ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 856

د چین لومړنۍ سوداګریزه جوپه هېواد ته را ورسېده

چین، قزاقستان او اوزبیکستان هېوادونو ته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د پرله‌پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد څخه د سوداګریزو توکیو لومړنۍ جوپه هېواد ته را ورسیده.

دغه بسته چې ټول ۵۵ کانتینره دي، له چین هېواد څخه بارګیري شوي او د قزاقستان او اوزبیکستان هېوادو له لارې پرون غرمه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ (قوس) يه درېمه د هېواد په شمال کې د مزار شریف ښار ته را ورسیده.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او مل پلاوي، د بلخ مرستیال والي، د دې ولایت د تجارت او پانګونې خونې رییس او ځینو نورو چارواکو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې دغه سوداګریزه محموله په ټولییز ډول په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته را رسېدلې او ټاکل شوې، چې د بېرته ستنېدو په لاره کې د هېواد ځینې صادراتي توکي له ځان سره اړونده هېوادونو ته ولېږدوي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال کابل کې د سید جمال الدین افغان ښارګوټي له استازو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د سید جمال الدین افغان ښارګوټي له يو شمېر مشرانو او استازو سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې راغلو استازو د ياد ښارګوټي په اړه خپل معلومات د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک او په بېلابېلو برخو کې يې د اسلامي امارت هڅې او فعالیتونه ستایلې دي.

راغلو قومي مشرانو او استازو د سید جمال الدین افغان ښارګوټي د خلکو ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی مننه کړې او ویلي یې دي، چې ستونزې به له يې اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۶۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۳) تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۷۳۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹) کورنیو سره مجموعًا (۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۹۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۳۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۸۰۲) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره مجموعًا (۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴۷) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۱) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۳) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹) تنه و، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۷۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۶۱) کورنۍ او (۲۸۲) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۶) کورنۍ او (۱۲۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۵۷) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۳۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۹۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د انترساس نړیوالې موسسې له رییس سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د روږدو او خوارځواکه ناروغانو په درملنه خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د انترساس نړیوالې موسسې له عمومي رییس ماهر الشون او د دې ادارې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي برخې پر اولیتونو، د روږدو کسانو په درملنه، د خوارځواکه ناروغیو برخې ته په پاملرنه، د روغتیایي خدمتونو کیفیت په معیاري کولو او لیرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسېدنې بحث او خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپلو خبرو کې د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه بللې او د یادې ادارې له مسولینو یې غوښتي، چې د لیرې پرتو سیمو خلکو ته د مور او ماشوم پاملرنې سربېره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو یادې برخې ته د لیرې پرتو سیمو خلکو لاس رسی پیدا او روغتیايي ستونزې یې راکمې شي.

په یاده ناسته کې د انټرساس نړیوالې موسسې مسولینو په افغانستان کې له روغتیايي برخې سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د پانګوالو او کورنیو تولیداتو د ودې ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د مالدارۍ د فارمونو اتحادیې له يو شمېر استازو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې راغلو استازو د یادې اتحادیې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلوماتو ورکړي او ویلي یې دي، چې کابل کې د شیدو بازار پر ځان بسیا شوی او دا مهال تقریباً ۲۰۰ فارمونه په فعالیت پکې بوخت دي.

دوی په هېواد کې د بې کیفیته پوډري شیدو د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دی، چې تولیدي فابریکې باید له خالصو وطني شیدو استفاده وکړي، تر څو هېوادوال له با کیفیته شېدو برخمن شي.

یادو استازو د دې اتحادیې او فارمونو ستونزې هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي، چې اسلامي امارت د پانګوالو او کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا ملاتړ کوي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يوشيايونګ او سفير ژاو شینګ سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ملي دفاع وزیر چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډی او مهم همکار بللی او په ګډو برخو او همکاریو کې یې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د چین ځانګړی استازی: هېواد یې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (شنبه، د لیندۍ ۳مه) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ، په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له موقف څخه ملاتړ کوي او لېواله دی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.

هغه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او تفاهم په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کالو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي.

د ښاغلي یوشیایونګ ټینګار کړی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او کوښښ کوي، چې په افغانستان کې د پانګونې په پراختیا سره د اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه واخلي.

مولوي عبدالکبیر د چین له ځانګړي استازي څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغانستان له چین سره ښې اړیکي لري او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري مخ په پراخېدو ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه‌شي او په تېرو درېیو کالو کې یې خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا؛ افغانستان تازه له جګړو راوتلی او د ملي اقتصاد د احیاء او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د اقتصادي ثبات په لوري ګامونه اخلي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او هیلپ جرمني موسسې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه وشوه

نن شنبه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د هیلپ جرمني موسسې د پروګرامونو مدیر او مرستیال سید احمد بسیم ګیلاني سره لیدنه وکړه.

ښاغلي ترابي د هیلپ جرمني موسسې مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې موږ ستاسې د مرستو هرکلی کوو او د موسسو سره د همکارۍ په لټه کې یو، ترڅو د لا ښه فعالیت زمینه ورته برابره کړو.

د هیلپ جرمني موسسې مرستیال د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د چټک کاري بهیر ستاینه کړې او د یادې موسسې په اړه یې معلومات وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، چې هیلپ جرمني موسسه په ۲۱ بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي، یوه غیردولتي موسسه ده او دا مهال د هېواد په لویدیځ زون کې فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې د دې موسسې له لوري د نن ورځې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د ۶،۴۷۹،۳۹۸ ډالرو په ارزښت په لویدیځ زون کې له ۲۷۱۲۰ کورنیو سره نغدي او غیرې خوراکي مرستې کېږي.

د دې مرستو له جملې ۱۵۵۶۰ کورنیو ته به د هرې کورنۍ لپاره د ۱۵۸.۳۰ ډالرو په ارزښت مرسته په دوو مرحلو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره نغدي یا خوراکي او یا هم غیرې خوراکي مواد ویشل کېږي.

په دې توګه ۴۸۳۶ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۳۱۱۲ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۴۵۰۰ کورنیو ته په غور ولایت کې او ۳۱۱۳ کورنیو ته به په بادغیس ولایت کې مرستې ووېشل شي.

همدارنګه ۸۰۰۰ کورنیو ته د هرې کورنۍ لپاره د ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د ژمي مرسته د خلکو اړتیاوو ته په پام سره په نغدي یا غیرې نغدي توګه ویشل کېږي.

په دې ډول ۲۰۰۰ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۱۵۰۰ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۲۲۵۰ کورنیو ته په بادغیس ولایت کې او ۲۲۵۰ کورنیو ته به په غور ولایت کې مرستې ووېشل شي.

پر دې سربېره ۳۵۶۰ کورنیو ته د هرې کورنۍ لپاره د ۲۰ ډالرو په ارزښت د ښځو ځانګړې یوه بسته ویشل کېږي، چې ۱۵۰۰ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۶۶۰ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۷۰۰ کورنیو ته په بادغیس ولایت کې او ۷۰۰ کورنیو ته به په غور ولایت کې مرستې ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې په یادو ولایتونو کې پلي کيږي.