بهرنیو چارو وزارت پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلی
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران د تېرې شپې بریدونه غندلی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي؛ د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه د دې ترڅنګ چې د ایران د حریم نقض بلل کیږي، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه ده.
د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو اړخونو غوښتي، چې په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتونو او تاوتریخوالي مخه ونیسي.
صهیونیستي رژیم تېره شپه ایران کې پر یو شمېر پوځي اهدافو بریدونه کړي.
اسرائیلو ویلي، چې دا بریدونه یې پر هېواد د ایران د روانې میاشتې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړي دي.
ایران د اکتوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د لسګونه بالستیک توغندیو په وسیله برید کړی و.
ایران وايي، چې په دې بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي دي.
له دې وړاندې یاد هېواد د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و. تازه د ایران پوځ وايي، چې دوو ټپي شویو سرتېرو هم ژوند بایللی.
د ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې نږدې ۱۴۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۷۸ وېشڅانګو له لارې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ برېښنايي پېژندپانې وېشلې.
د یادې ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال په تله میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو ترټولو ډېرې کابل کې ۴۱ زره او ۵۷۳، ننګرهار کې ۸ زره او ۵۰۸، هرات کې ۶ زره او ۷۹۰، کندهار کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ کې ۴ زره او ۹۹۸ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
له بل لوري په دې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹ زره او ۲۳۵ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره پېژندپانې ترلاسه کولای شي.
د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پبنځمه د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر هېوادوالو هم ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي؛ د کابل-جلال اباد د لویې لارې دویم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولای شي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي.
دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.
همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمهییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمهییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.
محترم ملا برادر اخوند د غونډې په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې مبارکي ویلې او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې غوښتي، چې د تطبیق په برخه کې یې له اړوندو مسولینو سره لازمه همکاري وکړي.
همداراز یې د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې، چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل خاکجبار، د ننګرهار حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.
د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ، چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو دوام؛ پرون ۸۸ فلسطینیان شهیدان شوي
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو غزه او لبنان کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او پرون (جمعه، د اکتوبر ۲۴مه) یې د غزې او لبنان پر بېلابېلو سیمو درنې بمبارۍ او بریدونه کړي.
په دې بریدونو کې په ټوله غزه کې ۸۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۴ ماشومان هم پکې شامل دي.
اسرائیلي یرغلګرو پرون د غزې په سویل خان یونس کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه کړې، چې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۸ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
پر دې سربېره صهیونیستي رژیم لبنان کې هم درنې بمبارۍ کړې، چې د روغتیا وزارت له قوله یې، ۴۱ لبنانیان شهیدان او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
دغهراز د لبنان په سویل کې هم د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله درېیو خبریالانو ژوند بایللی.
د راپورونو پر اساس؛ صهیونیستي رژیم د نبطیې په حاصبیا سیمه کې هغه هوټل په نښه کړی، چې پکې خبریالانو د لبنان پر وړاندې د اسرائيلو جګړې ته خبري پوښښ ورکاوه.
د لبنان روغتیا وزارت پرون جمعه ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۲ زره او ۶۳۴ لبنانیانو ژوند بایللی دی.
له بل لوري د حزبالله ځواکونه د لبنان په سویل کې له اسرائیلي یرغلګرو سره په سخته جګړه بوخت دي او هره ورځ د درنو تلفاتو خبر ورکوي.
پرون د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان کړی، چې د لبنان په سویل کې یې له حزبالله سره په جګړه کې پینځه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، پر لبنان د اسرائیلو د ځمکنیو بریدونو له پیل څخه تر دې دمه ۲۷ اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.
غزه کې بیا د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۲ زره او ۸۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۵۴۴ نور ټپيان شوي دي.
کرېکټ؛ افغان ابدالیانو هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده
افغان ابدالیانو (افغانستان الف) کرېکټ لوبډلې د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپير ماتې ورکړه او پایلوبه ته یې لاره ومونده.
افغان لوبډلې د یادې لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
پیلیزو توپوهونکو صدیقالله اتل او زبید اکبري په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۱۳۷ منډو ملګرتیا وکړه.
افغان لوري د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او د هند الف لوبډلې ته یې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.
په دې لوبه کې صدیقالله اتل ۸۳، زبید اکبري ۶۴ او کریم جنت بیا ۴۱ منډې جوړې کړې.
