ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 855

د بهرنیو چارو له وزیر سره د روسیې د ځانګړي استازي لیدنه؛ مسکو له کابل سره د اړیکو لا پراختیا غواړي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ترانزیټ خبرې اترې شوې.

د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته پراخې شي.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تګ او راتګ مهم بللی او ویلي یې دي، چې د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان اسلامي امارت ګڼ چارواکي په روسیه کې ناستو ته بلل شوي دي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخې کړي.

ضمیر کابلوف زیاته کړې، چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته را ولېږي، تر څو د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې اترې وکړي او ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو بحثونه وکړي.

عامې روغتیا وزارت “درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت” نړیواله اونۍ ونمانځله

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د “درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت” نړیواله اونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د یو شمېر موسسو استازو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رییس ډاکټر وحدت الکوزي د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت په تاریخچې، زیانونو او د مخنیوي په لارو چارو خبرې کړې.

ښاغلي الکوزي ویلي؛ عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د میکروبي ناروغیو د مخنیوي، درملنې لپاره معیاري لایحه، روغتیايي مرکزونو کې د انټي بیوټیکو د زیاتې کارونې پر څار او په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، تر څو له مخې یې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت کچه راکمه شي.

په یادو مراسمو کې همداراز د تشخیصیه روغتیايي خدمتونو رییس ډاکټر احمد ناصر حنفي د مرکزي لابراتوارونو او د کیفیت د ښه‌والي او ناروغ د خوندیتوب امریتونو له لوري ګډونوالو ته هر اړخیز پریزنټیشنونه وړاندې شوي، چې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت پېژندنه، زیانونه، د مخنیوي لارې چارې، غوښتنې او لارښوونې پکې شاملې وې.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۴ زره او ۱۷۶ ته ورسېد

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جکړه کې ۴۴ زره او ۱۷۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۴ زره او ۴۷۳ نور ټپيان شوي دي.

په دې تړانګه کې لا هم د اسرائیلو یرغلګرو وحشت او نسل‌وژنه دوام لري. صهیونیستي عسکرو د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیانو قرباني کېږي.

الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې له پرون سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې په مرکزي غزه نصیرات کمپ کې یو کور هم په نښه شوی، چې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان پکې شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره صهیونیستي یرغلګرو تازه د غزې په شمال کې پر کمال عدوان روغتون برید کړی، چې لږ تر لږه دوه فلسطینیان پکې شهیدان او د یاد روغتون د مشر حسام ابوصفیه په شمول ۱۲ روغتیايي کارکوونکي پکې ټپيان شوي دي.

د دې تر څنګ اسرائیلي اشغالګرو نن سهار وختي په مرکزي غزه کې ځايي اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر کړی.

د الجزیرې د راپور له مخې صهیونیستي یرغلګرو داسې مهال ځايي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی، چې لا هم په سیمه تیاره خپره ده او خلک د تلیفون څراغو ته له خپلو کورونو تښتي.

اسرائیلي یرغلګرو د سیمې د پرېښودو له امر سره سم شجاعیه او شاوخوا سیمې تر ټولو خطري ګڼلې دي.

ورته مهال ملګرو ملتونو په غزه کې د بې‌ګناه ملکي وګړو د بې‌کچې مرګ‌ژوبلې په تړاو ویلي، چې په دې تړانګه کې د شهید شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۸۰ سلنه یې په استوګنیزو ودانیو (کورونو) کې شهیدان شوي دي.

د روان کال عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د روان کال عقرب مياشت کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۳۱ مټریک ټنه نفتي او غیرې نفتي توکي لېږدول شوي.

په دې توکو کې ۳۳۶ زره او ۲۳۳ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۴۰ زره او ۷۸۰ ټنه د اقینې بندر له لارې، ۷۰ زره او ۷۸۰ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۴ زره او ۲۲۹ د هرات-خواف بندر له لارې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

په عقرب مياشت کې ۱۹۵۷ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقي او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د لړم په میاشت کې د څه‌باندې ۲ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲ زره او ۳۵۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په لړم میاشت کې د ۵۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۸۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۰۶۴ نور له هېواد څخه وتلي دي.

له بلې خوا د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۲۳۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۸ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲۲۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور او هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د کاپ ۲۹ غونډه؛ بې‌وزله هېوادونو ته ۳۰۰ میلیارده ډالر کلنۍ مرسته ځانګړې شوې

اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) کې پرېکړه شوې، چې شتمن هېوادونه به تر ۲۰۳۵م هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بې‌وزله هېوادونو ته د اقلیمي بدلونونو اغېزو د مهار لپاره ځانګړي کوي.

د دې پرېکړې عملي کول به راتلونکي کال پیل شي او تر ۲۰۳۵م به ټولټال ۱.۳ ټریلیونه ډالره بودیجه برابرېږي، چې پاتې برخه به له خصوصي سکټور او نړیوالو مالي سرچینو ترلاسه کېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی و.

په بلخ کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې پرون (شنبه د ۱۴۰۳ د قوس درېیمه) په مزار شریف ښار کې د صادراتو واحد مرکز پرانیست.

د دې مرکز په پرانیست غونډه کې د بلخ ځايي مسولینو او چارواکو ګډون کړی و.

د صادراتو واحد مرکز کې به د هېواد د صادراتو اسناد طی مراحل کېږي.

په مزارشریف ښار کې د دې مرکز په پرانیسنې سره به د هېواد صادروونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.