ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 839

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور، د نړيوال بانک استازې هادیه سماها، د افغانستان لپاره UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د روغتیا په برخه کې د یونیسف ادارې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو حل، د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې شوې.

مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته په رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو په تړاو خبرې کړې.

نوموړي ویلي؛ د هغو ټولو ستونزو د حل لپاره به کار وکړي، چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

د جاپان له سفیر سره د اطلاعاتو او کلتور د وزیر لیدنه؛ پر یو شمېر کلتوري او هنري موضوعاتو خبرې شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خيرالله خيرخواه د جاپان له سفیر کوروميا تاکايوشي سره پخپل دفتر کې لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جاپان سفیر ته ښه راغلاست ویلی او پر يو شمېر فرهنګي او هنري مسائلو يې بحث کړی.

دواړه لوريو د فرهنګي او هنري برخو پر پياوړتيا، د فرهنګي او کلتوري ميراثونو پر ساتنې او ګډې همږغۍ ټينګار کړی.

د جاپان سفیر ویلي، چې د افغانستان کلتور ته ځانګړی احترام لري. همدا راز نوموړي د کلتوري هڅو د پراختيا لپاره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.

خلیفه سراج الدین حقاني: د خلکو لارښوونه او د دیني ارزښتونو پېژندنه د ښو اخلاقو او نرم چلند له لارې کېږي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کابل ارغندۍ کې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون کړی.

نوموړي په دې مراسمو کې ویلي، چې د خلکو لارښوونه او د دیني ارزښتونو پېژندنه د ښو اخلاقو او نرم چلند له لارې کېږي.

ښاغلي حقاني اعتدال د نظام د بقا لپاره یوه اساسي تګلاره بللې او زیاته کړې یې ده، چې بې‌حکمته کړنې د ګډوډۍ سبب ګرځي.

دغه راز خلیفه سراج الدین حقاني ټینګار کړی، چې د توند‌مزاجۍ او بې‌ځایه اختلافاتو پر ځای باید د یووالي، همکارۍ او پرانيستي فکر فرهنګ ته وده ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزیر د زده‌کوونکو هڅې ستایلې او له دوی یې غوښتي، چې خپله دیني پوهه د ټولنې د سمون او یووالي لپاره وکاروي.

کابل کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د هاکي ملي لوبډلې اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د هاکي ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسېز جمنازیوم کې د هېواد له نهو ولایتونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو او د مشرانو په عمري کټګوریو کې د هاکي ملي لوبډلې اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د دې سیالیو په پرانیست‌غونډې ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق او ګڼو نورو مسولینو ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثیق په دې مراسمو ې ویلي، چې الحمدلله د فدراسیونونو زیاتره ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې او ویاړم، چې دا ځل د هاکي لوبو په پرانیست‌غونډه کې ګډون کوم او د هاکي له ورزشکارانو مې دا هیله ده، چې د هاکي په نړیوالو میدانونو ښه وځلېږي او هېواد ته ښه ویاړونه را وړي.

د دغو مراسمو په پای کې د خوست او کابل ولایتونو د لوبډلو ترمنځ نمایشي سیالۍ هم شوې، چې په پایله کې یې کابل لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړې او بریا یې خپله کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې سیالیو به ۲۲ ورزشکاران د مشرانو هاکي منتخبې لوبډلې ته او ۲۲ نور د ځوانانو هاکي منتخبې ته وټاکل شي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

سوریه کې د وروستیو تحولاتو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ اسلامي امارت د هیئت تحریر شام مشرتابه ته مبارکي ویلې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره سوریه کې د هیئت تحریر شام مشرتابه او ولس ته د بریا مبارکي ویلي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې یې د جګړې او بې‌ثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي.”

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې: “هیله ده د واک د لېږد بهیر په داسې ډول پرمخ ولاړشي، چې په پایله کې یې د سوریې د ټول ولس له ارمانونو سره سم د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي، چې له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې د تګلارې له خپلولو سره د سوریې ټول ولس راټول کړي او د نړۍ له هېوادونو سره د یوه داسې مثبت سیاست په غوره کولو سره پرمخ ولاړ شي، چې سوریه د بهرنیو لوریو د منفي سیالیو له ګواښ څخه وژغوري او د میلیونونو کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شي.”

همداراز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنیو لوریو غوښتي، چې پخپل منځ کې او هم له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکاریو سیاست غوره کړي، ترڅو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور مزل پیل کړي.

