ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 871

ملګري ملتونه: غزې د اسرائیلو د جګړې له امله ۶۹ کاله شاتګ کړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ‘یو این ډي پي’ په تازه راپور کې ویلي، چې غزې د اسرائیلو د جګړې له امله د روغتیا او ښوونې او روزونې په څېر په پراختیايي برخو کې ۶۹ کاله شاتګ کړی او میلیونونه فلسطیني وګړي له غربت او فقر سره مخ شوي دي.

په یاد راپور کې، چې پرون سې‌شنبه خپور شوی، ویل شوي؛ د ټول فلسطین اقتصاد د تېر کال، چې اسرائیلو پر غزه بریدونه پیل کړل، په پرتله ۳۵ سلنه کمزوری شوی او د بې‌کاري کچه ۴۹.۹ سلنه لوړه شوې ده.

د ‘یو این ډي پي’ څېړني ښيي، چې غزه کې په منځني ډول په بېلابېلو او کلیدي برخو کې د انساني پرمختګ اندازه د ۱۹۵۵ اټکل شوې کچې ته را ښکته کېږي؛ (له ۶۹ د ډېرو کلونو پرمختګ له منځه ځي.)

دغه‌راز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۱۶ کلونو پرمختګونه له منځه تللي اټکل شوي.

که د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې زیاتوالی راشي، تر دې د ناوړه حالت د اټکل خبرداری ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې، روان کال به په ټوله غزه کې بې‌وزلي دوه چنده او ۷۴.۳ سلنې ته ورسېږي.

د راپور پر بنسټ؛ د غزې تړانګې او اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمول په ټول فلسطین کې ۴.۱ میلیونه کسان بې‌وزله ګڼل کېږي او یوازې تېر کال ۲.۶۱ میلیونه زیات شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ‘یو این ډي پي’ استازي د مرکزي غزې په دیرالبلاح کې ویلي، چې فلسطین له بې‌مخینې ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر فرانسې خبري اژانس ‘اې پي اف’ ته ویلي، چې د جګړې له امله زېربناوو ویجاړې شوې، بې‌وزلي زیاته شوې او خلکو د ژوند اسانتیاوې له لاسه ورکړې. دغه‌راز دې جګړې خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولې او ژوند یې سخت حالت ته رسولی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ټولنیزې اقتصادي ارزونې څخه څرګندېږي، چې د پراخه ویجاړیو له امله فلسطین لسګونه کلونه شاتګ کړی.

د ښاغلي شټاینر په وینا؛ که فلسطین ته له جګړې وروسته هر کال بشرپاله مرستې ولېږل شي، بیا به یې هم اقتصاد په یوه لسیزه کې له دې ناورین څخه مخکیني حالت ته ونه رسېږي.

د ‘یو این ډي پي’ په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې غزه کې د اسرائیلو د بمباریو له امله ۴۲ میلیونه ټنه ویجاړۍ او کثافات رامنځته شوي، چې روغتیا ته جدي ګواښ دي.

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له یوه کال ډېره موده کېږي. په دې موده کې زرګونه فلسطینیان شهیدان او ټپيان شوي او ګڼ نور بې‌کوره او کډوال شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره انروا وايي، چې هر ځای د مړو بوی دی، په لارو او کوڅو کې جسدونه پراته دي او یا هم تر ویجاړیو لاندې دي. جسدونو ته د رسېدو او د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کېږي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې اسرائیلي یرغلګر غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کوي او ۹۶ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا؛ غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو مسولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړې او د یادې پروژې مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله اړینې لارښوونې کړې دي.

محترم ملا صاحب د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی، چې تاسې یې په بیارغونه کې برخه اخلئ.

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوس‌مهال یې له تونل څخه تر ۱۶ مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان-دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري.

د کډوالو د دايمي استوګنو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د تطبيق په موخه ناسته وشوه‏

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د کډوالو د دايمي استوګنو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د تطبيق په موخه ناسته وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د کليو، بیارغونې او پراختيا وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري غزني ولايت ته د کډوالو د دايمي استوګنځيو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د غوره تطبيق په موخه سفر کړی.

دې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له والي حافظ محمد امین عمري او د اړوند ادارو له مسولينو سره ناسته کړې.

دوی ویلي؛ د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس هغو کډوالو ته، چې ځمکې نه لري د دایمي استوګنو جوړولو لپاره د ځمکو د تشخيص، تثبيت او ورکړې په موخه يو طرزالعمل لېږل شوی، چې له مخې به يې ټولو بې‌سرپناه او د طرزالعمل مطابق کډوالو ته د اوسېدو ځایونه ورکړل شي.

د ياد طرزالعمل د غوره تطبيق په موخه د غزني د والي حافظ محمد امین عمري تر مشرۍ لاندې يوه کمېټه ټاکل شوې، چې د بېلابېلو ادارو مسولين يې غړيتوب لري، تر څو د مهاجرينو د دايمي سکونت لپاره ښارګوټي جوړ او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه يوسي.

نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې په ياد ولايت کې به د مشرتابه محترم مقام د حکم د غوره تطبيق په موخه د کډوالو د دايمي اسکان لپاره د ښارګوټي نقشه، د ځمکې بررسي او اړوند چارې پر وخت سرته ورسوي.

