ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 844

د عامې روغتیا وزیر د چین د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي چین ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د ملاریا، نري رنځ، پولیو او نورو ورته ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، طبیعي پېښو ته پر وخت ځواب ویلو، د روغتیایي وضیعت ښه مدیریت، د ناروغیو د سرویلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روغتیایي برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي دغه راز د چین د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د دې هېواد د انفلوینزا له ملي مرکز څخه هم لیدنې کړې دي.

د افغانستان د کرنې مرستیال د ایران-افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په تهران ښار کې د ایران-افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره د لیدنې پر مهال په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.

په دې غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د کرنې سکټور د ګډې پانګونې پر فرصتونو غور کړی. د مطرح شویو موضوعاتو څخه یې د کرنیزو محصولاتو کښت او تولید، د اوبولګولو نویو سیسټمونو پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لیږد او د کرنیزو محصولاتو پروسس یادونه کولای شو.

همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو لرې کول هم د بحث مهمې برخې وې.

مولوي عثماني د افغانستان له لوري د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پروسې اسانتیا لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړی او په دې برخه کې یې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د سوداګریزو ستونزو د حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه؛ په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او اقتصادي طرحو په تړاو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کندهار ولایت کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو جوړولو او همدا راز په هرات ولایت کې د پستې باغونو او مختلفو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې له تفصیلي بحث وروسته جلا جلا کمېټو ته دندې وسپارل شوې، تر څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل نهايي راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ترکمن انرګو (د ترکمنستان برېښنا شرکت) له رییس دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې له رییس مراد آرتیکوف او یو شمېر نورو مسولینو سره لیدنه کړې.

ډاکټر عبدالباري عمر له ترکمن لوري سره د ټاپ پروژې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون هم لاسلیک شي.

ښاغلي عمر د دوو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو په توګه د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کړی او له افغانستان سره یې د ترکمن لوري همکارۍ ستایلې دي.

ترکمنستان ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم ګډون لري.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري دغه ډول هڅې د پېرودونکو لپاره د برېښنا خدمتونو ډاډمنتیا په موخه کوي.

سویلي کوریا کې د بېړنی پوځي حکومت پرېکړه بېرته لغوه شوه

د سویلي کوریا ولسمشر ‘یون سوک یول’ د پارلمان د مخالفت او د خلکو د لاریونونو له امله د اعلان شوي بیړني پوځي حکومت په تړاو له خپلې پرېکړې بېرته په شا شو.

له دې پرېکړه سره په ټوله جنوبي کوریا کې مخالفتونو زور اخیستی او اوس‌مهال زرګونه لاریونوال د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

پر دې سربېره د یاد هېواد تر ټولو سترې سوداګریزې ټولنې هم د ښاغلي یون سوک تر استعفا پورې د اعتصاب د دوام پرېکړه کړې.

ویل کېږي، چې دا ټولنه شاوخوا یو میلیون غړي لري.

د سویلي کوریا پارلمان د بیړني پوځي حکومت له اعلان څو ساعته وروسته د دې حکم پر وړاندې مخالفت څرګند او د رایو په اکثریت سره یې لغوه کړ.

د سویلي کوریا ولسمشر پرون (سې شنبه، د لیندۍ۱۳مه) په یوه ناڅاپي ټلویزیوني وینا کې بیړنی پوځي حکومت اعلان کړ.

نوموړي اعلان وکړ، چې دغه اقدام یې د شمالي کوریا د کمونیستي پوځ او د دولت ضد کړیو سره د مبارزې په موخه کړی دی.

یون سوک یول له ۲۰۲۲ کال راهیسې د سویلي کوریا ولسمشر دی.

له ۱۹۸۰ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي.

د یاد هېواد د اساسي قانون له مخې پارلمان د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګولای شي.

نورالدین عزیزي په ترکیه کې د افغان سوداګرو او پانګوالو شورا له رییس سره لیدنه کړې

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له رییس او د مشرتابه شورا له غړیو سره لیدنه کړې.

نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو په ټینګار سره ویلي، چې اداري فساد او په اداراتو کې د کاغذپرانۍ پروسه له منځه تللې او په ټول افغانستان کې امنیت تینګ شوی.

دغه‌راز هر څوک آن د چین تر پولې، چې نژدې شل کیلو متره سړک یې جوړ شوی، پرته له اندېښنې سفر او هلته سوداګري او پانګونه کولای شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې؛ په لومړیو میاشتو کې ځینې ستونزې وې، چې د الله په مرسته او د اسلامي امارت د مسولینو په هڅو دا ستونزې حل شوې او اوس د اسلامي امارت د ټولو کارکوونکو معاش له بهرنیو مرستو پرته له کورنیو عوایدو څخه ورکول کېږي.

د صنعت او سوداګري وزیر د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت او عالیقدر امیرالمومنین تاسو ته د امارت د اقتصادي مجاهدینو په سترګه ګوري او له موږ یې غوښتې، ترڅو تاسې افغانستان ته بېرته ستنیدو ته را وبولو.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۳۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۵۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۷) تنه و، کابل، لغمان او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۵۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۱۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۹۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۶) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۸۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۶۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۹۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۱۸) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۹۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۶) کورنیو سره مجموعًا (۶۶۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، پکیتا، خوست، بغلان، کندوز، تخار او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۶۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۹۶) کورنۍ او (۸۴۴) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۱) کورنۍ او (۱۱۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۶۴) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۰۴) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د ابونصر فراهي په ګمرک کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه دوه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي، چې هر یو یې د ۱۰۰ ټنه سوداګریزو توکو د زېرمه کولو طرفیت لري.

په دې هنګرونو کې به شاوخوا ۵۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د دې هنګرونو د جوړېدو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی او رغنیزي چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي.

د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له لوري د هېواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼې ګمرکي پروژې پلې شوې او یو شمېر نورې یې د پلي کېدو په حال کې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي په ترمذ ښار کې له مېشت یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې ترمذ ښار کې د اسلامي امارت سر قونسل او نورو مسولینو هم حضور درلود.

په پیل کې په دې ښار کې مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو د ریاست الوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

دوی دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هم خپل وړاندیزونه د اسلامي امارت له مسولینو سره شریک کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په ترمذ کې له مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت تل هڅه کوي پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، چې اوس‌مهال اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او له دوی یې غوښتي، چې له دې موقع څخه په استفادې دې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د سرخان دریا والي او مسولینو په ملتیا له سرحدي ګډ بازار څخه هم لیدنه کړې.

همداراز د اسلامي امارت د پلاوي او سرخان دریا ولایت د چارواکو ترمنځ کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې شوې او هوکړه شوې، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې به په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سواګرۍ په برخه کې لا پراخه او پیاوړې شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اوزبیکستان له ترمذ ښار څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له مقاماتو او لرغونو او فرهنګي سیمو څخه د لیدنو پر دوام، ترمذ ښار ته سفر کړی.

ترمذ ښار ته له رسېدو سره سم د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي ته د سرخان والي او د ترمذ مقاماتو هرکلی ویلی او وروسته یې د سرخان له والي الوغ بیک قاسموف سره کتلي.

د سرخان والي، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د دواړو هېوادونو اړیکي لرغوني بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان او اوزبیکستان له اوږدو کلونو راهیسي د دوو وروڼو ګاونډیو په توګه سوله‌ییز ژوند کړی او په ټولو برخو کې یې له یوه بل سره حسنه او نېکې اړیکې پاللي دي. اوزبیکستان د بل هر وخت په پرتله په بېلابېلو برخو کې د دغو اړیکو پیاوړتیا غواړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دوی د مېلمه پالنې قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان او اوزبیکستان د دوو نږدې دوستو ګاونډیو په توګه له یوه بل سره د متقابل درناوي پر بنیاد نېکې او حسنه اړیکې لري او افغانستان هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او ګډو مشترکاتو پربنسټ دغه روابط لا زیات پراخ او پیاوړي کړي.

مولوي عبدالسلام او مل پلاوي یې د دې سفر پر مهال د یاد ولایت د مقدسو، تاریخي او فرهنګي ځایونو په ځانګړي ډول د امام ترمذي او حکیم ترمذي رحمهما الله له مقبره لیدنه کړې او دوی ته یې د مغفرت دعا کړې ده.