ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 864

تېره میاشت کابل ښار کې څه‌باندې ۱۶ زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال تلې میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۶ زره او ۷۳۳ د زېږون کارتونه وېشلي.

بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۲ زره او ۱۷۶ هېوادوالو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش، د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو، ۱۶ زره او ۵۵۶ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه او ۲ زره او ۸۵۲ نورو کسانو ته د تذکرو اړوند غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د تلې په میاشت کې ۹ زره او ۶۹۵ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۴۸۱ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرې حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش او د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت ټولو هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې د اتلولي مبارکي ویلې

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت ټولو هېوادوالو او د کرېکټ لوبغاړو ته د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې د اتلولي مبارکي ویلې.

یاد معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “افغان ابدالیان لوبډلې د کرېکټ اسیایي شورا د اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د دې سیالیوپه پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.”

په دې اعلامیه کې ټولو هېوادوالو او د کرېکټ لوبغاړو ته مبارکي ویل شوې.

دغه‌راز پکې زیاته شوې: “افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاینې وړ دي، چې په هر ډګر او سیالۍ کې د خپل هېواد او خلکو لپاره ویاړونه او اتلولۍ خپلوي.”

افغان ابدالیانو لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې پرون ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون یکشنبه (د لړم شپږمه) د غزې تړانګې پر بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۴۶ یې یوازې د غزې په شمال کې دي.

پر دې سربېره شمالي غزه کې لسګونه نور فلسطینیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

په دې بریدونو کې د فلسطیني کډوالو یو ښوونځی هم په نښه شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دا ښوونځی د غزې په شمال کې تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک ‘الشاطي’ کمپ کې موقعیت لري.

اسرائیلي یرغلګرو له ۲۳ ورځو راهیسې د غزې شمال محاصره کړی او پراخه عملیات یې پکې پیل کړي.

د غزې په شمال کې د یادې پوځي محاصرې له امله لسګونه زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي محاصرې او بریدونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي: “د غزې په شمال کې د مرګ، ټپي کېدو او ویجاړۍ زړه بوږنوونکو کچو سخت ټکان راکړی.”

د ګوتریش ویاند ویلي: “د غزې په شمال کې د بند پاتې فلسطینيانو حالت د زغم وړ نه دی.”

غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ زره او ۹۲۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۸۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل-جلال اباد دویم لین سړک اقتصادي ارزښت ته کتنه!

د کابل-جلال اباد دویم لین سړک اقتصادي ارزښت ته کتنه/ د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت

سریزه

د ترانزیټ او سوداګرۍ له پاره د لویو لارو، سړکونو، د رېل پټلیو او په ټوله کې معیاري ترانسپورټي زیربناوو رغولو ته اړتیا ده او د پرمختللي اقتصاد له پاره بیا ترانزیټ او سوداګري ډېر اړین دي.

د ترانزیټي او مواصلاتي زېربناوو له رغونې پرته د یوه هېواد ښیرازي او اقتصادي وده امکان نه لري.

اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې سره غواړي د ځمکني ترانسپورټ د معیاري کولو او په دې برخه کې شته ستونزو ته د پای ورکولو په موخه د افغانستان ټولې سترې او مهمې لویې لارې بېرته ورغوي او ځینې له سره جوړې کړي.

ددې لارو په جوړېدو سره به افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ له پاره معیاري ترانسپورټي سیستم ولري او پر مټ به یې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي. له دې لویو لارو څخه یوه هم د کابل- جلال اباد دوهم لین سړک او اقتصادي ارزښت یې زیات دی.

لویې لارې

د اسیا په زړه کې د شپږو مهمو هېوادونو ترمنځ د افغانستان موقعیت ستراتیژیک ارزښت لري. خو د دې ترڅنګ زموږ هېواد په وچه کې ایسار دی او سمندر ته لار نه لري.

د همدې ستراتیژیک موقعيت په لرلو سره، افغانستان د یوه ترانزیټي او ترانسپورټي مرکز په توګه د سوېلي اسیا، منځني ختیځ، مرکزي اسیا او چین بازارونه په خپلو کې سره نښلولای شي.

