ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 843

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په خوندي اعلان شوې المواصي سیمه کې ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو غزه کې په خوندي اعلان شوې المواصي سیمه برید کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

روغتیايي سرچینو ویلي، چې په دې برید کې د ښځو او ماشومانو جسدونه سوزېدلې دي.

په دې برید کې هغه خېمې په نښه شوې، چې ۱۴ بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو پناه پکې اخیستې وه.

له سیمې نه د الجزیرې خبریال راپور ورکړی؛ په نښه شوې سیمه له فلسطیني بې‌ځایه شویو کورنیو ډکه وه، چې لږ تر لږه دوه توغندیز بریدونه پرې وشول.

یوازیني ژوندي پاتې فلسطیني سپین‌ږیري، چې ټوله کورنۍ یې په یاد برید کې له منځه تللې، الجزېرې ته ویلي: “له ماښام لمانځه وروسته چاودنه وشوه، چې له امله یې اور ولګېد او ټول کمپ ویجاړ شو.”

نوموړي زیاته کړې: “ما منډې کړې، چې زامن، لوڼې او مېرمن مې ولټوم. دوی ټول روغتون ته وړل شوي وو. زه یوازینی ژوند پاتې کس وم. ټول په روغتون کې دي. زه وېرېدلی یم او هېڅ نه پوهېږم چې څه پېښ شول.”

د اسرائیلو له لوري په اعلان شوې خوندي المواصي سیمه د صهیونیستي یرغلګرو بریدونه دوام لري، چې له امله یې د بې‌ځایه شویو خېمو له منځه ځي او ګڼ فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان کېږي.

پر دې سربېره الاقصی تلویزیون راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو نن سهار د غزې په شمال کې سخت بمبار پیل کړی.

الجزیرې هم د یاد بمبار په تړاو راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې بیت‌لاهیا، جبالیا، د نصیرات کمپ په شمال او مرکزي غزه کې هم د اسرائیلو بریدونه دوام لري.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۵۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۵ زره او ۵۳۸ نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه کندهار او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پيلوي

د کندهار د رسنیو دفتر وایي، چې د ملګري ملتونو د خوړو او کرنې (FAO)، د کډوالۍ (IOM) او پراختیایي پروګرام(UNDP) سازمانونه په ګډه د ۲۰۲۵ کال پر مهال په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پیلوي.

په همدې موخه د یادو درېیو سازمانونو استازو د کندهار ولایت په مقام کې له والي ملا محمد شرین سره لیدنه کړې، چې د دې ولایت ګڼو سیمه‌ییزو چارواکو هم ګډون پکې کړی و.

د دې دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، چې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز لګول شوی او هېچاته اجازه نشته، چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي.

په دې پروژه کې د غنمو، جوارو او پیازو د کرنیزو تخمونو وېش، د حیواني خوړو وېش، د شنو خونو جوړول، له بڼوالو ملاتړ او د نویو بڼو جوړول، د کروندګرو او بڼوالو روزنه، کرنیزو توکو ته بازار موندنه، خلکو ته کارموندنه او له کوچنیو تشبثاتو ملاتړ شاملیږي.

د عامې روغتیا وزیر په چین کې د افغانستان له لوی سفیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي چین ته د سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له عامې روغتیا وزارت سره د چین د همکاریو، ظرفیت لوړونې او د روغتیايي وضعیت د پیاوړتیا اړوند خبرې شوې.

په چین کې د افغانستان سفیر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان روغتیايي برخې سره به د دې هېواد د مرستو د جلب په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۳۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۱۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۵۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۳۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵) تنه و، پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۴۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۰۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۵) کورنیو سره مجموعًا (۴۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۹۵) کورنۍ او (۴۰۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۶) کورنۍ او (۳۹) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۰۱) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۷۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۳۷) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې سږ کال د پلان مطابق پیل کړې وې، چې دا مهال يې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنځ د نښلوونکو فاصلو د کانکريټ اچونې کارونه بشپړ کړي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د دې لویې لارې د ګانکریټي برخو کار په درېیو طبقو کې شوی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲ سانتي متره، د سي ټي بي(CTB) طبقې ضخامت ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵ سانتي مترو پورې رسیږي.