هیئت تحریر شام پرون د سوریې د پلازمېنې دمشق کنټرول ترلاسه کړ او د بشار الاسد ۲۴ کلنې واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

د هیت تحریر شام مشر ابو محمد جولاني اعلان وکړ، چې د رسمي واک تر سپارلو به د سوریې عامه ادارې د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.

نوموړي دمشق کې خپلو ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، چې دولتي بنسټونو ته تر هغو مه نږدې کېږئ، تر څو چې د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې په رسمي دول واک نه وي سپارل شوی.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس او د یونیسیف مسولینو لیدنه؛ زیانمنو سره د مرستو پر څرنګوالي خبرې شوي

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست عبدالقادر، د خدماتو مسول عبدالله مخلوف او د هغه مل پلاوي سره لیدنه کړې او د پېښو له امله زیانمنو ته په ښه توګه د مرستو رسولو په اړه   خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د یونیسف دفتر پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ دې موسسې د افغانستان له خلکو سره زیاتې مرستې کړې، موږ یې منندوي یوو.

نوموړي زیاته کړې؛ د کابل ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په ګدامونو کې د یونیسف له خوا مرسته شوي یو شمېر توکي شته، چې موږ به یې د خپلو موجوده مرستو سره یو ځای خلکو ته ووېشو.

ښاغلي ترابي له یونیسف غوښتي، چې دا ډول مرستې د دې ادارې ولایتي ریاستونو ته هم ورکړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته ووېشل شي او هغوی ته پر وخت لاسرسی وشي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس همداراز ویلي، دغه اداره هڅه کوي ترڅو چي په راتلونکي کې معیاري ګدامونه جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست د دې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ یونیسف په ټولو ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سره همکاري لري او په دوامداره توګه هڅه کوي، چې زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس مهال په ۱۲ مرکزي او ختیځو زونونو کې د روغتیا او ژمي لپاره مرستې موجودې دي، او د رواني میاشتې تر پای پورې به نورې مرستې هم یونیسف ته ورسیږي چې بیا به د ولایتي ریاستونو له لارې خلکو ته ووېشل شي.

د یونیسف موسسې د خدماتو مسول ویلي؛ دا موسسه په نهه ولایتونو کې ګدامونه لري او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې په هغو سیمو کې ګدامونه جوړ کړي، چې له پېښو زیانمنونکو سیمې وي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته پر وخت بېړنۍ مرستې ورسول شي.

په پای کې یادو مسولینو د بیړنیو حالاتو په ترڅ کې د دې موسسې د بشپړې همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی او دواړو خواوو په دوامداره همکارۍ ټینګار کړی.

بشار الاسد څوک دی او څه ډول یې حکومت له منځه ولاړ؟

بشار الاسد څوک دی؟

بشار الاسد په ۲۰۰۰ زېږدیز کال د خپل پلار حافظ الاسد له مړینې وروسته واک ترلاسه کړ. حافظ الاسد له ۱۹۷۱ کال راهیسې د سوریې واکمن و.

۵۹ کلن بشارالاسد په دمشق کې زېږدلی. نوموړی په پلازمېنه کې له طبي پوهنځي فارغ شوی او په لندن کې یې د سترګو تخصص په برخه کې زده‌کړې کولې، خو د ورور له مړینې وروسته بېرته سوریې ته تللی دی.

په پراخه کچه تمه کېده، چې د حافظ الاسد مشر زوی باسل الاسد د خپل پلار ځایناستی شي، خو باسل په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو او د پلار میراث بشار الاسد ته ورپاتې او د سوریې ولسمشر شو.

حافظ الاسد په ۲۰۰۰ کال د جون په میاشت کې ومړ او ۳۴ کلن بشار الاسد په چټکۍ سره د سوریې ولسمشر شو.

سوریه کې کورنۍ جکړې او تاوتریخوالی:

په ۲۰۱۱ کې په دمشق او ټوله سوریه کې د دولت ضد لاریونونه پيل شول.

بشار الاسد څو ورځې وروسته په پارلمان کې ژمنه وکړه، چې د سوریې ضد دسیسې به له منځه وړي او ویې منله، چې د ځینې خلکو اړتیاوې نه دي پوره شوې.

خو په ‘درعا’ سیمه کې په لاریونوالو د امنیتي ځواکونو ډزو لاریونونه لا پسې پراخه کړل او بالاخره په بېلابېلو ښارونو کې لاریون‌کوونکي د بشار الاسد د استعفا غوښتنه وکړه.

