ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 842

افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې روانې دي

د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وایي، چې په تېرو دوو-درېیو ورځو کې د ټاپي پروژې شاوخوا ۶۰۰ پیپونه ځای پر ځای شوي او دوه کیلو متره سیمه هم د پروژې د پلې کېدو په موخه اواره شوې ده.

نوموړی د افغانستان-ترکمنستان تر منځ پوله کې صفرې نقطې ته تللی او د یادې پروژې چارې یې له نږدې څارلې دي.

د مولانا نور احمد اسلام جار په وینا؛ د پروژې پلي کوونکو امنیت خوندي دی او په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکولای شي.

اقتصادي کارپوهان د پروژې پلي کېدو ته هیله‌من دي او وايي، چې پر بنسټ به یې هېواد ډېر پرمختګ وکړي.

د ټاپي پروژې پایپ لاین به لومړی هرات ښار ته او بیا وروسته صنعتي ښارګوټي ته وغځول شي.

د یادونې وړ ده، چې ټاپي پروژه کې د ترکمنستان ګاز د افغانستان پر خاوره پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷) تنه و، کابل، کنړ او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۳۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۵۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۱۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۱۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۳۲۹۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۸) کورنیو سره مجموعًا (۴۱۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۹) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۵۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۳) کورنۍ او (۶۳۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۹) کورنۍ او (۴۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۳۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۸۰) عدده

د مهاجرینو ستونزود ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

دکرنې او مالداري وزارت مرستیال تهران کې له صنعتي شرکتونو څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال ایران ته د سفر په ترڅ کې د تهران شمس‌آباد په صنعتي ښارګوټو کې د آدینه تولیدي ګروپ او د لوله ګستر خادمي شرکتونو څخه لیدنه کړې.

دغه شرکتونه د اوبولګولو د نویو سیستمونو لپاره د پلي اټلین پایپونو او نلونو تولید، د کیمیاوي سرې تولید، د نباتي آفت وژونکو درملو تولید، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، د کرنیزو وسایلو تولید او د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته‌بندي په برخو کې فعالیت کوي.

د کرنې او مالداري مرستیال د دې لیدنې پر مهال د شرکتونو له مسولینو سره لیدلي او په دغو شرکتونو کې یې د تولیداتو له بهیر او د کارول شویو نوښتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

نوموړي د دې شرکتونو پرمختللو فعالیتونو ستاینه کړې او له افغانستان سره د تولید ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

دغه‌راز ټینګار یې کړی، چې دغه همکارۍ کولای شي د افغانستان د کرنیزو او اوبو لګولو بنسټونو په پرمختګ کې مؤثره ونډه ولري او د دې برخې په ځان بسیاینې کې مرسته وکړي.

د یادو شرکتونو چارواکو هم د ټکنالوژۍ لېږد، د مسلکي کارکوونکو روزنې، او افغانستان ته د اړینو کرنیزو تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی.

دا لیدنه د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مؤثر ګام ګڼل کېږي او هیله کېږي، چې د افغانستان په کرنیز او اوبو لګولو سکټور کې د دوامداره پرمختګ لامل شي.

پکتیا کې د ځنګلونو پرې کولو په تور ۹ کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول

د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت په مشري نظارتي ټیم له لوري د یاد ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۹ تنه هغه کسان چې ځنګلونه یې وهل، له وسایلو او برقي ارو سره نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده، چې ساتنه او پالنه یې د ټولو هېوادوالو ملي مکلفیت دی.

په همدې موخه پکتیا کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې د ځنګلونو څخه په جدي توګه نظارت کوي.

د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په ټول افغانستان کې د ځنګلونو وهل او قاچاق بند دی او هر څوک چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په هېواد کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت له‌ خوا د شنې قطعې په نوم ځانګړی ځواک جوړ شوی، چې د ځنګلونو ساتنه کوي.

