ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 851

د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې له افغانستان څخه ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي

صنعت او سوداګري وزارت وايي، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې له افغانستان څخه ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي.

د یاد وزارت د ویاند عبدالسلام جواد په وینا؛ دا صادر شوي زعفران د ۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت هند، متحده عربی اماراتو، سعودي عربستان، امریکا، کاناډا، هالنډ او ترکیې ته صادر شوي دي.

د زعفران کارانو ټولنې مسولین وايي، چې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې یې د زعفرانو کرکېلې ته وده ورکړې او غواړي چې د هېواد ټولو ولایتونو ته یې وغځوي.

هېوادوال زعفران د نشه‌يي توکو د کښت غوره بدیل ګڼي او وايي، چې له امله یې زیات شمېر کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.

په دې برخه کې کارکوونکي وايي، چې که د زعفرانو د پروسس شرکتونه نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي او بانکي او مالي سیستم کې یې ستونزی حل شي، افغانستان به د زعفرانو په برخه کې په یو ستر صادروونکي هېواد بدل شي.

کډوالو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت او د افغانستان د کلیو بیارغونې او ټولنیزې او پراختیایي لار له موسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې.

د دې هوکړه لیکونو له مخې به د افغانستان د کلیو بیارغونې موسسه هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره او ۹۰۸ راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنې ته بیامېشتېدنې برخه کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې یو میلیون، ۲۰ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالر لګوي.

د ټولنيزې او پراختيایي لار موسسه به په کندوز او بدخشان ولايتونو کې د ژمنيو کڅوړو په وېش ۳ ميليونه، ۷۶۳ زره او ۲۰ افغانۍ مصرف کړي، چې ۲۰۰ راستنې شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه ليکونه د وزارت دعوت او ارشاد رییس او د مسلکي معینیت سرپرست او د دواړو موسسو د استازو تر منځ لاسليک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د حلال استانبول نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي د استانبول ۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي له ترکیې او د اسلامي همکاریو سازمان څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله مننه کړې او دا نندارتون یې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز پروګرام ګڼلی دی.

د صنعت او سوداګري وزیر د ترکیې هېواد لوړ پوړي دولتي پلاوي او خصوصي سکټور ته بلنه ورکړې تر څو په افغانستان کې د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.

ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د شته فرصتونو په تړاو خبرې کړې او له ګډونوالو یې غوښتي، ترڅو د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

همدارنګه هغوی ته یې بلنه ورکړې، تر څو د افغانستان له تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

نورالدین عزیزي په دې پروګرام کې د افغانستان د پلاوي له ګډون څخه موخه د افغانستان، ترکیې او سیمې د نورو هېوادو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د نویو فرصتونو رامینځ ته کول، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو تولیداتو او محصولاتو ورپېژندنه او له بهر په تېره بیا ترکیې څخه د بهرنۍ پانګونې جذب ګڼلی دی.

د یادونې وړ ده، د استانبول حلال ۲۰۲۴ نندارتون د سیمې او نړۍ په کچه یو ستر نندارتون دی، چې د افغانستان په ګډون ۴۵ هېوادونو په ۴۵۰ غرفو کې خپل محصولات او تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.

د پوهنې وزیر د خوست له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا او مل پلاوی خوست ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ د پوهنې رییس مولوي فیض الله جمال حقاني په ملتیا د دې ولایت د اسلامي زده کړو د مرکزونو له ۴۶۰ تنو ممهتممینو سره لیدنه کړې.

پر دې سربېره نوموړي د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د کنډيو حقانيه، نجم المدارس سرحدي او انوار العلوم مدارسو څخه هم لیدنه کړې.

په دې ناستو کې د یاد ولایت د مدارسو مهتممینو او استادانو خپل یو شمېر نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک او د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.

