ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 854

“اسلامي امارت ټولې هغه ډلې له منځه وړې، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي”

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په پینځمه د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشري له راغلي پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال، د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

د لیدنې پر مهال د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو او افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې خبرې شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ته د امنیت او ثبات په راګرځېدو سره دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شوی او دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او په همدې موخه یې په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت بند کړی او ټولې هغه ډلې یې له منځه وړې، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.

د محترم ملا صاحب په وینا؛ افغانستان د شمال-جنوب اقتصادي دهلېز په تقویت کې مؤثر رول لوبولو ته لېواله دی او په دې سره غواړي په سیمه کې اقتصادي اتصال عملي او له ستونزو خلاص شي.

نوموړي ویلي: “موږ هڅه کوو د سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان صادراتو ته زمینه برابره کړو، چې په دې برخه کې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.”

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې لوړوالی به په اقتصادي برخه کې د عملي پرمختګونو بې شمېره فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان اسلامي امارت به د سیمې د یو مسول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په اشارې سره ویلي، چې اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر په هدایت شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده.

په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور لېست څخه لرې کړي.

روسي پلاوي له افغان-ټرانس پروژې څخه د ملاتړ او په دغه برخه کې د همکارۍ په څرګندولو سره زیاته کړې، چې روسیه د سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم پرمهال له افغانستان سره د شوو اقتصادي همکاریو عملي پيل ته چمتو ده او همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخراج، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې هم پانګونې ته لېوالتیا لري.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د پراخو همکاریو د رامنځته کولو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون پر رامنځته کولو ټینګار کړی، چې تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د کابل له یو شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل له یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې موږ د هېواد له هر قشر سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او نظریات په غور اورېدلي او خوښ یو، چې په دې لړ کې نن د ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه اورو.

یادو ځوانانو هېواد کې د اسلامي نظام په واکمنۍ او د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

هغوی ویلي، چې افغانستان فوق العاده ځوانه بشري قوه لري، د هېواد په ابادۍ کې دې ورڅخه موثره ګټه واخیستل شي.

دې ځوانانو د نظام د پیاوړتیا، مشارکت، ټولنیز عدالت، چاپیریال ساتنې، ځوانانو ته د کاري او نوښتونو د زمینو او تحصیلي بورسیو برابرولو، د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ، نویو فارغانو ته د روزنې د برنامو او تشویقي معاش، د څېړنیزو مرکزونو او معیاري روغتونونو د جوړولو، د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې، د ماسټرۍ او دوکتورا د فیس کمولو، په ښوونځیو کې د لابراتوارونو د موثرې استفادې لپاره د متخصصو کسانو د استخدام، د کانونو د ښې استفادې او د اوبو د مدیریت په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړي دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ ځوانان د هېواد او ټولنې هغه واقعي ځواک دی چې د سرحدونو او امنیت د ساتنې او د هېواد د پرمختګ په برخو کې ځانګړی رول لري او دوی ته ډېرې هیلې وي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، چې د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د اشغال پرضد د جهاد په دوره کې ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ځوانانو زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع له یادو ځوانانو څخه په مننې ویلي، چې ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه د هېواد د ابادۍ او د نظام د بقا لپاره ضروري دي.

الحمدلله اسلامي امارت په محدود وخت کې د هرې طبقې غوښتنو ته رسیدنه او تر خپلې وسې هلې ځلې کړي.

هغه زیاته کړې، چې په هېواد کې واقعي امنیت تامین دی او مسولین هېوادوالو ته د خدماتو، ځوانانو ته د کاري زمینو، تاجرانو ته د پانګونې او ډاکترانو ته په ښه توګه د طبابت په برخوکې شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رییس څرګنده کړې، چې د حکومت لخوا به ترحم او شفقت او د ملت له لوري اطاعت وي او نهایي کوښښ به کوو، چې یو پر بل اعتماد لاپیاوړی کړو.

دغه‌راز هېواد په پردیو نه ابادېږي، ځکه په میلیاردونو ډالر راغلل، مګر پرځای ونه لګېدل. وړاندیزونه او نظریات مو اورو، نو باید خپله لاس پکار او یو له بل سره همکار شو.

امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: هېڅوک حق نه لري چې له ښځو سره تاوتریخوالی وکړي

امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت وايي، چې د ښځو د شرعي حقونو تأمین د دې وزارت مسولیت دی، چې د شاوخوا ۲۰ زره پېښو ته رسېدنه یې ښکاره بېلګه ده.

