ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 850

افغان پلاوي ترکیه کې د اوسپنې پتلۍ په نړیواله غونډه کې ګډون کړی

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې ټولنې (UIC) ۳۴مه سیمه‌ییزه غونډه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، په غونډه کې د یادې اتحادیې رییس، آلان بیراود، د خپلې وینا پرمهال د تېر کال په جریان کې د اوسپنې پټلۍ د سیمه‌ییزو همکاریو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

نوموړی زیاته کړه چې ورپسې د ترکیې د اوسپنې پټلۍ عمومي رییس، ويسي کورت، او د منځني ختيځ د سیمه‌ییزې ټولنې (RAME) د دفتر رئیس د خپلو خبرو پرمهال د اوسپنې پټلۍ بنسټیزې پراختیا او معیاري کولو، او همدارنګه د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد په برخه کې د موجوده خنډونو او ننګونو له منځه وړلو ټینګار وکړ.

د اوسپنې کرښې مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د خپلې وینا پرمهال وویل: «دا چې د اوسپنې پټلۍ د بنسټونو رغول او معياري کول يو ملي او نړيوال اړخ لري، خو د اسلامي امارت لپاره د تېرو څو لسيزو پاتې ستونزو او ننګونو سره سره، د اوسپنې پټلۍ بنسټیزه پراختیا کاري لومړیتوب دی.»

ښاغلي صاحب‌زاده په دې غونډه کې ډاډ وکړی، چی د اسلامي امارت د غوره سواګریزو اړیکو ساتلو په موخه د اوسپنې پټلې بنسټیزې پراختيا، د ګټې اخيستنې د خدماتو کيفيت لوړولو، ساتنې او څارنې په برخه کې اغيزمنو هڅو ترسره کولو ته ژمن دی.

د غونډې پرمهال د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې استازو ژمنه وکړه، چې په راتلونکو روزنیزو کورسونو کې به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کارکوونکو ته بلنه ورکړي، ترڅو ددې اتحاديې له لوري په چمتو کېدونکو ځانګړو روزنیزو کورسونو کې برخه واخلي.

په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې او منځني ختیځ د سيمه ييزې ټولنې د استازو لخوا د وروستيو فعالیتونو، لاسته راوړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکو پلانونو په تړاو مفصل کلنی راپور وړاندې شو.

د امارت اسلامي پلاوي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د وروستيو پرمختګونو، تر کار لاندې پروژو، لاسته راوړنو او راتلونکو درې کلنو لومړيتوبونو په تړاو مختصر راپور وړاندې شو چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شو.

پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له‌مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ (پنجشنبه،د لیندۍ اتمه) د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، چې افغانستان د ثبات پر لور روان دی او روسیه هیله لري له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

ښاغلي پوتین زیاته کړې، چې روسیې له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.

 نوموړي ټينګار کړی:« چې موږ نشو کولای له دې حقیقت سترګې پټې کړو چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی.»

په ورته وخت کې، د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف له ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي.

باید وویل شي، چې روسیه افغانستان د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم ګڼي او  په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او دیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوې دي.

په شمال زون کې دویم صادراتي مرکز کندوز کې پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په شمال زون کې دویم صادراتي مرکز د کندوز په شیرخان ګمرک کې د دې وزارت وزیر، ښاغلي نورالدین عزیزي، لخوا پرانیستل شو.

د دې وزارت په وینا، د یاد مرکز په پرانیسته مراسمو کې د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس، مولوي محمد رحیم سیرت او د یاد ولایت د امارت اسلامي سیمیزو چارواکو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې دغه مرکز د صادراتي توکو د اسنادو د طی مراحل اسانتیاوې رامنځته کولو او چټکتیا لپاره پرانیستل شوی دی.

د کډوالو چارو وزیر د کډوالۍ نړیوال سازمان له نوې مشرې سره لیدنه کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان له نوې مشرې “مي هیونګ پارک” سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته په رسیدنه، د بشري مرستو پر څرنګوالي، د ژمنیو مرستو پر چټکتیا او دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي خبرې شوې.

ښاغلي حقاني نوموړې ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ کډوال په ډیر لوړ تعداد کې هېواد ته راستنېږي، چې سرپناه، تعلیم، صحت او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي د مهاجرت نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې په دې برخه کې خپل مسولیت په ښه توګه ادا او د بیړنیو مرستو پرځای اساسي ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې ویلي، چې د مهاجرت نړیوال سازمان د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې کار کوي، خو په افغانستان کې د حکومت له لوري کډوالو ته ښه پاملرنه موږ هڅوي، چې دې هېواد ته لومړیتوب ورکړو.

