ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 866

د تلې په میاشت کې د ۴ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۴ زره او درېیو بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د ۶۳ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره او ۱۳۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۱ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸۰۹ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۱۴۱ کسان له ځمکنیو بندرونو او۵۳ کسان نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له جملې یې ۴۳۴ د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور او تورخم بندرونو، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ بیت‌لاهیا کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال بیت‌لاهیا ښار کې پر شپږو ودانیو بمبار کړی، چې له کبله یې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونه کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي، ګڼ نور ټپيان دي او یادې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس راپور ورکړی، چې په شهیدانو او ټپیانو کې ډېری برخه ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري دي.

د راپورونو له مخې، په یادو ګڼ‌مېشته ودانیو له خبرداري پرته سخت هوايي بریدونه شوي دي.

بیت‌لاهیا او جبالیا د غزې په شمال کې دوه هغه مهم مرکزونه دي، چې د غزې د بېلابېلو برخو ګڼو فلسطیني کورنیو پناه پکې اخیستې ده.

دا دواړه سیمې له درېیو اونیو ډېره موده د اسرائیلي یرغلګرو تر سختو بریدونو او پوځي محاصرې لاندې دي. دغه‌راز اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې لسګونه زره فلسطینیان په جبري ډول د خپلو سیمو پرېښودو او بې‌ځایه کېدو ته اړ کړي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د څه باندې درېیو اونیو پوځي محاصرې او بریدونو له امله په جبالیا، بیت‌حانون او بیت‌لاهیه کې تقریباً ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګر پرون شنبه د غزې په شمال کې له یوازینې فعال روغتون کمال عدوان څخه وتلي او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي. لږ تر لږه ۳۰ روغتیايي کارکوونکي یې هم نیول شوي او ودانۍ یې په پراخه کچه زیانمنه شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، له یاد روغتون څخه د اسرائیلي عسکرو له وتلو وروسته عام خلک تر خاورو لاندې په خپلو او خپلوانو پسې ګرځېدل. په روغتون کې سلګونه ناروغان او ټپیان له چپرکټو پرته په ځمکه پراته وو. اسرائیلي یرغلګرو ګڼ روغتیايي کارکوونکي، ټپیان او ناروغان هم نیولي او یاد روغتون په بشپړ ډول له کاره لوېدلی دی.

حزب‌الله په لومړي ځل د اسرائیلو په شمال کې ځايي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی

د الجزیرې د راپور له مخې، حزب‌الله غورځنګ د لومړي ځل لپاره د اسرائيلو په شمال کې ځايي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی.

د یاد غورځنګ له لوري په خپره شوې ویډیو کې د اسرائیلو د شمال اوسېدونکو ته امر شوی، چې له خپلو سیمو ووځي.

اوس‌مهال دا خبرداری د اسرائیلو په شمال کې د لبنان له پولې څخه د ۳ کیلو متره نه تر ۲۲ کیلو متره د ۲۵ میشت‌ځایونو يا ښارګوټو اوسېدونکو ته ورکړل شوی، چې شاوخوا ۲۰۰ زره اسرائیلیان پکې میشت دي.

دا تکتیک اسرائیلي عسکرو د لبنان د پلازمېنې بیروت د سویلي سیمو په شمول په ټول لبنان کې کاروه او د برید تر مخه به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تخلیې امر کاوه. تازه حزب‌الله په لومړي ځل ورته تکتیک کارولی او د سیمې خلکو ته یې د وتلو خبرداری ورکړی.

حزب‌الله پر اسرائیلو توغندیز بریدونه جاري ساتلي او ځواکونه یې له صهیونیستي ځمکنیو عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، یاد غورځنګ تېره جمعه اعلان کړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د ۴۸ عملیاتو په لرلو سره د اسرائیلو پر خلاف تر ټولو پراخه عملیات کړي.

د راپور له مخې، حزب‌الله په ورځني ډول د اسرائیلو په شمال له ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ ډرون او راکټونه ویشتلي، چې د جګړې او کړکیچ له زیاتوالي وروسته تر ټولو لوی شمېر دی.

د دې تر څنګ اسرائیلي رژیم ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۱۰ عسکر وژل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۵) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۸۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۹) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۳۶۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۰۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۶۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۴۶۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۶) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹) کورنیو سره مجموعًا (۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶) تنه و، بغلان، کندز، بلخ او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۴۴) کورنۍ او (۱۸۴) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۸) کورنۍ او (۳۶) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۳۸) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۵۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي عبدالسلام حنفي د لغمان له امنيه قومندان سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لغمان له امنيه قومندان مولوي نجيب الله بدخشي سره لیدنه کړې.

د دې کتنې په پیل کې د لغمان امنيه قومندان د ياد ولايت د اجتماعي، امنيتي او مجاهدینو د وضعیت او د دې ولایت د سيمه‌ييزو ادارو په ځانګړي ډول امنیه قومندانۍ د کړنو او فعاليتونو په هکله د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

مولوي نجيب الله بدخشي ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین په لغمان ولايت کې پخپل ټول توان خلکو ته د خدمت، د امنيت د تأمین او هوسا ژوند برابرولو په برخه کې خپلې هېڅ راز هڅې نه سپموي.

