ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 874

د پاک ترانسپورټ د پالیسۍ نهایي کولو په تړاو مشورتي غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په مشري د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۳۰ مه نېټه (د پاک ترانسپورټ پالیسۍ) د نهایي کولو په تړاو مشورتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو او د دې ادارې رییسانو او متخصصینو ګډون کړی وو.

د دې ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او د هواککړتیا د لاملونو په هکله یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان په شمول د نړۍ ټول هېوادونه له چاپېریالي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د ګلخانه‌يي او کاربن ډای اکسایډ ګازونو د تولید له امله هم صوتي ککړتیا او هم د هواککړتیا رامنځته شوې، چې د مخنیوي لپاره یې د چاپېریال ساتنې ملي اداره لاس په کار شوه او د پاک ترانسپورټ پالیسي مسوده یې جوړه کړه.

ښاغلي عابد د اړوندو ادارو له استازو غوښتنه کړې، چې یاده پالیسي د خپلو سالمو نظرونو او وړانديزونه په ارایه کولو سره نوره هم غني کړي.

په یاده غونډه کې (د پاک ترانسپورت پالیسۍ) مسوده د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره تشریح شوې او ګډونوالو یې په تړاو بحث کړی.

یاده مسوده به د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته د تایید لپاره واستول شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان شهیدان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، غزه کې نن دوشنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲۶ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

یاد بریدونه د رفح ښار په مرکز او شمال او د جبالیا کمپ کې پر یوه ښوونځي شوي دي.

پر دې سربېره خان یونس کې د بې‌ځایه شویو خېمې په نښه شوې، چې ګڼ فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي.

یاد ۲۶ کسان د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو او مختلفو بریدونو کې شهیدان شوي، چې یوازې ۱۸ یې په جبالیا کمپ کې دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۲ زره او ۶۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۹ زره او ۷۹۵ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۸ فلسطینیان نیولي

د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو تېره شپه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ فلسطینیان نیولي.

یادې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو پر بریدونو سربېره، د سیمې له خلکو سره تاوتریخوالی، د هغوی ځورول او بندیانول او د کورونو ویجاړول دوام لري.

صهیونیستي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او د بیت‌المقدس په ختیځ کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۱۱ زره او ۴۰۰ ډېر فلسطینیان نیولي او بندیان کړي دي.

غزه کې د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۴ اسرائیلي افسران وژل شوي

د راپورونو له مخې، غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۴ اسرائیلي افسران وژل شوي.

صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې په شمال کې د یوه لوړ پوړي قومندان او درېیو نورو افسرانو وژل تایید کړي.

اسرائیلي رژیم وايي، چې یاد عسکر د نښه‌ویشتونکو او په ټانک د چاودنې له امله وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې د یوه بل قومندان په ګډون یو شمېر نور اسرائیلي عسکر ټپیان شوي هم دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي؛ د غزې په جګړه کې دا تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی، چې وژل کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر غزه تړانګه د صهیونسیتي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۷۴۷ اسرائیلي عسکر وژل شوي او لږ تر لږه ۴ زره او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر لغمان ته سفر وکړ

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد الحنفي لغمان ته سفر وکړ او د دې ولایت له ولایتي مسولینو او د مرکز او ولسوالیو له ولسونو سره یې لیدنه وکړه.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تنفیذ په موخه یې ولسونو او مشرانو ته د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله حکم، چې د یاد قانون د تنفیذ په موخه یې ټولو ولایتونو ته کړی بیان کړ.

نوموړي په یاده لویه ولسي غونډه کې ویلي: “افغان ولس له کلونو وروسته خپل ارمان يعنې د اسلامي نظام حاکمیت ته ورسېد او اسلامي نظام حاکم شو.

د‌ افغانانو جهاد او اسلامي مبارزې دوه اساسي موخې درلودې؛ یو اشغال ته د پای ټکی اېښودل او بل اسلامي شریعت نافذول او پلي کول دي. له دې وروسته هر شخص او قوم باید د اسلامي نظام په پلي کول کې رغنده رول ادا کړي. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو مخه نیول شوې، چې ټول هېوادوال خپلو حقونو ته لاسرسي لري، دښمن د فزیکي جګړې ترڅنګ د فکري یرغل پر مټ غوښتل ترڅو په ټولنه کې غربي کلتور او منکرات دود کړي خو په دې برخه کې هم ناکام دی.”

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي نظام له برکته د نشه‌یي توکو، اختطاف، اخلاقي فساد او نورو منکراتو په بشپړه توګه مخه نیول شوې. همدا یو بشپړ اسلامي نظام دی، بغیر له امربالمعروف څخه هیڅ نظام بشپړ نه دی، محمدي امت ځکه ځانګړی دی، چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوي او یاده چاره د ټولو مسلمانانو ګډه دنده ده.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر په وینا؛ غربي هېوادونه او ملاتړي یې هڅه کوي، ترڅو د ناسمو او بېځایه تبليغاتو پر مټ نړۍ ته د اسلامي نظام غلط انځور وړاندې کړي، خو موږ په تبلیغاتي جګړه کې هم بریالي یو، چاته د بې ځایه تبلیغاتو اجازه نه ورکوو.

د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني بیا تر ښه راغلاست وروسته ویلي، چې لغمان کې د ولس او خلکو تر منځ ښه تړاو موجود دی، د ولایت ټول مسولین د ولس په خدمت کې دي. همداراز یې د مسلمانانو په ورورلۍ، اخوت، سمو اړیکو او د محتسبینو په صفتونو او د فساد د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې.

د غونډې په پای کې د یاد وزارت د ویاند لخوا د امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حکم چې د امربالمعروف قانون د تنفیذ په موخه یې ټولو ولایتونو ته کړی بیان کړ.

ددې حکم له مخې د ولایت د والي په مشرۍ د امربالمعروف، علماو شورا، ارشاد حج اوقاف، استناف محکمې، د فرامنیو او احکامو د تعقیب، پوهنې، عالي تحصیلات، اطلاعاتو او کلتور، استخباراتو رییسان، د جهادي مدرسې مهتمم، د قول اردو قومندان، امنیه قومندان، ښاروالۍ او د تخصصاتو مدیر په غړیتوب هئیت ټاکل کیږي، ترڅو دغه هئیت هرو دوه اونیو کې د قانون د تنفیذ او خنډونو د لرې کولو په اړه غونډه وکړي او هرو دوو میاشتو وروسته دې خپل راپور د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له مقام سره شریک کړي.

د کرنې او مالداري وزیر په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري او مل پلاوي پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ګڼ شمېر لوړ پوړو او ځایي چارواکو ګډون درلود.

د یاد شرکت مسوولينو د فعاليتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ویل، چې دوى د جلغوزيو او غرني بادامو د پروسس په درې برخو کې فعاليت کوي او په کلني ډول د ٦٠ زره ټنو د پروسس ظرفيت لري.

د کرنې وزیر د دې فابریکې فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې کرنې وزارت د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او دوی ته به دا زمینه برابره کړي، تر څو خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.

قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګاري په شتون کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت‌ او سوداګرۍ وزارت وایي، نورالدین عزیزي د دغه نندارتو په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې اغیزمن دي.

بلخوا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په دې مراسمو کې ویلي، چې استانه له کابل سره د سوداګریزو، اقتصادي، ترانسپورټي، لوجیستیکي او انرژي اړیکو پراختیا غواړي.

د ویلو ده، چې په دغه نندارتون کې به افغاني محصولات او تولیدات ۷۰ غرفو کې د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر د ننګرهار له ځایي مسولینو سره لیدنه کړې

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ننګرهار ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د صادرو شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو ترڅنګ د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه د یاد ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.

شیخ محمد خالد الحنفي جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ افغانستان یوازینی اسلامي هېواد دی چې اسلامي شریعت پکې په بشپړه توګه پلی کېږي او له برکته یې د نشه‌یي توکو، اختطاف، اخلاقي فساد او نورو منکراتو په بشپړه توګه مخه نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو مخه نیول کېږي او لله لحمد ټول هېوادوال خپلو ټولو شرعي حقونو ته لاسرسی لري.

دغه‌راز د امر بالمعروف وزارت مسولین د ټولنې د ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دي، ولسي وګړي کولای شي، چې په فزیکي ډول او یا د (۱۹۱) وړیا شمېرې له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې خپلې اصلي موخې له یاده مه باسئ، خپلې چارې په سمه توګه سرته ورسوئ او د ملت خدمت وکړئ، ځکه چې ټول د الله تعالی او ټولنې پر وړاندې ځواب ویونکي یو.

نوموړي همداراز له ګډونوالو غوښتي، ترڅو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د ننګرهار ولایت ځایي مسولینو ویلي؛ اسلامي نظام هغه وخت پایښت مومي چې ټولنه کې معروفات دود شي او د منکراتو مخنیوی وشي.

دوی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون پلي کولو او ټولنې ته د‌ هغوی په اړه د عامه پوهاوي ورکولو ته ژمن دي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر د ننګرهار له محتسبینو سره لیدنه کړې

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره لیدنه کړې.

شیخ محمد خالد الحنفي محتسبینو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو د ټولنې غوره کړل شوي کسان یاست، مسولیت مو خورا ستر او مهم دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې علماء دنده لري ترڅو د ټولنې وګړي نېکیو ته را وبولي او له بدیو یې منع کړي.

ښاغلي الحنفي زیاته کړې، چې د اسلامي نظام واکمنېدل او د علماوو نننی عزت د شهیدانو د قربانیو پایله ده؛ د شهیدانو ارمان يعنې د شریعت پلي کولو ته ژمن پاتې شئ او خپلو چارو کې د مشرانو اطاعت وکړئ.

دغه‌راز ټوله نړئ د‌ محتسبینو کړنو ته ځیر ده، داسې چلند وکړئ چې د ټولنې لپاره بېلګه شئ.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر له محتسبینو غوښتي، تر څو د نوي قانون پلي کولو او ترنورو رسولو ته کار وکړي او یاده چاره کې له ټولنې سره د ښه چلند او حکمت څخه کار واخلي.

د ننګرهار محتسبینو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر ته ډاډ ورکړی، چې په ټولنه کې به د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر برخه کې بشپړه هڅه او ګړندي ګامونه پورته کوي، ځکه چې تېره شل کلنه مبارزه د همدې لپاره وه، ترڅو په ټولنه کې سمون او سالم‌والی رامنځته شي.

شیخ محمد خالد الحنفي له دې وړاندې هم د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون لاښه پلي کولو په موخه د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې د یادو ولایتونو له مسولینو او محتسبینو سره ناستې کړې دي.