نوموړې زیاته کړې، چې د مهاجرینو چارو وزارت له همکارۍ پرته مو فعالیتونه ناشوني دي او موږ هڅه کوو، خپل فعالیتونه لا ښه او زيات کړو.

د کرملین ویاند: روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف له ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي.

ښاغلي پیسکوف زیاته کړې، چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم ایستلو قانوني لړۍ روانه ده.

نوموړي ویلي: “دا ډیره مهمه ده، چې له افغانستان سره اړیکې پراخه شي، ځکه چې افغانستان د روسیې په ګاونډ کې پروت هېواد دی او په دې تړاو روسیه له اسلامي امارت سره په اړیکه کې ده. د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم ایستلو وروستۍ پرېکړه به له رسنیو سره شریکه کړو.”

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي و، چې اسلامي امارت په درېیو کلونو کې د روسیې په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د رغنده اړیکو د پراختیا هوډ ثابت کړی؛ بلخوا اسلامي امارت د روسیې دغه دریځ ستایي او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکي د اسلامي امارت سره د روسیې د تعامل وروستۍ هڅې ستایي او وايي، چې له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا د نړۍ له نورو هېوادنو سره پیاوړو اړیکو ته لاره پرانیزي.

د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو په مشرۍ د روسیې لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی و، چې د اسلامي امارت له یو شمېر مشرانو سره یې د دواړو هېوادنو په ځانګړې توګه اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

علمي بحث: د کابل-مسکو اړیکو نن او پرون؛ پرمختګونه او راتلونکی مسیر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت “کابل ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د کابل-مسکو اړیکو مسیر” تر سرلیک لاندې موضوع باندې علمي بحث وشو.

په دې غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت مقدماتي خبرې کړې او د بحث لپاره یې یو شمېر اساسي پوښتنې مطرح کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس دکتور ذاکر جلالي د کليدي ویناوال په توګه د افغانستان اسلامي امارت سره د روسیې اړیکې په دریو پړاوونو؛ د اسلامي امارت لومړۍ دوره، د شل کلن اشغال دوره او تېرو دریو کلونو کې بحث کړی او د دې مخینې په رڼا کې یې د یادو اړیکو پر راتلونکي مسیر بحث کړی.

ښاغلي جلالي ویلي؛ که څه هم د روسیې او اسلامي امارت اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو-ژورو تېرې شوې، خو په ټوله کې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې، چې کله د مسکو فارمټ غونډې پیل شوې او د اسلامي امارت لپاره د خپل دريځ څرگندولو یو نړيوال سټېج جوړ شو، د دغو اړیکو مسیر مخ پورته روان دی او له دې وروسته هم تمه دا ده، چې په اړیکو کې لا ډېر مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو ورځو کې کابل ته د لوړ پوړي روسي پلاوي راتګ له شک پرته د افغانستان او روسیې د اړیکو پر مسیر خپلې مثبتې اغېزې ښندي او یو مهم سیاسي پرمختګ دی.

د هغه په وینا؛ د وروستي پلاوي له راتګ سره به روسيه د «طالبانو غورځنگ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له ليست څخه په لرې کولو د امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختيا زمينه برابره کړي.

ذاکر جلالي هيله څرگنده کړې، چې د روسيې له خوا د ځينو سياسي گامونو له پورته کولو سره به د افغانستان او روسيې ترمنځ په اقتصادي برخه کې لویو پرمختگونو ته لار اواره شي.

دغه‌راز د نظام‌جوړونې په برخه کې اقدامات او له روسيې سره د اسلامي امارت له پرله‌پسې اړيکو سره روسیه دې پایلې ته رسېدلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه باثباته او مستحکم نظام په توګه کولی شي په سیمه کې د روسیې یو ښه سیاسي او اقتصادي شريک شي.

ښاغلي جلالي د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست متوازن بللی او روسيې سره يې په اړيکو کې پرمختگ د دوو اړخيزو اړيکو د عادي کېدو پر لور گامونه‌ بللي، چې هېڅ لوري ته ښايي د اندېښنې وړ نه وي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو-ډیپلوماټانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړي او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه کړي دي.