ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 868

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د البصر خیریه موسسې له پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د البصر خیریه موسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو له پلاوي سره لیدنه کړې.‎

په دې ناسته کې راغلي پلاوي د البصر خیریه موسسې د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دا موسسه د نړۍ بېلابېلو بې‌‌وزلو هېوادونو ته ډاکټران لېږي او له هغوی سره د روغتیا په برخه کې مرستې کوي.

دوی زیاته کړې، چې دا پلاوی به ۱۱ ورځې په افغانستان کې وي او په کابل کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر چتر لاندې هره ورځ له ۱۰۰۰ تر ۱۲ سوه ناروغان معاینه کړي او د سترګو د پردې(کترک) په برخه کې به ۸ سوه تر ۱۲ سوه عملیاتونه په وړیا ډول ترسره کړي.

دغه‌راز له دې وړاندې دوی په هرات او مزار کې هم دې ته ورته فعالیتونه کړي او څلورم ځل دی، چې دا چارې په کابل کې ترسره کوي.

د یاد پلاوي په وینا؛ په راتلونکي کې به په افغانستان کې د سترګو په برخه کې یو معیاري روغتون او په ځینو ولایتونو کې به کمپلکسونه جوړ کړي، چې په یاد روغتون کې به د البصر خیریه موسسې لخوا افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه هم ورکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي؛ په وړیا ډول د بې‌وزلو افغانانو د درملنې لپاره ستاسو هڅې نړیوالو سازمانونو ته دا پیغام ورکوي، چې هره اداره کولای شي په افغانستان کې افغانانو ته خدمت وکړي.

د دې ناستې په پای کې سیاسي مرستیال راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اوبو او انرژي وزیر چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه کړې.

د سفارت مسولینو د نوموړي دروند هرکلی کړی.

په یاده لیدنه کې ښاغلي منصور په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي او د سفارت له کارمندانو سره د افغانستان اسلامي امارت او ګاونډي هېواد چین په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بحث کړی.

دوی له چین هېواد سره د افغانستان اوسنۍ اړیکې د ډاډ وړ بللې او د یادو اړیکو پر لا زیاته پراختیا او پیاوړ تیا باندې یې ټینګار کړی دی.

د برېتانیا شارژدافیر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ برېتانیا د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت له شارژدافېر رابرټ ډیکسن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سیاسي کمیسیون غړي حافظ انس حقاني هم حضور درلود.

ښاغلي ډکسن د اسلامي امارت او برېتانیا د استازو تر منځ لیدنې د دواړو لورو په ګټه بللې او د یو شمېر ستونزو د حل لپاره یې مهم ګام یاد کړی.

رابرټ ډیکسن ویلي، چې لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام او لا ډېرو ناستو پلوی دی.

دغه‌راز د برېتانیا حکومت په دغه هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې انګلستان باثباته افغانستان غواړي او د بشري مرستو او اقلیمي بدلون په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د برېتانیا شارژدافېر ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت ګډون ارزښتمن او د ټاکل شوو موضوعاتو په هکله یې د افغان پلاوي د پوره چمتووالی ستاینه کړې ده.

نوموړي یادونه کړې، چې دوی حالات څاري او په افغانستان کې یې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د را ایستلو د پروسې د ښه مدیریت ستاینه کړې.

ښاغلي ډیکسن په راتلونکې کې د ځينو اړینو مسائلو په هکله د دوه اړخېزو ناستو د جوړېدو وړاندېز کړی او ویلي یې دي، چې لندن هڅه کوي د اسلامي امارت او غربي نړۍ د اړیکو جوړېدو ته لاره اواره کړيي.

حافظ انس حقاني له افغانستان سره د برېتانیا له مرستو په مننې ویلي، چې کابل ته د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت د شارژدافیر تګ راتګ ګټور دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د بهرنیو ډيپلوماتانو فعالیت ته ښه زمینه برابره شوې ده.

دغه‌راز کابل او لندن د ګڼو فرصتونو په لرلو سره د ستونزو په حل کې مهم واقع کېدلای شي.

