د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال ترکیې ته سفر کړی
د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحق صاحب زاده په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ترکیې هیواد په رسمی بلنه د UIC اتحادیې په ۳۴مه سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر کړی.
په پام کې ده، چې په یاده غونډه کې د دې اتحادیې د کلني راپور تر وړاندې کولو وروسته د سیمهییزو هېوادونو د ریلي او ټرانسپورټي اسانتیاوو پراخولو، د پانګونو راجلبولو د وروستیو لاسته راړونو او فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشي.
دغهراز د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال به د دې غونډې په جريان کې په افغانستان کې تر کار لاندې ريلي پروژو، وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو، سيمهييز ريلي اتصال، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړي.
يو آی سي (UIC) د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، ټرانسپورټي او ريلي ترويج په برخه کې يوه نړيواله اتحاديه ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳ م کال کې د يادې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړی.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه؛ بغلان کې د تیرپارک او مزارشریف کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې تایید شوې
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعات او کلتور وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو د تخنیکي ارزونې راپورونه وړاندې شول.
د راپورونو له ارایې وروسته د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه د ۸۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.
همدا راز په دې غونډه کې د لوګر په مرکز پُل علم ښار کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د کابل په ده سبز سیمه کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا او د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.
د یادو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې، تر څو خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
د بلجیم پاچا د فلسطین د سفیرې باورلیک ومانه
د بلجیم سلطنتي ماڼۍ پرون سېشنبه اعلان کړی، چې د دې هېواد پاچا فلیپ د فلسطین د لومړنۍ سفیرې په توګه د ‘امل جادوا شاکا’ باورلیک منلی.
د فلسطین ولسمشر نوموړې د بلجیم لپاره د سفیرې په توګه ټاکلې ده.
دا لومړی ځل دی، چې بلجیم د فلسطین سفیر مني.
امل جادو شاکا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “نن مې د فلسطین د لومړنۍ سفیرې په توګه خپل باورلیک د بلجیم پاچا ته وسپاره.”
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پيل وروسته ډېری اروپايي هېوادونو د فلسطین رسمیت پېژندلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د روان کال جوزا میاشتې پر ۸مه ناروې، اسپانیا او ایرلنډ هم فلسطین په رسمیت پېژندلی.
له دې وړاندې سویډن، قبرس، هنګري، سلووانیا، چک جمهوریت، پولنډ، سلواکیا، رومانیا او بلغارستان هېوادونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی و. مالتا هم ویلي، چې د دې اقدام په تړاو څېړنه کوي.
کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د درې اړخیزه لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې پخپل نوم کړه.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ۱۹ کلنو کمعمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه د عربي اماراتو په کوربتوب پیل شوې وه او پرون سېشنبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۵۱ هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه برکت ابراهیمزي تر ټولو ډېرې ۷۹، نظیفالله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ منډې جوړې کړې.
سیاله لوبډله د تاکل شوي هدف په پوره کوله ونه توانېده او په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۹ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لپاره نورستاني عمرزي او نصیرخان معروفخېل دوې-دوې، عبدالعزیز، خاطر ستانکزي، الله محمد غضنفر او عزیر نیازي یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.
برکت ابراهیمزی، چې په ۹۰ توپونو یې ۷۹ منډې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د حزبالله او اسرائیلو تر منځ اوربند اعلان شو
د حزبالله او اسرائیلو ترمنځ په سیمهییز وخت نن سهار ۴ بجي اوربند پيل شوی او دواړو لوریو یو پر بل بریدونه بند کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي، چې حزبالله او اسرائیلو د دوې میاشتني اوربند هوکړه منلې ده.
نوموړي د اوربند د هوکړې اعلان پر مهال ویلي: “د لبنان او اسرائیلو د پولو په اوږدو کې به جګړه ودرېږي… دا هوکړه د دایمي دښمنۍ پای ته رسولو لپاره پلان شوې ده.”
بایډن زیاته کړې: “د دواړو لورو ملکي وګړي به ډېر ژر خوندي خپلو سیمو ته ور ستانه او د کورونو، ښوونځیو، سوداګریو، فارمونو او خپلو ژوندونو بیا رغول به پیل کړي.”
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي لا له وړاندې بایډن ته ویلي، چې د حزبالله او اسرائیلو تر منځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هرکلی کوي.
د دې هوکړې له مخې به اسرائیلي عسکر په راتلونکو ۶۰ ورځو کې په تدریجي ډول د لبنان له سویل څخه وځي او لبناني پوځ او امنیتي ځواکونه به په سیمه کې ځای پر ځای کېږي.
