزادۍ په پار وجنګېدهٔ. په دې لار کې یې پر وجود لسګونه زخمونه ولګېدل، زندانونه یې تېر کړل، د کورنۍ د ډېرو نږدې عزیزانو د شهادت او بېلتون دردونه یې ولیدل، خو مات نه شو او دوه ځله تر آزادۍ ورسېد.

یرغلګرو پرې پینځهٔ میلیونه ډالره انعام کېښود، خو ناکام شول بالآخره د هغو کسانو له خوا په شهادت ورسېد چې ظاهراً د اسلام د مبارک دین د پیروۍ ادعا لري.”

انس حقاني زیاته کړې: “خوارجو د اسلام په تاریخ کې همېش ستر شخصیتونه شهیدان کړي، چې خلیل الرحمن حقاني هم له دې سپېڅلې قافلې سره ملګری شو. د هر مجاهد هیله دا وي چې خاتمه بې شهادت شي. زموږ کورنۍ هم له دې شهادتونو او قربانیو سره نابلده نه ده، نو شهادت یې ویاړ دی.”

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه شوې

د حج ملي کمېټې غونډه تېره ورځ ( چهارشنبه، د لیندۍ ۲۱مه) د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ  او د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کعبې شریفې د حاجیانو او زیارت کوونکو د انتقال د څرنګوالي، د الوتنو د وخت د مشخص کولو، د ټرانسپورټ او بانکي چارو د تنظیم په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه او وروسته په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ترکيې خیریه بنسټونو له استازو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکيې هېواد د خیریه بنسټونو له څو تنو استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خیریه بنسټونو استازو ویلي، د ترکیې حکومت او وګړي له افغانانو سره همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله دي.

هغوی زیاته کړې؛ د ښوونیزو بنسټونو، جوماتونو رغولو، د پاکو اوبو رسولو او د بېوزله افغانانو د لاسنیوي په برخو کې د پروژو پلې کولو ته چمتو دي.

یادو استازو څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د امن په راتګ سره د کار او پانګونې ښې زمینې برابرې شوې، باید ګته ترې واخیستل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ترکيې خیریه بنسټونو استازو ته د ښه راغلاست پر مهال د کابل او انقرې اړیکې ګټورې او مهمې ګڼلي او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد بللی دی.

مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ترکانو د مرستو ستاینه کړې او ویلي يي دي، اسلامي امارت به په افغانستان کې له ترکي خیریه بنسټونو سره په هره کچه چې اړتیا وي مرسته وکړي، څو په اغېزناکه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

د اسلامي امارت د کډوالو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په تړاو د اسلامي امارت د تعزیت پيغام!

د اسلامي امارت د کډوالو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پیغام!

بسم الله الرحمن الرحيم

په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د اسلامي امارت د کډوالو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني نن له غرمي وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو.

انا الله و انا اليه راجعون

اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت مجاهدينو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضايعه بولي. نوموړې ته فردوس جنت، كورنۍ دوستانو او متعلقينو ته یې د جميل صبر او جزيل اجر دعا كوي.

الحاج خليل الرحمن حقاني د الله تعالى د لارې يو ستړی مجاهد و، چې ټول عمر يې د الله تعالى له دين څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړياوو کې تیر کړی و.

نوموړی د یوې لویې جهادي کورنۍ غړی و، چې د اسلام د دښمنانو لخوا يې په سر ۵ میلیونه ډالره جايزه ټاكل شوي وه؛ خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید، چې ځانونه مسلمان بولي او ما سيوا له ځان څخه نور مسلمانان تكفيروي.

د حقاني صاحب د شهادت په ډول بزدلانه عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي او يا زموږ د مستحكم اسلامي نظام په وړاندې د دسيسه جوړونکو کوم هدف ترسره کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دين د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت