ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 857

اذربایجان کې د اسلامي امارت پلاوي د سازښت صندوق (Adaptation Fund) له مسولینو سره لیدنه کړې

اذربایجان کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د سازښت صندوق (Adaptation Fund) له مسولینو سره لیدنه کړې،

د لیدنې په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت تخنیکي ټیم د (Focal Point) د منلو او د سازښت صندوق د همکاريو د دوام له امله د (Adaptation Fund) له مسولینو مننه کړې او د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې یې د افغانستان د کلیوالي ټولنو لپاره د پروژو د پیل پر څرنګوالي، د یاد صندوق مالي میکانیزمونو ته په مستقیم ډول د لاسرسي په موخه د ملي تطبیقوونکي بنسټ (NIE) د معرفۍ د پروسې په هکله هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د سازښت صندوق مسولینو په یاد صندوق کې د افغانستان د ونډې، د نوو مالي فرصتونو او د ملي تطبیقوونکي بنسټ د معرفۍ د پروسې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو پر دوامداره همکارۍ هوکړه کړې ده.

نړیوالې جنايي محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر او دفاع پخواني وزیر د نیولو امر کړی

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او پخواني دفاع وزیر یوف ګالانت د نیولو امر کړی.

اوس‌مهال د محکمې په ۱۲۴ غړو پورې اړه لري، چې د دې امر د پلي کولو لپاره څه کوي.

اسرائیل او امریکا د یادې محکمې غړي نه دي.

یو شمېر هېوادونو او د بشرحقونو سازمانونو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوف ګالانت د نیولو په اړه د نړیوالې جنایې محکمې د صادر شوي حکم هرکلی کړی.

د کاناډا، ایرلینډ، سلوانیا لومړیو وزیرانو او د عراق، اردن او سویلي افریقا دولتونو د دې پرېکړې پر عملي کولو ټینګار کړی او دغه کار یې د عدالت د ټینګښت لپاره مهم ګام بللی.

حماس بیا د نتنياهو او ګالانت د نيولو حکم “مهم تاريخي” ګام ياد کړی دی.

ورته مهال د بشري حقونو د سازمانونو له ډلې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې دغه حکم د هغه کسانو اند غلط ثابت کړ، چې ځان له قانون پورته ګڼي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژي وزارت د علمي او تخنیکي سیمینار په پای‌غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په لومړۍ نېټه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د دې وزارت د سیندیزو حوزو رییسانو، مشاورینو، د انرژي زونونو امرینو او انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې په موخه د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند دې غونډې ته د اوبو ارزښت ته په اشارې ویلي؛ د اوبو اهمیت او اړتیا په اړه الله تعالی انسانانو ته لارښوونه کړې، چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه اسلامي مکلفیت راجع کوي.

بلخوا له نړۍ سره د سیالۍ او اقتصادي ودې لپاره د اوبو غوره مدیریت په اوسني عصر کې اړین او ملي مسولیت ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو د زیاتیدونکو اړتیاوو او د بې پروا مصرف له امله نن ورځ په نړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بلل کېږي، چې دې چارې د هېوادونو ترمنځ خپل‌منځي او نړیوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او کنټرول ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له بده‌مرغه د مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې یې مسلکي چلند نه دی شوی.

د محترم ملا صاحب په وینا؛ اسلامي امارت د خپل مسولیت له مخې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله علمي او تخنیکي زده‌کړو سیمینار څخه فارغ شویو کسانو ته مبارکي ویلي او له هغوی څخه یې په ټینګار غوښتي، چې د دغه مهم ملي سکټور د ودې او مظلوم ملت د هوساینې لپاره په پوره اخلاص کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو پروژو مدیریتي او معلوماتي سیسټم، د اوبو د کیفیت معلوماتي سیستم، د اسنادو مدیریت او تعقیب سیستم، د کارمندانو د هویت کارت مدیریتي سیستم او د زده کړې د ظرفیت لوړونې برنامې پرانیسته هم کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۹/۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۱۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۵۸) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۳۷۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۵۹) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۴۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۵) کورنیو سره مجموعًا (۳۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۱) کورنۍ او (۵۹۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۳۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۲۸) عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

ملګري ملتونه: روان زږديز کال د مرستندویانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و

ملګري ملتونه وایي، چې ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مرستندویانو لپاره مرګونی ثابت شوی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي.

یاد سازمان د غزې، اوکراین، او یمن په ګډون د جګړې سیمو کې د مرستندویانو د خوندیتوب پر نړیوالو قوانینو ټینګار کړی.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د روانې جګړې له امله د مرستندویانو د وژل کېدو پېښې خورا زیاتې شوې او په دې تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې جګړې له پیل راهیسې ۳۳۳ مرستندویان وژل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۳۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۶۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۳) تنه و، ننګرهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۶۶۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۳۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۲۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰) تنه و، کابل او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۶۲) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴) کورنیو سره مجموعًا (۴۸۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۴) کورنۍ او (۷۰۳) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۰) کورنۍ او (۱۱۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۳۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۳۳) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د قومونو او قبایلو چارو وزیر د بغلان له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د بغلان له قومي مشرانو او دیني عالماوو سره لیدنه کړې.

د دغې لیدنې پرمهال د یاد ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلیو سیمه‌ییزو مشرانو او علماء کرامو اسلامي نظام د خدای تعالی ﷻ یوه لویه پیرزوینه بللې او ویلي یې دي، چې د بغلان مرکز دې بېرته خپل پخواني ځای ته یووړل شي، تر څو د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو په پوره کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي نوري یادو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلی، چې موږ ستاسې ستونزو ته متوجه یو او د ریاست الوزرا او عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تر مقام پورې مو رسولې دي.

نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی؛ موږ هڅه کوو چې نه یوازې ستاسې ستونزې او غوښتنې پوره کړو، بلکې د افغانستان د هرې سیمې خلکو ته پاملرنه وکړو او ژر تر ژره یې مشکلاتو ته حللارې ولټوو.