ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 849

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر رفعت جمال سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې له نورو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو برابرولو، راستنو شویو هېوادوالو کې له روغتیایي زده‌کړو څخه فارغو شویو مسلکي کسانو ته د روزنیزو برنامو رامنځته کولو، کډوال مېشتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو، د عمومي روغتونونو او (UNHCR) سازمان له لوري د جوړو شویو روغتیایي مراکزو پر عصري کولو، د راستنېدونکو هېوادوالو ترمنځ د ساري ناروغیو پر مخنیوي، دې برخې ته د لا زیاتې پاملرنې او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپلو خبرو کې د افغانستان روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه بللې او د یادې ادارې له مشر یې غوښتي، چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي، ترڅو په منظمه توګه هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کسانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ستونزې یې راکمې شي.

د (UNHCR) مشر په افغانستان کې روغتیايي برخې سره خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې د بېرته راستنېدونکو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو تر څنګ، پر لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو، د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو لپاره د ظرفیت لوړونې او د دوۍ د ګمارنې اړوند طرحې په تایید د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړی، چې په وینا یې په دې برخو کې به خپله لازمه همکاري وکړي.

د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دویمه غونډه کې ۳۰ سټنډرونه تصویب شول.

دا غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ملا فیض‌الله تمیم، د دې شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.

د غونډې په پیل کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پخپلو خبرو کې ویلي؛ هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو له پاره اړینه ده، چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې سره به د بې‌کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو څخه په کلکه غوښتي، چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي.

ورپسې غونډې ته د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰سټنډرډونه وړاندې او تر هر اړخیز بحث وروسته تصویب شوي دي.

نورالدین عزیزي ترکیه کې له مېشت افغان سوداګرو سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره زمینه برابره ده

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې دې هېواد کې له مېشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ترکیه کې د افغانستان جنرال قنسول هم حضور درلود.

په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو معلومات ورکړي او هېواد کې یې د سراسري امنیت څخه په ډاډ ورکولو له هغوی غوښتي، ترڅو خپل هېواد ته راستانه او پانګونه پکې وکړي.

په ترکیه کې ځینې مېشت افغان سوداګرو ویلي، چې خپلې پانګې یې افغانستان ته لېږدولې او ځینو نورویې هم ویلي، چې خپل هېواد ته د ستنیدو پلان لري.

په پای کې د افغانستان اسلامي امارت دصنعت او سوداګري وزیر یادو افغان سوداګرو ته ویلي، چې ستونزې او ننګونې مو په دې هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال قنسولګرۍ له لارې له موږ سره شریکې کړئ.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۹/۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۲۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲) تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۵۷۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۹۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۰۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۴۹) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۳۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴) کورنیو سره مجموعًا (۴۶۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۳) کورنۍ او (۶۳۹) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۵) کورنۍ او (۷۲) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۳۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۳۰) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۶۶۷.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي.

د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت ۶۶۷.۳ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده او ۲۵۰.۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صاداراتو ارزښت ۷۲۰.۹ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۵۳.۶ میلیونه ډالر کموالی راغلی.

همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۴ میلیارد او ۴۸.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ میلیارد او ۲۰۱.۸ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی.

د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې وچه او تازه مېوه د صاداراتي توکو په ډله کې د ۱۶۷.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۱۱۹.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د ۸۵.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت معدني توکي او د ۶۶.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سبزي په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.

د روان کال په یاده موده کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۹۹۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لري او ورپسې ماشینونه، ترانسپورټي وسایط او پرزې د ۷۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو اوړه د ۲۶۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت او منسوجات د ۲۲۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت په دویم، درېیم او څلورم ځای کې راځي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په یاده موده کې وچه مېوه د ۲۰.۵ سلنې او طبي بوټي د ۱۷.۹ سلنې په درلودو د هېواد په صاداراتو کې تر ټولو زیاته ونډه لري او نفتي مواد او روغنیات د ۱۸.۹ سلنې او ماشینونه، ترانسپورټي وسایط او پرزې د ۱۴.۷ سلنې په درلودو د هېواد د وارداتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او وروسته کره احصاییوي ارقام د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.

متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر د کوربه هېواد د دولت له رییس سره لیدنه کړې

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې اترې کړې.

همداراز افغان سفير د د‌ولت ریيس ته په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو کې د تسهیلاتو غوښتنې کړې او ترڅنک یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري په تړاو هم يادونه کړې ده.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان پخپلو خبر کې د یادو شویو مواردو په تړاو د همکارۍ او اسانتیاوو ژمنې کړې. دغه راز د دولت ریيس افغانستان خپل ورور هېواد یاد کړی او ترڅنګ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ٢٦/۰۵/۱۴۴۶ نېټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د کوربه هېواد د دولت رییس ته د یو لړ رسمي او پرتمینو مراسمو په ترڅ کې باورلیک هم وراندې کړی وو.

چين کې د افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته وشوه

د افغاني سرې میاشتې عمومي ریيس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسول الکساندر متيو سره په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او همکاريو د پياوړتيا په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې لوی ریيس د دې خيريه ملي ټولنې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د خپلو بشرپالو خدماتو په اړه هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې افغانستان کې د بشري وضعيت او د نړيوالو مرستندويه ادارو د مرستو د اغيزمنتيا په اړه د وينا ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو د ملاتړ او د ژمي په موسم کې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي په پار د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي متيو د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ ویلي، چې موږ د سرې مياشتې د ملاتړ په برخه کې بشپړه ژمنتيا لرو او بشري ستونزو د حل په برخه کې يې د ګډو هڅو او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه کړې ده.

دواړو لوریو د راتلونکي لپاره د ګډو همکاريو په برخه کې د نوو پلانونو په تړاو هم هر اړخیز بحث کړی دی.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال د هلمند له والي سره لیدلي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره لیدنه کړې.


په دې ناسته کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د عمومي وضعیت او په یاد ولایت کې د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنک ویلي، د دې ولایت د بېلا بېلو ادارو مسولین شپه او ورځ خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی ستونزو د حلولو کوښښ کوي


نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ولایت ټول مجاهدین او سیمه‌ییز مسولین د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو او اوامرو عملي کېدو ته چمتو دي.


د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه د خوښي څرګندولو تر څنګ د هلمند ولایت د سیمه‌ییزو مسولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.


مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت او د هېوادوالو ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او سیمه‌ییز مسولین په دې برخه کې باید لا زیات کوښښ وکړي.