له بلې خوا د پوهنې وزیر د خپلو خبرو پرمهال د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښوونیزو پرمختګونو ستاینه کړې او د دغه ولایت مهتممینو او علماوو ته یې ډاډ ورکړی، چې د پوهنې وزارت رهبري په خوست ولایت کې د مدارسو او ښوونیزو مرکزونو د ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د خوست د مدارسو مهتممینو يوه کمېټه جوړه کړه، تر څو له دغې لارې د پوهنیزو چارو لاښه والي په موخه خپلې ستونزې او نظريات په مستقيم ډول د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريک کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۵ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۸۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲) تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۵۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۱۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۷۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۵۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۶۲۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۴) کورنیو سره مجموعًا (۴۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري(۶۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۹) کورنیو سره مجموعًا (۴۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۷۵) کورنۍ او (۷۷۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۴) کورنۍ او (۲۲) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۶۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۴۸) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د UNODC تازه راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه؛ د نشه‌يي توکو هېڅ کښت له پولیسو پټ نه دی پاتې

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د وروستي راپور په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد کې د نشه‌يي توکو هېڅ کښت له پولیسو پټ نه دی پاتې.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د څرنګوالي په تړاو يو تازه راپور خپور کړی.

د کورنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره تر خپله وسه هڅه کړې ده.

لکه څرنګه چې نشه‌یي توکي یوه ویجاړونکې پدیده ده او د اسلام د سپیڅلي دین له نظره مطلق حرامه ده، د افغانستان اسلامي امارت د دې امر په پام کې نيولو سره او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ توانيدلی، چې نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او مقابله خپل لومړيتوب وګرځوي او په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید مخنیوی هم د اسلامي امارت د اساسي او بنسټيزو اقداماتو یوه برخه ده.

د کورنيو چارو وزارت د يادې ادارې وروستۍ څرګندونې او ادعا په کلکه رد او له حقيقته لرې ګڼلې ده.

د کورنيو چارو وزارت د ارزونو له مخې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او تولید په تړاو، چې په تېر یوه کال کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پوليسو ځواکونو د هېواد په ټولو ولايتونو کې د نشه‌يي توکو په ځانګړې توګه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په برخه کې يو شان عملي ګامونه پورته کړي او هيڅ کومه سيمه چې د نشه‌يي توکو کښت پکې وي، د دغو ځواکونو له سترګو او مبارزې څخه نه ده پاتې شوې.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: لکه څرنګه چې له نړیوالو هېوادونو او بيلابيلو موسسو څخه په دې برخو کې د همکارۍ تمه کیده او په ځانګړې توګه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشیت د برابرولو په برخه کې له بده مرغه د دغو بنسټونو لخوا هېڅ ډول همکاري نه ده شوې او د افعانستان اسلامي امارت يې په دې مبارزه کې يوازې پرېښودل شوی دی.

د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادو ودانیو چارې، چې دوه مجهز سي ټي سکین ماشینونه، ډاپلر ایکو او ځینې نور تشخیصیه وسایل به ولري، په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.

دا ودانۍ د جایکا او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړېږي.

د عامې روغتیا وزیر د دې ودانیو په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په تشخیصیه برخه کې یې د پرمختګونو د پیل یو مهم پړاو بللی دی.

مولوي نورجلال جلالي ویلي؛ د روغتیايي سیسټم د ښه‌والي په موخه یې د یوې ستراتیژۍ او ملي پالیسۍ په جوړولو کار پیل کړی، چې په پلي کېدو سره به یې مرکزي ثالثي روغتونو کې د معیاري خدماتو وړاندې کولو سربېره، په ولایتي روغتونونو او لرې پرتو سیمو کې هم روغتیايي خدماتو ته په اسانۍ سره د خلکو لاسرسی زیات شي.

د ملي دفاع وزارت وزير کابل کې د پاکستان له سفیر سره لیدنه کړې

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پخپل کاري دفتر کې کابل کې مېشت د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړي او ویلي یې دي؛ ياد دوه هېوادونه ډير ګډ مشترکات لري او همدا ګډې او دوامداره اړیکې د دې لامل شوې، چې اسلامي امارت د ګاونډیتوب د حس او متقابل احترام پر بنسټ د اقتصادي، تجارتي او نورو ګډو موضوعاتو په برخو کې همکاري سره ولري.

په مقابل کې د پاکستان سفیر هم پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.