د هېواد د ۳۴ ولايتونو ورزشي مسولينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار پيل شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ولايتونو ورزشي ادارو تر سلو زیاتو مسولينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار، چې درې ورځې به دوام وکړي، پيل شو.
د دغه مديريتي سمينار د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست رهبري پلاوي، د ولايتونو رييسانو، امرينو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د سمينار په پيل کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او د ياد سمينار پر عمومي جوړښت، محتوی او شته مواردو يې لنډې خبرې کړې او هيله يې ښودلې، چې د ګډونوالو لپاره ګټور ثابت شي.
د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمد الله وثيق ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي: “خوښ يم چې د ورزشي ډګر ولایتي مسولینو له نه ستړي کېدونکو مسولينو سره وينم او له دوی سره ګډون کوم.”
ښاغلي وثيق د ورزش په ډګر کې د ټولو لاسته راوړنو، چې په تېر کې ترلاسه شوې د هغه کريديټ ولايتي مسولينو ته منسوب کړي او د دوی د بې درېغه او نه ستړې کېدونکو هڅو پايله يې ګڼلې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز د افغانستان د ورزشي برخې لاسته راوړنو ته اشاره کړې او په ټولو برخو کې يې د لا زياتو برياوو او لاسته راوړنو هيله څرګنده کړې ده.
مولوي احمدالله وثیق زیاته کړې، چې د هېواد د ورزش اداره مو تل ترڅنګ ولاړه ده او هڅه به مو وي، چې ستاسو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړو.
ښاغلي وثيق په ټولو ګډونوالو غږ کړی، چې په دغه مديريتي سمينار کې په بشپړ ډول ګډون وکړي او په ياده برخه کې د ودې او پرمختګ لپاره ترې لا زياته ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مديريتي سمينار به درې ورځې دوام وکړي.
پکتیکا کې د شاوخوا ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي حکم پر اساس د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد تر مشري لاندې، د مرستیال والي مولوي مخدوم عبد السلام سعادت په هلو ځلو، د یاد ولایت په پینځو ولسوالیو کې د شاوخوا بېلابېلو ۶۰ پروژو چارې پیل شوې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ګڼ شمېر ځایي چارواکو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو هېوادوالو لپاره په بېلابېلا برخو کې ګټورې پروژې پلي کړي، تر څو په هره برخه کې اسانتیاوې ورته رامنځته شي.
د دې ولایت مرسیتال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، چې د یاد ولایت په برمل، شکین، نعمت اباد، تروې او اوړممۍ ولسوالیو کې د شااوخوا ۳۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت شاوخوا د ۶۰ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې، چې د قرارداد مطابق به پخپل وخت په اساسي ډول بشپړې شي.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي؛ د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې وروسته له شلو کلونو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د دوی په سیمه کې د بیارغونې په برخو کې د لسګونو داسې پروژو چارې پیلیږي، چې د خلکو یو له اساسي اړتیاوو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو چارې تر اوسه په برمل او شکین ولسوالیو کې پیل شوې او په نورو ولسوالیو کې به هم له پلان سره سم په ټاکلي وخت پیل شي.
د ۱۴۰۳ کال له پیله د آسان خدمت په ځانګړې څانګه کې څهباندې ۱۶ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په انګړ کې د آسان خدمت ځانګړې څانګې د روان کال له پیل تراوسه ۱۶ زره او ۴۷۴ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د آسان خدمت ځانګړې څانګې عمومي مدیر روحالله عزیزي وايي، چې په یاده څانګه کې په ورځني ډول شاوخوا ۲۵۰ غوښتونکو ته د برېښنايي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې ځانګړې څانګه کې د نورو څانګو په پرتله غوښتونکو ته د برېښنايي تذکرو اړوند خدمتونه په چټکۍ وړاندې کېږي او هېوادوال په اسانۍ سره خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.
ځینې هېوادوال چې د برېښنايي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته ورغلي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه خوښ دي.
هېوادوال وايي، چې اوسمهال د حکومتولۍ سېسټمونه په ډیجیټلي سېسټمونه بدلېدونکي دي او د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول په دولتي او نادولتي کارونو کې د زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول اسانه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان بخارا ولایت ته سفر کړی
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي اوزبیکستان ته د سفر په جریان کې، د دې هېواد له چارواکو سره د خپلو کتنو او له فرهنګي او لرغونو سیمو څخه د لیدنو په لړ کې بخارا ولایت ته سفر کړی.
ښاغلی حنفي یاد ولایت ته په رسېدو سره د ځايي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی.
مولوي عبدالسلام حنفي وروسته بیا د بخارا له والي باتور ظریفوف سره لیدنه کړې.
