ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 853

د پوهنې وزیر د ښوونیز وضعیت ارزولو په موخه خوست ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا او مل پلاوی خوست ته رسمي سفر کړی.

یاد ولایت ته د نوموړي د سفر اساسي موخه د مدارسو او ښوونځيو د ښوونیز وضعیت کتل، د سیمه‌ییزو چارواکو د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو آورېدل، د علماوو شورا له غړو سره لیدنه او د پوهنې مسولینو ته د یو شمېر سپارښتنو کول ښودل شوي دي.

د پوهنې وزیر د دې سفر په ترڅ کې د خوست له والي، د پوهنې له رییس او سیمه‌ییزو مسولینو سره لیدنه کړې او د پوهنې د خدمتونو د لاپیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې بحث او خبرې کړې دي.

دغه‌راز د خوست ښار اړوند د جامعه مظفر العلوم مدرسې، جامعه اسلامیه دوه سړکه، آزادۍ مېنې لېسې، جهادي مدرسې، شهید مطیع الله لېسې او اسمعیل خېل ولسوالۍ پوهنې له آمریت څخه یې لیدنه کړې او د دغو ښوونیزو مرکزونو د منسوبینو او زده‌کوونکو ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې سربېره یې د هغوی د آزموینې بهیر له نږدې کتلی.

مولوي حبیب الله آغا د شهید مطیع الله په لېسه کې یوې لویې غونډې ته د خپلې وینا پرمهال ویلي؛ د ځینو مغرضو رسنیو دا خبره چې ګنې د افغانستان اسلامي امارت عصري علومو ته پاملرنه نه کوي، په کلکه ردوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلام او هېواد دښمنان د ولس او دولت ترمنځ د واټن زیاتولو په موخه دغه ډول غیرې حقیقي تبليغات کوي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې په دغه ډول دروغو تبلیغاتو باور ونه کړي.

د پوهنې وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت تل د زده‌کړو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د عصري علومو لازیات پرمختګ ته په کلکه ژمن دی.

ښاغلي وزیر د ښوونیزو بنسټونو د کتابونو چاپ او وېش ته په اشارې سره څرګنده کړې، چې اوس‌مهال د زده‌کوونکو د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه شاوخوا ۸ میلیونه ټوکه کتابونه د چاپ په حال کې دي او په مرسته به یې د ډېری تعلیمي مرکزونو د ښوونیزو توکو په برخه کې ستونزې اوارې شي.

ورته مهال د خوست د پوهنیزو بنسټونو مسولینو د پوهنې وزیر ته ښه راغلاست ویلی او د پوهنیز نظام د وروستیو پرمختګونو په برخه کې یې د یاد وزارت د مشرتابه او مسولینو له هڅو مننه کړې ده.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له مسولینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان GAVI او یونسیف ادارې له مسولینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د واکسیناسیون ملي پروګرام پر پیاوړتیا، د موثریت پر زیاتوالي، په دې برخه کې د کاري شریکانو په ګډه همغږۍ او د واکسین عمومي پوښښ پر پراخېدو بحث او خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر د واکسین رول د ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن بللی او د دې برخې له همکارانو یې غوښتي، چې د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو او پالیسیو ته په کتلو خپلې برنامې ترتیب او په فعالیتونو کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصل ته درناوی وکړي.

مولوي نورجلال جلالي زیاته کړې، چې د بیګ کچ اف پروګرام چارې باید نورې ونه ځنډیږي او ژر تر ژره پیل شي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت له لوري په راتلونکي کال کې د شري (سرخکان) ناروغۍ لپاره بودیجه په پام کې نیول شوې، چې له مخې به یې په ټول هېواد کې د شري واکسین عمومي کمپاین پیل شي.

غزني کې د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د نږدې ۱۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

د غزني ولایت د سردې بند د ساتنې او څارنې د پروژې چارې د ۱۳ میلیونه ۴۷۴ زره او ۶۰۹.۸۱ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې پروژه کې د ۷۲۳ متره په اوږدوالي او د ۶ متره په پلنوالي د یوه سړک د جوړولو او د بند د ساتونکو لپاره یوه ودانۍ شامله ده.

د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې پرمخ وړل کېدې او چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بلخ کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د مکروني تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ

په بلخ ولایت کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د مکروني تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ.

د دې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګري وزير نورالدین عزیزي، د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د صنعت او سوداګري ریيس قاري امیر محمد متقي، یو شمېر صنعتکارانو، ملي سوداګرو او یو شمیر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د یادې کارخونې مسولین وايي، چې په دې فابریکه کې ۶۰ کسان په کار بوخت دي او تولیدي ظرفیت یې شاوخوا ۳۰ ټنه دی.

نورالدين عزيزي هېواد کې د کارخونو د فعالیت په پيلولو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې فابریکو پر بنسټ افغانستان د ځان بسیاینې پر لور ځي.

