ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 872

د کور او ښار جوړولو وزیر: دندې ته باید د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي

د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو برېښنایي ازموینه واخیسته.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي؛ د حکومتونو مسولیت دی، چې دندې وړ او ژمن کسانو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې که څه هم ځینې کسان د نورو له لوري ور پېژندل شوي، خو دوی د ازادو سیالیو له لارې ازموینو ته راجع کړل، تر څو وړ او ژمن کس انتخاب شي.

ښاغلي نعماني ټینګار کړی، چې خدای، نظام او ولس ته مسولیت لري او هڅه یې دا ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړ او ژمن کسان د ازادو سیالیو له لارې استخدام شي او په خبره یې ازموینه د امانت په څېر ترې اخیستل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د ازادو سیالیو داوطلبانو ته په خطاب کې ویلي؛ څوک چې د ورسپارل شوې دندې بې پروایي کوي او په سمه توګه یې نه ترسره کوي، د حدیث پر بنست خاین او بې ایمانه دی او هغه چې ژمنتیا ونه لري، نو بې دینه دی.

ښاغلي وزیر ټولو ته خطاب کړی، چې له خپل رب سره ژمنه وکړي او دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي.

دغه‌راز دندې ته د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د استخدام بهیر د نظام یو اساس بللی، چې په خبره یې د روڼتیا او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړې، چې وړ کسان د بحرانونو او ستونزو لاملونه په ګوته کوي او حل لارې وړاندیز کوي.

د چارو ادارې لوی رییس د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په تایید ویلي؛ دندې باید داسې کسانو ته وسپارل شي چې اداره پرې پیاوړې شي، نوښتونه وکړي او د بې نظمیو مخنیوی وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړې، چې د شایسته سالارۍ لپاره انتخاب وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

هېواد کې د نابینایانو برخې ښوونیز نصاب نهايي شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د لیدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د چمتووالي دورې نصاب نهايي او چاپ ته چمتو شو.

د یادې ادارې د نصاب ریاست مسوولین وايي، چې دغه نصاب د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د چارو کارپوهانو او متخصصینو په همکارۍ سره نهايي شوی دی.

د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مهمو ښوونیزو برخو څخه ګڼل کېږي، چې په ټول هېواد کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو خلکو ته په مسلکي توګه ښوونه او روزنه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ادارې د ځانګړو زده‌کړو په ښوونیز مرکزونو کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د اورېدلو او ليد معلوليت لرونکي سلګونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

سرحدي او ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو د خلکو ستونزو ته د رسيدنې په موخه مرکزي کمېټې ناسته وکړه

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه، تر څو سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسونو اولیه ستونزې واورې او د حل په موخه یې راپور د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له مقام سره شریک کړي.

د همدې حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ په نورستان، کنړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ولایتي کمېټو تر جوړېدو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کچه د یاد وزارت د سرحدي څېړنې د مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري یوه مرکزي کمېټه جوړه شوه، تر څو د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو را ټولې شوې ستونزې و ارزوي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

مرکزي کمېټې نن د سرحدي پلټنې د مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ ناسته وکړه، چې پر مهال یې د کمېټو اعضاوو هم شتون درلود.

په ناسته کې د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مالي لګښتونو او چارو د ښه تنظیم او سر ته رسولو په موخه د طرزالعمل، مالي سند او مکانزمونو په اړه بحث وشو او د غونډې په ترڅ کې ددې طرزالعمل او مکانزمونو د تشریح او توضیح لپاره د ولایتي کمېټو د عامه پوهاوي لپاره یو پلاوی وټاکل شو.

د ناستې په جریان کې په دې اړه هم خبرې وشوې، چې په لنډ وخت کې به ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه یو لړ ولايتونو لپاره د ځانګړې شوې بودجې څخه په ځینو ولایتونو کې د سرکونو د رغونې، روغتیا، اوبو او انرژي، مخابراتو، ښوونې او روزنې په برخه کې ځینې کارونه پیل شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسولینو سره لیدنه وکړه.

یادو مجاهدینو او مسولینو د حکومت او ولسونو تر منځ رغنده اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته او پر وخت یې لاسنیوی د ولسونو د رضایت سبب شوی او اسلامي امارت د امکان تر بریده مرستې تر ځايي وګړو رسولې دي.

دوی زیاته کړې، چې په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر بنسټېزو پروژو چارې روانې دي، اما ولسونه د لا ډېرو پراختیايي پروژو غوښتنه کوي.

