ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 873

د امریکا په پلازمېنه کې وسله‌وال برید؛ ۵ کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ویلي، چې د پلازمېنې واشنګټن سیاتل سیمې ته نږدې په یوه کور کې د ډزو له امله ۵ کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي او د دې پېښې په تړاو یو ۱۵ کس نیول شوی دی.

تر اوسه نه ده روښانه، چې دوی ټول د یوې کورنۍ غړي وو او که نه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ځوانانو ته د کار موندنې او د افغان ځوانانو د کډوالۍ پر مخنیوي ټینګار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له رییس مولوي غلام حیدر شهامت او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې یاده اداره د یوې نوښتګرې او کار پنځوونکې ادارې په توګه هوډ لري، مسلکي زده کړې اعتبار لرونکي، باثباته او د اوسنیو شرایطو د غوښتنو مطابق مدیریت او ښوونیز نظام ته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراختیا ورکړي.

ښاغلي شهامت زیاته کړې؛ یاده اداره په هېواد کې ۳۷۷ مرکزونه لري، چې په ۱۱۱ بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې د ټولنې او بازار د اړتیا سره سم مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي؛ دا مهال ۸۰ زره کسان په زده‌کړو پکې بوخت دي.

همدارنګه دا اداره په یوه کال کې د ۱۰۰ زره مسلکي او تخنیکي کسانو د روزنې ظرفیت لري.

د مولوي غلام حیدر شهامت په وینا؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره هڅه کوي په کمه موده کې له حرفوي او تخنیکي زده کړو فارغ مسلکي کسان د کاربازار ته وړاندې کړي، چې له یوې خوا به په افغانستان کې مسلکي کسانو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره او له بلې خوا به د افغان ځوانانو د مهاجرت مخه ونیول شي.

نوموړي د دې ادارې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي کنفرانس د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د دوی له معلوماتو په مننې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت خپل مسولیت بولي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هېواد کې ځوانانو ته د کار موندنې او د افغان ځوانانو د مهاجرت پر مخنیوي ټینګار کړی او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د فعالیتونو د لا ګړندیتوب او بهبود په موخه یې ښاغلي شهامت ته ځینې لارښوونې هم کړې دي.

لبنان کې یوه روغتون ته څېرمه د اسرائیلي یرغلګرو برید؛ د یوه ماشوم په ګډون ۴ کسان شهیدان شوي

د لبنان د بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي، چې د بیروت په سویل کې رفیق الحریري تدریسي روغتون ته څېرمه د اسراییلي اشغالګرو د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان شهیدان او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې یاد روغتون هم ډېر زیانمن شوی دی.

د راپورونو له مخې، د لبنان په سویل کې د څو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو له امر وروسته اسرائیلي یرغلګرو سمدلاسه هوایي بریدونه کړي، چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک خوندي سیمو ته په تګ نه دي توانېدلي.

صهیونیستي یرغلګرو د لبنان پر پلازمېنه بېروت هوايي بریدونه جاري ساتلي.

لبناني چارواکو ویلي، چې تېره شپه صهیونیستي یرغلګرو ۱۳ هوايي بریدونه کړي.

له بل لوري حزب‌الله ویلي، چې د اسرائیلو پر بېلابېلو پوځي مرکزونو یې توغندیز بریدونه کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، حزب‌الله تازه پر تل‌ابیب توغندي ویشتلي.

حزب‌الله ویلي، چې د صهیونیستي رژیم د پلازمینې تل‌ابیب په سویل کې یې پوځي اډه او یو شمېر نورې سیمې په نښه کړې.

یاد غورځنګ په تلګرام کې ویلي، چې دا بریدونه غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د لبنانیانو د دفاع په موخه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تل‌ابیب کې د خطر زنګونه اورېدل شوي، خو د تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

له دې سره هم‌مهاله تل‌ابیب کې بېړنی حالت اعلان شوی.

الجزیره د اسرائیلي رسنیو له قوله وايي، چې د بن‌ګورین په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې بندې شوې او تل‌ابیب کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه ۲۱۰ ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي، چې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه‌ییزو تامیناتو، جګړه‌ییز ملاتړ او جګړه‌ییزو ځواکونو له ښوونځيو د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو څخه ۲۱۰ ځوان منسوبین فارغ شول.

یادو منسوبینو ته د مخابرې، انجينری، ارسي سي او سيميلاتور کورسونو درې میاشتنۍ مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ له هېواد او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه وکړئ.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو چمتووالی ښودلی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۸ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۸) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۶۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، کابل، کنړ او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۱۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۸۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹) تنه و، کندهار، غزني او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۷) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۵۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۰۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۱) کورنیو سره مجموعًا (۵۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۷۷) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۴۲) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸) تنه و، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۴۹) کورنۍ او (۱۰۸۳) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۵) کورنۍ او (۵۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۵۵) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۱۸۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۲۳) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د مدرسو او ښوونځیو د کمیت او کیفیت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې له مهتمم شیخ ریاض الله سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې شیخ ریاض الله په ننګرهار کې د ټولنیز او فرهنګي حالت او د مدرسو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

د محمدیه مدرسې مهتمم د امنیت او خلکو د هوساینې د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو د زحمتونو او کوښښونو قدرداني کړې او ویلي یې دي؛ د دډېرې خوښۍ ځای دی، چې نن د مدرسو طالبان او د ښوونځیو زده‌کوونکي همزمان دیني او عصري علوم زده کوي.

شیخ ریاض الله همدارنګه د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د مدرسو او ښوونځیو پراختیا ته په ټول هېواد کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د امنیت تامین، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او هغوی ته د هوساینې او ارامي برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسوولین په دې برخه کې خپلې هڅې او کوښښونه نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هغو موضوعاتو په اړه چې د محمدیه مدرسې مهتمم مطرح کړي؛ ویلي، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د مدرسو او ښوونځیو د کمیت او کیفیت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې او کوښښونه ونه سپموي.