نوموړي د بلخ ولایت له دولتي مسولینو مننه کړې، چې د سوداګرو لپاره یې د خدمت کولو هر ډل اسانتیاوي او کاري زمینه برابر کړي دي.

ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړی، چې صنعت او سوداګري وزارت به د افغاني سوداګرو ترڅنګ ولاړ وي او هر ډول اسانتیاوې به ورته چمتو کوي.

کرېکټ؛ د هند غوره‌لیګ سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړي پېرل شوي

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي ایل د ۲۰۲۵ کال سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ کې په دویمه ورځ څلور افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له لوري واخیستل شول.

د دې لوبغاړو په اخیستلو سره په راتلونکو ای پي ایل سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمېر ۷ ته ورسېد.

پرون د دوشنبې ورځې په بولۍ کې افغان ورو توپ‌اچوونکی الله محمد غضنفر ممبیي انډینز لوبډلې په ۴۰.۸ میلیونه هندي روپیو (۴۸۰ زره امریکايي ډالرو) واخیست.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری (الرونډر) لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی هم پنجاب کېنګز لوبډلې په ۲۰.۴ میلیونه هندي روپیو (شاوخوا ۲۴۰ زره ډالرو) واخیست.

عظمت‌الله عمرزی تېر کال هم په ای ‌پي ایل کې لوبېدلی.

تېز توپ‌اچوونکی فضل الحق فاروقي راجستان رایلز لوبډلې په ۲۰ میلیونه هندي روپیو (شاوخوا ۲۳۵ زره ډالرو) واخیست.

فاروقي تېر کال د حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبېده.

الرونډر کریم جنت بیا ګوجرات ټایټنز لوبډلې په ۷.۵ میلیونه هندي روپیو (څه کم ۹۰ زره امريکايي ډالرو) وپېره.

له دې وړاندې د بولۍ پر لومړۍ ورځ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ‌وهونکی رحمان‌الله ګربز کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ۲ کروړه (شل میلیونه) هندي روپیو او ځوان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال چینای سوپر کینګز لوبډلې په لس کروړه (۱۰۰ میلیونه) هندي روپیو اخیستي وو.

راشد خان بیا لا له وړاندې ګوجرات ټايټنز لوبډلې د ۱۸۰ میليونه هندي روپيو په بدل کې له ځان سره ساتلی دی.

د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل بولۍ لپاره ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي، چې ۷ یې ترې واخیستل شول.

د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ ۱۱۵ ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د بېلابیلو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۱۵ ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو بېلابیلو مسلکي زده‌کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسولینو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ موږ او تاسې باید د الله (ج) شکر اداء کړو، چې اسلامي نظام ته د خدمت کولو ویاړ مو په برخه شو. درسپارل شوې چارې او مسوليت د تقوا او پرهیزګارۍ په رڼا کې ترسره کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی او دا مراسم فارغانو ته د بري‌لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۸) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۴۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰) تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره مجموعًا (۵۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۵۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱‍۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۱۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۴۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴۱) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۰۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۸) کورنیو سره مجموعًا (۶۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۳) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۶) تنه و، پکتیا، بغلان، کندز، تخار، بلخ او سرپل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۳۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۷۴) کورنۍ او (۶۸۷) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ او (۱۳۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۵۵) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (83) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۳) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

“روسیه د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د ویستلو ورستي پړاو ته رسېدلې”

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې فدراسیون د امنیت شورا له عمومي منشي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي آور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسائلو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې.

ښاغلي شویګو ډاډ ورکړی، چې د روسیې حکومت اسلامي امارت له ممنوعه ډلو څخه د لرې کولو بهیر وروستي پړاوونه ته رسېدلی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا مرحله به په لنډ وخت کې بشپړه شي او له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراختیا ومومي.

ښاغلي شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.

خلیفه سراج الدین حقاني د روسي پلاوي هرکلی کړی او د دې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سفر یې یو مثبت او معنا لرونکی ګام بللی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې افغانان اوس خپلواک او پر خپل سیاسي برخلیک حاکم دي او خپلې فیصله پخپله کوي.

هغه زیاته کړې، چې موږ نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لرو.

دغه‌راز په افغانستان کې د اشغال تر پای ته رسېدو وروسته جګړه ختمه شوې او د بې ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي دي؛ نو سیمه باید له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري پخپل کاري دفتر کې د افغانستان په چارو کې د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي یو شیایو یونګ، کابل کې د چین سفیر جام شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې کړې دي.

ښاغلي یونګ په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي ښودلې او د اسلامي امارت له مسولینو یې مننه کړې، چې خپلو هېوادوالو ته یې په بې‌ساري ډول امنیت ټينګ کړی دی.

ښاغلي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت او افغانستان ته د چین د لوړ پوړي استازي راتګ ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان له خلکو سره یې د یاد هېواد له اوږمهاله همکارۍ مننه کړې ده.

ښاغلي عمري ویلي، چې د اسلامي امارت سیاست په احترام او د دوه اړخېزه اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او په راتلونکي کې هم افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.