یاد وزارت زیاتوي، چې هېڅوک حق نه لري ترڅو له ښځو سره تاوتریخوالی وکړي او یاهم د ناوړه دودونو پر بنسټ د هغوی له شرعي حقونو انکار وکړي.

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت ستاسو د ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دی.

یاد معینیت په وروستیو درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زرګونو پېښې حل کړي دي.

یاد وزارت تل هڅه کړې، ترڅو د خویندو حقونه، لکه: میراث، مهر او نور شرعي حقونه خوندي کړي. په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه خویندو خپلو شرعي حقونو ته لاسرسی موندلی دی.

پر دې سربېره د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخنیوي لپاره هڅې دوام لري.

د بېلګې په توګه په تېرو درېیو کلونو کې د اجباري ودونو، له میراث څخه انکار او نورو ورته ناوړه دودونو مخنیوي لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

د دې تر څنګ د کورني تاوتریخوالي مخنیوی او په ټولنه کې د غوره او اسلامي چاپیریال رامنځته کول د محتسبینو له اساسي موخو څخه دي.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبینو په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو حقونو خوندي کېدو په برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ پېښې ثبت او حل کړې دي.

د یاد وزارت د درېیو کلونو د راپور لنډیز په لاندې ډول دی:

۱. د ښځو حقوقو تأمین:

په تېرو درېیو کلونو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو په هڅو سره شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو تأمین شوی؛ کوم چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې مانا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.

په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۱۰۰۰ (زر) ورته پېښې ثبت او حل شوې دي.

۲. د جبر او زور نکاح مخنیوی:

د درېیو کلونو په موده کې د یاد وزارت لخوا د ۵ زره هغو نکاح مخنیوی شوی، چې ښځې پکې د جبر او پیسو په بدل کې، یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس ورته اړ کېدې او یا هم کم عمره نجونې سپین‌ږیرو ته ورکول کېدې.

په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخنیوی یې شوی دی.

۳. د کورني تاوتریخوالي مخنیوی:

د یاد وزارت له لوري د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي، لکه: دوی ته په کم نظر کتل، فزیکي او ذهني تشدد، د شرعي حقونو څخه محرومول او د ناسمو دودونو پر اساس د کمترۍ چلند، مخنیوی شوی.

دغه‌راز په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱,۰۰۰ (زر) داسې پېښې ثبت او حل شوې دي.

د غزې په شمال کې شاوخوا ۱۳۰ زره له ۱۰ کلونو کم‌عمره ماشومان کلابند دي

د ماشومانو د خوندیتوب اداره (سېو ده چلډرن) وايي، چې د غزې په شمال کې شاوخوا ۱۳۰ زره له ۱۰ کلونو کم‌عمره ماشومان کلابند دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په شمالي غزه کې ماشومان د اکتوبر له ۶مې راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو دا سیمه محاصره کړې، خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ځايي مسولین وايي: “د غزې په شمال کې وضعیت د انساني ژوند لپاره مناسب نه دی او موږ پوهېږو، چې هلته شاوخوا ۱۳۰ زره له ۱۰ کلونو کم‌عمره ماشومان کلابند دي.”

دوی زیاتوي، چې د غزې په شمال کې بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او خلک یې د یخنۍ له راتګ سره سم له وېروونکي حالت سره مخ دي.

یادو مسولینو شمالي غزې ته د بشري مرستو، ژمنیو توکو او طبي مرستو د ژر تر ژره رسولو غوښتنه کړې، تر څو په سیمه کې بند پاتې کسان وژغورل شي.

له دې وړاندې د فلسطین روغتیايي چارواکو خبر ورکړی و، چې غزه کې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۷ زره او ۴۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

له دې ښکاري، چې په هرو ۳۰ دقیقو کې یوه ماشوم ژوند بایللی.

پر دې سربېره زرګونه نور تر ویجاړیو لاندې او ورک دي.

ملګري ملتونه وايي، چې غزه تړانګه د زرګونه ماشومانو په هدیره بدله شوې ده.

غزه تړانګه کې ژوندي ماشومان هم د اوږدې او پرله‌پسې جګړې له امله سختې ناخوالي زغمي او خپل ژوند د اسرائیلي یرغلګرو د بمباریو، کلابندۍ او د سختې لوږې په سیوري کې تېروي.

د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې نږدې ۱۴۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره او ۸۰۳ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دې ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په لړم میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په کابل کې ۴۳ زره او ۳۹۹، په ننګرهار کې ۱۰ زره او ۸۹۴، په کندهار کې ۹ زره او ۶۵۶، بلخ کې ۷ زره او ۴۴۹ او هرات کې ۷ زره او ۴۳ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي. په همدې اساس یې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره خپلې پېژندپانې ترلاسه کولای شي.

حزب‌الله پر تل‌ابیب ۳۴۰ توغندي توغولي

حزب‌الله ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د اسرائیلو په سویل کې د سمندري ځواکونو اډه په نښه کړې او په تل‌ابیب کې یې هم د یوه پوځي هدف پر ضد د پرمختللو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو عملیات کړي.

اسرائیلي پوځ لومړی د ۲۵۰ توغندی ویشتل تایید کړي، خو وروسته یې راډیو ویلي، چې له لبنان څخه ۳۴۰ راکټونه د اسرائیلو په لوري ویشتل شوي دي.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی. پر دې سربېره یې تل‌ابیب کې سختې ویجاړۍ رامنځته کړې او اورونه هم لګېدلي دي.

دا برید پر بیروت د اسرائیلي یرغلګرو له سخت برید یوه ورځ وروسته شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د شنبې پر ورځ پر بیروت د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۲۹ لبنانیانو ژوند بایللی و او ۶۶ نور ټپیان وو.

پر اسرائیلو د حزب‌الله دا برید د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر برید ګڼل شوی دی.

اسرائیلي یرغلګرو لا هم لبنان کې بریدونو ته دوام ورکړی او پرون یکشنبه یې یو ځل بیا د بیروت په سویل کې ضاحیه سیمه په نښه کړې.

پر بیروت د صهیونیستي یرغلګرو د پرله‌پسې بریدونو له امله د لبنان دولت اعلان کړی، چې د پلازمېنې په پوهنتونونو او ښوونځيو کې به زده‌کړې په غیرې حضوري ډول پیل شي.

اسرائیلو په تېره سپټمبر میاشت کې لبنان کې پراخه عملیات پیل کړي، چې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله پکې اوښتې ده او له یوه میلیون ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

د لبنان روغتیايي مسولین وايي، چې د اسرائیلو یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳ زره او ۷۵۴ لبنانیانو ژوند بایللی او ۱۵ زره او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د ‘مني د خطاطۍ او نقاشۍ اثار’ تر عنوان لاندې نندارتون پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معنیت اړوند د هنرستان ریاست، د نګارستان امریت له لوري د مني د نقاشۍ او خطاطۍ اثارو تر عنوان لاندې نندارتون پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي نقيب الله نعمان، د هنرستان رییس مولوي محمد لعل منیب، د نګارستان امر مفتي رفيع الله ناصح، هنرمندانو، نقاشانو، خطاطانو، استادانو، خبریالانو، د رسنیو مسولینو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رییس د هنرستان ریاست د فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ هنر او نقاشي لرغونې مخینه لري، چې د هېواد یوه اړتیا ګڼل کېږي او اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو، نقاشانو او خطاطانو هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي له هنرمندانو غوښتي، چې خپل مسلک کې زياتې هڅې وکړي او هېواد ته وياړونه ور په برخه کړي.

د هنرستان رییس هم له هنرمندانو غوښتي، چې د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه له هنرستان ریاست سره شريک کړي.

د پوهنتون استاد ایمل میاخېل له هنرستان ریاست څخه مننه کړې، چې د هنرمندانو، خطاطانو او نقاشانو د هڅونې لپاره دغه ډول پروګرامونه جوړوي.

د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت د هنرستان ریاست له لوري هنرمندانو، خطاطانو او نقاشانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ایران لپاره د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

ښاغلي سفیر ایران کې د افغان کډوالو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، دې هېواد کې د افغان کډوالو د هویت، د افغان مهاجرینو د آتشو، د کډوالو په اړه د اېران له حکومت سره د توافقنامې، پالیسۍ او د مهاجرینو د امارو په اړه ستونزې له وزیر سره شریکې کړې دي.

الحاج خلیل الرحمن حقاني سفیر او مل پلاوي ته د یاد شویو ستونزو د حل په برخه کې ویلي؛ په ټول توان سره کوښښ کوو، چې یادو ستونزو ته رسیدنه وکړو.

دغه‌راز موږ هڅه کوو، چې د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د ایران له حکومت سره ناسته وکړي تر څو یادو ستونزو ته د پاي ټکی کېږدو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ غواړو چې افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو او د ایران له حکومت څخه هم غواړو، چې د افغان کډوالو اموال ور څخه ضبط نه کړي او له آزار، اذیت او ځورونې څخه یې لاس واخلي.

همدا راز ښاغلي حقاني د وزارت او په ایران کې د اسلامي امارت سفارت پر همغږۍ او پوره همکارۍ ټینګار کړی دی.