افغان توپاچوونکو له خپل ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۰ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.
الله محمد غضنفر او عبدالرحمن دوې-دوې او شرف الدین اشرف یوه ویکټه ترلاسه کړه.
صدیقالله اتل یو ځل بیا غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او په ۵۲ توپونو یې د ۷ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۸۳ منډې جوړې کړې او په روانو سیالیو کې د درېیم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
افغان لوبډله به د یادو سیالیو په پایلوبه کې له سریلانکا الف لوبډلې سره مخ شي.
د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د افغانستان او سریلانکا تر منځ ترسره شي.
سريلنکا له دې وړاندې پاکستان ته په لومړۍ نیمه پایلوبه کې په اسانۍ سره ماتې ورکړې وه.
اسرائیلو د ایران پر یو شمېر پوځي مرکزونو برید کړی
صهیونیستي رژیم ویلي، چې ایران کې یې پر یو شمېر پوځي اهدافو برید کړی.
اسرائیل وايي، چې دا بریدونه یې پر هېواد د ایران د روانې میاشتې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړي دي.
ایران د اکتوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د لسګونه بالستیک توغندیو په وسیله برید کړی و.
د ایران دولتي رسنیو د دفاعي سیسټمونو له لوري د توغندیدیو د شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلي رژیم بریدونه بریالي نه و.
د الجزیري خبري شبکې د راپور له مخې؛ د ایران پلازمېنې تهران شاوخوا د څو چاودونو راپور ورکړل شوی، خو ایراني رسنیو ویلي، چې د سپاهپاسدران اړوند هېڅ کوم نظامي مرکز ته زیان نه دی اوښتی.
ورته مهال د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د یو شمېر ایراني سرچینو له قوله ویلي؛ دې کې هېڅ شک نشته، چې اسرائیل به د هر ډول عمل مناسب ځواب ترلاسه کړي.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې اسرائیلي رژیم په دې بریدونو کې کوم ډول وسله کارولې او ایران کې یې دقیقاً کوم ځایونه په نښه کړي دي.
پر ایران سربېره سوریې هم ویلي، چې صهیونیستي رژیم د دې هېواد په سویلي او مرکزي سیمو کې پر څو پوځي اډو بریدونه کړي.
د دې تر څنګ ویل کېږي، چې اسرائیلو عراق کې پلازمېنې بغداد ته نږدې هم بریدونه کړي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۸/۴ هـ ل نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۲۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۷) تنه و، کابل، لغمان او ننگرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۸) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۲۲) کورنۍ د تورخم په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په تورخم کې (۱۸۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۱۷۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۲۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۱۰۲) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۳۶۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۰۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۲۲۵۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۲) کورنیو سره مجموعًا (۶۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۲۹۳) کورنۍ د نیمروز په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۸۶) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۰۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۴) کورنیو سره مجموعًا (۷۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۱۷۸) کورنۍ د اسلام کلا په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۱) تنه و، کندز، بغلان، بلخ، تخار، بدخشان او سرپل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۲۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۲۲۴) کورنۍ او (۹۳۹) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۴۷) کورنۍ او (۲۲۸) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۶) کورنۍ
لنډمهاله مېشت شوي مهاجرین: (۵۹۵)
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۰۱) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په پيل کې راغلو علماوو او مجاهدینو د خپلو ولايتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.
دوی دغه راز د ښوونې او روزنې، روغتيا، مواصلاتي لارو، د انکشافي پروژو پلي کولو او کار موندنې موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستیال له راغلو علماوو او مجاهدینو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو اسانتيا د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي، چې په دې برخه کې به خپلې هيڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لوري مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسیدنه وکړي.
د اوبو او انرژي وزیر د ‘ایم سي سي’ چینایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور چين هېواد ته د خپل روان سفر په بهیر کې د ‘اېم سي سي’ چينایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د علاقې وړ موضوعاتو باندې یې خبرې او د نظرونو تبادله کړې.
د یاد شرکت مسولینو د مسعینک پروژه کې د اوبو او برېښنا ستونزې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
ښاغلي منصور د یادو ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ څرنګه چې یاده پروژه یوه مهمه ملي پروژه ده او د ټول افغان ملت ډېرې هیلې ورپورې تړلې دي، نو تاسې یې باید چارې ګړندۍ کړئ او موږ به د خپل مسولیت په چوکاټ کې اړوند ستونزو ته رسیدنه وکړو.