له له ګاونډیو هېوادونو زرګونه افغان کډوال په جبري ډول را ایستل شوي، چې د اسلامي امارت له لوري یې په ښه ډول مدیریت شوی او د یاد طرزالعمل په پلي کولو سره به لا نورې اساسي اسانتیاوې ورته رامنځته شي.

د ۱۴۰۳ کال وږي میاشتې په صادراتو کې د ۷۰.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليونه ډالرو او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

حال دا، چې د ۱۴۰۳ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسید.

د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰.۶ ميليونه ډالر زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱.۱ میلیونو ډالرو ته رسیده، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غيرې محصولي واردات، د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۰ فلسطیینان شهیدان شوي

د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي.

په دې بریدونو کې د غزې شمال بیت‌لاهیا ښار کې یو ښوونځی په نښه شوی، چې په پایله کې یې ۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

د زید بن حارثه په نوم په یاد ښوونځي کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

دغه‌راز د غزې په سویل کې بیا د خلکو پر یوې ډلې هوايي برید شوی، چې لږ تر لږه ۳ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې د غزې په ښار کې یې پر یوه کور د اسرائیلي یرغلګرو له هوايي برید وروسته د دوو ماشومانو او د هغوی د مور جسدونه موندلي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې پر یوه بل کور برید کې شپږ ټپي کسان هم ژغورل شوي دي.

وفا خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې بریدونه جاري ساتلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر بېلابېلو سیمو له ۲۰ ډېر بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او تپيان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې پوځي محاصره جاري ساتلې او د سیمې د وګړو له جبري ایستلو سره-سره پر بېلابېلو برخو بریدونه کوي.

د غزې شمال کې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان له خوړو، اوبو، درملو او لومړنیو اسانتیاوو پرته ایسار پاتې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې پرون سې‌شنبه د اکتوبر پر ۲۲مه غزه کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۵۷ یې د غزې په شمال کې وو.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۲ زره او ۷۱۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۲۸۲ نور ټپیان شوي. پر دې سربېره لسګونه زره نور تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

نریندرا مودي: هند چمتو دی چې د روسیې او اوکراین تر منځ د روانې جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لېدنه کړې.

په دې لېدنه کې د هند صدراعظم ویلي، اوکراین کې جګړه باید په سوله‌ییز بڼه پاې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ هند په اوکراین کې د سولې غوښتونکی دی او چمتو دی، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

سربېره پر دې ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم لیدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د بریکس سازمان سرمشریزه د روسیې په کازان کې پيل شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۴۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۹) تنه و، کابل، کنړ او لغمان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۹۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴) تنه و، کندهار، غزني او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۸۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۴۶) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۸) کورنیو سره مجموعًا (۳۷۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۵۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۴۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۱۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۳۲) کورنۍ او (۹۹۷) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۷) کورنۍ او (۹۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۲۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۲) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

“خلکو ته د ډاډمن امنیت او ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي حمیدالله ارشاد د فاریاب د اجتماعي، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړی.

نوموړي ویلي، چې سیمه‌ییز مسولین د امنیت د تأمین او خلکو د خدمت په برخه کې تل کوښښ کوي او د دوی د ستونزو د حل په موخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د فاریاب مرستیال والي زیاته کړې، چې د دې ولایت سیمه‌ییز مسولین او مجاهدین د اسلامي امارت د مشرتابه د اوامرو او لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.

مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د فاریاب سیمه‌ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې خلکو ته د ډاډمن امنیت او ټولنیزې هوساینې برابرول او د دوی ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه‌ییز مسولین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په پیل کې روزا اوتنبایوا له افغانانو سره د اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو پر لیدنو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپل وروستي سفر په لړ کې یې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړې او یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دې ستونزو د حل هڅې کوي.

نوموړې په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن بللي او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یوناما افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګنده کړې، چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو د له منځه تللو بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ لري.

نوموړې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون د کار پیل غوره اقدام بللی دی.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت یې په اړه خبرې ورسره کولای شي. همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو به خبرې وشي.

مولوي عتیق الله عزیزي په جنګلک کې د فرهنګي اومسلکي زده‌کړو له انستیتوت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د اغا خان فرهنګي سازمان فرهنګي او مسلکي انستیتوت له بیلابیلو برخو اوصنوفو څخه لیدنه وکړه.

د اغا خان فرهنګي برخي مسول انجنیر اجمل میوندي د یاد انستیتوت د روان علمي بهیر او لاسته راوړنو په باب تفصیلي معلومات ورکړي.

ښاغلی میوندي ویلي، چې په یاد انستیتوت کې هرکال سلګونه زده کوونکي تخنیکي زده‌کړې او د فرهنګي او هنري څانګو لکه حجاري، نجاري، لاسی صنایع ، مناتوري، کاشي سازی او نورو برخو څخه په زړه پورې مهارتونه ترلاسه کوي او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

مولوي عتیق الله عزیزي د اغا خان تخنیکي او مسلکي انستیتوت له کارونو قدرداني کړې او د هېواد د اصیل فرهنګ په ژوندي ساتلو کې یې رول مهم بللی دی.

ښاغلي عزیزي د اغا خان فرهنګي موسسې له مسولینو غوښتي، تر څو د اطلاعاتو کلتور وزارت له هنرستان ریاست سره، چې په همدې برخو فعالیت کوي خپلي تجربې او مشوري شریکي کړي او هلته د هنري اومسلکي زده‌کړو یوه څانګه فعاله کړي.