ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 840

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د افغان – ټرانس پروژې راپور تایید او اړوندو ادارو ته د عملي اقداماتو سپارښتنه شوې

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو بحث وشو.

دې غونډې ته د ډي پي ورلډ (DP World) شرکت د شرطپاڼې په تړاو متحده عربي اماراتو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي کاري راپور، د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور، د افغان – ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز السیر او لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یو شمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شول.

له هراړخیز بحث وروسته د افغان – ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو ته د لازمو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وشوه.

د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصامیم ونیول شول.

خوست کرېکټ لوبډلې پکتیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کورني کرېکټ پرمختګ څانګې په همکارۍ د ځوانانو راډیو له لوري د اته ولایتونو ترمنځ د روانو ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو په لړ کې تېره ورځ د خوست کرېکټ لوبډلې د پکتیا کرېکټ لوبډلې ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو بل پړاو ته یې لار وموندله.

دغه سیالۍ د خوست ولایت په رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې خوست ولایت لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د دوه ویکټو پر مټ ۲۲۲ منډې جوړې کړې او سیالې پکتیا لوبډلې ته یې ۲۲۳ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې پکتیا لوبډلې د لوبې په ۱۶.۱ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر مټ ۱۲۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۹ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ کې عمران دلپوری د غوره ‌توپ‌اچونکي په توګه، ایمل شاهین د غوره توپوهونکي په توګه او صابر ګربز بیا د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شول.

‘هیت تحریر شام’ دمشق نیولی او بشار الاسد له سوریې وتلی دی

د ‘هیت تحریر شام’ مسولین وايي، چې د سوریې د پلازمېنې دمشق کنټرول یې په لاس کې اخیستی او ولسمشر بشار الاسد له دې هېواده وتلی دی.

رویټرز بیا د سوریې د امنیتي مسولینو له قوله خبر ورکړی، چې بشر الاسد له دمشق څخه وتلی او نامعلوم ځای ته تللی دی.

رویټرز د هیت تحریر شام له قوله ویلي، چې ځواکونه یې بې‌له کوم مقاومته دمشق ته ننوتلي.

له دې وړاندې په دمشق کې د دولتي راډیو تلویزیون ودانۍ هم نیول شوې وه.

د هیت تحریر شام مشر ابو محمد جولاني اعلان کړی، چې د رسمي واک تر سپارلو به د سوریې عامه ادارې د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.

نوموړي دمشق کې ټولو پوځي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، چې دولتي بنسټونو ته تر هغو مه نږدې کېږئ، تر څو چې د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې په رسمي دول واک نه وي سپارل شوی.

ښاغلي جولاني له خپلو ځواکونو غوښتي، چې هوايي ډزې ونه کړي او هغه یې هم ممنوع اعلان کړې دي.

له دې وړاندې د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د سوریې د خلکو له لوري له ټاکل شوي مشر سره همکاري ته چمتو دی.

پوهنې وزیر د هلمند پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د پوهنې له رییس مولوي محمد عوض انصاري او مسولینو سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې مولوي حبیب الله آغا د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او په یاد ولایت کې یې د پوهنې د بهیر لا پیاوړتیا په تړاو د سیمه ییزو مسولینو له ګټورو فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 همدارنګه نوموړي د نویو ښوونځیو جوړولو، د وېجاړو شویو ښوونځيو بیارغولو او د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزو د حل ژمنه وکړه.

 د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه، د مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل او د شته ننګونو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د لوګر ولايت د کلیو د تثبیت او کورنیو د لېست اخیستنې سروې پيل شوه

د کلیو د تثبیت او کورنیو د لېست اخیستنې سروې، چې په هېواد کې د سرشمېرنې لومړی پړاو ګڼل کېږي، تېره ورځ (شنبه د لیندۍ ۱۷) د يوې غونډې په ترڅ کې په لوګر ولايت کې پيل شوه.

په دې غونډه کې د لوګر والي شيخ‌ ضياءالرحمن مدني، د احصايې او معلوماتي ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني، د لوګر ولايت د علماوو شورا رييس شيخ محمدشريف حقمل، د ادارې ځينې ريیسانو او کارکوونکو، د لوګر ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني ویلي، د دې سروې له‌پاره د سروېيرانو انتخاب او ګمارل په شفاف او هدف‌من شکل ترسره شوي او دوی ته په دې برخه کې مسلکي روزنه هم ورکړل شوې ده.

همدارنګه نوموړي د اسلام په مبارک دين کې د ارقامو او معلوماتو د اهميت په اړه مفصلې خبرې کړي او سروېيرانو ته په خطاب کې ویلي، چې په صادقانه ډول د معلوماتو په راټولولو سره د ټولنې په وده او پراختيا کې خپل حياتي رول ولوبوئ.

ورپسې د لوګر والي ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په لوګر ولايت کې د دې مهمې سروې پيلول د لوګر ولايت د خلکو له‌پاره يو وياړ او امتياز بللی، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له مسولینو څخه يې مننه کړې او د دې سروې د ښه تطبيق په برخه کې يې خپله همکاري څرګنده کړه.

نوموړي همدارنګه د ولايت، ولسواليو او کلیو ټولو مسولينو ته لارښوونه کړې، چې د سروې په پروسه کې له سروېيرانو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

د غونډې پر دوام، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ساحوي عملیاتو رييس احمد خالد امرخيل د پروګرام ټولو ګډونوالو ته د سروې د پېژندنې، د پلي کېدو پړاوونو او د دې سروې د پلي کېدو د څرنګوالي او ښېګڼو په اړه مفصل پرېزنټېشن وړاندې کړی.

د يادولو ده، چې تېره اونۍ د دې سروې سروېيرانو او سوپروايزرانو ته په کابل کې روزنيز پروګرام جوړ شوی و، چې د يادې سروې په اړه د زده‌کړې او معلوماتو په ترلاسه کولو سره وکولی شي چې د لوګر ولايت په کليو کې سروې په ښه شان پلې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې څلور کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته ۳۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸ کورنیو سره ټولې۶۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۹۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۶۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵ کورنیو سره ټولې۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، کندوز او بلخ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۶ کورنۍ او ۹۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۱ کورنۍ او ۴۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۳ عدده

د امر بالمعروف وزارت پوځي مرستیال د برېتانیا له یو شمېر دیني عالمانو سره لیدنه کړې

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خیل د برېتانیا هېواد څخه د دیني عالمانو راغلي لس کسیزه پلاوي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې شیخ سعید احمد شهید خیل یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، موږ پوهېږو چې د کفري یرغل په ماتولو کې د الله تعالی د نصرت ترڅنګ د ټول اسلامي امت دعا او معنوي ملاتړ له موږ سره وو.

 نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت یواځینی اسلامي نظام دی چې ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي.

 ښاغلي شهید خیل همدارنګه له یادو دیني علماوو غوښتي ترڅو د اسلامي امارت رښتینی انځور او دیني واقعيتونه نړۍ ته وړاندې کړي.

د برتانيې هېواد دیني عالمانو ویلي؛ له ډېرو کلونو راهیسې مسلمانانو داسې انګېرله چې اسلامي امت یتیم دی، خو د اسلامي امارت پر راتګ موږ ډاډ ترلاسه کړ، چې اسلامي امت اوس غمخواره لري او پرې ډاډه دي.

 نوموړو زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ډېرو علماوو او افغاني مسلمانانو په قربانیو راغلی دی، دا چې موږ په دې ډکر کې برخه نه ده اخیستي ټول یې پوروړي یو، خو ژمنه کوو چې د اسلامي امارت رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړو او هغوی د افغانستان له حقایقو خبر کړو.

 دا په‌ داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم ورته پلاوي له بهرنیو هېوادونو راغلي او د اسلامي امارت له مشرانو سره یې لیدنې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر: اوس د هېواد د ابادولو او پرمختګ وخت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د ۸۰ کلیو له استازو سره، چې یو شمېر ډلګی مشرانو، قومي مخورو او علماوو پکې ګډون درلود لیدنه کړې.

دغه لیدنه کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي ښودلې او د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

دوی ویلي، خروار یوه وروسته پاتې ولسوالي ده چې له پراختیایي‌ اړخه ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

دغه‌راز دوی په دې ولسوالۍ کې د سړکونو رغولو، د روغتونونو، بند جوړولو او د برېښنا د ستونزو د حل غوښتنې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي‌ عبدالکبیر یادو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د ولسونو په ملاتړ د اسلامي نظام د ټینګښت او د جهاد د بریا ارمانونه پوره شوي‌ او اوس د هېوادوالو د ستونزو د حل او د هېواد د ابادولو وخت دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اړونده ادارو ته به د خروار ولسوالۍ د ولسونو د حل لپاره اړینې سپارښتنې وکړي.