د لغمان امنيه قومندان همداراز په دې‌ ولايت کې د مواصلاتي لارو جوړولو او د انکشافي پروژو موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې پورته ذکر شويو مواردو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال د لغمان امنيه قومندان سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امنیت ټینګښت، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت او دوی ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي او مسولین بايد په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هغو موضوعاتو په اړه چې د لغمان امنيه قومندان له‌ لوري مطرح شول څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسیدنه وکړي.

بحریني او روسي پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بحرین او روسیې له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

د دې کتنې په پیل کې راغلو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي؛ لېواله دي چې په افغانستان کې د کانونو په استخراج، د هوايي چلند د امنیت او مسلکي کادرونو د روزنې تر څنګ په روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې؛ افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګوالو د اسلامي امارت ملاتړ، بهر مېشتي پانګوال او شرکتونه هڅولي چې په دې هېواد کې کار وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال راغلو پانګوالو او سوداګرو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت له فتحې راوروسته ډېر تمرکز په اقتصادي پیاوړتیا شوی او په تېرو درې کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوي دي.

مولوي عبدالکبير د روسیې او بحرین له پانګوالو څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت به ټولو پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتياوې او شرایط برابر کړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال زیاته کړې؛ افغانستان کې د کار غوره فرصتونه شته، چې باید استفاده ترې وشي او دا مهال د نفتو او نورو کانونو د استخراج، د درمل جوړولو او د بندونو او سړکونو رغولو په برخه کې اساسي پروژې پلې کېدونکي دي.

“اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې د ولسونو د غوښتنو او مشورو پر بنسټ مخکې وړي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر له وکیلانو سره لیدنه کړې.

یادو وکیلانو او مخورو د ولسونو د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال له همکاریو په مننې ویلي، چې د خلکو پر مخ د حکومتي ادارو د دروازو خلاصون د ګڼو ستونزو په حل کې مرسته کړې او ولسونه د حکومت له دغه ګام خوښ دي.

دوی په ښار کې د پراختیايي چارو پیل او دوام د پلازمېنې لپاره ګټور بللی او زیاته کړې یې ده، چې له پيل شويو پروژو ملاتړ کوي.

دې مشرانو د خپلو یو لړ وړاندېزونو په مطرح کولو سره ویلي، چې کابل ښاروالي دې د چارو د لاغوره‌والي او پر وخت د کابل ښاریانو د ستونزو د حل لپاره لا ډېرو سلا مشورو ته زمینه برابره کړي.

مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او د ګذر وکیلانو ته ښه راغلاست ویلی او د کابل ښار د امنیت او یو لړ ستونزو د حل په برخه کې یې د ښاریانو هڅې ستایلې دي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې د ولسونو د غوښتنو او مشورو پر بنسټ مخکې وړي او ملت دې ډاډمن اوسي، چې هرې ستونزې ته به یې مسولین پام کوي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې د کابل ښار څلورمې ناحیې مخورو ته ډاډ ورکړی، چې وړاندېزونو ته به یې رسیدنه وشي.

ډاکټر ملا عبدالواسع د کسبګرو او هټیوالو خونې له رییس او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې له رییس شیرین اقا سخي او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د خلکو د بېلابېلو اقشارو غوښتنې او وړاندیزونه اوري او د ستونزو د حل هڅې یې کوي.

د کسبګرو او هټیوالو خونې رییس د دوی د ستونزو حل ته د اسلامي امارت د مسولینو له پاملرنې مننه کړې او د یادې خونې د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د مالیې راکمولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان ستایلی او ویلي یې دی؛ د کابل له فتحې وروسته موږ د کسبګرو په همکارۍ په بازار کې فعال حضور درلود، چې له امله یې د خوراکي توکو ترڅنګ د تېلو او ګازو کموالی محسوس نشو او د خپلو عوایدو حجم مو لوړ کړ.

همداراز د کسبګرو او هټیوالو خونې غړي حاجي ذبیح الله ویلي؛ اوس په ټول هیواد کې نږدې څلور زره د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونه فعالیت لري، چې الحمد لله په معیاري بڼه رغول شوي او په پرمختللو سیستمونو سنبال دي.

نوموړي د جوازونو، غرفه لرونکو او لاسي توکو پلورونکو ته د مشخصو ځایونو د ټاکلو او د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونو د دویم ځلي دواطلبۍ د تجدید نظر ستونزو د حل په برخو کې د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونو او نورو کسبګرو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا مقام د دفتر له لوی رییس سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي، چې موږ له بېلابېلو اصنافو، سوداګرو، پانګوالو او عامو ولسونو سره تل غونډې لرو، د دوی غوښتنې او وړاندیزونه مو د حل په موخه له اړوندو مسولینو او د اړتیا پر مهال د اسلامي امارت له رهبري سره شریک کړي دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ که موږ افغانستان یو کور فرض کړو، نو نظافت، ابادي، پرمختګ او ساتنه یې زموږ ټولو ګډ مسولیت دی. زموږ ولسونو تر څلورو لسېزو زیاتې ستونزې ګاللې، باید له شفقت، نرمۍ او ترحم ورسره کار واخلو.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د خپلو خبرو په پای کې د کسبګرو او هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک شي.