دوی دغه راز د جوماتونو، استنادي دېوالونو او سړک جوړولو او په نورو برخو کې هم د خلکو وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په جهادي دورو کې د بغلان د ولسونو مبارزه ستایلې او راغلو مسولینو ته یې په خطاب کې ویلي، چې تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري، له ټولو ممکنه لارو به د بغلان په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د ولسونو وړاندېزونو ته رسیدنه وشي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د بورکې او نهرین د خلکو د یو لړ ستونزو د حل په موخه له اړوندو او مرستندویه ادارو سره خبرې شوي دي.

د کرنې او مالداري وزیر خوست کې د ځنګلونو په ساتنه او پراختیا ټینګار کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاالله عمري له مل پلاوي سره خوست ولایت کې د مشرانو او حکومتي مسولینو په یوه ستره غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، احیا، پراختیا او معقولې ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې. مولوي عطاالله عمري د یوې طبیعي پانګې په توګه د ځنګلونو پر ساتنه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې ځنګلونو اصلي ګټه تاسې خلکو ته رسېږي او پر بنسټ یې له اکسیجن، پاکې هوا، ښکلي چاپېریال او مېوو څخه ګټه اخلئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې سرچینو د لا ښې ساتنې او پراختیا لپاره باید هڅه وکړو، چې راتلونکي نسلونه یې وکاروي او موږ ته د خیر دعا وکړي.

ښاغلي عمري له خلکو غوښتي، چې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي کې مرسته وکړي.

د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم د ځنګلونو پر اهمیت ټینګار کړی او له خلکو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې، چې ټول سیمه‌ییز مسولین به په دې برخه کې په جدیت سره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم ویلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې نظم او امنیت ټینګ شوی او د ځنګلونو په شمول باید د ټولو ملي سرچینو ساتنه وشي.

نوموړي د دې پانګو د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي بللي دي. د دې تر څنګ له ځنګليزو ولسوالیو څخه د تڼي او منګل قومونو استازو د کاري فرصتونو او د کرنې او مالداري د ملاتړ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې بې‌وزلي د ځنګلونو د پرې کولو یو له اصلي لاملونو څخه ده.

دوی ژمنه کړې، چې که د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وشي او د کار زمینې برابرې شي، د ځنګلونو پرې کول به ودروي او له امارت سره به همکاري وکړي. په پای کې یوه کمېټه جوړه شوې، چې د څو ادارو استازي به پکې ګډون ولري، ترڅو د خوست ولایت په ادارو کې موجود لرګي وڅېړي او تشخیص یې کړي.

کابل ښاروالي: د ودانیو جوړولو لپاره د ودانیز جواز اخیستل اړین دي

کابل ښاروالۍ د ښاري ماسټر پلان د عملي کېدو کلک هوډ لري او ټولو ښاریانو ته يو ځل بیا خبر ورکول کېږي، چې د سوداګریزو او هستوګنیزو ودانیو، تیل پمپونو، جوماتونو او نورو تاسیساتو د چارو له پيل کېدو وړاندې ودانیز جواز واخلي او د هغه له مخې دې خپلې چارې پر مخ یوسي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.

کابل ښاروالي د ښار د اقتصادې ودې، معیاري پراختیا او د کاري بوختیاوو رامنځته کېدو په موخه، د ښار په کچه د ښاري قوانینو او جواز مطابق د ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي.

دې ادارې هېڅ وخت د ودانیز جواز د ویشلو چارې نه دې ځنډولې او د ښاري قوانینو او ټاکل شویو شرایطو له مخې یې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

په پلاني او غیرې پلاني سیمو کې د ودانیو د جوړولو شرایط توپیر لري، چې د سندونو د اداري پړاونو تر بشپړېدو وروسته ښاریانو ته د ودانۍ جوړولو جواز ورکول کیږي.

هیڅ حکمي او حقیقي شخص نشي کولای له جواز پرته ودانۍ جوړه کړي او یا د ودانیز جواز خلاف عمل وکړي. د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

په ۱۴۰۳ کال کې ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل پر بنسټ یې د هېواد په کچه په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي.

دا ارقام د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې اټکل له مخې، په یاد کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۲.۱۲ میلیونه هکټاره ګڼل شوې، چې له جملې یې ۱.۳۸ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۷۳۶ زره هکټاره يې للمي ده.

ترلاسه شویو ارقامو ته په کتو د غنمو تر کښت لاندې ساحه په دې کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.

لاسته راغلي ارقام ښيي، چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۲.۸سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۸.۲ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی. اساسي لامل یې د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی.

تر ټولو زیات پر اوبیزو ځمکو د غنمو کښت په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.

د نفوسو اټکل ته په پام، په هېواد کې شاوخوا ۶.۸۲ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا ده، چې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تولید ته په پام شاوخوا ۲ میلیونه مټریک ټنه کموالی ښيي.

د یادولو وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي اداره د جغرافیايي معلوماتو په سېسټم کې سپوږمکیز انځورونه د کښت له وخت تر محصول پورې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.