ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 869

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کډوالو فرصتونو او ننګونو په یوه ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالو فرصتونو او ننګونو په نوم جوړ شوي یوه ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر او مسولینو تر څنګ د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، د اړوندو ادارو استازو، د کډوالو چارو کارپوهانو او څيړونکو برخه لرله.

مولوي عبدالکبیر د وینا پرمهال د یاد سیمینار د جوړېدو له امله د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د بهرنیو اشغال او جګړې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو د کډوالۍ لامل شوې دي.

سیاسي مرستیال د جهادي دورې په لړ کې د ځينو ګاونډیو هېوادونو د کوربه توب مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې کوربه هېوداونه دې اجازه ورکړي تر څو افغان کډوال پخپله خوښه افغانستان ته راستانه شي او په زور یې دې له ایستلو ډډه وکړي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د لویو پروژو په پيلولو سره هڅه کوي، چې افغانان نور د فقر له امله کډوالۍ ته مخه نه کړي او په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته راستانه شي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اړوند نړیوالۍ ادارې دې د افغان کډوالو په برخه کې خپل مسولیتونه ادا او اړینې اسانتیاوې دې ورته رامنځته کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د کډوالو د عالي کمېسیون هڅې ستایلې او مننه یې ترې کړې، چې راستنو شوو افغانانو ته یې اړین خدمات وړاندې کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس: افغانستان د پرمختللو هېوادونو له امله د اقلیمي بدلون د منفي پایلو قرباني دی

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) په تخنیکي مرسته او د ننګرهار ولایت مقام په همغږي جلال اباد کې د اوبو، انرژي او خوړو پر اړیکو د اقلیمی بدلون د اغیزو په هکله بحث او غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنی ملې اداری لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د چاپېريال ساتنې ریيس قاري احسان الله مختار، په شرقي زون کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مشرې کرن کو آتس، د یونیسف موسسې مسولينو، د پوهنتون استادانو، د بېلا بیلو امارتي او غیر امارتي ادارو ځايي مسولینو، علمای کرامو، ځوانانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د ننګرهار مرستيال والي ویلي، چې اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی او په دې برخه کې ټول باید په مشترکه توګه هڅي وکړي.

د چاپېریال ساتنی ملې ادارې عمومی ریېس ویلي، چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله او پراخه موضوع ده او په وینا یې افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هیوادونو ښکار شوی او اثرات یې مستقیما زمونږ د هېواد په اقلیمی برخه کې د بدلون لامل ګرځیدلي دي.

نوموړي له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه پدې برخه کې د مرستي او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي خالص په ملي او نړیواله سطحه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د لاسته راوړنو او همږغۍ جوړولو په اړه هر اړخیزه معلومات شریک کړي.

دغه‌راز ویلي یې دي، چې دا مهال د نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره همغږي ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په ټولو داخلي او نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان بشپړه استازولي وشي.

په شرقی زون کي د یوناما دفتر مشرې یاده غونډه د اقلیمی بدلون سره د مبارزی په اړه مهمه بللې او ویلي یې دي، چې موږ هم پدې برخه کې د اړوند امارتي او خصوصي اداراتو د مسولینو سره ځانګړې ناستي کړې او د اقلیمی تغیراتو سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیز نظریات راټول شوي، چې په ملي او نړیواله سطحه به له مسولینو سره شریک شي.

د دې تر څنګ د ټولو ګډونوالو نظرونه د اقلیمی بدلون سره د مبارزې په اړه اورېدل شوي، چې په راتلونکي کې به له اړوند امارتي او غيرې امارتي اداراتو سره شریک شي.

د غونډي په پای کې ټول هغه وسايل، چې د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې مهم رول لري نندارې ته وړاندي شوي دي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي محاصرې ۲۰مه ورځ؛ تر اوسه له ۷۷۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې د دې تړانګې په شمال کې د اسرائيلي یرغلګرو د ۲۰ ورځنۍ پوځي محاصرې او بریدونو له امله له ۷۷۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې پرون چهارشنبه د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي.

تازه وفا خبري اژانس راپور ورکړی، چې جبالیا کمپ کې د صهیونیستي عسکرو د هوايي برید له امله یو ماشوم او مور یې شهیدان شوي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو ۲۰ ورځنۍ پوځي محاصره او بریدونه لا هم جریان لري. د هوايي او ځمکنیو بریدونو او ځايي اوسېدونکو ته د تخلیې له امرونو سره-سره د فلسطیني وګړو د نیولو لړۍ هم روانه ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، صهیونیستي یرغلګرو په دې ۲۰ ورځنۍ محاصره کې شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان نیولي.

د غزې د شمال اوسېدونکي له سخت حالت سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ۴۰۰ زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته کلابند او ایسار پاتې دي.

پر غزه تړانګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۴۱۲ نور ټپيان شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د فضایي چلند پر شرکت برید غندلی

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته نږدې د فضایي صنعت پر یوه فابریکه ‘توساش’ وسله‌وال برید غندلی او د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته یې د تلسیت مراتب وړاندې کړي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د تسلیت مراتب وړاندي کوي او هیله څرګندوي چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.”

