ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 847

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر هلمند ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هلمند ته سفر او د مسولینو، علماء کرامو او متنفذینو سره یې په یوه پراخه غونډه کې ګډون کړی.

په دې غونډه کې ګڼو ځايي چارواکو او مسولینو ګډون کړی و.

په پیل کې د هلمند د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي محمد امین بدخشاني له هر څه وړاندي د ولایت مقام له ښې رهبرۍ مننه کړې، چي تل یې د دغه ریاست سره په اړوند برخو کي همکاري کړې ده.

نوموړي له ټولو مسولینو، علماءکرامو او متنفذینو غوښتي، چي خپلې همکارۍ ته لا دوام ورکړي او د اسلامي احکامو په تطبیق کې خپل مسولیت او رسالت په ښه ډول ادا کړي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر تر هر څه وړاندي په تېرو شلو کلونو کي د هلمندي ولسونو جهادي کارنامې د ستایلې او ویلي یې دي، چې زموږ شل کلن جهاد دوې موخي لرلې؛ یو اشغال ته د پای ټکی اېښودل او بل په ټول هېواد کې اسلامي نظام نافذول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د مظلومانو غږ اورېدل شوی او د ظالمانو مخه نیول شوې ده.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ موږ په فزیکي او فکري جګړه کې بریالي شوي یو او لا هم هڅه کوو، تر څو د اسلام د دښمنانو د فکري جګړې شیندل شوی اثر هم له منځه یوسو.

شیخ محمد خالد الحنفي له علماء کرامو غوښتي، چې د دغه وزارت قانون د منبر له لاري تر ولسونو پورې ورسوي، تر څو خلک له منکراتو وژغورل شي او نېکي لارې ته وهڅول شي.

د هلمند والي په دې غونډه کې ویلي، چې الهی احکام تر خلکو رسول او خلک نېکې لارې ته هڅول زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي امر بالمعروف وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د دغه وزارت د قانون ټولي مادې به په دولتي ادارو کي په ښه ډول عملي شي او هم به د علماء کرامو پر مټ یاد قانون په ښه توګه تر خلکو پورې ورسول شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله هغه فرمان، چې د امر بالمعروف قانون د تنفیذ په موخه یې د هېواد ټولو ولایتونو ته صادر کړی بیان کړ.

د یادونې وړ ده، چې راغلي پلاوي په هلمند ولایت کې د بېلا بېلو لیدنو پر مهال د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو، د رسنیو مسولینو، ازادو او سیمه‌ییزو خبریالانو سره کتنې کړې. د هغوی هر اړخیزې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې د حل په موخه اورېدلې دي.

د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه هوکړه وشوه

د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه د اوبو او انرژي وزارت او مس عینک قراردادي شرکت(ام.سي.سي – جه.سي.ال) ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک نن د ۱۴۰۳هـ ش کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ نېټه د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او د لوګر د مس عینک قراردادي شرکت (ام.سي.سي – جه.سي.ال) د ریيس سونګ ون بینګ ترمنځ لاسلیک شوه.

په دې غونډه کې افغانستان کې د چین سفیر ژو ژینګ، د کانونو او پټرولیم مرستیال شیخ ضیاء الرحمن او د اوبو او انرژي وزرات ګڼ شمېر ریيسانو ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتوکولو په برخه کې د باغدرې بند د ارزښت یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د باغدرې بند د پروژې پلي کول به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.

ښاغلي منصور د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د چین سفیر او د ام. سي. سي شرکت مسولینو ته یې ډاډ ورکړی، چې اوس‌مهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکاري ته ژمن دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال شیخ ضیاالرحمن په دې غونډه کې یادونه کړې، چې افغانستان د کانونو له پلوه بډای دی او له نیکه مرغه اوس‌مهال اسلامي امارت دغه زمینه چمتو کړې، چې د هېواد له کانونو څخه د هغه د آبادۍ او پراختیا په لاره کې ګټه پورته شي.

د دې غونډې په دوام د چین هېواد سفیر او د ام. سي.سي شرکت رئيس هر یوه په خپل وار سره د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو ستاینه کړې او د دغه هوکړه‌لیک لاسلیکول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

د یادونې وړده، چې له دغه هوکړه لیک سره سم یاد شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د امکان سنجي، جیوفزیک او جیو تخنیک مطالعات سرته رسوي او د اوبو او انرژي وزارت به هم د هوکړه لیک له شرایطو سره سم له دې شرکت سره همکاري وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر کابل کې د قطر له مستشار سره لیدنه وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو پر پیاوړتیا سربېره، قطر هېواد ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني اعزام په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه معلومات شریک او په دې برخه کې د شته هوکړه‌لیک د غنامندۍ، بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمیټو پر جوړېدو ټینګار شوی.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر پخپلو خبرو کې له افغانستان سره مختلفو برخو کې د قطر شاهي هېواد له مرستو څخه په مننې افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د ګډو پروژو پيلولو لپاره چمتووالی څرګند کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ دا چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ او مختلفو ساحو کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر دي، نو غوره به وي، چې قطري پانګو‌ال دلته په پانګونې سربېره خپل هېواد ته د افغاني تازه مېوو د صادرولو هڅه هم وکړي.

ډاکټر مردیف علي القشوتي د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته قطر هېواد ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر وکړي او د کاریګرو د اعزام په برخه کې د هوکړه لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري او په اړه یې بحثونه وکړي. د ښاغلي عمري له لوري بلنه منل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د قطر هېواد سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزیر او مل پلاوي ته د هغه هېواد په د ملي ورځې په جشن کې د ګډون بلنه هم ورکړې، چې د ډسمبر په ۱۸ نمانځل کېږي.

د کډوالو چارو وزیر کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره لیدنه کړې.

په دغه ناسته کې د چین هېواد له لورې د ١٠٠ میلیونه ‘ين’ په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د لېږد او څرنګوالي په اړه خبرې شوې.

د کډوالو چارو وزیر د چین هېواد له مرستې مننه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د ژمي په رارسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوې او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي.

د چین سفیر ویلي، چې د دې جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي او له اداري پروسې وروسته به یې ددې میاشتې په پای کې لېږد پيل شي.

په ناسته کې دواړو لوریو د کډوالو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

د افغاني او ترکي سوداګرو تر منځ ګډه سوداګریزه ناسته وشوه

د افغاني او ترکي سوداګرو تر مینځ ګډه سوداګریزه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي، د ترکیې هېواد د سوداګري وزارت مرستیال او د جمهوري ریاست مشاور او د دې هېواد د بېلابېلو ټولنو او انجمنونو په ګډون، د ترکیې د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزو اخلاقو د انجمن له خوا جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې ۷۰ افغاني او ۶۰ ترکي شرکتونو، چې په بېلابېلو سکټورونو لکه د معدني، ساختماني، طبي او خوراکي موادو او د پوښاک د تولید په برخه کې فعالیت لري، ګډون درلود.

د غونډې ویناوالو د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ کچې له پراختیا څخه د ملاتړ په څرګندولو، د دواړو هېوادو تر منځ پر تاریخي اړیکو، د سوداګرۍ پر اهمیت او د شته ترانزیتي او تراتسپورتي ستونزو پر حل خبرې کړې او ترکي اړخ له افغانستان او نورو اړونده هېوادو سره د لاجوردو د لارې د فعالولو په تړاو خپله تیاري ښودلې ده.

همدارنګه پدې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په وړاندې کولو سره له ترکي سوداګرو غوښتل شوي، ترڅو په افغانستان کې د پانګونې په موخه د ترکي تولیداتو او محصولاتو نندارتونونه جوړ کړي.

د ناستې په دوام ترکي سوداګرو او پانګه‌والو د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو، لکه: زراعت، کانونه، انرژۍ، اسلامي بانکدارۍ او د سوداګرۍ اړوند حقوقي موضوعاتو، د دواړو هېوادو د ګډې یا دوستۍ خونې دجوړولو، د نندارتونو د مرکز جوړولو سره لیوالتیا ښودلې او ددې پروګرامونو د دوامداره کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ترکیې لوري د افغانانو له دغه ټولو وړاندیزونو سره خپله لیوالتیا ښودلې او په افغانستان کې یې له پانګونې او کار سره خپل ملاتړ څرګند کړی.

ددې ناستې په پای کې د مرسوس نړیوال سوداګریز شرکت او د میثم د اوسپنې د ویلي کولو فابریکې هوکړه کړې، تر څو په افغانستان کې یوه ګډه فابریکه جوړه کړي.

مولوي مطیع الحق خالص: د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون لویه لاسته راوړنه وه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیع الحق خالص نن (یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.

مولوي مطیع الحق خالص په دې خبري کنفرانس کې ویلي، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بشپړ معلومات له نړیوالو سره شریک شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې هڅه وشوه، تر څو نړیواله ټولنه قانع کړو، چې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسلې له سیاست سره تړاو نه لري او باید د یوې ټولنیزې او بشري مسلې په توګه ورته وکتل شي.

دغه‌راز په یاد کنفرانس کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان د زیانمنېدو په اړه تفصیلي خبرې شوې او د اسلامي امارت پلاوي د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې په اړه د نړیوالو میکانیزمونو د ژر پلي کېدو او په دې برخه کې د مالي مرستو د چټکولو غوښتنه کړه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس په وینا؛ د اسلامي امارت پلاوي په یاد کنفرانس کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او د اقلیمي بدلون په تړاو په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان د فعاله ګډون غوښتونکي شوي دي.

همدارنګه د اسلامي امارت پلاوي په اړوندو موضوعاتو د تخنیکي او تفصیلي بحث تر څنګ د چاپېریالي او اقلیمي بدلون د ځنډېدلیو پروژو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.

پر دې سربېره په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت پلاوي د شنه اقلیم صندوق لپاره د ملي تماس مرجع په معرفي کولو سره هڅه کړې، چې په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو د ښه مدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان د مسلمینو ادارې له رییس او لوی مفتي سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازیګر د اوزبیکستان د مسلمینو ادارې له رییس او لوی مفتي شیخ نورالدین خالق نظر سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د یاد هېواد د مسلمینو ادارې رییس او لوی مفتي د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته ښه راغلاست ویلی او اوزبیکستان ته یې د نوموړي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او لرغونو اړیکو نښه بللې ده.

نوموړي ویلي؛ اوزبیکستان او افغانستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، چې ورته په مختلفو برخو کې خپلې اړیکې له پخوا څخه ډېرې پراخولای شو.

د اوزبیکستان لوی مفتي ویلي، چې دغه ډول سفرونه د فرهنګي اړیکو او ګډو بارونو او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک او پام وړ فرصتونه رامنځته کوي او باید له دې فرصت څخه ډېره ګټه پورته شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د علماوو دغه ډول سفرونه او تګ راتګ د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لامل کیږي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې بیانولو سره، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او ګډو ګټو ته لاسرسی د دې سفر اساسي موخه ده، زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو مشترکاتو پر اساس د نویو همکاریو زمینه برابره کړي او د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزناګ ګامونه واخیستل شي.

مولوي حنفي د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو په اړه په همکاریو ټینګار کړی او د دې لیدنې په څنډه کې یې د تاشکند ښار اسلامي مرکز او پکې د موجودو تاریخي او لرغونو اسلامي اثارو لیدنه هم شوې ده.