د کرنې وزارت مرستیال تهران کې د اوبولګولو سیسټمونو د تجهیزاتو له تولیدونکو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې مرستیالۍ په کوربتوب جوړې شوې غونډه کې د اوبولګولو د تجهیزاتو او کرنیزو موادو د تولید د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه کړې.

دا غونډه د نوې اوبولګولو ټکنالوژۍ د انتقال او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې په موخه شوې ده.

د ایران استازو افغانستان ته د پرمختللو ټکنالوژیو، لکه د څاڅکي، باراني او د فشار لاندې اوبولګولو سیسټمونو د انتقال لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او د دې سیسټمونو لپاره یې د اړینو بنسټونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.

مولوي عثماني د دغو وړاندیزونو هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د اوبو د سرچینو مدیریت او کرنیزې ګټې اخستنې د ښه‌والي لپاره د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې ټینګار کړی.

نوموړي خصوصي سکټور ته بلنه ورکړې، چې د نوې اوبولګولو د تجهیزاتو په تولید کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دې طرحو د عملي کولو لپاره دې خبرې اترې دوام وکړي.

دغه‌راز د اوبولګولو او کرنې په برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان برېښنایي تجهیزاتو د تولید له فابرېکې څخه لیدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد برېښنایي تجهیزاتو د تولید ( آیدنګ ګیجه لر ) فابرېکې د بېلابېلو برخو او تجهیزاتو څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي ډاکټر عمر د یادې فابرېکې د مسولینو او کاکوونکو هڅې ستایلې او ویلي یې دي؛ یاده فابرېکه چې بېلابېل برېښنایي تجهیزات (پایې، مزي، ګروپونه، ولډر) تولیدوي، د پېر او پلور په برخه کې یې یو له بل سره پوره همکاري وکړو.

د یادې فابرېکې مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس او مل پلاوي له ورتګ او زیار څخه مننه کړې او تر څنګ یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

کونړ ولايت کې د ۳۱ کلو اوږده شخړه پای ته ورسېده

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۳۱ کلنه شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و، له ژورو اختلافاتو او ګڼو مالي زيانونو وروسته پای ته ورسېده.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس ملا تحميدالله غازي په مشري د ځايي قومي مشرانو، علماوو او اسلامي امارت د منسوبينو په ګډو همکاريو د چپې درې په ولسوالۍ د جوړې شوې جرګې په ترڅ کې د مصلحينو په عادلانه فيصله سره حل او فصل شوه او دواړو خواوو يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې.

ښکېلو لوریو د مسولينو په شوې منصفانه فيصله د خوښۍ تر څنګ د اسلامي امارت له مشرانو مننه کړې، چې د ولسونو ډيرې پخوانۍ او د کلونو کلونو اوږدې شخړې په سوله‌ييزه توګه حل او لا هم په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

نن د افغانستان بزکشۍ لیګ شپږم پړاو سیالۍ پيلېږي

ټاکل شوې، چې نن (پنج‌شنبه، د قوس۱۵مه) د افغانستان بزکشۍ لیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شي.

دا سیالۍ د یما پترول په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د وزلوبې لیګ شپږم پړاو سیالۍ له ملي سپورټ او ټولنیزو رسنیو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږې.

د دې لیګ د پچه‌چونې مراسم پرون (چهارشنبه، د قوس ۱۴مه) په ملي تلویزیون کې ترسره شول.

په دې لوبو کې بدخشان، سمنګان، سرپل او یما پترول لوبډلې د سرګروپ دنده لري.

د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو کې به ۱۲ لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېږي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د قرغیزستان، قزاقستان او تاجکستان هېوادونو لوبغاړي هم ګډون لري.

د یادو سیالیو د پچه‌اچونې په مراسمو کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي د دې او نورو لوبو د خپرواي ډاډ ورکړی او له لوبغاړو یې غوښتي، چې ځوانان سالمو موخو او لوبو ته وهڅوي.