ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 845

د کرنیزو همکاریو پر پراختیا د افغانستان او ایران ټینګار

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د کرنې له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د کرنیزو برخو په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی.

د بحث په موضوعاتو کې یې د تجربو تبادله، د کرنیزو او اوبولګولو پرمختللو ټیکنالوژیو کارونه، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ترسره کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ پیاوړي کول شامل وو.

دا لیدنه د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د کرنیز حالت د ښه‌والي په موخه شوې ده.

د افغانستان د کرنې وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه د دې هېواد د اوبو او خاورې د پروژو په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټیکنالوژیو په ځانګړې توګه د اوبو لګولو پرمختللو میتودونو د لیدلو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کي لنډمهاله بندر جوړېږي

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبريې کړې دي.

افغان پلاوي له خپل لوري د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدي سیمه کې یې د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان وړاندیزونه د تایید وړ بللي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادداښت له تبادله کولو وروسته به عملي شي.

د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې غوره فرصتونه رامنځته کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام په اوزبیکستان کې له مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره لیدنه کړې.

دا لیدنه د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په انګړ کې شوې ده.

په پیل کې یادو سوداګرو او افغانانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د ښه راغلاست پرمهال په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

دوی ویلي، چې اسلامي امارت تل په اوزبیکستان کې د مېشتو هېوادوالو او سوداګرو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې همکاري کوي.

په اوزبیکستان کې مېشتو سوداګرو او افغانانو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ په سوداګریزو چارو کې د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي په یاد هېواد کې له مېشتو هېوادوالو او ملي سوداګرو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د افغانانو نظریات او وړاندیزونه واوري او مناسبې حللارې ورته ومومي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

د نوموړي په وینا؛ د امير المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د عمومي عفوې فرمان په صادرېدو سره هېچاته په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته او امنیت په بشپړه توګه تأمین دی.

دغه راز اسلامي امارت په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي په اوزبیکستان کې له مېشت افغانانو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې له رامنځته شوې موقع څخه په استفادې په بېلابېلو برخو (د کانونو استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو) په ایجادولو کې پانګونه وکړي او د هېواد په ابادۍ او پراختیا کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اوزبیکستان له سمرقند ولایت څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي اوزبیکستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې له لرغونو او فرهنګي سیمو څخه د لیدنو پر دوام پرون سمرقند ولایت ته سفر کړې.

د یاد ولایت چارواکو او سیمه‌ییزو مسولینو مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی.

ښاغلي حنفي وروسته د یاد ولایت له والي حدیث مظفر اوغلي بابایف سره لیدنه کړې.

ښاغلي حدیث مظفر اوغلي بابایف، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او اوزبیکستان تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې دواړه ګاونډي هېوادونه له اوږدو کلونو راهیسي سوله‌ییزې او نېکې اړیکې لري او د اوزبیکستان لوری غواړي، چې دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دوی له مېلمه پالنې مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان او اوزبیکستان د دوو تاریخي ګاونډیو په توګه له یوه بل سره د متقابل درناوي پر بنیاد نېکې او حسنه اړیکې لري او افغانستان هڅه کوي، چې د دواړو هېواونو ترمنځ پر تاریخي، فرهنګي او ګډو مشترکاتو د اتکا ترڅنګ دغه روابط لا زیات پیاوړي او پراخ کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د یاد ولایت له مقدسو، لرغونو او فرهنګي ځایونو په ځانګړي ډول د امام بخاري رحمه الله لله مقبرې لیدنه کړې او نوموړي ته یې د مغفرت دعا کړې ده.

د کرنې وزارت مرستیال ایران ته سفر کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشري یوه پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه او د دې هېواد د اوبو او خاورې د طرحې په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د اوبولګولو پرمختللو مېتودونو د لیدنې په موخه ایران ته سفر کړی.

دغه سفر د افغانستان د کرنې او مالداري وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوی دی.

مولوي صدراعظم عثماني او مل پلاوی به یې د سفر په ترڅ کې د افغانستان په کرنې او مالداري سکټور کې شته فرصتونه ایراني پانګوالو ته معرفي کړي او هغوی ته به د پانګونې لپاره اړین ډاډ ورکړي.

تمه ده، چې د دې سفر په جریان کې به د کرنې وزارت مرستیال د ایران د کرنې وزارت له مسولینو سره لیدنه وکړي او د زراعت په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او شته ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړي.

هلمند کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون لاښه پلي کېدو په موخه لویه ولسي غونډه وشوه

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه هلمند ته سفر کړی او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د هلمندي ولس له قربانیو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلام دښمنان تل هڅه کوي، ترڅو نړیوالو ته د منفي تبلیغاتو له لارې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت غلط انځور وړاندې کړي؛ نو اوس د ټولو او په ځانګړې توګه د دیني عالمانو او قومي مشرانو دنده جوړېږي، ترڅو د محراب او منبر له لارې د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د نظام غېږ د ولس پر مخ خلاصه ده، که هر څوک شکایت او یا کومه ستونزه لري په ازادانه ډول دې د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو برخې سره شریکه کړي؛ حل او اورېدلو ته یې ژمن یو.

ښاغلي الحنفي له مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو غوښتي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

ورته مهال ځایي مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ترسره کول د ټولو مسلمانانو ګډه وجيبه بللې او ډاډ یې ورکړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به له هېڅ راز مرستو درېغ و نه کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي د مشرتابه مقام له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه او له ځایي مسولینو او اوسېدونکو سره ناستې کوي، چې په پایله کې یې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۳۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۲۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۲) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۶۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۳۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۵۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹) تنه و، هلمند او زابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۲۹) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۴۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۸۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۶۹) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۸) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۸۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۹۳۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲) تنه و، خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۱۲) کورنۍ او (۸۶۵) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۴) کورنۍ او (۱۴۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۱۵) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۶۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کانونو او پټرولیم وزیر بدخشان ته سفر کړی

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په ملتیا بدخشان ته رسمي سفر کړی.

نوموړي په یاد ولایت کې د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې د وسله‌وال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان مولوي امان الدین منصور، د والي له مرستیال قاري امین الله طیب، امنیه قومندان ملا عزیزالله او ټولو سیمه‌ییزو مسولینو سره ناستې کړې.

په دغو ناستو کې ملا هدایت الله بدري د کانونو د قاچاق او غیرې قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار کړی او د بدخشان د چارواکو د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي د دې ولایت شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه لیدنه کړې او د شرکتونو له مسولینو او ځايي خلکو سره یې په کتنه کې ټینګار کړی، چې په هیڅ صورت کې به د کانونو غیرې قانوني استخراج ته اجازه ورنه کړي.

دغه‌راز ټول شرکتونه مکلف دي، چې د قانون او طرزالعمل سره سم ژر تر ژره اجازه لیکونه او یا هم تړون وکړي.

ښاغلي بدري کان کیندونکو ته ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج او مسلکي کولو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لازیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر ټینګار کړی، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې غيرې قانوني کیندنې وکړي او له مخالفينو سره به قانوني چلند وشي.