جو بایډن او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په یوه ګډه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي، چې د اوربند هوکړې ته تر پایه ژمن پاتې شي.
پر دې سربېره ډونالډ ټرمپ ویلي؛ څرنګه چې د لبنان خلک د امنیت او سوکاله راتلونکې مستحق دي، د غزې خلک هم دا حق لري او دوی هم د جګړې او بېځایه کېدو د پای ته رسولو مستحق دي.
حزبالله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۸مه غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ پر اسرائیلو بریدونو پیل کړل. دې بریدونو میاشتې داوم وکړ، تر دې چې صهیونیستي رژیم د تېرې میاشتې په پیل کې د لبنان په سویلي سیمو یرغل وکړ او د پلازمېنې بیروت په شمول یې پر بېلابېلو سیمو سخت هوايي بریدونه پيل کړل.
د دې بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳ زره او ۷۶۸ لبنانیانو ژوند بایللی او ۱۵ زره او ۶۹۹ نور ټپیان شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۱۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱) تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۱۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۲۳۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۹) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۲۲۳۰) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۸) کورنیو سره مجموعًا (۳۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۶۰) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۰) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۹۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۸) کورنیو سره مجموعًا (۶۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱۷۴) کورنۍ او (۶۸۴) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۳) کورنۍ او (۲۱) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۱۵۲) کورنۍ
موقت ميشت شوي مهاجرین: (۶۰) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۰) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
پنجشیر کې د والي په منځګړتوب د څلورو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده
د پنجشیر د والي په سپارښتنه او د یاد ولایت د شخړو د حل کمېټې په هڅو د څلورو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني حل او څلورو واړو کورنیو یو بل وبښل.
د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي؛ د مسولیت پر مهال یې دا دیارلسمه دوښمني ده، چې حل کيږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د ولسونو ترمنځ د سولې، ورورولۍ او ارامۍ پلوي دی.
د پنجشیر د شخړو د حل کمېټې مشر ویلي، چې یاده دښمنې د دې ولایت د حصه اول ولسوالۍ په سفید چهر سیمه کې ۱۲ کاله وړاندې د وژنو په سر راپورته شوې وه، چې د ولایت د مقام، د شخړو حل کمېټې، د علماوو شورا ریاست او د قومي مخورو په منځګړتوب حل او ټولو لورو یو بل ته بښنه وکړه.
شل کلن اشغال ته د کتنې څېړنیز فرهنګي سمینار د مقالو په څرنګوالي ناسته وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزرات د هنر او کلتور مرستیال تر مشري لاندې د افغانستان شل کلن اشغال ته د کتنې سمینار د ژر جوړیدو، لارو چارو او د مقالو په څرنګوالي غونډه وشوه.
په دې ناسته کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د تاریخ پر سپینو پاڼو د افغانستان د خلکو د جهاد او سپېڅلې مبارزې یادښت او لیکل اړین بللي او ویلي یې دي، چې د دا ډول سمینارونو تر چتر لاندې غواړي یاد جهادي ارزښتونه خوندي کړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې په یاد سمینار کې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سرښندونو او حماسو او بېلابېلو اقشارو د قربانیو او مېړانو پېښې او خاطرې د یوه مستند کتاب په شکل کې خوندي کړي.
په ناسته کې د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رییس مولوي ذبیح الله نوراني یاد علمي سمینار له دې امله مهم بللی، چې د جهادي ارزښتونو نوی ایجاد شوي ریاست دنده د تیرشل کلن اشغال د وحشتونو او د افغانانو د مېړانو راټولول دي او د سمینار مقالې او علمي مواد به د دوی د کارونو په پرمختګ او د معلوماتو په غنامندي کې موثر رول ادا کړي.
ورسته د سمینار غړو دمقالو په جالبیت او د لیکوالو د انتخاب په برخه کې خپل نظرونه او مشورې وړاندې کړي دي.
د ‘ام سي سي’ چینايي شرکت له رییس سره د اوبو او انرژي وزیر لیدنه؛ د باغدرې بند پروژې په پلي کولو خبرې شوې
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ام سي سي چینایي شرکت له ریيس او یو شمېر نورو مسولینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د لوګر ولایت د مسعینک د را ایستلو پروژې د اوبو او برېښنا د چمتو کولو لپاره د زمینې برابرولو په موخه د دوه اړخیزو همغږیو او همکاریو او په ځانګړې توګه په کاپیسا کې د باغدرې بند د پروژې پلي کوکو په هکله بحث او د خبرې شوې دي.
د اوبو او انرژي وزیر هغوی ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې ډېر ژر دې د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیز هوکړهلیک لاسلیک شي.