د یادې لویې لارې هغه برخې چې د کانکریټ اچونې کار یې بشپړ شوی، د کانکریټ د وچولو لپاره ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا لري، ترڅو د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

په همدې اساس به د یادې لویې لارې اصلي مسیر ۲۰ ورځې وروسته (د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الاخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ه ش کال د جدی (مرغومي) له ۴مې نېټې سره سمون لري) د هر ډول مسافر وړونکو او باروړونکو وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

دغه راز د دوشي – خنجان مسیر د شاوخوا ۵ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې کار د بشپړېدو په حال کې دی او د پاتې برخو کار یې هم په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تیر کال د تونل او ۱۶ مې ګالرۍ په شمول د یو شمېر نورو برخو کار بشپړ کړی و.

د ياد مسير د دې برخې په بشپړېدو سره به د تګ-راتګ په برخه کې هېوادوالو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

دیو شمیر نویو جوړو شویو واټونو او څلورلارو په نومونې غور او ناسته شوې

د هېواد دتاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشري نوبتي ناسته وکړه.

لومړی د تېرې ناستې له لوري ټاکل شوې کمېټې، چې د کابل ښار پینځمې، شپږمې او دیارلسمې حوزو اړوند له تازه جوړو شویو واټونو او څلور لارو څخه یې له نژدې لیدنه کړې وه، د کمیسیون غړو ته خپل راپور وړاندې کړی او په اړه یې لازمې پریکړې شوې دي.

د کمیسیون غړو پریکړه کړې، چې د محمد سالم ازیدیار څلورلاری بیرته د زنبق په نوم او د قلع وزیر څلور لارې چې د سیمي د خلکو غوښتنه وه، په رسمي ډول د قلع وزیر څلور لارې په نوم ونومول شي.

دغه‌راز د خيرخانې کوتل څخه د قرغې فرقې د نوي جوړ شوي سړک، هلمند ولایت کې د دوو تازه جوړیدونکي څلور لارو او پروان ولایت کې د یو تن انجینر د ډیزان شوي څلور لارې په اړه هم نظرونه وړاندې شوي. دښې روڼتیا په خاطر پلاوي ته دنده سپارل شوې، ترڅو راتلونکې غونډې ته د یادو مواردو په باب بشپړ معلومات چمتو او وړاندې کړي.

د افغانستان او ایران د کرنې وزارتونو د مرستیالانو لیدنه؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په خاوره‌پوهنې، د کرنیزو ځمکو اصلاح او پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو مدیریت او د نویو اوبولګولو ټکنالوژیو په کارونې د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی.

دغه‌راز پرېکړه شوې، چې د افغانستان د کرنیزو ځمکو اصلاح د پوهې د انتقال، نوې ټکنالوژۍ او افغان متخصصینو ته د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول به په لومړیتوب کې ونیول شي.

د ایران د اوبو او خاورې مرستیال ژمنه کړې، چې د تجربو شریکولو او تخنیکي ملاتړونو له لارې به د افغانستان د خاوره‌پوهنې او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

همدارنګه د څاڅکي او باراني اوبولګولو تخنیکونه د اوبو ضایعاتو د کمولو او کرنیز تولیدي موثریت د زیاتولو لپاره اغېزمنې لارې په توګه معرفي شوې دي.

په دې ناسته کې د مدرنو اوبولګولو سیسټمونو د تجهیزاتو په تولید کې د خصوصي سکټور د پانګونې د هڅونې پر اړتیا ټینګار شوی.

دواړو لوریو د دوامدارو خبرو اترو او ګډو پروژو د عملي کولو غوښتنه کړې، تر څو د اوبو او خاورې په برخه کې مثبت او تلپاتې پایلې ترلاسه شي.

د عامې روغتیا وزیر چین کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي چین ته د رسمي سفر په ترڅ کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا کړې.

په دې کنفرانس کې چې موخه یې د سنتي طب په برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول و، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر موسسو استازو ګډون درلود.

مولوي نور جلال جلالي په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال او شنګهای د همکاریو سازمانونو همکاري اړینه بللې او ویلي یې دي: “په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي او علاقمندانو ته یې معیاري تدریسي کریکولم جوړ شي”.

د عامې روغتیا وزیر دغه راز د سنتي طبابت برخه کې د چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی؛ ترڅو د ظرفیت جوړونې، تجاربو شریکولو او په دې برخه کې د شریکو څېړنو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د سنتي طب څانګه جوړه شوې او طبیبان یې د کارونو د اصلاح او ښه‌والي په موخه د پالیسیو او لارښودونو په جوړولو کار کوي.