ننګرهار کې د څه باندې ۷.۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د ۷ میلیونه او ۶۳۷ زره افغانيو په ارزښت د يوه کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې.

یاد کانال او سربند چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په وزیرو کې، د UNDP په مالي لګښت او د اکشن ايډ په تخنيکي همکارۍ جوړېږي، چارې یې د ننګرهار د مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی له لوري پيل شوې.

د يادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عزيزالله مصطفی ویلي، چې هېواد کې شاوخوا ۴۰ کاله جګړه تېره شوې او ډيرې ابادۍ ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له نظامي بريا وروسته به د ابادۍ، پرمختګ او ځان بساينې په برخه کې لابريالي کيږو.

د ښاغلي مصطفی په وینا؛ هېواد کې د اقتصادي پرمختګ په موخه هڅې زياتې شوې او دا ځل به اقتصادي جګړه هم ګټو.

مرستیال والي د UNDP او اکشن ايډ موسسې له مسولينو مننه کړې او په نورو ولسوالیو کې یې هم د دا ډول پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.

د علماوو شورا مرستيال شيخ لعل محمد صديقي ویلي، چې عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او مسولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې ډيرې پروژې پلې کړي.

نوموړي له مرستندويه موسسو غوښتنه کړې، چې لیرو پرتو سيمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کرنې ریيس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ دغه کانال د دوی تر څارنې لاندې جوړيږي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د سيمې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هڅه کوي تر څو په نورو ولسواليو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلې کړي.

د ننګرهار د اقتصاد ریيس مولوي عطاء الرحمن فاتح ویلي، چې اداره يې ټولو سکتورونو ته پر وخت پروژې ور وپېژني او له موسسو سره کاملاً هکماري لري.

نوموړي له موسسو څخه د نورو پروژو پلې کولو او له ولس څخه د پروژو په ساتنه کې د همکارۍ غوښتنې کړې دي.

د اکشن ايډ موسسې ریيس عبدالواسع حنفي د ولایت مقام او اړونده ادارو له مسولينو مننه کړې، چې په چارو کې همکاري ورسره کوي.

نوموړي ویلي، چې د UNDP په مالي مرسته د ۸۰۰ متره په اوږدوالي يو کانال جوړوي او ۷۲ متره سربند رغوي.

همدا راز د کانال او سربند په دواړو خواو کې ۳۰– ۳۰ متره استنادي ديوالونه جوړوي، چې ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار زمينه پکې برابره او پر بنسټ به یې ۷ زره او ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د يادې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې قومي مخورو د احمد خېلو پُل رغونې، په همدې ساحه کې د يو استنادي ديوال جوړولو او نورو پروژو غوښتنه کړې، چې د مرستيال والي له لوري ډاډ ورکړل شوی.

“اسلامي امارت تل هڅه کړې، تر څو بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له یو شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ څرنګه چې په ټولنه کې د ځوانانو ارزښت زیات دی، هغسې د خدمت په برخه کې د دوی مسوولیتونه هم لوی دي.

یادو ځوانانو ویلي، چې ځوانان د یو پرمختللي او خادم نظام په جوړښت کې اصلي او اساسي قشر دی، نو اسلامي امارت دې د ځوانانو ستونزې او ننګونې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او له هغو څخه دې پراخ ملاتړ وکړي.

هغوی د تعلیم او تحصیل لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو، د بې‌کاري ستونزې د حل او د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي غوښتنه کړې او همدارنګه د شمال ختیځ زون د خلکو د بې وزلۍ، سړکونو، برېښنا، کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ستونزې یې هم شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ویلي، چې د دفتر لوی ریاست د حکومت او ملت ترمنځ د نښلونکي پله په توګه تل له بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه غونډې کړې دي.

نوموړي دې ته په اشارې چې د اشغال په شلو کالو کې ځوانانو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او د افغانستان د اساسي ودې او ځوانانو ته د دوامدارې کارموندنې لپاره فابریکې او نورې اساسي پروژې نه دي جوړې شوي؛ ویلي، چې هر ملت ځوان قشر ته اړتیا لري او اسلامي امارت د هېواد د ابادي لپاره په بېلابېلو سیمو کې عمراني پروژې پیل کړې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین له تاجرانو او د داخلي او بهرنیو خیریه بنسټونو له مسولینو سره په ناستو کې تل په افغانستان کې پر پانګونې او د فابریکو په جوړولو ټینګار کړی، تر څو بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه څه موده وړاندې بېلابېلو اقشارو ته د کاري فرصتونو برابرولو په خاطر د امارتي ادارو په ګډون د کار ملي کنفرانس جوړ شو.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، چې ستاسو غوښتنې د افغانانو د ښې هوساینې لپاره دي او ستاسو د غوښتنو او ستونزو د حل لپاره به اړوندې ادارې له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د رییس قاضي غلام سخي په مشري د کابل د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې راغلو مسولینو د یادې اتحادیې او په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ دا مهال افغانستان کې ۳ زره او ۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې څه باندې یو نیم میلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو پکې بوخت دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال هم په کانکور ازموینه کې لس ممتاز زده‌کوونکي د خصوصي ښوونځیو ثمره وه.

دغه‌راز خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې د پوهنې له وزارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له سیاسي موخو پرته د هېواد د بچیانو د روزنې مسولیت پر غاړه لري.

دوی همدارنګه د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو د فعالیت ستاینه کړې او له هغوی یې مننه کړې، چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لپاره هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.