د ملي راډیو تلویزیون رهبرۍ نن د یاد تلویزیون رسمي ویب پاڼه پرانیسته.
تاسې له نن نه وروسته د ملي راډیو تلویزیون خبرونه او خپرونې د “افغانستان ملي راډیو تلویزیون” له ویب پاڼې لیدلای او لوستلای شئ.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هېواد لوېدیځ زون د تحصیلي بنسټونو له مسولینو، استادانو او محصلینو سره په لیدنه کې د زدهکړو پر ښهوالي او د علم په پرمختګ خبرې کړې دي.
په یاده ناسته کې ښاغلي ندیم ویلي، چې “اسلامي امارت د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو.”
نوموړي د مدرسې او پوهنتون تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ لوړو زدهکړو وزارت هڅه کوي چې پوهنتون او مدرسه د علمي مرکزونو په توګه له یو بل سره نیږدې اړیکې ولري او د علم د تولید په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
دغه راز ژمنه یې کړې چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
په دې ناسته کې د هرات والي مولوي شیخ نوراحمد اسلام جار د علم پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې زموږ ځواک زموږ په یووالي او پوهه کې دی. نوموړي زیاته کړې چې علماء کرام او د تحصیلي بنسټونو استادان باید په لوړ همت او قوي ارادې سره د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي، تر څو مو استعدادونه د هېواد د پرمختګ او ودانولو جوګه شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ایمان جومات د ناوړه پېښې له امله د دوو شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له جهادي شخصیت انجنیر ګلبدین حکمتیار سره د هغه په استوګنځي کې لیدنه وکړه.
په پیل کې د شهیدوانو روح ته د مغفرت او ټپي ته د بېړنۍ روغتیا دعا شوې.
ښاغلي متقي یاده ناوړه پېښه په کلکه غندلې او هغوی ته یې د حکومت له لوري د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په تړاو د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي حکمتیار د نوموړي له خواخوږي مننه کړې او د تېرې ورځې پېښه یې د هېواد د دښمنانو کړنه بللې ده.
د یونسکو نړیوال سازمان د ناملموسو فرهنګي میراثونو او اثارو د ساتنې کمېټې په ۱۷مه غونډه کې اعلان کړی، چې د ابریشمو سنتي تولید د افغانستان او شپږو نورو اسیایي هېوادونو به نوم ثبت شوی.
په اعلان شویو شپږو هېوادونو کې ایران، اذربایجان، ترکیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.
دغه غونډه د مراکش په رباط ښار کې روانه ده.
د ابریشمو تولید له لرغونو زمانو څخه په افغانستان کې دود دی او هرات د هېواد د ابرشیمو په تولید کې اصلي سرچینه ګڼل کېږي، چې زیات لباسونه، دستمالونه او څادر ترې تولیدېږي.
له دې وړاندې یونسکو سازمان د پروان توپ درې سټوپه هم د ویاړمن اثر په توګه ثبت کړې وه.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د قوشتیپې کانال له چارو لیدنه کړې.
نوموړی وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې د لومړي فاز ۱۰۸ کیلو مترو زیاتره چارې بشپړې شوې دي.
په یاد کانال کې ټولټال ۳۲۰۰ ماشینري کار کوي.
۵ زره او ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره شوې.
په قوش تيپې کانال کې تر ۲۵۰ شرکتونو پورې کار کوي، په ورځني ډول یې ۶۵۰۰۰۰ متره مربع کېندنه کېږي او تر اوسه یې ۴۲ میلیونه متره مربع کېندنه بشپړه شوې ده.
دا کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه ولېږدوي.
د قوش تیپې کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی، ۱۵۲ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري.
د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جهادي مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندلی.
د رییسالوزرا د سیاسي معاونیت دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، “مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي”
په اعلامیه کې راغلي؛ امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي، خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د جهادي مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر د برید له امله د نوموړي یو ملګری شهید او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کابل کې د پاکستان پر سفارت د ډزو په اړه ویلي، چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نشي خرابولای.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړی زیاتوي، د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې غندلې او ډاډ یې ورکړی، چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې عاملینو به پیدا او قانون منګولو ته وسپارل شي.
د بلخي په وینا؛ بلاول بوټو څرګنده کړې چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په دې ډول شومو کړنو کې بریالي شي.
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د FEO موسسې په مالي ملاتړ د یوه چک ډیم د جوړېدو چاري پيل سوې، چې په اتو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد د یاد چک ډیم د پرانیستې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د دا ډول نورو پروژو د پلي کولو او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابرولو هڅې کوي.
نوموړي د سیمې له خلکو غوښتي، چې د پروژې د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د یاد ولایت د اقتصاد رییس دا ډول پروژې د سیمې د پرمختګ او خلکو د اقتصادي ودې لپاره خورا مهمې او حیاتي ګڼلې دي او ویلي یې دي، چې د پروژې د پلي کولو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو به یې زرګونه جرېبه ځمکې خړوبه شي.
د سیمې اوسېدونکي خوښ دي او وایي، چې دارنګه پروژې یې د سیمې د پرمختګ او د کلیوالو د اقتصادي ودې لپاره اغیزمنې او اړینې دي.
د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې زړه ته وینه او اکسيجن رسوونکي رګونه يو دم بند شي.
د زړه د حملې نښې نښانې:
د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي.
د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
چټک، کمزوری او غير منظم نبض
که تاسو ته پورته اعراض پيدا شي کوښښ وکړئ چې په ځمکه کېنئ، دېوال ته تکيه ووهئ او حرکت و نه کړئ.
که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي.
روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.
ډاکټر امان شمس