د اسد حکومت په تاوتریخوالي ځواب ورکړ او په څو میاشتو کې د تاوتریخجنو لاریونونو، امنیتي ځواکونو او د دولت ضد ډلو د وسله‌والو نښتو په پایله کې د سوریې وضعیت بدل شو.

په دې نښتو او تاوترخوالي کې لسګونه زره کسانو ژوند وبایله او سوریه کې داخلي جګړې پیل شوې، چې نیم میلیون انسانان پکې ووژل شول او ګڼ نور بې‌ځایه او کډوال شول.

په ۲۰۲۱ کې د ملګرو ملتونو یو خپور شوی راپور ښيي، سوریه کې حکومتي ځواکونو د تاوتریخوالي په زیاتو پېښو کې لاس درلود، چې د کیمیاوي وسلو بریدونه، پر بشري مرستو محدودیتونه، پر ګڼ مېشتو سیمو هوايي بمبارۍ او د بېلابېلو سیمو داسې محاصرې پکې شاملې دي، چې له امله یې اوسېدونکي د لوږې ګاللو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۲ کال پورې په سوریه کې د جګړې له امله ۳۰۶ زره او ۸۸۷ کسانو ژوند بایللی او زرګونه نور بیا د لوږې، ناروغیو او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له کبله له منځه تلو ته نږدې شوي.

بشار الاسد له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، چې په داخلي جګړو کې د کیمیاوي وسلو کارول هم پکې شامل دي.

تازه د ‘هیت تحریر شام’ مسولین وايي، چې د سوریې د پلازمېنې دمشق کنټرول یې په لاس کې اخیستی او ولسمشر بشار الاسد له دې هېواده وتلی دی.

په سوریه کې د هیت تحریر شام ناڅاپي پرمختګ!

سوریه کې دا جګړه او د هیت تحریر شام پرمختګ د روان کال د نومبر پر ۲۷مه پیل شو.

هیت تحریر شام د نومبر پر ۲۷مه د سوریې په تر ټولو لوی دویم ښار حلب ناڅاپي برید وکړ او ډېرې برخې یې ونیولې.

د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د دولت ضد ډلو له څو کردي ولسوالیو پرته د ټول حلب کنټرول په لاس کې واخیست.

هیت تحریر شام د دولت پر ضد بریدونو ته دوام ورکړ او د ډسمبر پر ۵مه یې اعلان وکړ، چې د سوریې څلورم لوی ښار ‘حماه’ یې نیولی.

د اسد د دولت ضد ډلو د ډسمبر پر ۷مه اعلان وکړ، چې د شاوخوا ښارونو له نیولو وروسته یې د پلازمېنې دمشق د نیولو عملیات پيل کړي دي.

د ډسمبر پر اتمه هیت تحریر شام د سوریې د درېیم لوی ښار حمص د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل، چې ځواکونه یې دمشق ته ننوتل.

تازه د ‘هیت تحریر شام’ مسولین وايي، چې د سوریې د پلازمېنې دمشق کنټرول یې په لاس کې اخیستی او ولسمشر بشار الاسد له دې هېواده وتلی دی.

رویټرز بیا د سوریې د امنیتي مسولینو له قوله خبر ورکړی، چې بشار الاسد له دمشق څخه وتلی او نامعلوم ځای ته تللی دی.

د سوالګرو راټولولو کمیټې اداري غونډه؛ د بودیجوي مصارفو پر څرنګوالي او ورته نورو موضوعاتو خبرې شوي

د سوالګرو راټولولو کمیټې اداري غونډه د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د مالیې، تعلیم او تربیې، حج او قافو او عدلیې وزارتونو مرستیالان د اړونده وزارتونو او مستقلو ادارو استازو ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لخوا د سوالګرو راټولولو، د دوي بودیجوي مصارفو په څرنګوالي او د کارونو د لا ښه پرمختګ په اړوند بحث ترسره شو.

ملا عبدالحق اخوند ویلي؛ چې تر دا مهال پورې په زیاته اندازه سوالګر راټول شوي او په ښارونو کې یې کچه کمه شوې ده، چې دا لړۍ به تر هغې دوام ولري تر څو چې هیڅ مستحق سوالګر بې مرستې پاتې نشي.

دغه‌راز موظفې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، چې د منظور شوي قانون سره سم طرزالعمل ترتیب او راتلونکې غونډې ته وړاندې شي ترڅو له ښارونو څخه په مکمل شکل سوالګر راټول او له تثبیت څخه وروسته ورته د مرستو زمینه برابره شي.