خو اړینه داده چې له دغه طلایي فرصت نه د ګټې پورته کولو له پاره لاره هواره شي.

که چېرې موږ په رښتیا غواړو چې دا طلايي چانس له لاسه ورنه کړو؛ نو اړینه ده چې د خپلو محصولاتو او تولیداتو د لېږد او بیا ترانزیټ له پاره په نړیوالو معیارونو برابر سړکونه او لویې لارې ولرو.

ځکه د داسې سړکونو او لویو لارو پر مټ کولای شو خپل تولیدات په کمه بیه او لنډه موده کې د نورو هېوادونو مارکېټونو ته ورسوو، دغه راز خلکو ته د تګ راتګ له پاره اسانتیاوې رامنځته، سوداګري پراخه او د ترسره کېدونکي ترانزیټ له لارې زیات عواید ترلاسه کړو.

له افغانستان څخه لرغونې سوداګریزې لارې لکه وریښمو او لاجوردو لارې هم تیرې شوې او دغه راز ځینې لویې او ترانزیټي لارې بیا د هېواد په دننه کې شته چې په رغېدو او جوړېدو سره به یې د افغانستان سوداګري پراخه شي.

له دې لارو څخه کولای شو یوڅو ته یې د بېلګې په ډول اشاره وکړو: کابل- کندهار، کندهار – ارزګان، سالنګ، پلخمري- شبرغان، کندهار- هرات – تورغونډۍ، هرات- اسلام قلعه، دلارام – زرنج او کابل–جلال اباد. اوس دادی د کابل – جلال اباد لویې لارې دوهم لین هم جوړېږي.

دا چې د کابل- جلال اباد لویې لارې دوهم لین سړک اقتصادي ارزښت څومره دی، لاندې یې په ګډه لولو.

کابل – جلال اباد دوهم لین سړک اقتصادي ارزښت

افغانستان د جغرافیايي موقعیت له امله سمندر ته مستقیمه لاره نه لري او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تړل ورته ډېر ارزښت لري.

همدې اصل ته په کتو د اسلامي امارت مشرتابه پتېیلې چې د ځمکې له لارې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د ځمکې له لارې د نښلېدو له پاره تر ټولو لومړی او مهم فکټور سړکونه دي.

ددې سړکونو له جملې څخه د کابل- جلال اباد دوهم لین سړک دی چې د هېواد زیاتره ولایتونه له ختیځو ولایتونو او په پای کې دغه لویه لار افغانستان د تورخم له لارې د سویلي اسیا هېوادونو سره نښلوي، اقتصادي ارزښت یې لوړ دی.

لومړی دا چې ددې لویې لارې پر مټ به د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات د ګاونډیو او سیمې هېوادونو تر مارکېټونو په لږ وخت او کم لګښت ورسېږي.

دویم د افغانستان په ګډون به د سیمې د هېوادونو له لوري د ترانزیټ په کچه کې زیاتوالی راشي.

درېیمه خبره داده چې ددې سړک په جوړېدو به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به یې په مسیر کې د پرتو هېوادوالو کاروبارونه پراخ او اقتصاد به یې پیاوړی شي.

دغه راز به د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافیکي ګڼه ګوڼه هم راکمه شي. د کابل- جلال اباد د دوهم لین سړک په پرانیست غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ددې لویې لارې اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وویل، ننګرهار د افغانستان یو له مهمو سرحدي او تجارتي ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال کې مهم رول لري.

د کابل- جلال اباد دوهم لین سړک به د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سره د پام وړ مرسته وکړي.

د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورت اسانتیا نه یوازې د هېواد کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې د سیمې او نړۍ سره هم زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې مهم رول لري.

په لنډه ډول ویلای شو چې د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک په جوړېدو سره به سوداګري او ترانزیټ پراختیا ومومي او اقتصادي وده به چټکه شي.

پایله

اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار پياوړي او عصري ځمکني ترانسپورټي سیستم ته اړتیا ده. د ځمکني ترانسپورټ مهمه برخه بیا سړکونه دي.

اسلامي امارت ددې سکټور اړتیا درک کړې او په دې برخه کې یې عملاً کار پیل کړی دی.