ښاغلي باتور ظریفوف په دې لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ اوزبیکستان او افغانستان د زیاتو فرهنګي او تاریخي مشترکاتو لرونکي دي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستو د دواړو هېوادونو رهبران دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کولای شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستاني چارواکو د کوربهتوب د مننې او قدرداني ترڅنګ ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان د بېساري تاریخي قدامت او همدارنګه په اسلامي فرهنګ او تمدن کې د ښه مقام لرونکي دي او له دې مقام څخه د ښې استفادې په صورت کې دوه اړخیزې اړیکې تر پخوا لا زیاتې پیاوړې کولای شو.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي په دې سفر کې د بخارا اسلامي او تاریخي ځایونو څخه هم لیدنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې بخارا ولایت په بېلابېلو سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې له افغانستان سره د پیاوړو اړیکو لرونکی دی.
د قطر سفارت له سلاکار سره د مولوي عتیقالله عزیزي لیدنه؛ قطر د افغانستان د فرهنګي بنسټونو په استحکام کې ونډه اخلي
داطلاعات کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره لیدنه کړې.
ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د پیاوړتیا او انکشاف په برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو یادونه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د تاریخي او هنري اثارو له اړخه غني هیواد دی او د اسلامي معمارۍ ،خطوطو، مناتورۍ ،موزیمونو او نورو فرهنګي برخو د تحقیق او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او کارکولو ته چمتو دی.
د قطر هېواد استازي او د سفارت مشاور ویلي، چې موږ د افغانستان د خلکو او نظام په پرمختګ، ځان بساينې او لاسته راوړنو زیات خوشاله کېږي او په ځانګړي ډول د فرهنګي او هنري ارزښتنو په ساتنه او رغونه کې ونډه اخیستل خپل دیني او انساني مکلفیت بولو.
نوموړي زیاته کړې، چې قطر چمتو دی د یوې دوه اړخيزې هوکړې په رڼا کې د افغانستان د ګڼو فرهنګي او تاریخي ابداتو او مرکزونو په تقویت او جوړونه کې مهم رول ولوبوي.
افریقايي هېواد ګینه کې د فوټبال مینوالو په خپلمنځي شخړه کې لسګونه کسان وژل شوي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د افریقا په سویل کې پروت د ګینه هېواد په نزریکوري ښار کې د فوټبال د مینوالو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې لسګونه کسان وژل شوي.
دا د ګینه هېواد دویم تر ټولو لوی ښار ګڼل کېږي.
د یوه روغتیايي مرکز ډاکټر رسنیو ته ویلي، چې روغتون کې بېشمېره جسدونه پراته او شاوخوا ۱۰۰ کسان په دې پېښه کې وژل شوي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې له لوبغالي بېرون هم شخړې او تاوتریخوالی جریان لري او ګڼ جسدونه په ځمکه پراته دي.
کرېکټ؛ د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو لپاره د افغانستان لوبډلې اعلان شوې
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو د زمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو او درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د راتلونکو لوبلړیو لپاره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې نوملړونه اعلان کړل.
د مهالوېش له مخې به دا سیالۍ د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې پیل شي او د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې په شپږمه به دویمه ټېسټ لوبه پای ته ورسېږي.
د ټېسټ سیالیو لپاره به د افغان لوبډلې نوملړ وروسته اعلان شي.
د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې د لومړي ځل لپاره تکړه چپ لاسي پیلیز توپوهونکي زبید اکبري ته موقع ورکړل شوې ده.
د زبید ترڅنګ، دروېش رسولي ته هم د شل اوریزو سیالیو د لوبډلې په نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی.
دروېش په اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و او په نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو کې یې هم خورا ښه وړتیا ښودلې وه.
ابراهیم ځدراڼ چې څه موده وړاندې یې د ښنګري د ټپ له امله عملیات کړي، لا هم تر درملنې لاندې دی او تر دې مهاله یې ټپونه په بشپړه توګه نه دي رغېدلي او له همدې امله به له سیالیو بهر وي.
د ملي لوبډلې پیاوړی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې له دې وړاندې د لاس د ټپ له امله د اوږدې مودې لپاره له سیالیو بهر و، په دواړو لوبډلو کې شامل شوی او د زمبابوې پر وړاندې به په دواړو لوبلړیو کې د افغان لوبډلې ملتیا وکړي.
د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، صدیق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، دروېش رسولي، زبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، مجیب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي.
دغه راز د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او فرید احمد ملک شامل دي.
د زمبابوې پر وړاندې شل اوریزې سیالۍ به د ډسمبر په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
لومړۍ ټېسټ لوبه به بیا د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه به د جنورۍ له دویمې تر شپږمې نېټې پورې دوام وکړي.
بلخ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو پر سېلابځپلو کورنیو بیړنۍ مرستې وېشلې
ملي دفاع وزارت وایي، چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له کبله پر زیانمنو شویو لسګونو کورنیو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د منسوبینو له لوري د خوراکي توکو، کمپلو او خیمو مرسته وېشل شوې ده.
دغهراز د دې قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک منسوبینو د نورو امنیتي سرتیرو په ملتیا د خلکو د مال او ځان ساتنه کړې او له سېلابونو یې ژغورلي دي.
د یادونې وړ ده، چې سیلابونه د بلخ په یاده ولسوالۍ کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي او خلک یې د خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړ کړي دي.