حافظ انس حقاني افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د برېتاینا شارژدافیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د کابل او لندن د اړیکو په ساتنه کې د افغانستان لپاره د برېتاینا د شارژدافیر هڅې ستایلې.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې، چې هېواد کې د بشر حقونو ته بشپړ پام شوی او په دې برخه کې اسلامي امارت لاهڅې کوې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت خپلې ژمنې عملي کړې او اوس‌مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی او دغه راز د روږدو کسانو درملنه هم په اغېزمنه توګه روانه ده.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د کابل او لندن د مثبتو اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷) تنه و، کابل او کنړ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۴۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۸۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۹۵۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۲) کورنیو سره مجموعًا (۶۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۸۶) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۸۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۵۳) کورنۍ او (۱۰۹۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۹) کورنۍ او (۳۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۱) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د ميدان‌وردګ ولايت له يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د میدان‌وردګ ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې، راغلو علماوو او قومي مشرانو د میدان‌وردګ ولایت د امنيتي او ټولنيز وضعيت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ د دې ولایت ولسونو هماغسې چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه، اوس هم د اسلامي نظام د ثبات او ساتنې لپاره همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.

دوی زیاته کړې، چې ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ خپل مسوليت بولي او هیڅکله به د پردیو د لمسون او تبلیغاتو ښکار نشي.

راغلو علماوو او قومي مشرانو د دې ولایت یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر له راغلو علماوو او قومي مشرانو څخه مننه کړې او د یاد ولایت د خلکو زيار او مبارزې ته په اشارې يې ویلي، چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او اسلامي نظام د ټولو شريک کور دی.

نوموړي د ميدان وردګو ولايت دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

د اوزبیکستان د علماوو له پلاوي سره د مولوي عبدالسلام حنفي لیدنه؛ د کابل او تاشکند د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب هم حضور درلود.

د یاد هېواد لوی مفتي او د دې لوړ پوړي پلاوي ریيس شيخ نورالدين خالق نظر د خپل سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا ياده کړې او ویلي یې دي، چې اوزبیکستان او افغانستان ديني، تاريخي او فرهنګي مشترکات لري او دې مشترکاتو ته په پام په مختلفو برخو کې خپلې اړیکې پراخولای شو.

نوموړي زياته کړې، چې دغه ډول سفرونه د فرهنګي اړيکو، باورونو او ګډو ارزښتونو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک او د پام وړ فرصتونه رامنځته کوي. زه او پلاوی مو هڅه کوو، ترڅو له دې رامنځته شوي فرصت څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا لپاره غوره استفاده وکړو.

مولوي عبدالسلام حنفي د یاد هېواد د علماوو لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان ته د ياد پلاوي سفر د دوستۍ، نږدې اړيکو، ښه ګاونډيتوب او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د‌ ګډو ګټو نښه بللې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ دا سفر امکان برابروي چې زموږ د ګډو مشترکاتو پر اساس د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې همکارۍ زمينه برابره او د اړيکو د پیاوړتيا لپاره اغېزناک ګامونه واخیستل شي.

ښاغلي حنفي همداراز په افغانستان کې رامنځته شويو فرصتونو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پلاويو سفرونه د دوه اړخيزه اړيکو د پیاوړتيا لامل ګرځي.

د چین سفیر: هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د چين له سفير جاو شينګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د چین سفیر جاو شینګ ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره زمینه برابره شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ چین ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او سږ کال ۱۱.۵ سلنه وه او هیله ده، چې راتلونکي کال کې ۲۵ سلنې ته لوړه شي.

د چين سفير ډاډ ورکړی، چې په ډسمبر میاشت کې به د افغانستان پر صادراتو د چین د حکومت لخوا مالیه معاف شي او په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه زیاته او ډېرو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د ښاغلي جاو شینګ په وینا؛ هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او د دې لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي. دغه‌راز د واخان فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړي په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې سره ویلي، چې چین غواړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او پروژې تطبيق کړي.

د دې تر څنګ چین په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانانو د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړیوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پروژې پلې کړي.

نوموړي په دې کتنه کې د مسایلو د حل لپاره د خبرو او مذاکراتو لارې د تعقیب غوښتنه هم کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ښاغلي جاو شینګ ته د ښه راغلاست تر څنګ د چین لخوا د افغانستان په صادارتو د مالیې د معافولو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام به د افغان سوداګرو پر چارو او د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او له نورو ګاونډیو هېوادونو څخه يې هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په نړیواله کچه د اسلامي امارت په هکله د چین له دریځ څخه مننه او د دوام هيله کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړی، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې پام وړ زیاتوالی راشي.