د دې چارو ښې بېلګې د کابل – کندهار، سالنګونو، کندهار- ارزګان، هرات – غور، د کابل- غزني دوهم لین سړک او داسې نورې لویې لارې دي چې د رغونې چارې یې پیل شوې او هڅه داده چې په لوړ کیفیت او پر ټاکلي وخت یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اوس دادی د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

دا سړک چې له اقتصادي پلوه یې اهمیت زیات دی، په جوړېدو به یې د افغانستان سوداګري او ترانزیټ دواړه وده وکړي او په پایله کې به د افغانستان اقتصادي وده چټکه او ملي اقتصاد به پر خپلو پښو ودرېږي.

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د روغتیا په سکټور کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې شوې.

مولوي نور جلال جلالي ویلي: “د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د نورو برخو ترڅنګ د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخې کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په همدې موخه یې په تېرو درېیو کلونو کې د زرګونو روږدو ناروغانو پر درملنې سربېره د سرطان د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه یو ځانګړې مرکز هم پرانیستی، ترڅو په اسانۍ سره یې ستونزو ته رسېدنه وشي.”

نوموړي د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه بللې او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه یې په دې تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د برېتانیا شارژدافیر په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بغلان ولايت له يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولايت له يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې.

په پيل کې شيخ عبدالقادر بغلاني د نورو په استازیتوب د بغلان ولايت د ټولنیز او فرهنګي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت د مجاهدينو او مسولينو د هڅو په پايله کې د دې ولايت خلک په ارام زړه خپل ورځني فعاليتونه ترسره کوي.

یادو علماوو په بغلان ولايت کې د مدارسو چارو، ښوونځيو او انکشافي پروژو ته هم اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو يې غوښتی، ترڅو دې برخې ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د خدمتونو وړاندې کول، د امنيت تأمين او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له مسولیتونو او ژمنو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بغلان ولايت د علماوو او متنفذينو د غوښتنو په تړاو زياته کړې، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د پورته غوښتو په اړه لازم اقدامات وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۹) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۵) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، کابل او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۵۳) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۴) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۵) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۵۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۹۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴۴) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۱) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۰) تنه و، بغلان، کندز، بلخ او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۹) کورنۍ او (۶۵۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۹) کورنۍ او (۱۵۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۲) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۹۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۷) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د چین سفیر: د افغانستان د تاریخي ابداتو او اثارو په ساتنه کې پراخه مرستو ته چمتو یو

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ژاو شینګ سره د دواړو هېوادنو تر منځ د فرهنګي اړیکو او تاریخي ابداتو د استحکام په تړاو ناسته وکړه.

مولوي عتیق الله عزیزي د چین هېواد له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي؛ افغانستان او چین ګڼ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، چې د هغو تاریخي اقدارو ساتنه او خوندیتوب د دواړو هېوادونو مکلفیت دی.

د هنر او کلتور معین زیاته کړې؛ د مس عینک په سیمه کې مونږ هم اقتصادي زیرمې لرو او هم تاریخي شتمني، چې له نیکه مرغه د دواړو هېوادونو د چارواکو په مرسته یاده پروژه په مناسب ډول مدیریت شوه او دواړو برخو ته د حل لاره وویستل شوه.

د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي اثارو قاچاق، ناقانونه کېندنې او غصب په جدي ډول مخنیوی شوی او دا لاسته راوړنې باید حفظ شي.

دغه‌راز وخت را رسیدلی، چې نړیوال فرهنګي سازمانونه او هېوادونه د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې د ګډو فرهنګي مشترکاتو د درلودو له امله د افغانستان د تاریخي ابدو او فرهنګي اثارو د ساتنې او استحکام په برخه کې لېوالتیا لري او هر ډول همکارېو ته چمتو دی.

ښاغلي ژاو شینګ زیاته کړې، چې د چینایي کمپنې (MCC) او کانونو پترولیم وزارت د پلان له مخې به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د مس استخراج پروسه عملا پیل شي او هلته د شته تاریخي اثارو ساتنه د دواړو هېوادونو ګډ مکلفیت دی.