پرون د ترکیې پلازمېنه انقرې ته نږدې د فضایي صنعت پر یوه فابریکه وسله‌والو برید کړی، چې لږ تر لږه پینځه کسان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو ترکي چارواکو ویلي، چې په تړاو یې پلټنې کوي.

یاد برید د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په شمول ګڼو ترکي او نړیوالو چارواکو غندلی دی.

د حج او اوقافو وزیر د اوزبیکستاني علماوو له پلاوي سره لیدنه کړې

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب له اوزبیکستان څخه راغلي د مسلمانانو ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په مشري پلاوي سره کتلي دي.

شیخ نور محمد ثاقب په دې کتنه کې ویلي، چې “موږ د نړیوالو او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو له وګړو څخه غوښتنه کوو، چې افغانستان ته سفرونه وکړي، حالات له نږدې وګوري او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د واقعیتونو او د اسلامي امارت په راتګ سره د ښو او مثبتو پرمختګونو ښه انځور وړاندې کړي.”

بلخوا مفتي شیخ نورالدین خالق نظر ویلي، چې “دا سفر زمونږ د ګډو ارزښتونو او باورونو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره دغه سفرونه او لېدنې ګټورې دي.”

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې دغه پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او علماوو سره د کتنو ترڅنګ د هېواد له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

ترکیه کې د فضایي چلند پر شرکت برید؛ پینځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پلازمېنې انقرې ته نږدې د فضایي صنعت پر یوه فابریکه وسله‌والو برید کړی، چې لږ تر لږه پینځه کسان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو ترکي چارواکو ویلي، چې په تړاو یې پلټنې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې دوه وسله‌وال د ترکیې د فضایي چلن شرکت په دخولي دروازه کې ډزې کوي.

کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړه بریدګر وژل شوي.

یاد برید ګڼو ترکي او نړیوالو چارواکو غندلی او ترهګریز عمل یې بللی دی.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د یاد هېواد د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی، چې له دې برید وروسته هوایي ځواکونو د عراق او سوریې په شمال کې د کرد وسله‌والو پر ۳۲ هدفونو هوایي بریدونه کړي او یاد مرکزونه یې له منځه وړي دي.

شیخ ندا محمد ندیم د لوګر د لوړو زده‌کړو له موسسې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او مل پلاوي لوګر ته د سفر په ترڅ کې د لوګر د لوړو زده‌کړو له موسسې څخه لېدنه کړې.

د دې تر څنګ شیخ ندا محمد ندیم د لوګر له والي، د لوړو زده‌کړو موسسې رهبري پلاوي، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، دیني علماء کرامو، د یادې موسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو په غونډه کې ګډون کړی او د دینې او عصري زده‌کړو پر ارزښت یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په عصري زده‌کړو سره په هېواد کې روغتیایي، اقتصادي او نور تحصیلي پرمختګونه منځته راځي او هېواد به له خپلو شته مادي او طبیعي امکاناتو څخه د ښې هوساینې څښتن شي.

ښاغلي ندیم ځوانان د نن ورځې محصلان او د سبا ورځې امیران، وزیران، معینان، والیان، رییسان او نور لوړ رتبه مسولین یاد کړي او پر استادانو یې غږ کړی، چې د خپلو محصلانو علمي، مسلکي فکري او عقیدوي روزنې ته پوره پام وکړي.

وروسته د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني هم د عصري او دیني علومو پر زده‌کړې او سالم فکر جوړونې ټینګار کړی او پر محصلانو یې غږ کړی، چې د تېرې جمهوري ادارې له کړنو او ناخوالو دې سالمې تجربې واخلي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبري څخه په مننې د دې موسسې درې کلنې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې او غوښتنې د لوړو زده‌کړو له وزیر سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده‌کړو وزیر د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې د تحصیلي بنسټونو او دیني جامعاتو او تخصصاتو، مسولینو، استادانو، فاضلانو، محصلانو او د غونډو ټولو ګډونوالو ته د وینا پر مهال د امر با المعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تطبیق او عملي کېدو په اړه اړینې سپارښتنې او توصیې کړې دي.

نوموړي په ټولو ناستو کې استادانو او محصلانو ته د یاد قانون د پابندۍ په اړه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې موږ او تاسې ټول باید د شرعیت په تطبیق او عملي کېدو کې له اولینو او سابقینو څخه واوسو، ځکه چې دا یو شرعي او اسلامي قانون دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکزونو په جوړېدو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د مرکز کابل په ګډون د هېواد په لسو ولایتونو کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان برخې ناروغانو لپاره اړینو وسایلو او درملو پېرلو، د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو په موخه د روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه کړې او د روغتیا په برخه کې یې د دوامداره همکاریو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د غوره همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمېسیون ناسته وکړه.

په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د سیاسي کمېسیون غړو د افغانستان او سیمې پر اړوندو وروستیو مهمو مسایلو خبرې او بحثونه وکړل.

همدرانګه د یاد کمېسیون غړو د اسلامي امارت د سیاستونو د څرنګوالي او پرمختګونو ارزونه وکړه او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کېدو ټېنګار وشو.

د دې تر څنګ د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د یو لړ موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۶۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۷۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، کندهار، غزني او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۴۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷۴۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۲) کورنیو سره مجموعًا (۵۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۸) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۸۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۲۲) کورنۍ او (۹۸۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۳) کورنۍ او (۶۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۵۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا